د منځپانګۍ فهرست

پیژندنه/سریځه

د ویرجینیا اساسي قانون سیمه ایزه ښوونځي بورډ ته دا صلاحیت ورکوي چې د ښوونځي بورډ تر کنټرول لاندې د عامه ښوونځیو چاری وڅاري. په دۍ صلاحیت کې د زده کوونکو څخه د نظارت کولو او ډیسپلین واکٔ شامل دی.

د هر زده کوونکي او ښوونځي کارکوونکی د روغتیا خوندیتوب، او حقونو او د ښوونځي د ملکیت ساتنې ډاډ رامنځ ته کولو سره د پرنس ویلیم کاؤنټي ښونځي بورډ د ټولو زده کوونکو لپاره د یو برابر تعلیم حقونو خوندي کولو لپاره هڅه کوي چی د هغوی د وړتیاو، ګټو، ارزښتونو، او موخو سره په مطابقت کې وي.

په هر صورت، د ځوانانو د روزنې او ښوونې دنده باید د ښوونځي ټولنې ټولو غړو - زده کوونکو، مسلکی ښوونکو، اداره کوونکو، د روزنې ملاتړ متخصصینو پرسونل، او د والدینو لخوا په ګډه سره تر سره شی څوک چی د ښوونځي د قواعدو او د زده کړې بهیر بشپړتیا ملاتړ مسؤلیت په غاړه لري.

دا د والدینو دنده ده چې د ښوونځي په چاپیریال کی مسؤلیت په غاړه اخیستلو لپاره ماشوم چمتو کړۍ- په دی کی د زده کړو او ښه اخلاقو ښودلو مسٔولیت شامل دي کوم چی د بل چا خوندیتوب او حقونو څخه سرغړونه نه کوي. ( "کورنی د ملګرو په توګه" برخه کی لا زیات معلوماتونه وګورئ.) ښوونځي د هر زده کوونکي څخه د مناسب او ځان ډیسپلینولو چلند تمه لرلو حق لري. دا چې ځان ډیسپلینول د بهر څخه نه شی تحمیل کیدي، زده کوونکو ته باید تر یوي کچې پورې د انتخاب او عمل کولو اجازه ورکړل شي تر څو خپل انفرادي وړتیاوی او لیاقت ته وده ورکړۍ.

د ویرجینیا کوډ § 78-22.1 دا په ډاګه کوي چی: "د زده کوونکو د مناسب ډسیپلین، د هغوی ښوونځي ته تګ او بیرته راتګ چلند په شمول مګر دی پورې نه دی محدود، د ښوونځي بورډ ممکن د قانون پر اساس قوانین او مقررات خپل کړی." د ښوونځي بورډ قواعد چې د زده کوونکو چلند اداره کوي د چلند په کوډ (COB) کې لنډیز شوي او د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) پالیسیو او مقرراتو کې هم په ډاګه شوي دي.

د دغی چلند کوډ مادی هغه وخت پلي کیږي کله چې زده کوونکي پکې ښکیل وي، د بیلګی په توګه:

  • ښوونځي ته د منظم ډول حاضري پرمهال او هرکله چې د ښوونځي په چاپیریال/ملکیت کې یا په مجازي ډول موجود وي;
  • د ښوونځی د عمر ماشومانو پاملرنی(SACC) او راتلونکي پروګرامونو په شمول د ښوونځي فعالیتونو کی کله چی د ښوونځي بورډ په ملکیت کی وي;
  • کله چې ښوونځي ته او د بس تمځایونو ته تګ راتګ وي;
  • د ښوونځي په بسونو کی او د بسونو په تمځای کې؛
  • د ساحی څخه بهر په داسی حالاتو کی، د ښوونځي لخوا سپانسر شوي فعالیتونه کی لکه د سیمی سفرونه، سپورتی پیښې، او د کلب فعالیتونه؛ او
  • کله چې د زده کوونکي لخوا د ښوونځي ودانی څخه بهر تر سره کیږی یا د ښوونځي ملکیت په چارو باندي اغیزه لري یا د ښوونځی څانګی په عمومي سوکالی باندې اثر غورځوي، د زده کړې پروسې بشپړتیا باندې تاثیر کوي، د زده کوونکو، کارکوونکو یا د ښوونځي ملکیت خوندیتوب او هوساینه د ګواښ سره مخ کوي. دا کار هغه وخت واقع کیږۍ کله چی زده کوونکی د ښوونځي غیر رسمی واک تر لاندې وي یا په بل ډول د زده کوونکو یا کارکوونکو حق د خپو لاندي کوي.

تر هغه پورې چې د زده کوونکو، والدینو په لویه کچه د ټولنې، او/یا د ښوونځي کارکوونکو د بنسټیزه حقونو سرغړونه ونه شی، د ښوونځیو مشر د ښه نیت پر اساس د COB د اوسنی حالت تګلارو څخه برخلاف تصویب کولی شي. ښه نیت د ښوونځي په سیسټم کې د زده کوونکو روغتیا، خوندیتوب، هوساینه او د تعلیمي فرصتونو ساتلو په معنی ده.

مهربانی وکړی په یاد ولریٔ: "والدین"، لفظ لکه څنګه چې په ټوله کې کارول شوۍ، دی، موخه یی د اصلی مور او پلار، د فرزندي ماشوم مور او پلار یا قانوني سرپرست څخه ده. د چاپ کولو په موخه، د "ښوونځي بورډ" په حواله باید پوه شي چی موخه یی د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځيو بورډ څخه ده.

د زده کوونکی د ناوړه چلند ادعاګانو/تورونو راپور ورکول

زده کوونکی ښوونځی کارکوونکی، او والدین د یو منظم او خوندي ښوونځي چاپیریال لپاره په ګډه مسؤلیت لري.

د مخدره توکو، وسلو یا نور لاملونه چی ممکن د ښوونځي چاپیریال لپاره زیانمن، وي، په اړه یی معلومات باید د "څه وویاست/Say Somthing" نامعلوم راپور ورکولو سیسټم(SS-ARS) له لاری ورکړل شي. SS-ARS په ځانګری ډول د شپږم څخه تر دولسم ټولګیو زده کوونکو او ښوونځی کارکوونکو لپاره جوړ شوۍ دی تر څو د غیر خوندي چلند یا ځان یا نورو ته د زیان رسولو ګواښونو جدي یا احتمالي تاوتریخوالي اندیښنو په اړه راپور ورکړل شي. "څه ووایاست" د ملي غیر انتفاعي تنظیم Sandy Hook Promise لخوا د ځوانانو د تاوتریخوالي مخنیوي پروګرام دۍ او PWCS لپاره پرته له کوم لګښت وړاندی کیږی او دوام مومي.

“خبر ورکوونکی" کولی شي چی د جنسي ځورونې ، ځان ته زیان رسولو ، او خپګان په شمول د ښوونځي له ګواښونو څخه د هر هغه څه په اړه راپورونه واستوي چې دوی لیدلی دی یا د یو شخص ستونزو په اړه یی اوریدلي وي. دغه سیسټم د ښوونځي مدیرانو او د قانون پلي کوونکو چارواکو ته وړتیا ورکوي چې اغیزمنه مداخلې رامینځته کړي او د خطر سره مخ اشخاصو لپاره مداخله وکړي ترڅو د تاوتریخوالی، ځان وژنې، ځورونې، ځان ته زیان رسولو او د ګواښوونکي چلند نورو ډولونو څخه مخنیوي کولو کې مرسته وکړي.

ټول ورکړل شوي معلوماتونو ته بیرته په Sandy Hook Promise ملی بحران مرکز کې د یو خورا سترماهر بحران مشاور لخوا چټک ځواب ورکول کیږی، دغه کس وروسته د ملاتړ لپاره د اړین ګامونو پورته کولو په اړه پریکړه کوي. کله چې د باور وړ معلوماتونه ترلاسه شي کوم چې د ژوند لپاره ګواښوونکي وي او/یا یو نژدی ګواښ پکې شامل وي، د ګډوډۍ کنټرولو مرکز به رر تر زره د سیمی911 چټک غبرګون شمیری سره اړیکه ټینګه کړی او قانون پلي کوونکي چارواکی به پکې ښکیل کړی، او بیا به د مرکزي دفتر کارکوونکو او د ښوونځي اړوند استازو ته خبر ورکړي، حتی څو ساعته وروسته. که چیرته د خطر نښان یا ګواښ وګورئ، د دغه ډول خبر په اړه راپور ورکولو لپاره لاندې ذکر شوي وړاندیزونه وکاروئ:

که چیرته د خطر نښان یا ګواښ وګورئ، د دغه ډول خبر په اړه راپور ورکولو لپاره لاندې ذکر شوي وړاندیزونه وکاروئ:

  • دا کیو آر کوډ وکاروۍ
    د خبر ورکولو کیو آر کوډ
  • خبر 79975 شمیری ته واستوۍ
  • د 9669-572-844-1- شمیری ته په زنګ وهلو سره یا د www.SaySomething.netویب پاڼه کی معلومات ورکړۍ.
  • د App Store یا د Google Play Store څخه په وړیا ډول پروګرام تر لاسه کړۍ چیرته چی تاسو د پروګرام د تر لاسه کولو څخه وروسته په چټکه توګه خبر ورکولی شۍ، له ستاسو څخه به د څلور عدد کوډ غوره کولو لپاره غوښتنه وشی او باید په یاد یی ولرۍ.
  • زده کونکي باید د ځورونې یا د نورو تبعیض ډولونو په اړه د ښوونځي مدیر یا عنوان IX او د زده کوونکي مساواتو څانګی ته په TitleIXEquity@pwcs.edu بریښنالیک او یا هم په 6839-374-571 شمیری راپور ورکړۍ.

رولونه او مسؤلیتونه

د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځيو بورډ

د پرنسل ویلیم کاونټی ښوونځیو(PWCS) لپاره د چلند اصول (COB) جوړ شوي دي. په داسې حال کې چې زده کوونکي په قانوني ډول د ښوونځیو تر نظارت لاندې دي، د ښوونځيو بورډ، د ښونځیو د ریٔیس تر لاندی چاری پر مخ بیایی، او د زده کوونکو د چلند څخه د نظارت لپاره د ښوونځی ټول کارکوونکی مسٔول ګڼي. د ښوونځي بورډ ټول زده کوونکي د مناسب چلند لپاره مسؤل ګڼي لکه څه ډول چې د ښوونځي بورډ په پالیسیو او مقرراتو کې تعریف شوي او څه ډول چې د PWCS د چلند اصول(COB) کې لنډیز شوي. هغه پالیسیانی او مقررات چې د زده کوونکو چلند او د زده کوونکي ډسپلین اداره کوي د PWCS پالیسیو او مقرراتو کې موندل کیدی شي کوم چې په آنلاین شکل د www.pwcs.edu ویب پاڼه کی موجود دي.

د PWCS ټول کارکوونکو تر ټولو لوړ اخلاقي معیارونه لري او د خپلو کړنو لپاره مسؤلیت په غاړه لري. له همدې لپاره، ټول ښوونځی کارکوونکی باید د ښوونځي بورډ لخوا رامینځته شوي پالیسیو او مقرراتو سره سم عمل وکړي.

د ښوونځي بورډ د چلند اصولو(COB) او د زده کوونکو په ښه ډول د چلند کولو په موخه د هغه ټولو پالیسیانو او مقرراتو لوستلو لپاره ټول والدین مسؤل ګڼې د کوم په اړه چی د چلند په اصولو کی حواله ورکړل شوي ده.

د زده کوونکو د مدیریت او بدیل پروګرامونو څانګه(SMAPD)

لکه څنګه چې په 747 پالیسي "زده کوونکی مدیریت او بدیل پروګرامونه(SMAPD)" کې تشریح شوي، د پرنس ویلیم کاؤنټي ښوونځي بورډ د(SMAPD) څانګه له دی لپاره رامنځ ته کړی تر څو د خوندي ښوونځي چاپیریال چمتو کولو لپاره د ښوونځي څانګې هڅې پلي او همغږي کړی کوم چې د ښوونی او زده کړې لپاره مناسب وي. د SMAPD موخې په لاندې ډول دي:

  • د زده کوونکو جدي انضباطی سرغړونی حل کړی؛
  • د بیلابیلو زده کړو فرصتونه چمتو کول چې د وړکتون څخه تر دولسم ټولګیو او د زیات عمر لرونکي زده کوونکو بیلا بیلی اړتیاوې په ګوته کړي؛
  • د خوندي ښوونې او روزنې چاپیریال ته وده ورکولو لپاره چې د ښوونی او زده کړې لپاره مناسب وي او له تاوتریخوالي، شخړو، او غیر ضروري خنډونو څخه پاک وي؛
  • د یوې داسی پروسې له لارې د اوږد مهاله ځنډولو او اخراجولو شمیر کم کړی کوم چی لا زیات غیر دودیز او بدیل زده کړو فرصتونه رامنځ ته کوي:
  • د اوږدې مودې ځنډونې، اخراج، جلاوالی، او د زده کوونکو بیا شاملیدو لپاره د پلي کیدو وړ پروسې نظارت تر سره کړی او د ښوونځي بورډ سره د هر ډول غوښتنو همغږي وکړی؛ او
  • د دوام داره/منظم تعلیم تر لاسه کولو زده کوونکو لپاره مناسب تعلیمي خدمات، پروګرامونه او ځای پرځای کړی څوک چې د SMAPD د ډسپلین پروسې تابع دي.

تعلیمي ډله

پداسې حال کې چې ډسپلین په ټوله کې انفردی مسؤلیت دی، د اغیزمن ډسپلین پروګرام پلي کول ګډی همکارۍ او هڅو ته اړتیا لري. د ډسپلین لپاره معادل او د مخنیوی چلند باید د چلند د معیارونو روښانه کولو لپاره ترسره شي، په اغیزمنه توګه د زده کوونکي انفرادي اړتیاوی ارزوی، او هغه اړین عوامل په ډاګه کوي کوم چې ممکن د زده کوونکي په ناوړه توګه چلند کولو کې مرسته کوي. د ښوونځي مدیر یو لارښود دی چې د ښوونځي میشته چلند توقعاتو پراختیا لپاره مسؤلیت په غاړه لري کوم چې د ښوونځي بورډ د پالیسیانو او مقرراتو او د چلند کوډ(COB) سره مطابقت لري. اداره کوونکي ښوونکي، او ټول ملاتړ کوونکي پرسونل ټول په ګډه سره کار کوي تر څو په ښوونځي څانګه کی کې د هر یو زده کوونکي د حقونو او مسؤلیتونو ډاډ رامنځ ته کړي.

تعلیمي ډله مسؤلیت لري:

  • د یو خوندي او مثبت ښوونځي چاپیریال برابرولو؛
  • د زده کړې لپاره د خوښی رواني حالت چاپیریال برابرولو؛
  • ځان منظم کولو ته هڅول؛
  • د متقابل درناوي فضا برابرول؛
  • د هر زده کوونکي سره د هغه د اړتیاوو پر اساس د یو فرد په توګه چلند کول؛
  • د زده کوونکو د پرمختګ هڅول، څارل او ارزونه کول؛
  • د والدینو سره په آزاده ډول اړیکی جوړول او ساتل؛
  • د هر ښوونځي کال په پیل کې د زده کوونکو سره د COB په اړه خبری اتری کول او د ښوونځي کال په بهیر د بیا ځلی کتلو موقع رامنځ ته کول؛
  • د ټول ښوونځي په چاپیریال کی د ښوونځي بورډ او د COB لارښوونو او مقرراتو سره په مطابقت د ښوونځي مقرراتو او قوانینو جوړول او پلي کول؛
  • د ټول ښوونځی کال په بهیر کی د نوم لیکنی پرمهال ټولو نوي زده کوونکو ته د COB په اړه لارښوونه کول او ورته لاسرسي رامنځ ته کول؛
  • تر کومه چی امکان ولري، د زده کوونکي د اړتیاوو او په ټوله کی د ښوونځي چاپیریال پر اساس د عمل کولو لپاره پلان چمتو کول.
  • د هر انفرادي زده کوونکی تعلیمي ریکارډ ساتل چی په هغی کی د زده کوونکي اړوند انضباطي کړنو ریکارډ هم شامل وي. په دغه ډول ریکارډ کی ممکن د پولیسو لخوا نیول یا د محکمې پریکړی په اړه معلومات موجود وي که چیرته زده کوونکی په غیرقانوني کړنو کې لاس ولري.

کله چې زده کوونکي د ناوړه چلند راپور ورکوي په کوم کی چی د COB څخه سرغړونه شامل وي، د ښوونځي اداره کوونکي د مناسب تعقیبي اقداماتو مسؤلیت په غاړه لري. ښوونکي، سلاکاران او نور د زده کړې خدماتو کارکوونکي مسؤلیت لري چې زده کوونکو سره مرسته وکړی تر څو د اداره کوونکو څخه اړینه مرسته تر لاسه کړای شي. د هر زده کوونکي شکایت ته د ښوونځی کارکوونکو ځواب باید مستند شي.

کورنۍ د شریکانو/همکارانو په توګه

د ښوونځيو خوندي او اغیزمنه زده کړې چاپیریال رامینځته کولو کی او د ماشومانو ټولنیز-احساساتي ودې ته وده ورکولو کې د ښوونځیو او کورنیو ترمینځ ملتیا په ډاګه کول اړین دي. پرنس ویلیم کاونټی عامه ښوونځي د کورنیو او ښوونکو تر منځ د مثبتو اړیکو په اهمیت ټینګار کوي او د کورنی په یو داسی ځای کی د یوځای کیدو لپاره هڅوي چیرته چی هغوي د خپلو ماشومانو په اړه اندیښنې، وښایی وړاندیزونه، ورکړی او معلوماتونه تر لاسه کړاۍ شی تر څو د ښوونځي ټولنه لا پیاوړې کولو لپاره د کورنیو او ښوونځیو ترمینځ مثبت ملګرتیا رامینځ ته کړۍ.

د ویرجینیا قانون تر لاندې والدین مسٔولیت لري چې:

  • د زده کوونکو د چلند معیارونو پلي کولو او د ښوونځي اجباري حاضري پلي کولو کې د ښوونځي سره مرسته وکړۍ ترڅو ښوونه او روزنه په یو داسی چاپیریال کی تر سره شی چی خلکو او ملکیت ته د ګډوډي او ګواښ څخه پاک وي، او د انفردي حقونو ملاتړ کوونکي وي. [د ویرجینیا کوډ § 22.1/279.3(A) ]
  • COB بیا ولولی او تایید یی کړي، د زده کوونکو مناسب چلند ته وده ورکړۍ، د زده کوونکي د دسپلین په برخه کی د ښوونځي سره مرسته وکړۍ او د ښوونځي چارواکو سره وګورۍ که د ډسپلین او ښوونځي حاضرۍ اړوند ستونزو په اړه بحث کولو لپاره در څخه غوښتنه وشوه.
  • یو لیکلی بیان لاسلیک کړئ چې دا په ډاګه کړی چې هغوی په خپلو مسؤلیتونو پوهیږي. دغه ډول لیکلی بیان د نوي ښوونځی کال په پیرنټ وییو پروګرام کی شتون لري.
  • د ښوونځي له پیل کیدو وړاندۍ یا د ښوونځي کال په لومړۍ اوونیو کې زر تر زره د COB کلنۍ بیاځلی کتنه او نور اړین قانوني اعترافونه بشپړ کړئ.
  • دا ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو ماشومان د ښوونځي لپاره مناسب پوښاک لري کوم ډول چې د جامو کوډ یا قانون کی مشخص شوي او کوم چې په سیمه ییزه ښوونځیو کې د زده کوونکو، والدینو او د کارکوونکی لخوا په ګډه سره جوړ شوي دي؛
  • د ښوونځي په پروګرامونو کې د اغیزمنه ګډون په موخه اړین کتابونه، توکي، وسایل، یونیفورم او تجهیزات چمتو کړئ؛
  • د مینځني او عالي ښوونځی زده کوونکو لپاره د ارتقا او فراغت شرایط وپیژنی څه ډول چی هر کال په "کورس نوملړ" کې خپریږي.
  • ښوونځي ته د ټیلیفون شمیری په شمول اوسني بیړنی معلومات ورکړۍ ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې په بیړنی حالت کی ښوونځی وکوالی شي چی د والدینو سره اړیکه ټینګه کړۍ.
  • ښوونځي کی په لومړني ځل د شاملیدو پرمهال د زده کوونکي د زیږون تصدیق شوی کاپي، او/یا د کډوالۍ اسناد، فزیکي معاینه، د واکسینو بشپړ شوۍ ریکارډ، ښوونځی ته ورکړۍ.
  • په یاد ولرۍ د ښوونځي بورډ ملکیت کې د ښوونځي فعالیتونو کې، د ښوونځي او بس تم ځایونو ته تګ راتګ په وخت کی، د ښوونځي په بسونو کې، بس تم ځایونو کې، او په هغه حالاتو کې چې د ښونځي څخه بهر د ښوونځي لخوا سپانسر شوي فعالیتونه لکه د ساحې سفرونه، سپورتی پیښې، او د لوبغاړی فعالیتونو کی مخدره توکي کارول او وسلې، لرل نه زغمل کیږي لکه څنګه چې په COB کې تشریح شوي، او دا چې سرغړونکي به یی د اصلاحي چارو سره مخ شي چه په هغی کی د ښوونځی څخه شړل هم شامل دي او
  • زده کوونکو او والدینو ته قانونی خبر د "زده کوونکو او والدینو ته قانوني خبرداری" پر اساس ورکول کیږي.

