Weather FAQs - Pashto

د نارنجی کوډ په اړه په مکرر ډول پوښتل شوي پوښتنې

آیا د سور کوډ ورځې له منځه ځي؟
نه. PWCS به په دې ښوونیز کال او له هغې وروسته هم د سور کوډ ورځو لرلو ته دوام ورکړي کله چې شرایط د سختی خرابی هوا په بیړنیو حالتونو کې د سور کوډ کارول اړین کوي کوم چی ممکن د لیرې څخه کار کول یا زده کړې ته لاسرسی اغیزمنه کړي، د بیلګی په توګه په احتمالي ډول د بریښنا بندیدل. زده کوونکو ته به د سور کوډ په ورځو کې کورنی یا د ټولګی دندی نه ورکول کیږي، او ښوونکي به د وروستی نیټې یا د آزموینې د مهالویش کولو لپاره ضایه شوئ وخت په پام کې نیسي. زده کوونکي کولی شي د سور کوډ ورځو څخه د داوطلبانه دنده تر سره کولو یا له وړاندی څخه ورکړل شوي کورنی دندی بشپړولو لپاره ګټه پورته کړي. د بشپړ ورځ کار کارکوونکو ته د سور کوډ ورځو لپاره معاش ورکول کیږي او اړ دي نه چی کار وکړي مګر د خرابی هوا پرسونل پرته.
د ویرجینیا په قانون کې وروستي بدلونونه څرنګ په PWCS کې د خرابی هوا اړوند حالتونو او په نورو بیړني حالتونو کی د ښوونځیو تړل اغیزمن کوي؟
د 2021 مقننه غونډې یا قانون جوړونی غونډی په جریان کې، د ویرجینیا عمومي شورا یو قانون تصویب کړ (د کور بل 1790 / د سنا بل 1132) چې تر 10 ورځو پوری (بشپړ یا جزوي ورځی) په مجازی ډول یا د لیری څخه درسونو تر سره کولو ته اجازه ورکوي چې د 180 ورځو یا 990 ساعتونو لپاره د درس شرط کی حساب شي کله چی د ښوونځیو تړل د ډیری خرابی هوا یا د نورو بیړنی حالاتو له امله وي. د ویرجینیا د ښوونې او روزنې څانګی له مخې، که چیرته د ښوونځيو ډیویژنونه یا څانګې په دغو ورځو کې هر زده کوونکي ته لارښوونې او خدمات وړاندی کړای شي، د لارښوونې دغه وخت د ښوونځي د مودې په توګه او د ښوونځي کال لپاره د بنسټیزه لارښوونې ساعتونو شرط په توګه حساب کیدی شي.
نارنجی کوډ څه شئ دۍ؟
ښوونځي او د دفترونو ودانۍ تړلی وي.‎ ‎ د سهار د 9 بجو څخه تر ماسپښین 2 بجو پوری به په ژوندی بڼه مجازی لارښوونه یا درسونه تر سره کیږي.
نارنجي کوډ به څه وخت کارول کیږي؟
نارنجي کوډ په توکبکس یا ټول بکس کی د یوی وسیلې په توګه شتون لري او ممکن وکارول شي یا ونه کارول شي. د بیړني حالتونو له امله د ښوونځیو تړل په کورنیو باندې مسٔولیت زیاتوي او د امکان تر حده پوری یی د مخنیوی لپاره هڅه کیږي. په هرصورت، بیړني حالتونه د اندازې او اغیزی له مخې توپیر کوي، او ممکن ډیری وختونه داسی وي چې د سور کوډ پراخه لړۍزده کړی په منفي ډول اغیزمنی کړي یا د ښوونځی دوه ساعته ځنډ سره پرانیستل کافي نه وي. همدا ډول، د نارنجی کوډ درلودل یو بدیل پلان دی کوم چې د هر ډول بیړني حالت رامنځ ته کیدو څخه دمخی جوړ شوئ روښانه پلان لري.
آیا زده کوونکي به د 24-2023 ښوونیز کال په بهیر کې د نارنجی کوډ په ورځو کې په ژوندۍ بڼه مجازی لارښوونې ترلاسه کوي؟
هو، ټول زده کوونکي به د 24-2023 ښوونیز کال په بهیر کې د نارنجی کوډ په ورځو کې په ژوندی بڼه هم مهال شوي مجازی لارښوونې ترلاسه کوي.
که چیرته زما زده کوونکئ د پرنس ویلیم مجازی زده کړو له لاری په ټول مجازی کورسونو، یو یا ډیرو مجازی ټولګیو کی ګډون کوي، آیا په نارنجی کوډ ورځو کی کوم بدلون رامنځ ته کیږي؟