(والدین کولۍ شي د ښوونځي یا ښوونځي څانګی پالیسیو یا پریکړو سره خپل مخالفت څرګند کړي. زده کوونکي/ والدین دا حق هم لري چې د ویرجینیا کوډ د § 06-277.04-22.1 مادی پر اساس د تعلیق یا اخراج د استیناف غوښتنه وکړي.)

مسلکی ښوونکي

د ویرجینیا د 8VAC20-131-220 اعتماد نامۍ معیارونو سره سم، "د مسلکي ښوونې کارکوونکی به د داسې لارښوونو چمتو کولو مسؤلیت ولري چې د زده کړی له پلوه د متقابل درناوي او عدالت په فضا کې مناسب وي…" ښوونکي د خوندي، ملاتړ کونکي چاپیریال رامینځته کولو او ساتلو مسؤلیت لري چې د پراختیا او کلتوري پلوه مناسب وی او کوم چی د زده کوونکي علمي، چلند، او ټولنیز - احساساتي وده هڅوي. د زده کوونکو سره مثبتی اړیکی جوړول چې د متقابل اعتماد او درناوي پر اساس رامینځته شوي وي، د زده کوونکو لاسته راوړنو او چلند باندي یی ځینی لوړ مثبت اغیزې په ډاګه کړي دي.

د اړیکو پراختیا "د ښوونکي ځانګړي مهارتونو ته اړتیا لري لکه د غوږ نیولو مهارت، خواخوږي، پاملرنه او نورو ته مثبت درناوی". د ښوونکي - زده کوونکی د اړیکی متغیرو اغیزو کې مثبت چلند، جدی/ نوښتگر فکر، ریاضی، مهارتونه، لفظی مهارتونه او په ټولګي کې لاسته راوړنې شاملې دي.

دا ځکه چی د زده کوونکو چلند، د ښوونځي مثبت چاپیریال، او علمي لاسته راوړنو او نه مداخلی لارښوونو سره د زده کوونکو په ټولګیو کی ساتلو لپاره د کوښښ ترمنځ اړیکې شتون لري، د ښوونکو په مسؤلیتونو کې شامل دي:

  • مثبتی اړیکی جوړول؛
  • خوندي او مثبت فزیکي چاپیریال رامینځته کول؛
  • لارښوونه کول (او د اړتیا په وخت کې بیاځلی ښوونه) د چلند توقعات؛
  • مثبت چلند تقویه کول؛
  • چلند په اړه د لارښوونکی نظریات وړاندې کول؛
  • د هغه زده کوونکو لپاره د ښوونځي د مداخلو او ملاتړ کاري چوکاټ کارول چی د چلند توقعات نه پوره کوي؛
  • شخصي فشار پیژندل، هغه عکس العمل چې ممکن د زده کوونکي منفي چلند او شخصي تعصب ته وده ورکړي؛ او
  • د زده کوونکي چلند او د چلند په اړه د ښوونکي غبرګون څارلو لپاره د انفرادي او ټولګي معلومات کارول.

که چیرته یو زده کوونکی د چلند توقعات نه پوره کوي او ښوونکی د ټولګي یا د ښوونځي میشته مداخلې پلي کړي لکه څنګه چې د ښوونځي کړنلارو کې په ډاګه شوي، نو ښوونکی کولاۍ شی چی د ټولګی څخه د زده کوونکی لیری کولو لپاره وړاندیز وکړۍ.

د ځانګړۍ لارښوونی ملاتړ پرسونل(SISP)

د زده کوونکو د مثبت او محفوط چلند پالیسی قانون او د ځنډولو بدیل لپاره د ویرجینیا د ښوونې او روزنې بورډ لارښوونه دا په ډاګه کوي چی د SISP متخصصین د مثبت ښوونځي چاپیریال په وده او ملاتړ کې مستقیم رول لري کوم د چلند قانون د چلند توقعاتو سره برابرولو کی د زده کوونکو سره د مرستی په موخه مخنیوي مداخله، او ملاتړ باندې تمرکز کوي.

د ښوونځي سلاکاران

د ښوونځي مشورتې پروګرامونه زده کوونکو ته د دوی په اکاډیمیک، مسلک، شخصي او ټولنیز پرمختګ کې د لارښوونی په تر سره کولو سره د ویرجینیا زده کړې معیارونو ملاتړ کوي. لاندي ذکر شوي معیارونو په کارولو سره د ښوونځي سلاکاران د والدینو، ښوونکو، اداره کوونکو او نورو سره د زده کړې هڅولو او د زده کوونکو سره د زده کړې، مسلک، او شخصي موخو برابرولو او لاسته کولو کی مرسته کوي.

  • اکاډمیک پرمختګ - زده کوونکي به د ثانوي ښوونځي بشپړولو څخه وروسته د بیلابیلو تعلیمي، روزنې، او دندې انتخابونو څخه غوره کولو لپاره اړین اکادمیک چمتووالی ترلاسه کړي.
  • د مسلک پرمختګ - زده کوونکي به په احتیاط سره د مسلک پریکړې کولو لپاره د کارې نړۍ څیړنه وکړي.
  • ټولنیز - احساساتي - زده کوونکي به د ځان او نورو په اړه پوهه او درناوی ولري او د یو مسؤلیت لرونکي اتباع کیدو لپاره به اړین مهارتونه تر لاسه کړۍ.

د ښوونځي ټولنیز کارکوونکي

د ښوونځي ټولنیز کارکوونکی"د کورنۍ او ټولنې سیستمونو د پوهیدلو په اړه او زده کوونکي او د هغوی کورنۍ د ټولنې خدماتو سره وصل کولو کې ځانګړي مهارت لري کوم چې د زده کوونکو د بریالیتوب لپاره اړین دي.

  • هغوي د زده کړې پر وړاندې د خنډونو د هوارولو لپاره کار کوي چې د بې وزلۍ، د نا بسیا روغتیا پاملرنې او د چاپيریال د تاوتریخوالي له امله رامینځته شوي. د ښوونځي ټولنیز کارکوونکی ډیری وخت د زده کوونکو د زیان منونکي نفوس سره ملاتړ چمتو کولو باندې تمرکز کوي څوک چې د ښوونځی څخه تښتی او د ښوونځیو پریښودو لوړ خطر سره مخ دي، د بیلګی به توګه بې کوره او فرزندي اخیستل شوي ماشومان د کډوالو نفوس، هغه زده کوونکي چی د ښوونځي او درملنې پروګرامونو تر مینځ بدلیږی یا د ځوانانو قضايي سیسټم، یا هغه زده کوونکي چې کورني تاوتریخوالي تجربه کوي.
  • دوی د ښوونکو، مدیرانو، والدینو او نورو ښوونکو سره له نږدې څخه کار کوي ترڅو همغږي مداخلې او مشورې رامنځ ته کړۍ چې زده کوونکي په ښوونځي کې وساتي او د دوی کورنیو سره مرسته وکړي ترڅو د زده کوونکو بریا ته وده ورکولو لپاره اړین ملاتړ ته لاسرسی ومومي 1.

د ښوونځي ارواپوهان

د ښوونځي ارواپوهان ځانګړي روزنه لري چې دوی ته وړتیا ورکوي ترڅو زده کوونکو سره د دوی د علمي پرمختګ، چلند، ټولنیز - احساساتي ودې، او اړیکو په تړاو کار وکړي او دوي وپیژني.

  • "د ښوونځي ارواپوهان د پیچلي زده کوونکي او ښوونځي ستونزې تحلیل او په کور او ښوونځي کې د پایلو ښه کولو لپاره د شواهدو پر بنسټ مداخلې غوره کولو او پلي کولو کې تخصص لري."1
  • ارواپوهان ممکن د ښوونکو او والدینو سره سلا مشورې وکړي ترڅو د زده کوونکو علمي، ټولنیز، او چلند اړتیاوو لپاره خدمات او ملاتړ په اړه خبری اتری وکړي.
  • د ارواپوهانو د خطر، ګواښ پیژندل او معلوماتو راټولول، ارزونې، او تشریح کولو روزنه کولۍ شي د هغه ملاتړ په ګوته کولو او پلي کولو کې مرسته وکړي چې زده کوونکي ورته اړتیا لري تر څو د دوی بریالیتوب ډاډمن کړي.

1Cowan, K.C., Vaillancourt, K., Rossen, E., and Pollitt, K. (2013) A د بریالی او خوندي ښوونځیو لپاره تګ لاره [لنډیز]. Bethesda, MD: د ښوونځي ارواپوهانو ملي ټولنه،/اتحادیه p. 9.

د ښوونځي نرسان

د ښوونځي نرس د زده کوونکو زده کړو په اړه خنډونو ته د تیز او اوږد مهاله ناروغیو حالتونو اداره کولو، راجع کولو، او لومړني پاملرنې ته لاسرسي لپاره ملاتړ، خدماتو مخنیوي، د څاری ناروغیو کنټرولو اقداماتو، د روغتیا ترویج لپاره مشوره، او د روغتیا اړوند خنډونو پیژندلو او مدیریت په برخه کی بیړني پاملرنې ارزونې او مداخلې، تر سره کوي.

غیر تصدیق/منل شوي - کارکوونکي

  • د ښوونځي ټولنې ټول غړي باید د مثبت ښوونځي چاپیریال رامینځته کولو کی بوخت وي او مسؤلیت یی په غاړه ولري.
  • د ښوونځي هر کارکوونکی د خوندي، ملاتړ کوونکي، مؤثره زده کړې چاپیریال ډاډ رامنځ ته کولو لپاره مسؤلیت په غاړه لري.

قانون پلي کوونکۍ ادارات/ پرسونل

د ښوونځي سرچینو افسر (SRO) د ویرجینیا په § 101-9.1 کوډ کې" د ځايي قانون پلی کوونکی اداری لخوا د منل شوي قانون پلي کوونکي افسر په توګه تعریف شوۍ دۍ تر څو د ویرجینیا عامه ابتدایی او ثانوي ښوونځیو لپاره د قانون پلي کولو او امنیتی خدمات رامنځ ته کړۍ." په هرصورت، د قانون پلي کوونکي افسران د ښوونځي انظباطان نه دي. په پرنس ویلیم کاونټی عامه ښوونځیو کی په هغه ډول پیښو باندي تمرکز کولو سره چې ممکن د جرمي قانون څخه سرغړونه پکې شامل وي، د قانون پلی کوونکو رول د یو مثبت او ملاتړ کوونکی چاپیریال رامنځ ته کولو او یو خوندي چاپیریال ساتلو او رامنځ ته کولو په برخه کی دۍ، بل خوا ته د ښوونځي مدیران پدې باندې تمرکز کوي چې ایا د زده کوونکي چلند د PWCS چلند قانون COB د احکامو څخه سرغړونه کوي او که څنګه.

د زده کوونکي حقوق

د متحده ایالاتو اساسي قانون او د ویرجینیا ایالت زده کوونکو ته ګڼ شمیر قانوني حقونه او خپلواکي ورکوي. د ښوونځي بورډ تګلارې او مقررات زده کوونکو لپاره د هغوی د عمرونو او بلوغیت کچې سره سم ګڼ شمیر امتیازات هم رامنځ ته کوي. زده کوونکي کولۍ شی چی د دغی حقونو او امتیازاتو څخه تر هغه وخته پوری ګټه واخلی تر کومه چې دوی د نورو زده کوونکو حقونو یا د ښوونځي د زده کړې خوندي چاپیریال چمتو کولو وړتیا کې مداخله نه وي کړي.

د پرنس ویلیم کاونټی زده کوونکي د لاندۍ ذکر شویو حق لري:

  • هغه ښوونځيو، دفترونو او ټولګیو ته، کوم چې پاملرنه او وده رامنځ ته کوي او مثبتی اړیکې پراخه کوي؛
  • درسي نصاب او لارښوونو ته کوم چې د سخت تعلیمي تجربو لپاره فرصتونو ته وده ورکوي؛
  • په هغه ښوونځیو کې ګډون وکړئ چې د کارکوونکو او زده کوونکو لپاره د زده کړې مثبت چاپیریال ته خوندي، مناسب او ورته ښه راغلاست ووایی؛
  • د دوی د انفرادي پوهې او وړتیا کچه په پام کی نیولو سره عادلانه او د ارزښتناکه زده کړو تجربې ولري؛
  • د بیان، مجلس، عریضې، او نورو قانونی لارو له لارې په آزاده توګه خپل نظرونه څرګند کړئ، ترڅو د لارښوونې پروسې کې مداخله ونه شي؛
  • د ډسپلین ستونزو له امله د تعلیق یا شړل کیدو څخه وړاندي د مناسب او با معنی پروسی تګ لاره تر لاسه کول.
  • کله چې د تعلیق یا شړلو تصمیم په اړه بحث کوي، نو سم ډول پروسی ملاتړ کوۍ؛
  • کله چی وړاندیز وکړي، اړین اسناد باید د دوی د پوهې په ژبه وژباړل شی یا تشریح شي؛ او
  • د کلتوری او نورو توپیرونو په شمول د مشرانو او نورو زده کوونکو لخوا بشری، درناوی او مناسب چلند.

د زده کوونکو د توقعاتو قانون

د زده کوونکو لخوا رامینځته شوي د توقعاتو کوډ هغه چلند، خوي او عملونه په داګه کوي کوم چی په ښوونځي کې مسؤلیت او بریا ته وده ورکوي.

د ابتدایهٔ ښوونځیو د توقعاتو کوډ

د وړکتون څخه تر دوهم ټولګي:

په پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو کې د پاملرنې کوونکی او مسؤلیت لرونکی زده کوونکي په توګه، زه ژمنه کوم چې:

  • د اړتیا په وخت کی به مرسته غواړم؛
  • د مشرانو او ملګرو سره به د مرستې کولو لپاره فرصتونه پیدا کوم؛
  • د مقرراتو اطاعت به کوم او له بدو حالاتو څخه به لیرې اوسیږم.
  • تمرین به کوم، صادقه به اوسم او د ملکیت ساتنه به کوم؛
  • تر حد او توان به کوښښ کوم چی زما د ښوونځي او کورنی دنده بشپړ کړم.
  • ریښتینی به اوسم او تل به ریښتیا وایم.
  • د ټیکنالوژۍ کارولو پرمهال به ښی پریکړی کوم او د PWCS د خوندی انترنیټ پالیسی او په مسؤلیت سره کارولو ته به غاړه ایږدم؛
  • ښه ملګری به اوسیږم او نور زده کوونکی به نه ځوروم؛ او
  • په ځان به ویاړ یم او د نورو څخه به نه ویریږم.

دریم ټولګی څخه تر پنځم ټولګی:

په پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو کې د پاملرنې کوونکی او مسؤلیت لرونکی زده کوونکي په توګه، زه ژمنه کوم چې:

  • د اړتیا په وخت کی به مرسته غواړم؛
  • د مشرانو سره به په احترام سره خبرۍ کوم؛
  • د مشرانو او ملګرو سره به د مرستې کولو لپاره فرصتونه پیدا کوم؛
  • د ښوونځي/ټولنې فعالیتونو کې به ونډه اخلم؛
  • د مقرراتو اطاعت به کوم او له بدو حالاتو څخه به لیرې اوسیږم.
  • د ټیکنالوژۍ کارولو پرمهال به ښی پریکړی کوم او د PWCS د خوندی انترنیټ پالیسی او په مسؤلیت سره کارولو ته به غاړه ایږدم؛
  • نور زده کوونکی به هڅوم تر څو ښه رول ماډل وي؛
  • تمرین به کوم، صادقه به اوسم او د ملکیت ساتنه به کوم؛
  • د کورنی دندي بشپړولو څخه وروسته به د ملګرو او کورنۍ سره په فعالیتونو کې برخه اخیستلو لپاره فعاله اوسیږم؛
  • تر حد او توان به کوښښ کوم چی زما د ښوونځي او کورنی دنده بشپړ کړم.
  • مشرانو او نورو زده کوونکو سره به په احترام چلند کوم؛
  • ریښتینی به اوسم او تل به ریښتیا وایم.
  • د ځان او د نورو حق لپاره به ودریږم او رول ماډل به اوسیږم؛
  • ښه ملګری به اوسیږم او نور زده کوونکی به نه ځوروم؛
  • د نور زده کوونکو په احساساتو پوهیدلو هڅه به کوم؛
  • په ځان به ویاړ یم او د نورو څخه به نه ویریږم او
  • په کوچني ماشومانو باندي به مثبت اثر ولرم.

د مینځني ښونځي د توقعاتو کوډ:

په پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو کې د پاملرنې کوونکی او مسؤلیت لرونکی زده کوونکي په توګه، زه ژمنه کوم چې:

  • احترام کوونکی به اوسيږم او د نورو لپاره به هڅوونکی یم؛
  • په ټولګي کې به د نورو زده کوونکو لپاره ښه بیلګه اوسیږم؛
  • د والدینو، ښوونکو او د ښوونځي کارکوونکو سره به په آزاده ډول خبری کوم؛
  • نور زده کوونکی به مثبتی پریکړو کولو ته هڅوم؛
  • رول ماډل به اوسیږم او د نورو زده کوونکو لخوا د خوندي پریکړو کولو هر کلی به کوم؛
  • د فعالیتونو تر سره کولو سره لکه د خوراکي توکو لیږدولو، د مالی مرستی غوښتلو کله چی ورته اړتیا وي، او د نورو لارو چارو به د ټولنې خدمت کوم، او دا ډول نور؛
  • زما د کورنۍ، ښوونځي او د ټولنې لخوا ټاکل شوي حدود به تعقیبوم؛
  • د ملګرو او رول ماډلونو ټاکنه به په اختیاط سره کوم؛
  • تر خپل حد او توانه به د ښه عمل تر سره کولو کوښښ کوم او خپله هیله به له لاسه نه ورکوم حتی که کله کله ناکام هم شم؛
  • د ښوونځي فعالیتونو او ورزشي ټیمونو کې به برخه اخلم؛
  • د زده کړې لپاره به له مزاحمت پرته ځای غوره کوم؛
  • خپل وخت به په هوښیارۍ سره کاروم؛ د کورنی دندې بشپړولو وخت کې به ځنډ نه کوم؛
  • په ښوونځی کی ښه فعالیت ښودلو لپاره به نور زده کوونکی هڅوم او ورته به لارښوونه کوم؛
  • زما په شاوخوا کې د منفي اغیزو له پامه غورځولو سره به یو ښه بیلګه جوړوم؛
  • په ټولګي کې به په دقت سره غوږ نیسم او د نورو زده کوونکو لپاره به ښه رول ماډل اوسیږم؛
  • د خپلو کړنو مسؤلیت به په غاړه اخلم؛
  • د ټیکنالوژۍ کارولو پرمهال به ښی پریکړی کوم او د PWCS د خوندی انترنیټ پالیسی او په مسؤلیت سره کارولو ته به غاړه ایږدم؛
  • زما چلند به کنټرولوم او د نا سم کار د تر سره کولو څخه به ډډه کوم؛
  • د نژاد، رنګ، مذهب، ملي اصل، جنس، جندر هویت، جنسي تمایل، معلولیت، ټولنیز-اقتصادي پس منظر، یا نورو شخصي ځانګړتیاوو پرته به په دۍ خبره لرم چی ټول یو له بله سره مساوي دي؛
  • هغه زده کوونکو ته به درناوی لرم چې ممکن له ما څخه مختلفه زمینه/شالید ولري؛
  • په دروسته توګه د پریکړو تر سره کولو لپاره به له مخکې څخه پلان نیسم؛
  • د نامناسبه حالتونو څخه به ډډه کوم؛
  • په بیلابیلو فعالیتونو کې به ونډه اخلم او نور زده کوونکي به هم دی کار ته هڅوم؛
  • بالغ رول ماډلونه به وپلټوم څوک چې به زما څخه ملاتړ وکړی کله چی ورسره خبری اترو کولو ته اړتیا ولرم؛ او
  • په ځان به باور لرم.