نه، هغه زده کوونکي چې دPWCS په K-8 مجازی اکاډمۍ، مجازی پرنس ویلیم، او مجازی ویرجینیا کی شامل دي، باید هغوي خپل نورمال ورځنی مهالویش تعقیب کړي.
د زده کوونکو څخه د نارنجی کوډ مجازی زده کړې ورځو پر مهال د کوم څه شي تمه کیږي؟
  • ټول زده کوونکي به د سهار له 9 بجو څخه تر ماسپښین 2 بجو پورې په ژوندی بڼه مجازی لارښوونې ترلاسه کوي.
  • د ټولو ښوونځیو لپاره به لارښوونی د سهار په 9 بجو پیل کیږي او د ماسپښین په 2 بجو به پای ته رسیږي.
  • ټول ټولګي به په ژوندۍ بڼه (هم مهاله) لارښوونو سره پیل کیږي.
  • زده کوونکي به د غرمې خواړو لپاره یو ساعت وقفه یا تفریح ولري.
  • د زوم له لاری د ناستو ترمینځ به تشناب ته د تللو لپاره زده کوونکو ته وخت ورکول کیږي.
زه د نارنجی کوډ په ورځو کی د خپل ماشوم په ژوندی بڼه د مجازی لارښوونی مهالویش چیرته موندلی شم؟
ټول ابتدايي، منځني او عالي ښوونځي به په خپله کچه یو ډول د نارنجي کوډ مهالویش تعقیبوي. ښوونځي به خپل د نارنجي کوډ مهالویش په خپلو ویب پاڼو کې پوسټ کوي. د مهالویش نمونی/بیلګئ وګورئ.
څه به وي، که زما کورنی په کور کی انټرنیټ ته لاسرسی ونه لري؟
دا چی تاسو څرنګ کولی شئ د وړیا کور انټرنیټ لپاره وړ اوسی، معلومات دلته تر لاسه کړئ.
د 504 قانون یا د IEP اسانتیاوي او خدمات به څرنګ وړاندی کیږي؟ آیا د هغو زده کوونکو لپاره نوری لاری چاری په پام کی نیول شوي دي څوک چی د ځانګړو زده کړو خدمتونه ترلاسه کوي؟
د ښوونځي کارکوونکی به د هر زده کوونکي IEP او د 504 برخې پلان بیاځلی ګوري. هر ډول اسانتاوي او خدمتونه چی په مجازی ترتیب کې وړاندی کیدی شي، هغه به زده کوونکو ته وړاندی کیږي. د معلولیت بڼی له امله مجازی لارښوونو ته د لاسرسی موندلو لپاره د زده کوونکي د وړتیا په اړه اندیښنې به د IEP پروسې له لارې حل او حواری شي.
د انګلیسي ژبې زده کوونکي او د ګفټډ تعلیم پروګرام خدمتونه به څرنګ وړاندی کیږي؟
د انګلیسي زده کوونکي او د ګفټډ تعلیم هغه خدمتونه چې په مجازی پروګرام کی د پلی کیدو وړ وي، هغه به پلی کیږي. دا خدمتونه باید د امکان تر حده پوره هغه خدمتونو ته ورته وي چی په فیزکی یا شخصي ډول زده کوونکو ته وړاندی کیږي.
د زده کوونکو حاضري به څرنګ اخیستل کیږي، او آیا زده کوونکي به د نارنجی کوډ په ورځو کی حاضر ګڼړل کیږي؟
زده کوونکي حاضر ګڼړل کیدو لپاره باید خپلی کمری چالانی وساتی او په درسونو کی ګډون وکړي. د زده کوونکو لخوا تت یا بل ډول بک ګراونډ کارول کیدی شي.
که چیرته کوم زده کوونکی د نارنجي کوډ په ورځ کی سیسټم ته ننوتو کی ستونزه ولري، د هغوي کورنی باید څه کار وکړي؟
کورنئ باید د PWCS مرستی میز سره اړیکه ټینګه کړي.
څه به وي که چیرته یو ماشوم د ښوونځی لخوا ورکړل شوي وسیله په ښوونځی کی له یاده اوباسی؟
که چیرته یو ماشوم د ښوونځی لخوا ورکړل شوي وسیله یا آله په ښوونځی کی له یاده اوباسی، هغوي کولئ شي چی د Canvas، Office 365, او Zoom په شمول د ډیرئ آنلاین اپلیکیشنونو ته د لاسرسی موندلو لپاره بله وسیله یا تلیفون وکاروي.
آیا کوم ښوونځی یا دفتر به د نارنجی کوډ ورځو پر مهال پرانیستی وي؟
ښوونځي او د دفترونو ودانۍ به په نارنجي کوډ ورځو کې نه وي پرانیستی، کله چی مناسب وي، چاری به په مجازی ډول پر مخ وړل کیږي.