دعالي ښوونځی/لیسې د توقعاتو کوډ

په پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو کې د پاملرنې کوونکی او مسؤلیت لرونکی زده کوونکي په توګه، زه ژمنه کوم چې:

  • خپل والدین به هڅوم چی زما د تعلیم په برخه کی او د ښوونځی په چارو کی په فعاله توګه ښکیل وي؛
  • په خپل ژوند کې به د مشرانو سره په آزاده ډول او صحي اړیکی جوړوم؛
  • د یو پاملرنې کوونکی ښوونځي چاپیریال رامینځته کولو لپاره به کار کوم؛
  • د یو احترام لرونکي رول ماډل کیدو سره، د ښی پریکړو په تر سره کولو سره او ماته راکړل شوي مسؤلیتونو په تر سره کولو سره به خپل د ښوونځی او ټولنی سره مرسته کوم تر څو په مثبت ډول ورته وکتل شي؛
  • په داوطلبانه شکل د هغه فعالیتونو څخه د ملاتړ کولو سره به د خپل ښوونځی او ټولنی خدمت تر سره کوم چی ګټه ور دی او د ښوونځی یو خوندي چاپیریال رامنځ ته کوي؛
  • خپل ځان به په داسې لارو چارو سنمبال کړم چی بالغان می د مسٔولیت لرونکی کس په توګه وپیژنی، نو د حساب لرونکی او ښه شهرت لرونکی کس په توګه به هغوی زما نظرونه ته ارزښت ورکړۍ.
  • خپلو ښوونکو او نورو مشرانو سره به همکاري کوم؛
  • خپلی کورنی او ګاونډ سره په ګډه به خپلی ټولنه کی د ځوانانو لپاره ښکاره او روښانه قوانین رامنځ ته کوم؛
  • د مشرانو مثبت او هڅوونکی چلند به خپلوم؛
  • زما په مهالویش کې اضافي جوړښت چمتو کولو لپاره به په غیر نصابي فعالیت کې بوخت کیږم؛
  • په بیلابیلو فعالیتونو کې به خپله لیوالتیا رامنځ ته کوم او په ټولنه کې به خپله ښکیلتیا پراخه کوم؛
  • خپل وخت به په مساوي ډول د بیلا بیلو فعالیتونو (ښوونځي، کور، او غیر نصابي فعالیتونو) تر منځ تقسیموم.
  • د خپل ځان او زما د ملګرو تعلیم ته لا زیاته وده ورکولو لپاره به د چلند اصول (COB) د قوانینو او مقرراتو اطاعت کوم؛
  • د ټیکنالوژۍ کارولو پرمهال به ښی پریکړی کوم او د PWCS د خوندی انترنیټ پالیسی او په مسؤلیت سره کارولو ته به غاړه ایږدم؛
  • په فعاله توګه به د ښوونځي په فعالیتونو کې ونډه اخلم تر څو دا په ډاګه کړم چې زه د خپلې ټولنې د هوساینې پروا لرم.
  • خپلی کورني دندي او د اکاډمیک مسؤلیتونو بشپړولو ته ژمن کیدو سره به خپل زده کړی ته وده ورکوم؛
  • ځان به د دروست ډول ځانګړتیاوو لکه صداقت او ایماندارۍ په اصولو برابرولو سره لا زیات مثبت چلند ښودلو ته لمن وښم تر څو پر نورو زده کوونکو باندې اغیزه ولري؛
  • د خواخوږی و او د مساواتو د ارزښت په اړه د ټینګار کولو سره به نه یواځی د ښوونځی په چاپیریال کی مګر روز مره پریکړو کولو کی به هم د خپلو مثبتو ارزښتونو درناوی کوم.
  • د هغه مثبتو ارزښتونو قدرداني به کوم چې زما په دا ډول کیدو کی پر ما باندې اغیزه لری او هغه ارزښتونه به په خپلو ښوونځیو او ټولنو کې ګډ کړم؛
  • د خپل ټولو ملګرو سره به د توپیرونو او شالیدونو په پام کې نیولو پرته په مساوي ډول چلند کوم؛
  • له مخکې به پلان جوړوم او د خپلی پوهې څخه په ګټه اخیستو سره به د منفي فکر لرونکی هم ټولګیو فشار پر وړاندې مثبتی پریکړې ترسره کوم.
  • د خپل پوهی، خواخوږی او ملګرتیا مهارتونو په کارولو سره به د تاوتریخوالی پرته شخړې حلوم؛
  • په دی به ځان پوهوم چې زه د موخی احساس لرم؛
  • د خپل ژوند موخی به پیژنم او د خپل راتلوونکي په اړه به خوشبین یم او
  • خپل راتلونکي لپاره به یوه موخه لرم او د ترلاسه کولو لپاره به یی پلان جوړوم.

زده کوونکی، ښوونځی کارکوونکی او والدین د منظم او خوندي ښوونځي چاپیریال لپاره په ګډه مسؤلیت لري. د مخدره توکو، وسلو، یا نور لاملونه چې ممکن د نورو زده کوونکو یا د ښوونځي چاپیریال لپاره زیانمن وي، باید په اړه یی راپور او معلومات ورکړل شي. د COB سرغړونو راپور ورکولو له امله که د غچ اخیستلو کوښښ یا عمل تر سره کیږی باید په اړه یی د اصلاحی عمل له لاری اقدام تر سره شی چی په هغی کی د ښوونځی څخه ویستل هم شامل دي.

هغه زده کوونکي چې د مخدره توکو، وسلو، تاوتریخوالي، یا نورو ناوړه کړنو په اړه معلومات لري کوم چې ممکن نورو زده کوونکو یا د ښوونځي چاپیریال ته زیان رسوي، او د که د ښوونځی چارواکو ته یی په اړه راپور ور نه کړی نو امکان دی ولری چی پر زد یی انضباطی عمل تر سره شی.

هغه زده کوونکي څوک چې په خپل ملکیت کې کوم داسې یو څه څیز ومومي چې په ښوونځي کې منع وي باید په اړه یی زر تر زره د ښوونځی اداره کوونکی یا کوم بل ښوونځی کارکوونکی ته راپور ورکړۍ. د ښوونځي کارکوونکی څوک چې وروسته د دی دوسیی تعقیبولو مسٔولیت په غاړه لری باید دا خبره په پام کې ونیسي چې زده کوونکی په داوطلبانه ډول دا ستونزه د ښوونځی کارکوونکی په پام کې راوړی وه. زده کوونکي باید زر تر زره له اداره کوونکی، ښوونکي، سلاکار یا نورو باوري بالغ کس خبر کړی که چیرته هغوی معلومات یا باور لري چې هغوی د ناوړه چلند قربانیان دي کوم کار چی د COB څخه سرغړونه ده.

اصول او مقررات

د ناوړه چلند د مؤثره مخنیوي یو بنیادي عنصر د څانګې په کچه د ښوونځي قواعد برابرول دي کوم چې په دوام داره ډول پلي کیږي. د قواعدو او مقرراتو مساوي او دوام داره پلی کیدل باید د ښوونځي په موقعتونو او د ټولو زده کوونکو په ډلو کې رامنځ ته شي. د ښوونځی کارکوونکی د اړوند چلند قانون (COB) کړنلارو، قواعدو، او مقرراتو تابع دي. کله چې کومه مشخصه سزا نه وي په ډاګه شوۍ، د ښوونځی مدیر واک لري چې د سرغړونی لپاره مناسبه سزا وټاکي، د سرغړونې شدت کچی ته په کتو سره د زده کوونکو د مدیریت او بدیل پروګرامونو څانګی لخوا د نصیحت کولو څخه نیولی تر لا زیات انضباطي عمل پوری (اوږد مهاله مودې لپاره ځنډونه، په غیر دودیز ښوونځی کی ځای پر ځای کول، یا د د اخراج کولو لپاره یی په اړه سفارش کول) شامل دي. د مدیر لخوا به د زده کوونکي عمر او د ټولګی کچه، د سرغړونې شاوخوا پایله، او نور اړوند فکتورونه په پام کې نیول کیږي کله چې د اصلاح کولو لپاره مناسب اقدام مشخص کوي. سربیره پردې، زده کوونکي ممکن د ځینو جرمونو لپاره د جنایي کړنلارو سره هم مخ شی. لاندې ذکر شوي د پرنس ویلیم کاونټی عامه ښوونځیو لپاره د رامنځ ته شوي چلند معیارونو لنډیز دی:

وهل ټکول، برید - سربیره، د ویرجینیا کوډ § 57-18.2 تر لاندې زده کوونکي ممکن د داسې جرم لپاره جنایی کړنلارو سره مخ شي.

برید او/یا د ښوونځي څانګې کارکوونکی وهل ټکول - د ښوونځي څانګې په هر کارکوونکی یا د کارکوونکو بدیل نورو خلکو باندی برید او یا د ښوونځی کارکوونکی وهل ټکول په کلکه منع دي. هر هغه زده کوونکي چې د دې سرغړونو په جرم ترسره کولو تورن شی، د انضباطی عمل تابع دي، چی په هغی کی لا زیات انضباطی اقدامات هم شامل دي.

حاضری - د ویرجینیا قانون پر اساس کله چی ښوونځی خلاص وي، زده کوونکي هره ورځ ښوونځي ته د حاضریدو مسؤلیت په غاړه لري. 724-1 مقررات، "حاضرۍ او عذرونه" کې د زده کوونکو د حاضری اړوند ځانګړي معلومات شتون لري لکه څنګه چې دلته لنډیز شوي دي. غیر حاضرۍ، منل شوۍ غیر حاضری او / یا له وخت مخکی رخصت کیده باید د والدینو او/ یا د ښوونځي کارکوونکو لخوا تایید شوي سند ولري. له ښوونځي څخه د غیر حاضرۍ په نتیجه کی والدین باید په پنځه ورځو کی دننه د ښوونځي کارکوونکو ته مناسب اسناد په لاس ورکړی ترڅو غیرحاضري یی عذر شي. د عذر شوي غیرحاضريو لپاره د ټولګي دنده د 1-724 مقرراتو سره سم لاس ته کیدی شي. زده کوونکی یا والدین د کورنی دندی ترلاسه کولو مسؤلیت په غاړه لري. هغه زده کوونکي چی ښوونځي ته ناوخته راځي باید ښونځي ته داخیلیدو لپاره د ښوونځي طرزالعمل تعقیب کړي.

د عذر شوي غیرحاضریو ډولونه:

  • د ویرجینیا د روغتیا څانګې لخوا ټاکل شوي لارښوونو سره سم د وبا په جریان کې د زده کوونکي جلا کول؛
  • د ورجینیا د ښوونې او روزنې ریاست لخوا رامنځ ته شوي د ښوونځي د تاسیس شوي لارښوونو سره سم هغه زده کوونکي چې د رواني او/یا چلند ناروغی ستونزی ګډوډي، یا روانی ګډوډي تجربه کوي.
  • د زده کوونکي شخصي ناروغي؛
  • د طبي او غاښونو معاینه او / یا د زده کوونکي درملنه کله چې ورته معاینات یا درملنه د ښوونځي ساعتونو څخه وروسته نه شی تر سره کیدی؛
  • د ښوونځي په ملاتړ فعالیتونو کې د زده کوونکو برخه اخیستنه کله چې د ښوونځي په رسمیاتو کی ترسره کیږي؛
  • د مدیر لخوا د وړاندی څخه منل کیدو له امله، لوړ پوړي زده کوونکو غیر حاضری ممکن د کالج داخلې لپاره یا د فراغت وروسته د دندی غوښتنی په موخه عذر شی؛
  • د زده کوونکي په کورنۍ یا خپلوانو کې مړینه؛
  • محکمې ته حتمی حاضر کیدلو په وخت؛
  • مذهبي رخصتۍ کی شرکت کول (د دغه ډول غیر حاضری له امله، زده کوونکي باید د هیڅ ډول جایزې لپاره د سیالی کولو یا د بدیل ازموینې یا ازموینې تر سره کولو حق لپاره د کومی جایزی یا وړتیا لرو څخه بی برخی پاتی نشی)؛
  • د زده کوونکي په کور کې د بیړنی حالاتو له امله چی زده کوونکی ته پکی د ناروغ یا ټپي کورنی غړی لپاره د ځانګړي مرستې ته اړتیا وي؛ خو بیا هم، د ورته عذر بیا بیا کارول یا پرله پسې د پنځه ورځو څخه زیات غیر حاضری منظورولو لپاره باید د زده کوونکو چارو څانګی ته مراجع شی؛
  • د 1-724 مقرراتو پر اساس، د غیر حاضری لپاره مخکې له مخکې منظوری اخیستلو څخه باید ډده وشی او د هری قضیې څرنګوالی ته به په کتو سره یوازې د مدیر یا د هغه د استازی لخوا منل کیږی. زده کوونکی هڅول کیږی چی کورنۍ سفرونه د ښوونځي رخصتیو او د اوړی رخصتیو پرمهال تنظیم کړی. د کورنۍ سفرونو غیرحاضری به نه عذر کیږی پرته له دې که چیرته په غیر معمولي شرایطو کی تر سره شوي وي. د زده کوونکو چارو څانګی سره په همغږی، د غیر معمولي حالاتو د څرنګوالی په اړه پریکړه یوازی د مدیر په اختیار کې ده. دا په ډاګه کولو لپاره چه آیا له وړاندی څخه منظور شوي غیر حاضری ومنل شی یا ونه منل شی، د غیر حاضری لپاره د دلیل په توګه دا ‌ډول فکتورونه، د وړاندیز شوی تجربی تعلیمی ارزښت او د زده کوونکي په علمي پرمختګ باندی اغیزی به په نظر کی ونیول شی؛
  • له وړاندی حخه منظور شوی غیر حاضری چی د نظامي والدینو سوق اړوند ځانګړی دلایل ولري؛
  • د بښنی شرایطو علتونه چې د مدیر لخوا پرې قضاوت کیږي؛
  • هغه زده کوونکي چې د بې کوره کیدو ستونزی تجربه کوي څوک چې د ټرانسپورت برابرولو ته انتظار باسي؛
  • والدین/سرپرستان دا اختیار لري چې خپل ماشوم ته په داسې شرایطو کې ښوونځي ته د تلو اجازه ورنکړي چې د والدینو/سرپرست په اند د دوی په ګاونډ کې د سړکونو یا پیاده تګ لارې د کارولو لپاره خورا خطرناکې وي؛
  • په مدني غونډو کې اشتراک کول (یوازې د منځني او عالي ښوونځي زده کونکو لپاره)؛ او
  • د ښوونځی څخه ایستل شوي وي. کله چې د ښوونځي مدیر یو زده کوونکی له ښوونځي ته د راتلو څخه ځنډوی، له ښوونځي څخه غیر حاضري باید د عذر په توګه طبقه بندي شي.

د نه عذر لرونکي غیرحاضریو ډولونه:

  • ټوله ورځ د ښوونځی څخه تیښته؛
  • د ټولګي څخه تیښته؛
  • د سپرلۍ، یا بس څخه پاتی کیدل، یا د موټر ستونزې؛
  • یوازی د مجازی لاری زده کوونکی چې د کینوس په کارولو سره د ټولګي یا ښوونځي ورځې لپاره د ژوندی لارښوونو لپاره نه حاضریږی؛
  • یوازی د مجازی لاری زده کوونکی چې د ځانګړي شرایطو له امله د بدیل حاضري/ګډون طرزالعمل لپاره یی غوښتنه نه وي کړی او د ښوونکي او/یا مدیر لخوا یی غوښتنه نه وي منل شوی او خپله کمره نه فعالوي او د ښوونځی یا ټولګي لپاره د لارښوونې او زده کړې فعالیتونو پرمهال د ښوونکي لخوا نه لیدل کیږي؛
  • د غیر حاضری لپاره د مناسب دلیل یا غوښتل شوي اسناد وړاندې کولو کې پاتې راتلل؛ او
  • له وړاندی څخه تنظیم شوي غیرحاضري تر سره کول پرته د ښوونځي د مدیر د هوکړی څخه.

د ویرجینیا کوډ، د ویرجینیا د ښوونی او روزنی ریاست او د PWCS مقررات 1-724، "حاضرۍ او عذرونه" پر اساس، ښوونځي به د حاضری مداخلې ناستې رامینځته کړي او د هغو زده کوونکو لپاره به د حاضری ښه کولو پلانونه جوړوی څوک چې پنځه یا ډیری نا عذر شوۍ غیر حاضري تر سره کوي. د والدینو څخه مکن وغوښتل شي چې د حاضری په اړه د مداخلې ناستو کې برخه واخلي. په زیاته کچه د ښوونځی څخه تښتدونکی زده کوونکو والدین ممکن د حاضري د اجباري قوانینو پابندۍ نه کولو له امله قانوني چلند سره مخ شی.

ځورونه – –"ځورونه" د هر ډول تیری او ناغوښتلی چلند په معنی ده چې د قرباني شخص ته د زیان رسولو، تهدیدولو یا سپکولو لپاره وي. د برید کوونکي یا برید کوونکو او قرباني تر منځ ریښتینی یا غیرتوازن زور پکې شامل وي؛ او د وخت په تیریدو سره بیا بیا تکراریږي یا د شدید احساساتي صدمی لامل کیږي. ځورونه کې سایبری ځورونه(د انټرنیټ لاری ځورونه) هم شامله ده. "ځورونه" کې عادي ځړونه، ټونګي، بحث یا ملګرو سره شخړه نه ده شامله. زده کوونکي باید سمدستي د ځورونې ټولې پیښې د "ځورونې شکایت" فورمه (PDF), له لاری په لفظي ډول یا د نورو ارتباطي وسیلو له لارې ښوونکي، سلاکار یا مدیر ته راپور ورکړۍ. زده کوونکي په کلکه توګه د ځورونې په اړه راپور ورکولو ته هڅول کیږي. د هغه زده کوونکي څخه غچ اخیستل په جدی ډول منع دۍ څوک چې د ځورونې په اړه راپور ورکوي یا د ځورونې په اړه په څیړنه کې برخه اخلي او سرغړونکی به یی د اصلاحي عمل له لاری اصلاح شي او امکان دی ولري چی پر زد یی لا زیات انضباطبی اقدام تر سره شۍ.

سایٔبر ځورونه د ځورونې یو بڼه ده چې په دی کې د بریښنایی پیغامونو او/یا عکسونو لیږدول، لاس ته راوړل یا په ښکاره کول شامل دي. سایبر ځورونه د یو زده کوونکي لخوا بل زده کوونکی ته د ګواښ کولو په معنی ده، په عمومی توګه د بریښنالیکونو، متنونونو یا د ویب پاڼو له لارې (د بیلګې په توګه بلاګونه، د ټولنیزو شبکو له لاری). هغه بریښنایی پیغامونه چې نورو ته د زیان رسولو په موخه د قصدي، دښمنانه، زیان رسوونکي پیغامونو ملاتړ کوي د ځورونې یوه بڼه ده. سایبر ځورونه کې داسې څیزونه شامل دي لکه د خصیص، فحش یا ګواښوونکي پیغامونو یا عکسونو لیږل؛ د بل شخص په اړه حساس، شخصي معلومات خپاره کول؛ د بل چا نوم څخه ګټه اخیستل ترڅو هغه شخص بد وګڼړل شی؛ او د بدنامولو لپاره آنلاین رایه ورکولو شخصی ویب پاڼې کارول.

هغه سایبری ځورونه به د زغملو وړ نه وي کوم چې په ښوونځیو کی، د ښوونځي په ملکیت، د ښوونځي اړوند فعالیتونو، یا د مجازی لارښوونې پرمهال یا په ټولنه کی پیښیږي او د زده کړی په چاپیریال بده اغیزه کوي یا ورکی حلل رامنځ ته کوي. هم دا ډول، هر هغه سایبری ځورونه چې د PWCS کمپیوټرونو، وسیلو، سیسټمونو، یا شبکو، په کارولو سره رامینځ ته کیږي یا د PWCS سیسټومونو یا شبکو کارولو پر مهال د شخصی وسیلو له لاری رامنځ ته کیږی(پرته د موقعیت په پام کی نیولو) په کلکه منع دي. دا ډول چلند د 1-295 مقرراتو، "د کمپیوټر سیسټمونو او شبکې خدمات - د PWCS مسؤلانه کارول او د انټرنیټ خوندیتوب پالیسي،" او 733.01.1 مقرراتو، "د زده کوونکو ځورونه" څخه سرغړونه ده.

هغه سایبری ځورونه چې د ښوونځي د ملکیت څخه لیری رامنځ ته شي او/یا که د PWCS کمپیوټرونو، وسایلو، سیسټمونو یا شبکو کارول په کی هم نه وي شامل ممکن د انضباطي عمل پایله ولري که چیرته دا د ښوونځي یا د ښوونځيو څانګی په چارو کی د توکو ګډوډولو سبب ګرځی یا د سبب ګرځیدو احتمال ولري، د زده کوونکو یا کارکوونکو خوندیتوب یا رواني / فزیکي هوساینه ګواښي یا د ښوونځي ودانیو یا د ښوونځي ملکیت خوندیتوب ګواښي.

تماشا کوونکی/نندارچی – هغه زده کوونکي چې د خپل شتون او/یا خپل عمل سره ګډوډی، جګړي، یا د COB نوری سرغړونې هڅوي، د اصلاحي عمل سره به مخ کیږي. پدې کې شامل دی مګر محدود نه دي، هغه تماشا کوونکی/نندارچیان څوک چې د ګډوډی جګړو، او نورو ستونزو پر مهال نه لیری کیږي یا د ښوونځي د کارکوونکو نوری لارښوونې نه تعقیبوي.

موټرونه او نور وسایط – موټرونه او نور وسایط ممکن یوازې د ادارې په اجازه د ښوونځي ملکیت ته راوړل شي او باید د ښوونځي مقرراتو، آیالت او سیمه ایزو قوانینو سره په مطابقت کې په خوندي ډول وکارول شي. هر هغه موټر چی د ښوونځی په ملکیت کی موجود وي یا وچلول شي، د موټر مالک/چلوونکی د 1-737 "تلاشی او ضبط کول،" مقرراتو پر اساس د شک په صورت کی د منع شوي توکو د پلټلو لپاره چی امکان دی ولري په موټر کی موجود وي، په ښوونځی کی د موجود موټر تلاشی کولو ته خپل رضایت څرګنده کوي،. سرغړونکي به په ښوونځي کې د اصلاحی عمل سره مخ کیږي، امکان دی ولري پدی کی د ښوونځي په ملکیت کی د موټر چلولو امتیاز له لاسه ورکول، د ښوونځي څخه بهر تعلیق (OSS)، لا زیات انضباطی اقدامات او د تطبیق وړ قانوني جریمې شاملی وي.

نقل او ادبی غلا - زده کونکي مسٔولیت لری چی د ازموینو، نهایی ارزونو، یا د ټولګیو دندو پر مهال نه د چا سره په (لیکلی، لفظی شکل یا د نورو لارو چارو) مرسته وکړی او نه ورڅخه مرسته تر لاسه کړۍ، کله چی دغی آزموینی ته د یو فرد آزموینی په توګه نمری ورکول کیږی. په نقل کې د کمپیوټر فایل، پروګرام، د پروګرام یوه برخه، یا د کمپیوټر اړوند نور معلومات بل چا ته ورکول شامل دي کله چې د ښوونکي له ځانګړي لارښوونې یا هوکړی پرته تر سره شي. د مقرراتو څخه هر ډول سرغړونه د نقل یا درغلی په معنی ده کوم ځای کی چی په سرغړونه کی بی ایمانی شامله وي.

والدینو سره به یی اړیکه نیول کیږي او زده کوونکی به د اکاډمیک سرغړونو لپاره مداخله تر لاسه کړی یا پایله وګوري. ښوونځي باید په خپلو هڅو کې د ویاړ ژمنې کارول شامل کړي ترڅو د ایماندارۍ په اهمیت ټینګار وکړي.

ادبي غلا د درغلۍ/نقل یوه بڼه ده. زده کوونکي مسؤلیت لري چی د هغه خلکو د چا څخه چې مرستې ترلاسه شوي په شمول هغه سرچینی په ډاګه کړی کوم څخه چی مواد راخیستل شوي، لنډیز شوي یا تفسیر شوی، وي. د بل لیکوال یا زده کوونکي فکري کار د خپل ځان په ګټه کارول نقل یا درغلی کی حسابیږی، د بیلګې په توګه کاپي او پیسټ کول ، د کوچني ترمیم سره کاپي او پیسټ کول، یا د لیکوال له ښکاره اجازې پرته کارول.

مخابراتی وسیلې (بېسیم) – د ښوونځیو په ملکیت کی د زده کونکو د مخابراتو وسایلو لرل یو امتیاز دی، نه حق، او هر هغه زده کوونکی چې د ښوونځي ملکیت ته د اړیکی نیولو وسیلی راوړي، دغه قوانینو ته او د ورته وسیلو د ضبط کولو او پلټنی لپاره د ښوونځیو څانګی حق ته رضایت څرګنده کوي کوم چی په دی قوانینو کی وضع شوی دي. د زده کوونکي یا کارکوونکو وسیلو کارولو پورې اړوند د محرمیت تمه د ښوونځي بورډ اړونده پالیسیو او مقرراتو کی پاتی راتلل نفی شوي ده او د ناکامی په معنی ده. زده کوونکي کولی شي د ښوونځی په ملکیت کی د بی سیم مخابراتي وسایل ولري، په شمول مګر محدود نه دي، ګرځنده ټلیفونونه، ټابلیټونه، او د eReaders، دا وسایل یوازې په هغه وختونو او په شرایطو کی کارول کیږی چی د PWCS مقرراتو کی ذکر شوي دي او د ښونځیو مدیرانو او کارکوونکو لخوا به پلي کیږي. د دې وسایلو کارول ممکن په ځانګړي وختونو او موقعیتونو کې د علمي چاپیریال بشپړتیا ساتلو لپاره منع شی. د دې بندیزونو څخه هر ډول سرغړونه که د ښوونځی په داخل کی وی او که بهر ممکن د انضباطي عمل پایله ولري. د بیسیم مخابراتي وسیلې ممکن د ښوونځي بسونو کې وکارول شي پدې شرط چې وسیله موټر چلوونکی ته مزاهمت ونه کړۍ، د خوندیتوب د خطر باعث نه شی، یا د ښوونځي بس کوم نور قواعد او مقررات نقص نه کړي. د زده کوونکو یا نورو سپرلیو هر ډول ویډیوي عکاسی کول، غږ ثبتول، یا عکس اخیستل منع دي، دا ډول کړنی د نورو محرمیت تر برید لاندې نیسي یا د نورو د ځورولو، شرمولو، سپکولو یا ورته زیان رسولو لپاره کارول کیږي، یا کله چی د ښوونځی کارکوونکو د قضاوت کولو پر اساس دا ډول فعالیت ګډوډونکی وی او/یا د ښوونځي چارو او/یا د زده کړی چاپیریال څخه پام بل طرف ته اړوي او د مثبت اقلیم او کلتور ساتلو وړتیا کی حلل رامنځ ته کوي، منع دي او ممکن د انضباطی عمل پایله ولري. سرغړونکي به یی د مخابراتي وسیلو د ضبط کولو او / یا د نورو اصلاحي عملونو لاندی تابع کیدو سره مخ شي. د مخابراتي وسیلو پلټنه ممکن ترسره شي که چیرته مدیر معقول شک ولري چې وسیله د یو داسی عمل تر سره کولو لپاره کارول شوۍ وی چی جنیایی اړخ ولري یا د COB څخه سرغړونه وي. د ښوونځي څانګې کارکوونکی د هغه اړیکو ټینګولو او/یا بریښنایی وسیلو امنیت مسٔولیت په غاړه نه لري کوم چی د ښوونځی ملکیت ته راوړل کیږی. پداسې حال کې چی د ښوونځي په ملکیت کی که وی، د ښوونځي اړوند فعالیتونو کې، وي یا ښوونځي ته یا د ښوونځي اړوند فعالیتونو ته د تګ راتګ په حالت کی وي، زده کوونکي باید نه د چا ویډیوی تصویر یا عکس واخلی او نه یی وګوری کوم چې بربنډ وي یا نصبی لڅ وي. سرغړونکي ممکن د انضباطي عمل سره مخ شي یا لا زیات انضباطی عملی سره مخامخ شی.

تبعیض - تبعیض هغه وخت رامینځته کیږي کله چې د عمر ازدواجي حالت، پخوانی پوځی وضعیت، معلولیت، جینیټکی معلوماتو یا د کوم بل څیز پر اساس چې د قانون لخوا منع شوی وي په شمول د نسل، رنګ، مذهب، ملي اصل، جنس، جنډر پیژندنه، جنسي تعامل، حمل، ماشوم زیږون، یا اړوند طبي شرایطو له امله یو یا ډیرو اشخاصو سره توپیری چلند وشي یا ورته مناسب پاملرنه ونه شي، یا ورته د نورو په څیر یو ډول موقع ور نه کړل شي. د زده کوونکو یا د ښوونځی کارکوونکو پر وړاندې تبعیض په کلکه منع دۍ. هغه زده کوونکي چې په دې باور دي چې هغوي سره تبعیضی چلند شوی دۍ، هغوي حڅول کیږی چی د ورته ستونزی په اړه د ښوونځی مدیر ته یا د مساواتو او زده کوونکو چارو څانګی ته د TitleIXEquity@pwcs.edu بریښنالیک له لاری یا په 6839-374-571 شمیری راپور ورکړۍ.

بی ایماني - زده کوونکي باید د ښوونځی کارکوونکو یا نورو زده کوونکو پر وړاندې غلط تورونه ونه لګوي او باید غلط معلومات ور نه کړی کوم چې ممکن نورو ته زیانمن وي یا د کارکوونکو په چارو کې مداخله وکړي.

نافرماني / بی احترامي - یو زده کوونکی هم باید د ښوونځي د کارکوونکی لخوا مناسبه غوښتنه له پامه ونه غورځوی یا یی نافرماني وکړي. هر هغه زده کوونکی چې د ښوونځي کارکوونکی ته سپکاوی وکړی ګواښونه، یا د لفظي سپکاوی نور ډولونه وکاروي، د OSS قانونی ګړنو سره مخ کیږي او د لا زیات انضباطی عملی لپاره به په پام کی ونیول شي.

ګډوډي - هیڅ یو زده کوونکی باید په غیر منظم ډول برخورد ونه کړی یا له کومی بلی لاری د ښوونځی په چارو کی ګډوډی رامنځ ته نه کړۍ کله چی د ښوونځی په ملکیت کی موجود وي، د ښوونځي لخوا تمویل شوي غونډه کی وي، یا د ښوونځي بسونو کې وي. هغه کړنی یا چلند چی د ښوونځي څخه بهر رامنځ ته کیږي کوم چی په ښوونځی کی، د زده کړی پروسی کی یا د زده کوونکو یا کارکوونکو په حقونو کی حلل رامنځ ته کوي ممکن د اصلاحی عمل سره مخ شي.

د مخدره توکو او موادو څخه ناوړه ګټه اخیستنه - هیڅ زده کوونکی باید الکول، مخدره توکي، یا هر هغه څه چې د الکول یا مخدره توکو ته ورته وي، ونه کاروي ("منع شوي توکي" تر لاندی لا زیات معلومت وګوریٔ).

برقی تفریحي وسایل - زده کوونکي کولۍ شي چی ښوونځي ته د تګ راتګ په وخت کې د برقی تفریحی وسیلو څخه کار واخلي پدې شرط چې دا توکي د بس چلوونکي لپاره خنډ نه وي او/یا خوندیتوب د خطر سره مخ نه کړۍ. سربیره پردې، د دې وسیلو کارول باید د فعالیتونو ته مخنیوی یا خنډ ونه ګرځي. د ښوونځي پر مهال یا د ښوونځي لخوا سپانسر شوي غونډو او فعالیتونو کې، زده کوونکو ته ممکن د دا ډول صوتی یا ویډیو ثبت کولو اجازه ور نه کړل شي کوم چی نورو زده کوونکو یا بالغو کسانو ته د زیان رسولو لپاره وکارول شی یا خپاره شي یا کوم چی د لارښوونی پروسي ته د ګډوډی لامل کیږی. سرغړونکي به یی د وسیلې ضبط او/یا نور اصلاحي عمل سره مخ کيږي. د ښوونځي څانګې کارکوونکی د هغه اړیکو ټینګولو او/یا بریښنایی وسیلو امنیت مسٔولیت په غاړه نه لري کوم چی د ښوونځی ملکیت ته راوړل کیږی. پداسې حال کې چی د ښوونځي په ملکیت کی که وی، د ښوونځي اړوند فعالیتونو کې، وي یا ښوونځي ته یا د ښوونځي اړوند فعالیتونو ته د تګ راتګ په حالت کی وي، زده کوونکي باید نه د چا ویډیوی تصویر یا عکس واخلی او نه یی وګوری کوم چې بربنډ وي یا نصبی لڅ وي. سرغړونکي ممکن د انضباطي عمل سره مخ شي یا لا زیات انضباطی عملی سره مخامخ شی.

نور په خطر کې اچول - د زده کوونکو هغه چلند چې ممکن نور د خطر سره مخ کړۍ، هغی ته به اجازه ور نه کړل شۍ. پدې کې شامل دي مګر د اور د مقرراتو څخه سرغړونې پورې نه دي محدود؛ د اور وژنې غلط راپورونه ورکول؛ د ماچس تیلی لګول، اور بلول چې د ټولګي د لارښوونو تصویب شوې برخه نه وي، د اور وژنې یا چاودیدونکو توکو کارول، او د هر ډول لاری د ښوونځي ملکیت یا د ښوونځي پرسونل یا د زده کوونکو ملکیت ته د بم، سوځولو یا ویجاړولو ګواښ کول یا حڅه کول.

د سرغړونو په اړه په راپور ورکولو کې پاتې راتلل - خپلو ښوونځیو کی امنیت او خوندیتوب بر قرار ساتلو په موخه زده کوونکي مسٔولیت لري چی د COB په اړه جدی سرغړونی ښوونکو، اداره کوونکو، نورو مناسبو کارکوونکو یا PWCS ته د نامعلوم راپور ورکولو سیسټم (SS-ARS) له لاری ورکړۍ. په جدي سرغړونو کې هغه چلند یا کړنی شاملی دي چې ممکن پایله یې د یو شخص، روغتیا، یا د زده کوونکو یا کارکوونکو هوساینې، یا ملکیت ته د زیان رسولو لامل کیږي. د سرغړونو راپور ورکولو کې پاتې راتلل ممکن د اصلاحي اقدام پایله ولري. ("د زده کوونکو حقونه" او "وسلې او نور خطرناک توکی" لینک هم وګوری.)

جګړه - زده کوونکي د شخړو هوارولو مسؤلیت په غاړه لري چې ممکن په سوله ایزه توګه او له تاوتریخوالي پرته ختمی شي. کله چې زده کوونکي احساس وکړي چې دوی په سوله ایزه توګه د شخړو هوارولو توان نلري، دوی باید د ښوونځي کارکوونکو څخه مرسته وغواړي، د بیلګی په توګه د ښوونکی، سلاکار، مدیر، ټولنیز کارکوونکی وغیره څخه. د جګړی پایله به اصلاحی بڼه ولري، چی کېدای شي ځنډونه یا لا زیات انضباطی اقدامات پکې شامل وي. زده کوونکي به د هغه چلند لپاره هم اصلاحی اقدام سره مخ شي کوم چی زده کوونکی ممکن جدي یا ګواښونکي نه ګڼی("ټونګي وهل،" "شاوخوا لوبیدل،" وغيره)خو دغه چلند ممکن د ټپي کیدو، تکلیف یا ګډوډي لامل شي.

قمار/جواری - - د ښوونځي په ملکیت کې قمار/جواری کول په کلکه منع دي. قمار د لوبې، سیالۍ، یا غونډی پایلی لپاره د پیسو یا قیمتي څیزونو شرط لګولو په معنی دۍ.

د بدمعاشانو ډله/داړه - د بدمعاشانو ډلی فعالیت، جلب و جذب او د بدمعاشانو ډلی غړیتوب څرګندونه به د زغملو وړ نه وي. عملونه، وینا، اشارې، جامې، سمبولونه، یا د بدمعاشانو ډلی غړیتوب یا د بدمعاشانو ډلی فعالیتونه په ښوونځي کی او د ښوونځي اړوند چارو کې منع دي. هر هغه زده کوونکی چې د بدمعاشانو په ډله ایزه جګړه یا برید کې ښکیل وي، د لا زیاتو انضباطی کړنو لپاره به په پام کی نیول کیږي.

ډله ییز برید - په ښوونځي کی، د ښوونځي اړوند فعالیتونو کې، یا ښوونځي ته د تګ او راتګ پر مهال ډله ییز برید په کلکه منع دی. هر زده کوونکی چې په ډله ییز برید کې برخه اخلي چې په ښوونځي یا د ښوونځي اړوند فعالیتونو کې د ګډوډي یا ګډوډي پایله لري د اصلاحي عمل تابع کیږي په شمول د لا زیاتو انضباطی اقداماتو سره به مخ کیږي. هر دوه یا ډیر زده کوونکي چی د افرادو، ملکیت، یا د ښوونځي چاپیریال ته زیان رسولو اراده لري ممکن د دې قاعدې لاندې یوه ډله وګڼل شي.

ځورونه - ځورونه د تبعیض یوه بڼه ده. ځورونه یو قسم بد چلند دۍ چې د نسل، رنګ، مذهب، ملي اصل، جنس، جنډر هویت، جنسي تمایل، حمل، ماشوم زیږون، یا اړونده طبي شرایطو او شیدی ورکولو حالت په شمول د عمر، مدنی حالت، عسکری خدمت، معلولیت، جنیټکی معلوماتونو یا د کوم بل څیز پر اساس یو یا زیات کسان په نښه کوي چې د قانون لخوا منع شوی دي. ځورونه فرد یا ډلې د داسې سپکاوی، ګواښ، ډار یا زیان رسولو په معنی دی چې د هغه خوندیتوب لپاره اندیښنه یا ویره رامینځته کړي. د هر لامل لپاره چی وي، د زده کوونکو یا ښوونځی کارکوونکو ځورول منع دي. هغه زده کوونکي چې په دې باور دي چې دوی ځورول شوي دي، نو هغوی هڅول کیږی چی د ښوونځی مدیر یا د مساواتو او زده کوونکو چارو څانګی ته په TitleIXEquity@pwcs.edu بریښنالیک یا په 6839-374-571 شمیری راپور ورکړۍ.

تنګول - زده کوونکي باید په یو داسی چلند کی ښکیل نه شي چې د نورو روغتیا یا خوندیتوب په بې پروايۍ سره یا قصدی ډول له خطر سره مخ کړۍ یا په یو کلب، تنظیم یا د زده کوونکو ټولنی کی د ګډون یا ورسره د تړاو له امله د یو زده کوونکی بدن ته زیان ورسوي. سرغړونکي به د ښوونځی څخه ځنډولو، لا زیات انضباطی اقداماتو یا ممکن جنایی پایلو په شمول د اصلاحي اقداماتو سره مخ کیږي.

نا مناسبه لمس کول - د عنوان IX قانون تر لاندي د زده کوونکي یا د ښوونځی کارکوونکی سره فزیکی برخورد نا مناسب لمس کول ګڼړل کیږي کوم چی د فزیکی برید یا جنسی ځورنی یا تیری په معنی نه دۍ. (لاندې د عنوان IX قانون جنسي ځورونې تعریف وګورئ.) نا مناسبه لمس ممکن جنسی بڼه ولري یا نه. هغه نا مناسبه لمس کول چې د ښوونځي په ملکیت یا د ښوونځي لخوا سپانسر شوي فعالیتونو کی رامنځ ته کیږي، منع دي.

د بې حیایی توکی - د بی حیایی جامو، پوسټرو، لیکل شوی/چاپ شوي توکو، سی ډی، ډی وي ډي نو، سوداګرۍ کارتونو او کمپیوټر میشته توکی په شمول مګر پورې محدود ندي، هیڅ زده کوونکی باید د بی حیایی (فحاش ناوړه،، سپک ځورونکی) توکی نه واغوندي/نه ښکاره، نه تولید یا توزیع کړي.

لیزر/نښه کوونکی - زده کوونکي باید د ښوونځي د مدیر یا د پوهنځي غړي د اجازی پرته په ښوونځي کې، د ښوونځي په بسونو کې، یا د ښوونځي اړوند فعالیتونو کې د لیزر څراغ یا نور لیزری وسایل ونه لري. سرغړونکي به د اصلاحي اقداماتو تابع کیږی او ممکن لیزری نښه کوونکی وسیلې ضبط شي.

چټلی کول - زده کوونکي باید د ښوونځی یو پاک او صحي چاپیریال ساتلو کې مرسته وکړي او کله چی د کیفټیریا، ټولګیو دالیزونو او د ښوونځي په نورو ځایونو، بسونو، بس تمځایونو، او د ښوونځي اړوند فعالیتونو کی وی نو باید کثافات باید په سمه توګه له مینځه ویسی.