د خرابې هوا پر مهال د کوډونو او چارو په اړه د لا زیاتو معلوماتونو لپاره. 404.04-1 مقرری ته مراجعه وکړئ.

د نارنجي کوډ د مهالویش نمونه

د ابتدایهٔ ښوونځیو لپاره نمونې مهال ویش

بلاک وخت دقیقی
د لارښوونی بلاک سهار 9 بجو څخه تر 11 120
غرمی خواړه/تفریح سهار 11 څخه تر غرمی 12 60
د لارښوونی بلاک د غرمی 12 بجو څخه تر 2 120

د منځني ښوونځیو لپاره نمونې مهال ویش

درسی ساعت/بلاک وخت دقیقی
سلاکاری/لومړئ ساعت سهار 9 بجو څخه تر 9 35
دویم درسی ساعت سهار 9:40 څخه تر 10:10 30
دریم درسی ساعت سهار 10:15 څخه تر 10:45 30
څلوم درسی ساعت سهار 10:45 څخه تر 11:15 30
د غرمی خواړه سهار 11:15- تر غرمی 12:15 60
پنځم درسی ساعت غرمه 12:20 څخه تر 12:50 30
شپږم درسی ساعت غرمه 12:55 څخه تر 1:25 30
اووم غرمی 1:30 بجو څخه تر 2 30

د عالي ښوونځیو لپاره نمونې مهال ویش

ښوونځی به خپل د A او B برخی مهالویش تعقیبوي

د عالي ښوونځیو لپاره د اوو مضمونونو سره نمونی مهالویش

درسی ساعت/بلاک وخت دقیقی
لومړئ بلاک (A او B ورځی) سهار 9 بجو څخه تر 9:40 40
دویم (A ورځ)/دریم(B ورځ) بلاک سهار 10 بجو څخه تر 11 60
د غرمی خواړه سهار 11 بجو څخه تر غرمی 12 60
څلورم(A ورځ)/پنځم(B ورځ) بلاک غرمی 12 بجو تر غرمی 12:55 55
شپږم(A ورځ)/اووم(B ورځ) بلاک غرمی 1:05 بجو څخه تر 2 55

د عالي ښوونځیو لپاره د اته مضمونونو سره نمونی مهالویش

درسی ساعت/بلاک وخت دقیقی
لومړئ (A ورځ)/دویم (B ورځ) بلاک سهار 9 بجو څخه تر 9:55 55
دریم (A ورځ)/څلورم (B ورځ) بلاک سهار 10:05 څخه تر 9 بجو 55
د غرمی خواړه سهار 11 بجو څخه تر غرمی 12 60
پنځم (A ورځ)/شپږم (B ورځ) بلاک غرمی 12 بجو څخه تر 12:55 55
اووم (A ورځ)/اتم (B ورځ) بلاک غرمی 1:05 بجو څخه تر 2 55