د ښوونځي ملکیت څخه بهر سرغړوني - د ښوونځي څخه بهر هغه کړنی چې د ښوونځي په ودانۍ، پروګرامونو، زده کوونکو یا ښوونځی کارکوونکو باندې ضرر رسوونکي اغیزه ولري، د زغملو وړ به نه وي. د ښوونځي بورډ او د PWCS کارکوونکی کی ژمن دي چې ښوونځي د زده کړی لپاره یو خوندي او صحي ځاۍ وي، یو داسی ځای چې د تاو تریخوالي، وسلو، ډلی ټپلو فعالیتونو، نشه یی توکو څخه ناوړه ګټه اخیستنې، او د نورو زیان رسوونکی اغیزو څخه پاک وي. زده کوونکي په ښوونځي کې تر انضباطی یا د لا زیاتو انضباطی کړنو په شمول د اصلاحي اقداماتو تابع دي، د هغه سرغړونو لپاره کوم چې په ټولنه کې یا د ښوونځي ملکیت په نورو ځایونو کې پیښیږي، که چیرته دغه سرغړونی ممکن د ښوونځي فعالیت، تعلیمي پروسی ته د توکو له پلوه ګډوډی رامینځته کولو پایله ولری، یا د زده کوونکو حقوق، خوندیتوب، یا د زده کوونکو، کارکوونکو، یا د ښوونځي ملکیت باندې اغیزه ولري. د ویرجینیا د قانون پر اساس، یو زده کوونکی ممکن وځنډول یا وشړل شی که چیرته په محکمه کی د مخدره توکو تولید پلور، ډالۍ، توزیع، لپاره مجرم وګڼل شي حتی که جرم له ښوونځي سره تړاو هم ونلري. برسېره پردې، د ویرجینیا قانون په ډاګه کوي چې یو زده کوونکی ممکن په بدیل تعلیمي پروګرام (بدیل ښوونځی، د شپې ښوونځی، آنلاین سرچینې، او داسې نور) کې بیرته وګمارل شي یا ځای په ځای شي که چیرته زده کوونکي د ښوونځي د راپور ورکولو وړ جرمونو سره تورن شوي وي، په شمول د وسلو اړوندو جرمونو، الکول/مخدرو توکو، په قصدي ډول د بل چا ټپي کول، یا محکوم شوي وی یا که محکوم ثابت شي یا د ښوونځي د راپور وړ نورو جرمونو څخه بې ګناه نه وي، لکه څنګه چې په 1-681 مقرراتو "غیر دودیز زده کړې پروګرامونه" کې بیان شوي. د ښوونځي د راپور ورکولو وړ د جرمي تورونو محکومیت یا قضاوت ممکن د بیا ګمارنې، اوږدې مودې لپاره ځنډونې، یا شړلو پایله ولري. کله چې زده کوونکو د ښوونځي بورډ تګلارو او مقرراتو څخه سرغړونه کې جدي جرم یا تکراری سرغړونه تر سره کړی وي، ممکن له سره وګمارل شي، په غیر دودیز زده کړی پروګرامونو کی ځای په ځای شي، وځندول شی یا وشړل شي.

بداخلاقي/سپکاوی - یو زده کوونکی هم باید فحاشي، ناروا، سپکاوی یا ناوړه ژبه یا اشارې ونه کاروي.

غچ اخیستل - غچ اخیستل په کلکه منع دي او هغه وخت پیښیږي کله چې د یو شخص پر وړاندۍ د ناوړه چلند راپور ورکولو یا د بد چلند راپور په اړه په تحقیقاتو کې د برخه اخیستلو له امله رامنځ ته کیږي. په انتقام کې ګواښول، ډارول، ځوورل، فشار راوړل، یا کوم بل داسې اقدام شامل دی کله چی یو څوک د جرم په اړه د راپور ورکولو څخه یا په تحقیقاتو کې د ونډه اخیستلو څخه پر شا کوي.

پلټنه او ضبط - زده کوونکي به د هغه توکو لپاره مسؤل وګڼل شي چې دوی یې په ښوونځي یا د ښوونځي اړوند چارو کې له ځانه سره لري. د زده کوونکو میزونه اوالماری د ښوونځي ملکیت دی، او د ښوونځي چارواکي د دوی د پلټنی حق لري. الماری یا میزونه ممکن د ښوونځي اړوند څیز تر لاسه کولو لپاره یا د داسې توکو موندلو لپاره وپلټل شي چې په ښوونځي کې اجازه نلري. زده کوونکي، د هغوی اړوند توکي او د هغوی تر واق لاندې توکي (د موټرو په شمول) ممکن په ځینو حالاتو کې وپلټل شي لکه څنګه چې په 1-737 مقرره "پلټنه او ضبط" کی ذکر شوي دي. د زده کوونکي د شخصي محرمیت او د غیر معقول لټون او ضبط کولو آزادۍ حق د ښوونځي په ټولنه کې د ټولو خلکو روغتیا، خوندیتوب، او هوساینې څخه د ملاتړ لپاره د ښوونځي د مسؤلیت سره برابر کړۍ دۍ. که چیرته د پلټنی پر مهال ناقانونه توکي وموندل شي، د قانون پلي کوونکي چارواکو ته به خبر ورکول کیږی. که چیرته یو زده کوونکی د تلاشی ورکولو څخه انکار وکړي کله چی ور باندی اداره معقول شک لري چې زده کوونکی له ځانه سره یا تر خپل واق لاندي منع شوي توکي لري لکه څنګه چې مقرراتو کې تشریح شوي دي، والدین او/ یا چارواکو سره به اړیکه ونیول شي، او زده کوونکی ممکن د انضباطي عمل سره مخ شي.

سګرټ/تمباکو څښل - د PWCS ټول ښوونځي د سګرټ/تمباکو څکولو چاپیریال څخه پاک دي. سګرټ او چلم څښلو ته په PWCS کی هیڅ وخت او په هیڅ ودانۍ کې اجازه نشته. د عمر په پام کې نیولو پرته، هیڅ زده کوونکی ته هم اجازه نشته چی د ښوونځي په بسونو، د ښوونځي په ودانیو، د ښوونځي په ملکیت، یا د ښوونځي لخوا سپانسر شوي فعالیتونو کی که د ښوونځی مربوط ودانیو کی وي او که بهر، د تمباکو محصولاتو، نیکوتین چلم سامان، سګرټ، د تیلیو ډبی لایټرانونه یا د الکترونیکي سګرټ څکولو وسیلی وکاوری یا له ځانه سره ولري.

هغه زده کوونکي چې د تمباکو یا نیکوتین چلم محصولاتو په درلودلو یا کارولو کې لاس ولري د OSS جرمانو څخه نیولی تر نورو مؤثرو اختیاراتو پورې جریمې ترلاسه کوي چې د یو انفرادي زده کوونکو لپاره مناسب مخنیوی په توګه د مدیر لخوا ټاکل شوی. پدې سزاګانو کې ممکن OSS، په ښوونځي کې تعلیق (ISS)، توقیف، د ښوونځي / ټولنې پروژې، او د ځایی چارواکو سره د ادعا شوي تورونو جمع کول شامل وي. د منځني او عالي ښوونځيو په کچه تعلیمي پروګرامونه شتون لري ترڅو زده کوونکو سره د سګرټ څښلو او نیکوتین کارولو اړوند د منفي روغتیایی پایلو په اړه په ښه توګه پوهیدلو کی مرسته وکړۍ.

تنګول - تنګول یو قسم چلند دی چی د ځانکړی اشخاصو مربوط کیږی چی نورو خلکو لپاره د لاندي ذکر شوویو لامل کیږی: 1. د خپلو ځانونو یا د نورو د خوندیتوب ویره یا 2. د پام وړ احساساتي رنځ سره مخ کیدل. تنګولو چلند کی شامل دی مګر پوری محدود ندي، د ټیلیفونونو، لیکونو، بریښنالیکونو، صوتی پيغامونو، یا ټولنیزو رسنیو له لارې له قرباني سره تکراری او ناغوښتونکی اړیکې نیول؛ د قرباني تعقیبول؛ په مستقیم یا غیر مستقیم ډول قرباني ته ګواښونه کول؛ او د قرباني ملکیت ته زیان رسول یا ملکیت ته د زیان رسولو ګواښونه کول.

د زده کوونکو لباس او ظاهری بڼه - زده کوونکي هڅول کیږي چې لباس هره ورځ په ښوونځي کی د بریا لپاره واغوندئ. پداسې حال کې که په ښوونځي کی وی او که په مجازی ډول، د زده کوونکو عمومي ظاهری بڼه باید د ټول شموله ښوونځي ټولنې روغتیا او خوندیتوب پراساس وي. دا ښکاره ده چې د زده کوونکي لباس ممکن د ښوونځي په جریان کې د بهر هوا شرایطو پوری اړه ولري په هر صورت، زده کوونکي باید د داسی لباس اغوستلو څخه ډډه وکړي کوم چې ممکن د تعلیمي پروسې لپاره د خنډ یا ګډوډی لامل شي یا د زده کوونکو یا د نورو د فزیکي او احساساتي روغتیا او خوندیتوب د خطر سره مخ کړۍ. د هغه زده کوونکي ظاهری بڼه چی لارښوونی کی حلل رامنځ ته کوي، ممکن د لباس بدلولو لپاره ور څخه غوښتنه وشي.

د ویرجینیا کوډ §§ 01-22.1.276 او 6-22.1.279 د 2020 کال د جولای په 1 نیټه نافذ شوۍ، د لباس او ظاهری بڼی اړوند لاندی ذکر شوویو غوښتنه کوي:

د ویرجینیا د زده کړې بورډ څخه غوښتنه کوي چی د زده کوونکو د چلند کوډونو لپاره په خپلو لارښودونو او ماډل پالیسیو کې شامل کړي (i) د زده کوونکو د چلند د هر ډول قانون په پلي کولو کې د تعصب او ځورونې کمولو لپاره معیارونه او (ii) د جامو یا ظاهری بڼی کوډ لپاره معیارونه، کوم چې قانون د هر عمل، پالیسۍ، یا د زده کوونکي چلند کوډ برخې په توګه تعریفوي چې د ښوونځي بورډ لخوا تصویب شوی چې د هر راجستر شوي زده کوونکي پوښاک اداره کوي یا محدودوي. دا قوانین د ښوونځي هر بورډ ته اجازه ورکوي چې د زده کوونکو چلند په دې کوډ کې د لباس یا ظاهری بڼی کوډ شامل کړي او د ښوونځي بورډ د زده کوونکو چلند کوډ یا کوم بل څه کی چی د ښوونځی بورډ لخوا خپل شوۍ وی، د دغه ډول لباس کوډ یا ظاهری بڼی کوډ ته اړتیا لري تر څو (a) زده کوونکو ته د حجاب، دیهودانو د سرخولی، سر پټولو دسمال، خولې، تونی او چوټی ګان په شمول هر ډول مذهبي او توکمیز پلوه مشخص یا د اړین سر پټولو پوښاک یا ویښتو جوړښت اجازه ورکړی؛(b) د هر زده کوونکي ورته مقرراتو او معیارونو ته د جنسیت په پام کې نیولو پرته د جنس بې پرېتوب ساتل؛ (c) د ځانګړي جنسیت زده کوونکو باندې متفاوت تاثیر نلرل؛ (d) که وکارول شي باید د شرایطو په تعریف کولو کې واضح، مشخص او موخه ولري (e) د ښوونځي بورډ هر کارکوونکی د لباس یا ظاهری بڼی کوډ پلي کولو په وخت کی د زده کوونکي لباس سره په مستقیم فزیکي ډول تماس لرلو څخه منع کوي؛ او (f) د ښوونځي بورډ هر کارکوونکی منع کوي چې د لباس او ظاهری بڼی کوډ سره برابر کیدو لپاره د زده کوونکي څخه غوښتنه وکړی چی د ښوونځی بورډ پلی کوونکي کارکوونکی په شمول د کوم بل فرد په مخامخ کالی بدل کړي.

د PWCS د زده کوونکي د لباس او ظاهری بڼی لارښوونې د آیالت د لارښوونې پر اساس دي او د زده کوونکي څرګندونې او کارکوونکو د پلي کولو کې د اطمینان تضمینولو لپاره رامینځته شوي دي او د نسل، رنګ، مذهب، ملي اصل، جنس، جنډر هویت، جنسي تمایل عمر، معلولیت، جینټکی معلومات، یا کوم بل څیز پر اساس د تبعیض کولو لپاره ندي رامینځته شوي کوم چې د قانون لخوا منع شوی دي. زده کوونکو ته اجازه ورکړل شوې چې هر ډول مذهبي او توکمیز مشخص یا د پام وړ سر پوښاک یا ویښتانو سټایل جوړ کړۍ.

د سر پټولواو ویښتو سټایل اجازه لرونکي څیزونو کی شامل دی مګر محدود نه دي:

  • حجاب؛
  • د یهودانو د سرخولی؛
  • د سر پوټولو دسمال؛
  • چوټی شوي ویښتان؛
  • د انجنو تونی شوي ویښتان؛ او
  • چوټی ګان؛

همدارنګه د ویرجینیا کوډ §§ 276.01-22.1 او 279.6-22.1 سره همغږي، د جنسیت پرته او د ځانګړي جنډر زده کوونکو باندې متفاوت تاثیر نه لرلو لپاره د مساوي معیارونو رامینځته کولو سره د لباس او ظاهری بڼی لارښوونې د جنډر بې پرېتوب لپاره رامینځته شوي وۍ.

د پوښاک په منع شوي توکو کی شامل دي:

د لباس هغه توکی چی:

  • د لوڅ بدن یا غړی تر هغه کچې ښکاره کوي چې ممکن د نورو زده کوونکو یا ښوونځی کارکوونکو د پام ګډوډولو لامل وګرځی.
  • د لباس لاندنی توکی ښکاره کوي یا څرګنده کوي؛
  • په داسی ډول واغوندي چی د لباس لاندي توکی يی ښکاره شی یا څرګنده شی؛
  • چی فحاش تبعیض، ناوړه چلند او ناوړه ژبه یا عکسونه ولري;
  • ګواښونه یا د بدماشانو ډلې سمبولونه ولري؛
  • د وسلو کارولو او تاوتریخوالی، یا د الکول، تمباکو یا غیرقانوني مخدره توکو کارولو ته وده ورکوي، او/ یا اړوند شیانو ته؛
  • د زده کړې چاپیریال ته ممکن د خنډ لامل وي یا لامل وګر‎ځی؛ او
  • لوازم چې د وسلې په توګه ورته کارول کیدای شي یا وکارول شي.

د لاندې ذکر شويو په استثنا د سر پوښاک کوم چې ټول سر یا مخ وپوښی :

  • د مذهب د یوې برخې په توګه واغوستل شي؛ یا
  • د طبي دلایلو له امله واغوستل شي؛ یا
  • د ځان ساتنی لپاره واغوستل شي لکه د ساري ناروغیو خپریدو په صورت کې؛ یا
  • د منظور شوي ښوونځي غونډو لپاره واغوستل شی؛ یا
  • د یو چا د کلتوري یا قومي تاریخ د څرګندونې په توګه واغوستل شي.

ګاڼې یا نور توکي چې د وسلو په توګه وپیژندل یا وکارول شي.

ټیکنالوژۍ په ناوړه توګه کارول - کمپیوټر، د کمپیوټرو شبکې، او نور بریښنایی ټیکنالوژي باید یوازې د معتبر تحصیلي موخو لپاره او یوازې د ښوونځي غړي په هوکړی سره وکارول شي. کله چې په ښوونځي کې الیکترونیکي ټیکنالوژي کارول کیږي، زده کوونکي اړ دي چې د COB سره سم عمل وکړي او "د کارولو منل شویو لارښوونو" - د مخابراتو ټیکنالوژي (انټرنیټ، ټیلنیټ، د ډیسټاپ ویډیو کنفرانس، بریښنایی لیکونه او داسې نور) شتون لري کله چی د ښووځی غړي څخه غوښتنه وشي. زده کوونکي باید د PWCS پالیسۍ 295، "د کمپیوټري سیسټمونو او شبکې خدماتو معیارونو،" مقرراتو 1-295، "کمپیوټر سیسټمونه او د شبکې خدمتونه - د PWCS مسؤلانه کارول او د انټرنیټ خوندیتوب پالیسي،" او مقررات 2-295 لخوا تعریف شوي معیارونو پابند هم وي. "د ویب پاڼې پراختیا او پلې کول."

د دې پالیسیو او مقرراتو کاپي په آنلان ډول په www.pwcs.edu ویب پاڼه کې شتون لري. د ټیکنالوژۍ د نه منلو وړ کارولو کی شامل دي، مګر لاندی محدود نه دي:

  • د نورو د محرمیت حقونو سرغړونه؛
  • د ناوړه سپکاوي، فحشا او یا داسې توکو کارول، تولید، ویشل یا ترلاسه کول کوم چې نور اشخاص ځوروي، تنګوي، ګواښي او یا یی سپکاوی کوي؛ په دې کې سایبری ځورونه هم شامله ده، د ځورونې یوه بڼه ده چې پکې د بریښنایی پیغامونو او / یا عکسونو لیږد، لاس ته کول، یا څرګندول شامل دي؛
  • د بېسیم مخابراتي وسیلې په کارولو سره د جنسي ډوله یا اړوند عکسونه، پیغامونه، یا نور توکي تولیدول، لیږدول، درلودل، او/یا شریکول؛
  • د کاپي حق قانون څخه د سرغړونی سره د سوداګریز سافټویر کاپي کول؛
  • د مالي ګټې یا سوداګریز یا غیر قانوني فعالیت لپاره د ټیکنالوژۍ کارول؛
  • د محصولاتو اعلان یا سیاسي ملاتړ لپاره د ټیکنالوژۍ کارول؛
  • له وړاندی څخه د لیکوال رضایت تر لاسه کولو پرته د یو چا شخصي معلومات بیا انټرنیت ته پورته کول؛
  • د COB د نورو قوانینو او مقرراتو څخه سرغړونی سره د ټیکنالوژۍ کارول؛ او
  • د ښوونځي څخه بهر د ټیکنالوژۍ کارول چې د ښوونځي څانګې په چارو یا عمومي هوساینې باندې د توکو له پلوه اغیزه لري، د تعلیمي پروسې بشپړتیا اغیزمنه کوي، د زده کوونکو، ښوونځی کارکوونکو، یا د ښوونځي ملکیت خوندیتوب او هوساینه ګواښی، هغه وخت پیښیږي کله چې زده کوونکی د والیدینو پرځای د ښوونځي تر واک لاندې وي، یا په بل ډول د زده کوونکو یا کارکوونکو حقونه تر پښو لاندې کوي.

د دې تګلارو او مقرراتو او د ” منلو وړ کارولو لارښوونی“ څخه سرغړونه ښايي د اصلاحي اقدام، د ټېکنالوژۍ څخه د ګټه اخیستو امتیازات له لاسه ورکولو او د قانون پر اساس د مجازاتو پایله ولري. په قصدي ډول غیر مسؤلانه اقدام ممکن ناوړه وکڼل شي او ممکن د اصلاحی عمل یا جنیایی سزا لامل شي. په قصدي ډول د ټیکنالوژۍ سیسټم فعالیت خرابولو یا ګډوډولو هڅه به د آیالت او فدرال پلی کیدونکی قانون تر لاندي جنایی عمل ګڼل کیږي.

غلا - له اجازی پرته د ښوونځي د ملکیت یا د نورو د شخصي ملکیت اخیستل یا اخیستلو هڅه کول په ښکاره ډول منع دي. ټولې هغه پیښې چې د زده کوونکي نسخې درملو غلا یا د غلا هڅه پکې شامل وي باید مدیر یا استازی ته یی په اړه راپور ورکړل شي. سرغړونکي په ښوونځي کې د اصلاحي عمل تابع کیږي او ممکن د قانوني چلند لپاره مناسب چارواکو ته راجع شي.

ګواښ - ګواښ د تشویش وړ یو عمل یا چلند دی چې د تاوتریخوالی یا د نورو ورته کړنو له لاري د ښوونځي کارکوونکو یا زده کوونکو خوندیتوب ته خطر پیښوي چې له امله یی ممکن ځان یا نورو ته زیان ورسوي. ګواښ ممکن د چلند له لاری، په لفظی ډول، د کتلو له لاری، په لیکلي بڼه، بریښنایی شکل یا د کومې نورو لارو چارو څرګند/وو رسول شي؛ او پرته له دې چې د ګواښ موخی لخوا په مستقیم ډول لیدل کیږي یا د دریمې ډلې لخوا لیدل شوي یا ورته رسیدلي؛ او پرته له دې چې ایا د ګواښ هدف له ګواښ څخه خبر دی او که نه، دا یو ګواښ ګڼل کیږي. د هغو اشخاصو د ارزونې او ورسره مداخلې لپاره چې چلند یې ممکن د ښوونځي کارکوونکو یا زده کوونکو خوندیتوب ته ګواښ وي، هر ښوونځی د ګواښ ارزونې ټیم لري. د PWCS د ګواښ ارزونې تګلاری په 1-777 مقرراتو کې بیان شوي، "د ګواښ ارزونې تګلارۍ.

د عنوان IX جنسي ځورونه - جنسي ځورونه د عنوان IX لاندې ("د عنوان IX جنسي ځورونه") د جنس پر اساس ناوړه چلند دی چې لاندې ذکر شوي حالاتونو څخه یو سره سمون خوري: 1. د PWCS یو کارکوونکی د PWCS مرستی ګټی یا خدمات یو بل کس ته په جنسی عمل کی د ښکیل کیدو په بدل کی وړاندي کوي یا وړاندیز کوي؛ 2. یو زده کوونکی یا د ښوونځی کارکوونکی د ناغوښتل شوي چلند سره مخ کیږي چې دا خورا شدید، پراخه او ځورونکی دی چې یو فرد ته د PWCS تعلیمي پروګرام یا فعالیت ته مساوي لاسرسی ورکول رد شوي دي یا 3. د دوستی/یارنی تاوتریخوالي، کورني تاوتریخوالي، جنسي تیري، یا تعقیب لکه څه ډول چی د متحده ایالاتو کوډ او مقرراتو 1-738 لخوا تعریف شوي. عنوان IX د فډرال یو قانون دۍ چې په ښوونځیو کې د ځورونې په ګډون د جنسیت پر بنسټ تبعیض منع کوي. عنوان IX د جنسي ځورونې تورونه د 1-738 مقرراتو لاندې حل شوي، "د جنسي ناوړه چلند زده کوونکو پر وړاندې د تورونو حل." د جنسي بڼی چلند چی په زده کوونکی ښوونځی کارکوونکی، او یا تعلیمي پروسې باندي په منفی ډول اغیزه کوي، مګر د عنوان IX جنسي ځورونې تعریف نه پوره کوي، ممکن د COB قانون تر لاندې هم ډسپلین تابع وي. هغه زده کوونکي چې په دی باور دي چی په جنسي ډول ځورول شوي یا د جنسي یا جنسی وسیلی پراساس د ناوړه چلند موخی ګرځیدلی وي، هغوي هڅول کیږي چی د دی موضوع په اړه د ښوونځي مدیر ته یا د مسواتو او زده کوونکو اړیکی نیولو څانګی ته په TitleIXEquity@pwcs.edu بریښنالیک یا 6839-374-571 شمیری راپور ورکړۍ.

د یو چا حريم نقص کول/سرغړونه - زده کوونکي باید د ښوونځي د عادي ساعتونو په وخت کې یا د ښوونځي د کارکوونکی په اجازې سره د ساعتونو وروسته د ښوونځي په تصویب شوي ودانۍ یا ملکیت کې وي. که زده کوونکی د خپل ښوونځي پرته چیرته چې دوی شامل دي، په کوم بل ښوونځي کې شتون ولري پرته له دې چې دوی د ښوونځي تصویب شوي فعالیت کې برخه اخلي یا هم د ښوونځي کارمند اجازه ولري، زده کوونکي به د سرغړونه کوونکو په توګه پیژندل کیږي. هغه زده کوونکي چې د OSS سزا تیروي، د ښوونځي ملکیت ته د سرمعلم لیکلي اجازې پرته اجازه نلري. غیر له دې چې زده کوونکي د ښوونځي چارواکو څخه په ښوونځي، د ښوونځي بس، یا د ښوونځي تمویل شوي پیښې کې په لیکلی ډول اجازه اخیستی وي، هغه زده کونکي چې انضباطي قضیې یی د اوږدې مودې تعلیق یا اخراج پریکړې ته انتظار باسي (د انضباطي اوریدلو استثنا سره) د ښوونځي، د ښوونځي بسونو، او د ښوونځي تمویل شوي فعالیتونو څخه منع شوي دي. هغه زده کوونکي چې د ښوونځي په کوم ساحه کې سرغړونه کوي په ښوونځي کې د نیولو او اصلاحي عمل ورسره کیږي. ټول لیدونکي باید مستقیم دفتر ته راپور ورکړي.

د ښونځي څخه تیښته - په ښوونځي کې حاضري تر 18 کلنۍ پورې اجباري ده پرته له دې چې زده کوونکی د قانون له مخې معاف شوی وي، فارغ شوی وي، یا د GED® برنامه یې بشپړه کړې وي. د ښوونځي حاضری مامورین واک لري چې د حاضری اړتیاوې پلي کړي او د اړتیا په صورت کې زده کوونکي او/یا والدین د قانوني عمل لپاره محکمې ته راجع کړي.

تخریب - هیڅ زده کوونکی باید په بد نیت یا قصداً د ښوونځي ملکیت ته زیان ونه رسوي، خراب نه کړۍ یا له مینځه ختم نه کړي. (په دې کې ګرافیتي، او همدارنګه د کمپیوټر او نورو الیکټرونیکو آلاتو تخریبول شامل دي.) زده کوونکي د ښوونځي بورډ اړوند توکو ماتولو او ویجاړولو او یا که د هغو توکو بیرته سپارولو کی پاتی راځی چې د ښوونځي بورډ ملکیت وي یا یې تر کنټرول لاندې وي، د تاوان ورکولو مسٔولیت په غاړه لري. د هغو زده کوونکو پر وړاندې اصلاحي ګام اخیستل کیدی شي څوک چې د ښوونځي بورډ ملکیت یا د کنټرول لاندې توکی بیرته نه سپاري. د ویرجینیا قانون د ښوونځي بورډ ته اجازه ورکوي چې د دغه ډول زده کوونکو د والدینو څخه د ورته زیان لګښت بیرته تر لاسه کولو لپاره قانوني اقدام وکړي.

د ښوونځي، لوبی، کلب، او فعالیت قواعدو سرغړونه - د COB قانون او مقرراتو سربیره، له زده کوونکو تمه کیږي چې د خپلو ښوونځیو لخوا رامینځ ته شوي مقرراتو او د لوبو، کلبونو، او فعالیتونو قواعدو سره سم عمل وکړي کومو کی چی دوي برخه اخلي. سرغړونکي د اصلاحي اقدام سره مخ کیږي لکه څنګه چې په COB کې تشریح شوي یا لکه څنګه چې د ښوونځي په کتاب کې په ډاګه شوي دي. زده کوونکي ممکن د ټیم یا فعالیت قواعدو څخه سرغړونې لپاره په لوبو کلبونو، یا د ښوونځي لخوا سپانسر شوي نورو فعالیتونو کې له ګډون څخه وځنډول شي، حتی که سرغړونه د ښوونځي له ملکیت څخه بهر او د ښوونځي رسمیاتو کی هم نه وي تر سره شوۍ. پدې کې شامل دي، مګر محدود نه دي، د ډلی د روزنی مقررات چی د تمباکو، نیکوتین چلم محصولاتو، الکول او نورو درملو کارولو پورې تړاو ولري.

وسلې/سلاح - زده کوونکي باید په ښوونځي یا د ښوونځي کومه غونډی پرمهال وسلې، ډوله، توکی یا نور زیان رسوونکي توکي ونه لري. د ("وسلی او نور خطرناک توکي" تر لاندي لا زیات معلومات وګورۍ").

 

د ښوونځي بس قواعد

عمومي قواعد

ټول دغه قوانین پالیسی مقررات، او د چلند دغه کوډ (COB) چی په PWCS کې د زده کوونکو چلند لپاره رامنځ ته شوي دی، د ښوونځي بس یا کوم بل منظور شوي PWCS وسایط کې د زده کوونکو چلند باندې پلي کیږي چې ښوونځي ته او/یا ښوونځي پورې اړوند پیښو او فعالیتونه ته د زده کوونکو لیږدولو لپاره کارول کیږي.

د ویرجینیا کوډ § 176-22.1 د ښوونځيو بورډ ته اجازه ورکوي چې زده کوونکو ته د ټرانسپورټ اسانتیاوي چمتو کړي مګر دوی اړ نه دي چی دا کار تر سره کړۍ. د PWCS لپاره، ورځني بس خدمات به د ټولو هغه زده کوونکو لپاره رامنځ ته کیږي چې له ښوونځي څخه یو میل لیرې ژوند کوي. هغه زده کوونکي چې د بس ټرانسپورټ لپاره وړ دي ممکن د بس تمځای ته رسیدو لپاره له دوی وغوښتل شی چی یو میل پیاده تګ تر سره کړۍ. هغه زده کوونکو ته د ټرانسپورټ اسانتیاوي نه ورکول کیږي څوک چې د ښوونځي لپاره د پیاده تګ اندازی حد دننه اوسیږي.

د چټک بس خدمات به هغه ټولو زده کوونکو ته ورکړل کیږی څوک چی په ځانګړو پروګرامونو کی شامل دي. دا خدمات به یوازې د چټک بس تمځایونو ته او ورڅخه تر سره کیږي. دا د مور/پلار مسؤلیت دی چې د چټک بس تمځایونو ته/ورڅخه ټرانسپورټ برابر کړي. په ډیری مواردو کې، دا تم ځایونه ممکن د زده کوونکي د استوګنځي څخه دوه څخه تر درې میله لیری وي.

د بیسیم مخابراتي وسیلې ممکن د ښوونځي بسونو کې وکارول شي پدې شرط چې وسیله موټر چلوونکی ته مزاهمت ونه کړۍ، د خوندیتوب د خطر باعث نه شی، یا د ښوونځي بس کوم نور قواعد او مقررات نقص نه کړي.

بس ته رسیدل

د آیالت د قانون پر اساس بسونه اړ دي چی هره ورځ د مهال ویش سره سم په یوه لار تګ راتګ تر سره کړي. د والدینو یا د دوی استازو څخه غوښتل کیږي چې د خپل کوچني ماشوم/ماشومانو سره د بس تمځای ته تګ راتګ وکړي. کورنی هڅول کیږی چی په خپلو موبایلونو کی د PWCS د موبایل اپلیکیشن یا پروګرام Here Comes the Bus™ ډاونلوډ کړی او ځانونه ثبت یا راجسټر کړۍ. دا پروګرام د ښوونځی د بس څارلو لپاره ګټه وره وسیله ده.

زده کوونکي باید:

  • پر خپل وخت حاضر شي؛
  • د بس تم ځای ته د بس د راتلو وخت څخه لږ تر لږه پنځه یا لس دقیقی مخکی را ورسیږي؛
  • له سړک څخه لیرې ودرېږي؛ بس ته د انتظار کولو پر وخت د سړک د څنډی برخه کې باید ونه دریږي؛
  • مناسب چلند تر سره کړۍ؛
  • د نورو خلکو ملکیت ته درناوی وکړئ؛
  • د بس په بشپړه توګه ودریدو پوری انتظار وباسی، بیا د دروازې په لور حرکت وکړي؛ د روان بس تر څنګ منډی ونه کړۍ؛
  • په منظم ډول بس ته سپور شي؛ او
  • خپل کور ته نږدې د بس تمځای وکاروئ. د بس نیولو لپاره د ملګري کور ته تګ ډیری وختونه په ټاکل شوي تمځای کې د ګڼې ګوڼې لامل کیږي.

په بس کې سپاره زده کوونکي باید:

  • د بس چلوونکي او/یا د بس حاضر مامور د لارښوونو اطاعت وکړئ؛
  • سمدستي په څوکی کی کینئ؛
  • ناست پاتې شي او مخ باید وړاندی طرف ته وګرځوي؛
  • څوکۍ په مساوي ډول شریکه کړئ؛
  • احترام کوونکي اوسئ؛
  • د ملکیت درناوی وکړۍ؛
  • ټول وجود یی باید د بس داخل کی وي؛
  • لار خوشی کړۍ؛ او
  • ښه اخلاق وساتی.

لاندې ذکر شوي سرغړونو ته اجازه نشته:

  • اور لګول؛
  • جګړه کول؛
  • څکول؛
  • سپکه/بده ژپه کارول؛
  • ټونګي اچول؛
  • خوراک/څښاک؛
  • توکلول؛
  • د فحشا/اشارو کارول؛
  • ورانول؛
  • له بس څخه د توکو غورځول؛
  • په لوړ غږ شور جوړول؛
  • د شیشې توکو درلودل؛
  • د غټو توکو لیږدول؛
  • ویډیو ثبت کول، غږ ثبت کول، یا عکاسي کول، د نورو د ځورونې یا زیان لامل کیدل، موټر چلوونکي ګډوډول یا ورته ګډوډي کول؛
  • تجهیزاتو/توکو کی لاس وهل؛
  • د وسلو درلودل؛
  • د مخدره توکو یا نورو موادو او اړوند توکو کارول، درلودل، یا ویشل؛
  • چټلی کول؛
  • ګواښونه کول؛
  • نور خلک خطر کی اچول؛ او
  • د COB نورې سرغړونې.

د بس څخه کښته کیدل

زده کوونکي باید:

  • ناست پاتې شي تر هغه چې بس په بشپړ ډول ودریږي؛
  • د بس څخه په منظم ډول کښته شي لومړي باید د مخکنی څوکیو زده کوونکي کښته شي؛
  • خوندیتوب ته په کتو سره زر تر زره له بس څخه کښته شي او د بس تمځای څخه لیری لاړ شي؛
  • د بس شاوخوا ونه ګرځی؛
  • د سړک څخه تیر شۍ که اړتیا ورته وي، د اړتیا په وخت کی باید د بس مخې ته لږ تر لږه 10 فوټه فاصله کې تیر شي؛ او
  • د سړک څخه باید تر هغه وخت تیر نه شي تر څو چې ورته موټر چلوونکي په خوندي ډول د تیریدلو لپاره اشاره نه وي کړي. د څلورو یا ډیرو ترافیک لینونو یا ویشل شوي سړک څخه تیریدل منع دي.

که چیرته په ماسپښین کې انضباطي ستونزه پیښه شي، او ستونزه دا ډول وي چې د موټر چلوونکي په قضاوت سره دا خوندي نه وی چې دوام ورکړي، موټر چلوونکی کولۍ شی چی ښوونځي ته راستون شي ترڅو سمدستي انضباطي عمل او/یا مرسته تر لاسه کړۍ. بس چلوونکو ته لارښوونه کیږي چې د سرغړونو راپور د ښوونځي مدیر/استازی ته ورکړي.

د بسونو بدلول

د خپل بس تمځای څخه بل بس تمځای ته تللو لپاره یا د خپل بس څخه بل بس ته بدلیدو لپاره زده کوونکي باید د والدینو لخوا لیکلي غوښتنه ښوونځی ته وسپاری. بل بس ته د داخلیدو څخه وړاندی دا لیکل شوې غوښتنه د ښوونځي د مدیر یا د هغه د استازی تصویب ته اړتیا لري. بس چلوونکي باید د ښوونځي دفتر لخوا خبرتیا ترلاسه کړي کله چې یو زده کوونکي ته بدیل تمځای یا بس ته د تلو اجازه ورکړل شي.

د ټرانسپورټ خدماتو څانګی د تصویب پرته به د بس تمځایونو یا د بس لارو موقعیت کې هیڅ ډول بدلون رامنځ ته نشی.

په ګمارل شوي بس کې به د ښوونځي د مدیر او د ټرانسپورټ خدماتو دفتر اجازې پرته هیڅ بدلون نه رامنځ ته کیږي.

د حریم سرغړونه

یوازی مجاز اشخاصو ته د ښوونځي بس (د ښوونځي ملکیت) ته د پورته کیدو اجازه ورکول کیږي. د (ویرجینیا کوډ § 128-18.2) پر اساس، "وروسته له هغی چې د یو چا لخوا ورته د ملکیت نه وتلو یا ځای پریښیدلو لارښوونه شوې وي دا به د هر چا لپاره یو غیر قانوني عمل وي چی د ښوونځي ملکیت ته ننوځي یا پکی پاتې شي که هغه زده کوونکی وي، او یا بل څوک".

د ښوونځي بس کی سفر کول یو امتیاز دی*

که د یو زده کوونکی پر زد مدیر ته راپور ورکړل شي، مدیر به د انضباطي عمل مسؤلیت ولري، کوم کی چې به ممکن تر هغه وخت پوری د بس د ټرانسپورټ امتیاز له لاسه ورکول شامل وی تر څو چې والدین، د بس چلوونکی، مدیر، او په ځینو مواردو کې، د ترانسپورت دفتر د خدماتو استازی یو تفاهم ته ورسیږي چې ستونزه به حل کړي. والدین به د هغه زده کوونکو د ټرانسپورټ مسؤلیت په غاړه ولري کوم زده کوونکی چې د ښوونځي بس ټرانسپورټ امتیاز له لاسه ورکړۍ.

که تاسو پوښتنې لرئ، مهرباني وکړئ 4-431، مقرراتو ته مراجعه وکړئ، "د زده کوونکو لپاره ټرانسپورټ."

نورو ته یا د PWCS ملکیت ته د زیان رسولو لپاره شفاهي یا لیکلي ګواښونه، کوم چې پلان شوي یا د ښوونځي په بس کې جوړ شوي یا کوم چې د ښوونځي په بس کې، د ښوونځي بس تمځای کې، یا ښوونځي ته د تګ راتګ په وخت کی د تر سره کولو لپاره قصد ولري، ممکن د نورو انضباطي عملونو سربیره د یوې ټاکلې مودې یا د ښوونځي پاتې کال لپاره د ټرانسپورت خدماتو د لاسه ورکولو پایله ولري.

د ښوونځي بس ویډیو څارنې سیسټم په ځینې بسونو کې فعالیتونه ثبتوي. مهرباني وکړئ د خپل ماشوم ټرانسپورټ اړوند ستونزو کې د مرستې تر لاسه کولو لپاره د ښوونځي مدیر یا د ټرانسپورټ خدماتو دفتر سره اړیکه ټینګه کړۍ.

*د ښوونځي بس کی سفر کول یو امتیاز دی، پرته له دې چې معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره د قانون لخوا اړتیا ده.

منع شوي توکي

د هغه توکو اداره کولو مقررات چی د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو لخوا منع شوي دې، په دی برخه کې لنډیز شوي. مهرباني وکړئ د دې موضوع اړوند ټولو معلوماتونو لپاره 1-735 مقررات، "منع شوي توکي" ته مراجعه وکړئ.

د ویرجینیا کوډ § 277.08-22.01 سره په مطابقت، د ښوونځي بورډ باید اجازه ورکړی مګر اړتیا نلري، چی هر هغه زده کوونکي چی د ښونځي یا د ښوونځي لخوا سپانسر شوي فعالیت ته کنټرول شوي توکی، کنټرول شوي تقلیدی توکی یا چرس راوړلو لپاره د ښوونځی څخه اخراج کړۍ لکه څرنګ چی د ورجینیا کوډ § 247-18.2 کې تعریف شوي دي. هغه زده کوونکي چې له قانون څخه سرغړونه کوي سیمه ایزو چارواکو ته به د جنیایی محکمی یا د ماشومانو جنایت سیسټم کې د مناسب عمل لپاره راجع شي. په هرصورت، د ښوونځي بورډ او/یا سپراټینډنټ یا د هغه استازی(د لیول ایسوسی ایټ سپراټینډنټ، د SMAPD رییس یا د SMAPD اوریدلو افسر) باید د یو ځانګړی حالت د حقایقو پراساس دا واک ولري چی د انضباطي عمل ډول بدل کړي، کله چې ځانګړي شرایط شتون ولري. په ځانګړو شرایطو کې د ویرجینیا کوډ § 277.06-22.1 کې ټاکل شوي قانوني معیارونه شامل دي، مګر محدود ندي، لکه څنګه چې په 1-745 مقرراتو کې تشریح شوي، "د زده کوونکو اوږد مهاله ځنډول یا اخراج".

د منع شوي توکو لیست او لوازم د کوم لپاره چې یو زده کوونکی د PWCS مقرراتو لاندې شړل کیدی شي د ممنوع موادو لیست څخه پراخه دی د کوم لپاره چې قانون اخراج حکم کوي. حتی که منع شوي توکي یا اړوند توکي د توکو په ډله کی نه حسابیږی کوم چی د قانون لخوا منع شوي، هر زده کوونکی به د اخراج تابع وي که چیرته هغه زده کوونکی د منع شوي توکو په درلودلو، کارولو، تر لاسه یا دتر لاسه کولو حڅه ، رانیول یا د رانیولو هڅه، یا توزیع یا توزیع کولو حڅه کولو کی یا د ممنوع موادو یا تجهیزاتو ویشلو کی یا د ویشلو هڅه کولو کی ښکیل وي. خو که د یو ځانګړي وضعیت حقایقو پراساس د سپرانټینډنټ استازی(د لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ، د SMAPD رییس، یا د SMAPD اوریدنې افسر) یا د ښوونځي بورډ ومومي چې ځانګړي شرایطو له امله لږ انضباطي عمل توجیه کوي، یا هیڅ عمل نه. په ځینو مواردو کې، ممکن دا پوښتنه هم شتون ولري چې آیا د توکی یا کوم څیز درلودل کارول، یا ویشل سرغړونه ده او که څنګه. د توکو بڼه او یا اړوند توکي، د هغې موخه او د کارولو څرنګوالی یا د کارولو نیت باید په پام کې ونیول شي کله چې د انضباطي عمل په اړه پریکړې تر سره کیږي.

د منع شوي توکو د راپور ورکولو مسٔولیت - د PWCS ټول کارکوونکی او زده کوونکي اړ دي چې د ښوونځی مدیر، د مدیر مرستیال او د ټولنېزو سرچینې افسر، امنیتي پرسونل، ښوونکی، یا د ښوونځي کوم بل کارکوونکی ته زر تر زره خبر ورکړي که چیرته دوی په دې باور لري چی په ښوونځي کې، د ښوونځي په ساحه کې، د ښوونځي بسونو کې، د بس تمځایونو کې، ښوونځي ته د تګ یا راتګ په لاره کې، یا د ښوونځي اړوند چارو کی ممنوع توکي یا اړونده توکي شتون لري یا احتمال یی موجود وي. هغه زده کوونکي چې د منع شوي توکو یا اړوندو څیزونو شتون یا اټکل شوي شتون په اړه معلومات لري او په راپور ورکولو کې یی پاتې راشي ممکن پخپله د انضباطي عمل سره مخ شی. مدیر یا د مدیر استازی باید د ښوونځي د څانګې پالیسۍ کې سمدستي عمل کولو لپاره مناسب واک وساتي ترڅو د زده کوونکو او کارکوونکو امنیت او هوساینه تضمین کړي. د ښوونځي څانګې او د سیمه ییزه پولیسو څانګی سرچینې باید په دې چارو کې د مدیر سره د مرستی کولو لپاره شتون ولري.

د منع شوي توکو څخه د سرغړونې پایلې - هر هغه زده کوونکی چې د ممنوع توکو سرغړونې په تور تورن وي ممکن د انضباطي عمل سره مخ شی. په دې کې ممکن د پیښې په اړه د معلوماتو راټولولو لپاره د مدیر یا مرستیال مدیر سره د غیر رسمي کنفرانس له لاری پنځه ورځنی تعلیق هم شامل وي. د غیر رسمي کنفرانس په تعقیب، د ښوونځي مدیر به د مناسب لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ سره مشوره وکړي، او دا به په ډاګه کړی چې ایا لا زیات انضباطي عمل لپاره SMAPD ته د وړاندیز کول امکان لری او که څنګه، پدې حالت کې په 1-745 مقرراتو کې ټاکل شوي تګلاری، "اوږد مهاله تعلیق یا د زده کوونکو شړل، "مقرره 2-745،" معلولیت لرونکي زده کوونکو تګلاره، "او مقرره 1-747،" د زده کوونکو مدیریت او بدیل پروګرامو څانګه(SMAPD ) باید په مناسبه توګه تعقیب شي. مدیران، یا د دوی ټاکل شوي استازي ممکن د مخدره توکو ناوړه ګټه اخیستونکو سرغړونکو او د دوی والدینو ته فرصت ورکړي چې په خپله خوښه د عالي ښوونځي په کچه د نوي هاریزونس پروګرام کې برخه واخلي.

د مخدره توکو ناوړه ګټه اخیستلو له امله باید د تمرین په شمول د ښوونځي په ټولو فعالیتونو (ټیمونو، کلبونو، او د ښوونځیو لخوا د نورو ټولو سپانسر شوي فعالیتونو) کې د ګډون کولو څخه لږ تر لږه د 30 ورځو لپاره د فوري ځنډولو لامل شي. غیر له دې چې یو زده کوونکي ته د ښوونځي ملکیت، د ښوونځي بس، یا د ښوونځي لخوا سپانسر شوۍ غونډه کی د شتون لپاره د ښوونځي چارواکو لخوا لیکلی اجازه ورکړل شوی، وي، هغه زده کوونکي چې انضباطي قضیې د اوږدې مودې تعلیق یا اخراج پریکړې ته انتظار باسي (د انضباطي اوریدلو استثنا سره) په ښوونځي، د ښوونځي بسونو، او د ښوونځي لخوا سپانسر شوي فعالیتونو کی د ګډون کولو څخه منع شوي دي. که د ښوونځي څخه ځنډول شوۍ وی او که نه، کوچ او/یا سپانسر، د ښوونځي ادارې په تصویب سره، ممکن د ښوونځي، سپانسر فعالیتونو کې د ټیم، کلب، یا ممنوع توکو په اړه د فعالیتونو سرغړونو له امله زده کوونکي له ګډون کولو څخه وځنډوي. په دۍ کې د ممنوع توکو په اړه د مقرراتو سرغړونه شامله ده چې د ښوونځي له ساحی څخه بهر او د ښوونځي غیر رسمی ورځې بهر ترسره کیږي. زده کوونکی ممکن د 90 ورځو لپاره د انضباطي ممانعنت تابع هم وي په کوم وخت کې چې مدیران ممکن د مخدره توکو ناوړه ګټه اخیستنې مخنیوي کارکوونکو سره تعقیب ته اړتیا ولري.

وسلې او نور خطرناک توکی

د PWCS لخوا منع شوي وسلو او نورو توکو اداره کولو قواعد په دې برخه کې لنډیز شوي. مهرباني وکړئ د دې موضوع اړوند د ټولو معلوماتو لپاره 1-775 مقرره، "وسلې او نور منع شوي توکي" ته مراجعه وکړئ.

د ښوونځي ملکیت یا د ښوونځي فعالیتونو کې د زده کوونکو، کارکوونکو او نورو اشخاصو خوندیتوب او هوساینې تضمین کولو لپاره او د ښوونځي ملکیت ساتنې لپاره، وسلې او نور منع شوي توکو ته د ښوونځي په ملکیت، د ښوونځي بسونو کې، یا ښوونځی ته د تګ راتګ په حال کی، یا د ښوونځي اړوند فعالیت کې، باید اجازه ور نه کړل شي، پرته له دې په پام کی نیولو سره چې دا فعالیت کوم ځای کی تر سره کیږي. هر هغه اصلي ملکیت چې د ښوونځي بورډ لخوا رانیول یا اجاره شوی وي یا کوم موټر چې رانیول، کرایه شوي یا د ښوونځي بورډ لخوا یا په واسطه پرمخ وړل کیږ،ی د ښوونځی ملکیت په معنع دۍ. زده کوونکي ممکن د هغه وسلو سرغړونو لپاره د انضباطي عمل تابع هم شی کوم چې د ښوونځي له ساحی بهر پیښیږي، که چیرته جرم د ښوونځي په چارو کی د خنډ پایله لري یا ممکن پایله ولري، که جرم په ښوونځي کې پلان شوی وي یا د ښوونځي فعالیتونو کې، که جرم په داسی وخت کی تر سره کیږی چې زده کوونکی د والدینو پرځای د ښوونځي واک لاندې وي، که چیرته جرم د زده کوونکو، کارکوونکو یا د ښوونځي ملکیت خوندیتوب او هوساینه ګواښوي، یا که جرم په بل ډول ښوونځي سره تړلی وي.

د ځینې وسلو/وسلې سرغړونو لپاره لازمي اخراج - هر هغه زده کوونکی چې د ښوونځي په کومه ساحه کی، د ښوونځي بس کې، یا د ښوونځي اړوند فعالیت کې د وسلو په درلودلو، ویجاړونکې وسیلی، د توفنګچی مفلر، د توفنګچی بی غږه وسلی، کومونکی، یا نیوماتیک (هوا په زور مرمی فیرونکی) وسلی سرغړونی لپاره وپیژندل شی، د وسلو څخه پاک ښوونځي قانون او ویرجینیا قانون سره سم، د ښوونځي بورډ باید زده کوونکی د ښوونځي حاضري څخه د یو کال (365 ورځو) څخه کمی مودی لپاره د ښوونځی څخه ونه باسی. په هرصورت، د ښوونځي بورډ او/یا سرپرست یا د هغه/هغې ځای ناستی (د لیول ایسوسی ایټ مدیر، د SMAPD رییس، یا د SMAPD اوریدنې مامور) باید واک ولري چې د ورته جرمونو لپاره د اخراج موده کې بدلون راولي، یا ډول انضباطي عمل کله چې ځانګړي شرایط د ځانګړي وضعیت واقعیتونو پراساس شتون ولري. په ځانګړو شرایطو کې شامل دی، مګر محدود نه دي، څرنګ چی د ویرجینیا کوډ § 22.1.277.06)C( کې په ډاګه شوي دي، او څنګه چې په 1-745 مقرراتو "د زده کوونکو اوږد مهاله تعلیق یا اخراج" کې تشریح شوي دي. هغه زده کوونکي چې له دې قانون څخه سرغړونه کوي سیمه ایزو چارواکو ته به د جنایی محکمی یا د ماشومانو مجرمیت سیسټم کې د مناسب عمل لپاره راجع کیږي.

د وسلو او منع شوي څیزونو لیست له کوم لپاره چې زده کوونکي د PWCS مقرراتو له مخې ایستل کیدی شي د هغه وسلو لیست څخه پراخه دی د کوم لپاره چې قانون د اخراج یا شړلو حکم کوي. حتی که وسله د قانون لخوا منع شوي وسلو ټولګي کې نه راځي، زده کوونکي باید د ښوونځي یا د ښوونځي اړوند فعالیتونو کې یا په بل ډول له ښوونځي سره تړلی چارو کی د ټولو وسلو یا منع شوي څیزونو درلودلو، کارولو، تر لاسه کولو یا د تر لاسه کولو لپاره د هڅی کولو، پلورلو یا د پلورلو حڅی کولو، توزیع یا د توزیع کولو لپاره د حڅی کولو له امله د شړلو/اخراج لپاره وړاندیز شي پرته لدې چې د سپراټینډنټ استازی (د لیول ایسوسی ایټ سپراټینډنټ، د SMAPD رییس، یا د SMAPD اوریدونکي مامور سره په ګډه) دا ومومي چې ځانګړي شرایط دا په ډاګه کوي چی لږ انضباطي عمل توجیه کوي یا هیڅ ډول نه. په ځینو مواردو کې، ممکن دا پوښتنه هم ولاړه شي چې ایا د توکی یا څیز درلودل، کارول، او ویشل سرغړونه ده او که څنګه. د توکو بڼه او یا اړوند توکي، د هغې موخه او د کارولو څرنګوالی یا د کارولو نیت باید په پام کې ونیول شي کله چې د انضباطي عمل په اړه پریکړې تر سره کیږي.

د وسلو او منع شوي توکو د راپور ورکولو مسٔولیت - د PWCS ټول کارکوونکی او زده کوونکي اړ دي چې د ښوونځی مدیر، د مدیر مرستیال او د ټولنېزو سرچینې افسر، امنیتي پرسونل، ښوونکی، یا د ښوونځي کوم بل کارکوونکی ته زر تر زره خبر ورکړي که چیرته دوی پدې باور لري چی په ښوونځي کې، د ښوونځي په ساحه کې، د ښوونځي بسونو کې، د بس تمځایونو کې، ښوونځي ته د تګ یا راتګ په لاره کې، یا د ښوونځي اړوند چارو کی ممنوع توکي یا اړونده توکي شتون لري یا احتمال یی موجود وي. هغه زده کوونکي چې د منع شوي توکو یا اړوندو څیزونو شتون یا اټکل شوي شتون په اړه معلومات لري او په راپور ورکولو کې یی پاتې راشي ممکن پخپله د انضباطي عمل سره مخ شی. سرمعلم یا د سرمعلم استازی باید د ښوونځي د څانګې پالیسۍ کې سمدستي عمل کولو لپاره مناسب واک وساتي ترڅو د زده کوونکو او کارکوونکو امنیت او هوساینه تضمین کړي. د ښوونځي څانګې او د سیمه ییزه پولیسو څانګی سرچینې باید په دې چارو کې د مدیر سره د مرستی کولو لپاره شتون ولري. هغه زده کونکي چې په دی خبر شي چې ملکیت کی یی دا ډول څیز شتون لري چې ممکن "وسله" وګڼړل شي، باید سمدستي مدیر یا نورو کارکوونکو ته راپور ورکړۍ. تعقیبي عمل به په پام کې دا ونیسي چې زده کوونکي دا په داوطلبانه ډول د کارکوونکو پام ته راوړي.

د وسلو د سرغړونو پایلې - هر هغه زده کوونکی چې د وسلو یا نورو منع شوي توکو په سرغړونو تورن وي، باید د ښوونځي له مدیر یا مرستیال مدیر سره غیر رسمي خبری اتری وکړي. د د خبرو اترو څخه وروسته او د لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ سره د خبرو کولو وروسته د شړلو یا اخراجولو یا د انضباطی عمل تر سره کولو لپاره باید وړاندیز وشي، په دغه حالت کې باید په 1-745 مقرره "اوږد مهاله تعلیق یا د زده کوونکو شړل، "مقرره 2-745،" معلولیت لرونکي زده کوونکو ډیسپلین "او مقرره 1-747،" د زده کوونکو مدیریت او بدیل پروګرامو څانګه(SMAPD ) کی په ډاګه شوي تګلاری په مناسبه توګه تعقیب شي.

د ډسپلین کوډ لنډیز

د PWCS فلسفه ناغوښتوونکی چلند ته د مخنیوي او بیارغونې چلند په لور لارښوونه کوي، کوم چې د ویرجینیا د پوهنې او روزنی ریاست " د زده کوونکو مثبت او مخنیوي چلند پالیسی او د تعلیق د بدیل لپاره د موډل لارښود " په توګه سمون خوری. که چیرته زده کوونکي د ناغوښتونکی چلند په پایله کې د زده کړې فرصت تر لاسه کولو څخه منی شي، ښوونکی، مدیر، او/یا د تعلیمي کارکوونکو نور مناسب غړي باید د مناسب اصلاحی اقدام سیسټم په کارولو مشخص کړي چې لارښوونې، بیارغونې، او د عمر مناسب ځوابونه پکې شامل وي. کله چې د زده کوونکي چلند مداخلو ته غیر ځواب ویوونکی وي او په تکرار، شدت او موده کې زیاتوالی ومومي، د غبرګون کچه ممکن په شدت کې زیاتوالی ومومي.

د زده کوونکو د چلند لاندې کټګورۍ، لکه څنګه چې د ویرجینیا د ښوونې او روزنې ریاست لخوا تعریف شوي، د ښوونځي د زده کړې چاپیریال باندې د چلند اغیزو پیژندلو او د ځوابونو هڅولو لپاره ډیزاین شوي چې د ټولنیز-احساساتي زده کړې وړتیاو ته وده ورکوي.

  • هغه چلند چې د اکاډمیک پرمختګ مخنیوی کوي (BAP):
    دا چلند د زده کوونکي یا زده کوونکو اکاډمیک پرمختګ له خنډ سره مخ کوي. دا عموما د زده کوونکي د ځان مدیریت یا ځان پوهاوي نشتوالي په ګوته کوي. ځینې وخت زده کوونکی ممکن په دې پوهیدو کې مرستې ته اړتیا ولري چې چلند څه ډول په نورو اغیزه کوي. هم دی لپاره له امله یی، په ټولنیزه پوهاوي کی روزنې ته هم وړاندیز کیدی شي.
  • د ښوونځي چارو اړوند چلند (BSO):
    دا ډول چلند د ښوونځي تګلارو په ورځني چارو کې مداخله کوي. هغه زده کوونکي چې دا ډول چلند ښکاره کوي ممکن د ځان اداره کولو، ځان پوهاوي، یا ټولنیز پوهاوي مهارتونو ته د وده ورکولو لپاره اړتیا ولري.
  • د اړیکو چلند (RB):
    دا چلند د دوه یا ډیرو کسانو ترمینځ منفي اړیکې رامنځ ته کوي چې د فزیکي زیان نه لامل کیږي. د اړیکو چلند د ښوونځي ټوله ټولنه اغیزمنه کوي په دې کې چې د ښوونځي اقلیم اکثرا د دې ښکارندوي وي چې خلک څنګه یو له بله سره چلند کوي. هغه زده کوونکي چې د اړیکې چلند سره مشکل څرګندوي ممکن د نورو ټولنیز-احساساتي وړتیاو سره هم ستونزه ولري.
  • هغه چلند چې د خوندیتوب اندیښنه په ډاګه کوي (BSC):
    دا ډول چلند زده کوونکو، کارکوونکو او ښوونځي ته د راغلی لیدونکو لپاره ناخوندي شرایط رامینځ ته کوي. د دې ډول چلند لپاره بنسټیزه لاملونه ممکن د دغه ټولنیز-احساساتي وړتیاو څخه په یو کی موجود وي، نو اداره کوونکی باید د زده کوونکي چلند لپاره بیسټیزه انګیزه وڅیړی. په ټولنیز پوهاوي او پریکړې کولو کې روزنه معمولا په هر هغه چلند کی په ګوته کیږي کوم چې د خوندیتوب اندیښنه رامینځته کوي.
  • هغه چلند چې ځان یا نور په خطر کې اچوي(BESO):
    دا ډول چلند د زده کوونکي یا د ښوونځي په ټولنه کې د نورو روغتیا، خوندیتوب یا هوساینه له خطر سره مخ کوي. دا ډول چلند چې د شدت دې ډول کچې ته لوړیږي، ډیری وختونه ستونزمن وي. پداسې حال کې چې دوی د پریکړې کولو ضعیف مهارتونه په ګوته کوي، هغه زده کوونکي چې دا ډول چلند ښکاره کوي ممکن په نورو ټولنیز-احساساتي وړتیاو کې د ودي کولو لپاره هم اړتیاوې ولري.
  • په دوام داره توګه خطرناک چلند (PDB):
    دا ډول چلند په محاسبه کې کارول کیږي ترڅو یو ښوونځي په دوامداره توګه خطرناکه څرګند کړۍ. “هغه پیښې چې د دوامداره خطرناکه عامه ښوونځیو په ګوته کولو لپاره د تګلاری په توګه کارول کیږي، د یو شخص پر زد د تاوتریخوالی جرمونه او تیروتنی دي او د ویشلو یا پلورلو په اراده د مخدره توکو لرل دي دا ټول د ویرجینیا د قانون په جنیایی برخه کې د جرمونو په توګه ټاکل شوي دی (عنوان 18.2)". دا ډول چلند د دی وړ دی چی د سپرانټینډنټ دفتر او قانون پلي کوونکو ته یی په اړه راپور ورکړل شي او باید په داسی ډول وو ویل شي چی د 5 درجی ځواب سره په مطابقت کې وي.

د چلند قانون (COB) قواعد او مقررات د دې لپاره دي چې د زده کوونکو چلند ته د ښوونځي په ودانیو کې، د ښوونځي بسونو کې، ښوونځي ته تګ راتګ په حال کی او د PWCS لخوا سپانسر شوي هر فعالیت کې د ګډون پرمهال لارښوونه وکړي. لکه څنګه چې په چلند قانون COB کې تشریح شوي، هغه چلند چې اوس مهال د انضباطي عمل لپاره د یوازینۍ دلیل په توګه لیدل کیږي پدې لاندی سرغړونو کې باید شامل وي، مګر محدود نه دي. دا ډول چلند ممکن اداري عکس العمل پایله ولري چی له 1 درجې څخه تر 5B کچې پورې دی کوم چې لاندې جدول کې ښودل شوي دي.

د زده کوونکو د چلند کټګوریانی

*لاندې چارټ هغه انضباطي پایلې په ګوته کوي چې د ځینې ناوړه چلند په ځواب کې د ویرجینیا د پوهنې څانګی لخوا وړاندیز شوي. دغه انضباطي غبرګونونه په هغو پورې محدود نه دي کوم چې په ډاګه شوي دي او ممکن د تکراري چلند یا هغه چلند لپاره چی د ګړکیچنوالی پایلی پکی شاملی وي، د لوړ اداري غبرګون کچې ته لوړ شي چی دا ډول انضباطی پایلی لری کوم چی د ذکر شوي لارښوونی څخه زیاتیږي.

د چلند کټګوري د چلند تشریع احتمالي اداري غبرګون
(اداري غبرګونونه ممکن په کچه کې توپیر ولري)
د غبرګون احتمالي درجې

A کټګوري

هغه چلند چې د اکاډمیک پرمختګ مخه نیسي (BAP)

(دا ډول چلند چې د زده کوونکو د اکاډمیک پرمختګ مخه نیسی، په دې کې شامل دي، مګر لاندې پورې محدود ندي.)

ابتدایهٔ ښوونځي:

  • په ټولګي کې خبرې او ډیر شور کول
  • کار نه کول؛ په څوکۍ نه کیناستل
  • داسې ډول توکی درلودل چې په ټولګي کې زده کړې ګډوډوی
  • په دهلیز کې ډیر شور کول
  • نورو ټولګیو کی مداخله کول
  • نقل کول
  • د ټولګي یا ښوونځي څخه له اجازی پرته غیر حاضری

منځني او عالي ښوونځي:

  • په ټولګي کې د زده کړو پر مهال مداخله کول
  • د ټولګي څخه بهر د زده کړو پر مهال مداخله کول
  • اکاډمیک بې ایماني
  • د ټولګي لپاره چمتوالی کې اوږد مهاله ناکامي
  • د ټولګي یا ښوونځي څخه له اجازی پرته غیر حاضری

1 کچه: د ټولګي ملاتړ، مداخلې، یا کوچنۍ پایلې

2 کچه: کوچنی پایلې تر اعظمي حد پورې درې ورځو لپاره ځنډونه

ردیف I
ردیف II
ردیف III

B کټګوري

د ښوونځي چارو اړوند چلندونه (BSO)

(دا ډول کړڼی چې د ښوونځي کړنلارو ورځني چارو کې مداخله کوي په دې کې شامل دي، مګر لاندې ذکر شویو پورې محدود نه دي.)

ابتدایهٔ، منځني او عالي ښوونځي:

  • یو رسمي سند بدلول
  • ښوونځي ملکیت ته د غیر مجاز اشخاصو راوړل/ورته اجازه ورکول
  • بی ایمانی /کارکوونکو ته غلط معلومات ورکول
  • د ښوونځي په ملکیت کې ګمارل شویو ټولګیو ته حاضریدلو کی یا انضباطي ترتیباتو کې پاتې راتلل
  • قمار/جواری
  • ریشخندی کول/ټونګی اچول
  • د زده کوونکو نامناسب لباس
  • د ارتباطي وسیلو څخه ناوړه ګټه اخیستل
  • د ښوونځي د بریښنایی تجهیزاتو په غیر قانونی ډول کارول
  • د ټیکنالوژۍ/انټرنیټ پالیسي په ناسمه توګه کارول
  • تخریب کاری، په دیوالونو رسم کول یا ښوونځي یا شخصي ملکیت ته زیان رسول

1 کچه: د ټولګي ملاتړ، مداخلې، یا کوچنۍ پایلې

2 کچه: کوچنی پایلې تر اعظمي حد پورې درې ورځو لپاره ځنډونه

3 کچه: د څلورو څخه تر پنځو ورځو پوری ځنډونه

ردیف I
ردیف II
ردیف III

C کټګوري

د اړیکو چلند (RB)

(دا ډول چلند چې د دوه یا ډیرو کسانو ترمینځ منفي اړیکې رامینځ ته کوي چې د فزیکي ضرر نه لامل کیږي په دې کې شامل دي، مګر لاندې پورې محدود ندي.)

ابتدایهٔ، منځني او عالي ښوونځي:

  • ځورونه/سایبر ځورونه
  • د ښوونځی کارکوونکو غوښتنو ته ځواب ویلو کې پاتې راتلل
  • نا مناسب فزیکي لمس چې په طبیعت کې جنسي وي
  • د بریښنایی لاری په شمول د توکو یا ادبیاتو پوسټ کول، ویشل، ښکاره کول یا شریکول
  • په مستقیم یا په بریښنایی ډول جنسي اړوند نظرونه،/تبصری وړاندیزونه، یا نورې څرګندونې کول یا لیکل
  • ناوړه جنسي چلند ( د عنوان IX جنسي ځورونې سربیره)
  • یو له بله سره په ناوړه، ګنده ډول خبرې کول
  • تنګول، ټکول، په لفظي شخړه کې ښکیل کیدل، په لفظي ډول جګړی ته هڅول
  • ناوړه یا فحش ژبه کارول یا ګنده اشارې کارول (قسم کول، لعنت ویل، د نفرت څرګندونه، د ناوړه ډلې نښې یا اشارې کارول)
  • د اصلي یا پیژندل شوي نسل، توکم، رنګ، ملي اصل، تابعیت/کډوالۍ وضعیت، وزن، جندر، جنډر پیژندنه، د جنډر څرګندونه، جنسي تمایل، معلولیت، یا کوم بل اساس پر بنسټ سپکاوي کول کوم چی د قانون لخوا منع شوي.

1 کچه: د ټولګي ملاتړ، مداخلې، یا کوچنۍ پایلې

2 کچه: کوچنی پایلې تر اعظمي حد پورې درې ورځو لپاره ځنډونه

3 کچه: د څلورو څخه تر پنځو ورځو پوری ځنډونه

4 کچه: د شپږو څخه تر لسو ورځو پوری ځنډونه

5A کچه: له 10 څخه ډیر پرله پسې ورځو لپاره تعلیق، مګر د 365 پرله پسې ورځو څخه کم (د SMAPD پر وړاندي حاضریدل اړین دي)

5B کچه: د ښونځي څخه ایستلو لپاره وړاندیز (د SMAPD پر وړاندي حاضریدل اړین دي)

ردیف II
ردیف III

D کټګوري

د خوندیتوب اندیښنی چلند (BSC)

(دا ډول چلند چې د زده کوونکو، کارکوونکو او ښوونځي ته د راغلی ملاقات کوونکو لپاره ناامنه شرایط رامینځ ته کوي، په دې کې شامل دي، مګر لاندې پورې محدود نه دي.)

ابتدایهٔ، منځني او عالي ښوونځي:

  • درلودل، کارول، یا ویشل
  • د فزیکي زیان اړوند هر ډول ګواښ یا د ملکیت یا ودانیو بمبار یا ویجاړولو هڅه
  • ځورونه/سایبري ځورونه: د مداخلو وروسته دوامداره
  • بس: د موټر چلوونکي پام اړول، په بس کې د نورو خلکو خوندیتوب له خطر سره مخ کول
  • مخدره توکي: د درملو توکی درلودل، د مخدره توکو څخه ډیر درمل، یا ورته ډول درمل
  • په بې پروایی سره چلند کول ځان یا نورو ته د زیان لیدلو خطر رامینځته کوي
  • د بدن برخې افشا کول: فحش یا نا مناسبه
  • په غلط ډول د اور وژنې زنګ فعالول
  • د اور اړوند: د دا ډول توکو درلودل چې د اور لګولو یا لامل کیدو لپاره کارول کیدی شي یا په لوی مقدار سره لوګی رامنځ ته کوي
  • ځورول یا ډارول، پشمول د عنوان IX جنسي ځورونې
  • د ښوونځي په چارو کی یا د کارکوونکو او/یا زده کوونکو خوندیتوب ته د پام وړ خنډ رامینځته کول/لامل کیدل
  • د اجازې پرته د ښوونځي پریښودل
  • د جنسي بڼی فزیکي اړیکه: د بدن برخی ټپول، چونډکه لګول، کالی څنډل
  • فزیکي جنسي تیری او/یا بل کس جنسي فعالیت لپاره اړ کول
  • د کوم ښکاره زیان/نښان پرته یو زده کوونکی ټیله کول، فشار ورکول، ورباندی حمله کول
  • پیسی یا ملکیت غلا کول: د فزیکي ځواک کارولو یا د وسلو کارولو پرته
  • یو داسې څیز غورځول چې د ګډوډي، رامنځ ته کولو، ټپي کولو یا ملکیت ته د زیان رسولو وړتیا لري
  • تمباکو: د تمباکو محصولاتو درلودل/کارول، بریښنایی سګرټ، د بخارۍ تجهیزات
  • د حریم سرغړونه
  • وسله: هر ډول وسلې درلودل یا پلورل (د اور وژونکی وسلو پرته)

1 کچه: د ټولګي ملاتړ، مداخلې، یا کوچنۍ پایلې

2 کچه: کوچنی پایلې تر اعظمي حد پورې درې ورځو لپاره ځنډونه

3 کچه: د څلورو څخه تر پنځو ورځو پوری ځنډونه

ردیف II
ردیف III

E کټګوري

هغه چلند چې ځان یا نور خلک د خطر سره مخ کوي (BESO)

(دا ډول چلند چې د زده کوونکي یا د ښوونځي په ټولنه کې د نورو خلکو روغتیا، خوندیتوب او هوساینه له خطر سره مخ کوي، په دی کی شامل دي مګر لاندې پورې محدود ندي.)

  • برید: بل کس ته د فزیکي زیان رسولو اراده
  • برید او وهل ټکول: بل کس ته فزیکي زیان رسول
  • د بم ګواښ: د بم ګواښ کول
  • مخدره توکي: درلودل/د اثر/نفوذ لاندی کیدل/کارول/توزیع کول (کنټرول شوي توکي، غیرقانوني درمل، مصنوعي وهم راوړڼکی توکی، یا د غیر قانونی د درملو نسخې)
  • جګړه/ګډوډی یا فساد: د زده کوونکو تر منځ یا بل کس سره د فزیکي تاوتریخوالي کارول چې زخم ونلري
  • اور: اور لګولو هڅه کول، په لګولو کی مرسته کول یا لګول
  • بدماشانو ډلې اړوند: په ګواښونکي یا خطرناک چلند کې ښکیل کیدل
  • سپکاوي
  • فزیکي جنسي تیری او/یا بل کس جنسي فعالیت لپاره اړ کول
  • د وسلو یا وسلو ورته توکو درلودل، ویشل یا کارول
  • کارکوونکي وهل: د ښوونځی کارکوونکی پر زد د ځواک کارول کله چې کوم زیان نه وي رامنځ ته شوۍ
  • د تاوتریخوالی ګواښ کولو یا ورته هڅول، بل زده کوونکي یا کارکوونکی ته زیان رسول یا زخمی کول
  • وسله: د وسلې یا ویجاړونکي وسیلې درلودل
  • وسله: د ښوونځي کارکوونکو، زده کوونکو یا نورو ته د ګواښ کولو یا هڅه کولو لپاره د هر ډول وسلې کارول

1 کچه: د ټولګي ملاتړ، مداخلې، یا کوچنۍ پایلې

2 کچه: کوچنی پایلې تر اعظمي حد پورې درې ورځو لپاره ځنډونه

3 کچه: د څلورو څخه تر پنځو ورځو پوری ځنډونه

4 کچه: د شپږو څخه تر لسو ورځو پوری ځنډونه

5A کچه: له 10 څخه ډیر پرله پسې ورځو لپاره تعلیق، مګر د 365 پرله پسې ورځو څخه کم (د SMAPD پر وړاندي حاضریدل اړین دي)

5B کچه: د ښونځي څخه ایستلو لپاره وړاندیز (د SMAPD پر وړاندي حاضریدل اړین دي)

ردیف III

F کټګوري

په دوام داره توګه خطرناک چلند (PDB)

(دا ډول چلند دا څرګنده کوي چی زده کوونکی مداخلی ته اړتیا لري او ورڅخه په ملاتړ کی شامل دی، مګر لاندی ذکر شویو پوری محدود نه دي.)

  • د اور لرلو وسلی یا نورو وسلو په کارولو سره وژنه کی د طبیعي، تصادفي یا ځان وژنې مرګ پرته د نورو لاملونو په پایله کې رامنځ ته شوي مرګونه شامل دي
  • د جنسي تیري جرمونه د رضایت پرته د جنسی نږدوالی تر سره کولو په توګه تعریف شوي او په دی کی قانوني جنسي تیري او د یو نابالغ د جسم په اړه جنسي پوهه تر لاسه کول شامل دي
  • بم کارولو کی هر ډول چاودیدونکی توکی شامل دي
  • د اور لرلو وسلی یا نورو وسلو سره برید کولو کی د یو کس جسم ته په قصدي ډول زیان رسول شامل دي.
  • د زخمی کولو، بڼه خرابولو معیوبولو، یا وژلو په نیت له وسلې پرته ناوړه ټپونو رسولو کی په قصدي ډول د بل کس جسم ته زیان/زخم رسول شامل دي.
  • ناوړه جنسي بیټری کې د پنځلس کالو څخه کم عمر لرونکي شخص پر وړاندې جنسي بیټری او ناوړه ګټه اخیستنه شامله ده
  • حقیقی او د غلا هڅه
  • اختطاف/برمته کول
  • د لاسي ټوپک، ټوپک / چره ییز ټوپک، د توغندیو وسله، بم، یا نورو وسلو غیرقانوني ملکیت
  • د ویشلو یا پلورلو په نیت د کنټرول شوي مخدره درملو او توکو غیرقانوني ملکیت

د 5A کچه: له 10 څخه ډیر پرله پسې ورځو لپاره تعلیق، مګر د 365 پرله پسې ورځو څخه کم (د SMAPD پر وړاندي حاضریدل اړین دي)

د 5B کچه: د ښونځي څخه ایستلو لپاره وړاندیز (د SMAPD پر وړاندي حاضریدل اړین دي)
ردیف III

د زده کوونکی چلند ته د درجه وار ځوابونو بیلګی

دریفI
د ښوونځي/ټولګي مداخلو او ځوابونو بیلګۍ

مداخلی:

  • د ټولګي غونډه
  • د حلل اچوونکی مخابراتی او ساتیرۍ وسیلو ضبط کول
  • د تمباکو او چهلم کارولو مخنیوي باندې تمرکز
  • د خوښی چلند بیا ځلی لارښوونه او جوړونه
  • د مناسب چلند ستایل او پیژندل
  • د اداره کوونکی/زده کوونکی کنفرانس او/یا د اداره کوونکی/زده کوونکی/ښوونکی کنفرانس
  • لیکل شوی انعکاس یا د بښنې غوښتلو لیک
  • د ملګرو منځګړیتوب یا د شخړو حل
  • د چلند د پرمختګ چارټ
  • د ټولنی خدمات (د چلند سمولو لپاره مناسب)
  • اداره کوونکی/ښوونکی/مور/پلار/سرپرست کنفرانس

انضباطی ځوابونه:

  • جبران/ورګرځونه
  • څوکی بدلول
  • د ښوونځي د امتیازاتو له لاسه ورکول
  • د ښوونځی چارواکو لخوا ضبط کول
  • توقیف (له ښوونځي څخه مخکې، د غرمې ډوډۍ، په وخت کی، د ښوونځي څخه وروسته)
    • په ښوونځي کې تعلیق (یوه-دوه ورځې) د چلند لارښوونې او اکاډمیک ملاتړ سره

ردیف II
د ښوونځي/ټولګي مداخلو او ځوابونو مثالونه

مداخلی:

  • د زده کوونکو کنفرانس
  • اداره کوونکی/ښوونکی/سلاکار/زده کوونکو کنفرانس(د متوقع چلند بیاځلی ښوونه شامله ده)
  • اداره کوونکی/ښوونکی/مور/پلار/سرپرست کنفرانس
  • داخلیدل/بهر تلل
  • د ملګرو منځګړیتوب یا د شخړو حل
  • د ملاتړ خدماتو ته راجع کول (د بیلګې په توګه، د ښوونځي سلاکار، د چلند مداخله، کوونکی د لارښونی پروګرام، او د ستونزې حل کولو ټیم) VTSS،) د توکو کارولو او مداخلې پروګرام)
  • د انفرادي زده کړې پلان (IEP) ټیم ته راجع کول
  • د ټولنی خدمت (د چلند سمولو لپاره مناسب)
  • د ټولنې اړوند خدماتو ته راجع کول

انضباطی ځوابونه:

  • مهال ویش تبدیلول
  • توقیف (له ښوونځي څخه مخکې، د غرمې ډوډۍ، په وخت کی، د ښوونځي څخه وروسته)
  • د شنبی ورځ ښوونځی
  • جبران
  • ضبط کول
  • لنډ مهاله مودی لپاره د امتیازاتو د لاسه ورکول
  • د چلند مداخلو او/یا د بیا رغونې تمرینونو سره په ښوونځي کې تعلیق(یو څخه درې ورځو پوری)

ردیف III
د غځول/تمدید شوي تعلیق او ځوابونو بیلګي

  • د فعاله چلند ارزونه او د چلند مداخلې پلان ترسره کول
  • د SMAPD لخوا لا زیات انضباطي عمل ( اوږد مهاله تعلیق یا د اخراج لپاره سپارښتنه/سفارش)
  • د ښوونځي لخوا سپانسر شوي فعالیتونو کې نه ګډون
  • غیر روایتی زده کړې کی ځای پرځای کول
  • د حریم څخه منع کولو امر
  • له ښوونځي بهر تعلیق
  • د پولیسو/محکمې اقدام
  • مناسبې ټولنې میشته ادارې ته راجع کول، د رواني روغتیا خدمات، د مخدره توکو ناوړه ګټه اخیستنې مشورتی خدمات، او نور وغیره.
  • جبران/ورګرځونه

دا ډول مداخلې او ځوابونه د مناسب او بدیل چلند ښوونی په موخه دي تر څو زده کوونکي وکولی شي خوندي او د درناوي کولو چلند زده او څرګند کړي. پورته ذکر شوي بیلګو کی ټول شامل نه دي او نه د ټولو کارولو ته اړتیا شته. په هر یو قضیه کې، کارکوونکي باید د ځانګړي اړتیا لرونکی زده کوونکو لپاره د ملاتړ پلانونو بیاځلی کتل په پام کې ونیسي (مداخلو ته ځواب، ووایی، د ماشومانو مطالعه، IEP، یا 504).

د ښوونځي کنفرانس

هرکله چې زده کوونکي یا والدین دا ډول احساس وکړي چې د یو فرد یا ډلې غوره ګټې له پامه غورځول شوي دي، د ښوونکي، سپانسر، روزونکی، سلاکار، یا د ښوونځي نورو پرسونل سره باید کنفرانس تنظیم شي. که چیرته د زده کوونکو او ښوونځي پرسونل ترمینځ عادی هوکړه تر سره نه شي، نو زده کوونکی حق لري چی:

  • د ښوونځی مدیر یا ټاکل شوي مدیر مرستیال سره غونډه تنظیم کړي ترڅو د ورته شرایطو یا پریکړو په اړه بحث وشي چې د زده کوونکو لخوا ضرری ګڼړل شوي دي.
  • که د لومړنیو غونډو څخه راضي نه یاست د پلار/مور، زده کوونکي او مدیر ترمنځ د کنفرانس وړاندیز وکړئ.
  • د "استیناف کړنلاری" وګورئ لکه څنګه چې په 731 مقرره کې تشریح شوي "د زده کوونکو د ستونزو غوښتنه."

د ښوونکي لخوا د ټولګي څخه د زده کوونکو لیرۍ کول

ښوونکي ممکن د ښوونځي بورډ د 702 پالیسی " د ښوونکي لخوا د ټولګي څخه د زده کوونکو لیرۍ کول،" پر اساس له ټولګی څخه ګډوډوی جوړه وونکی زده کوونکي لیری کړۍ څنګه چې په لاندې ډول ذکر شوي دي.

د ویرجینیا کوډ، § 276.2-22.1 ښوونکي ته لومړني واک ورکوي ترڅو یو زده کوونکی د ګډوډ چلند لپاره له ټولګي څخه لیرې کړۍ. سربیره پردې، د ویرجینیا کوډ د ګډوډی رامنځ ته کولو چلند د "زده کوونکو چلند اداره کولو لپاره د ښوونځي بورډ د مقرراتو څخه د سرغړونی په معنی تعریف کوي کوم چې د زده کړې چاپیریال ګډوډوي یا د خنډ سره مخ کوي."

زده کوونکو او والدینو ته قانوني یادښتونه/خبرتیاوي

زده کوونکي او والدین د لاندې ذکر شوي پالیسیو او مقرراتو لوستلو او ورسره د اشنا کیدو مسؤلیت هم په غاړه لري او دغه پالیسی او مقررات والدین د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو انضباطي پروګرامونو او طرزالعملونو په اړه خبر ساتی:

  • پالیسی681 او مقرره 1-681, "غیر دودیز تعلیمي پروګرامونه"
  • پالیسی 702, "د ښوونکي لخوا د ټولګي څخه د زده کوونکو لیرۍ کول"
  • پالیسی 715, "د زده کوونکي د ښوونځي حالت خبرتیا د نوم لیکنی لپاره د شرط په توګه اړینه ده," او مقررات 5-715, "د نوم لیکنې وړاندي د ماشوم د انضباطي او جرمي تاریخ په ډاګه کول"
  • پالیسی 730, "د زده کوونکی چلند او مسؤلیتونه," او مقرره 1-730, "چلند"
  • پالیسی 731 او مقرره 1-731, "د زده کوونکی د ستونزو غوښتنه/استناف"
  • پالیسی 735 او مقرره 1-735, "منع شوي توکی"
  • پالیسی 743 او مقرره 1-743, "د زده کونکي نظم/ډسپلین"
  • پالیسی 744 او مقرره 1-744, "د زده کوونکی لنډ مهاله تعلیق/ځنډونه"
  • پالیسی 745, "د اوږدې مودې لپاره د زده کوونکو تعلیق یا اخراج، بیاځلی نوم لیکنه, او اخراج/نوم لیکنه," مقرره 1-745, "د اوږدې مودې لپاره د زده کوونکو تعلیق یا خراج، " مقررات 4-745, "د زده کوونکو د اخراج د استیناف اوریدنې لپاره د ښوونځي بورډ انضباطي کمیټې طرزالعملونه،" مقرره 5-745, "بیاځلی نوم لیکنه, او اخراج/نوم لیکنه" او مقرره 6-745, "د ښوونځي بورډ ته د اوږدې مودې تعلیق او اخراج په اړه غوښتنه/استناف"
  • پالیسی 747 او مقرره 1-747, " زده کوونکو د مدیریت او بدیل پروګرامونو څانګه (SMAPD)"
  • پالیسی 775 او مقرره 1-775, "وسلی او نور منع شوي توکي"

د ځنډولو تګلاری

هغه اصول چې د ښوونځي څخه بهر تعلیق/ځندول اداره کوي په دې برخه کې لنډیز شوي دي. د ښوونځی مدیر یا د هغه مرستیال ممکن یو زده کوونکی د ناوړه چلند له امله هغه د ښوونځي څخه وځنډوی چې په هغی کی شامل دی مګر پوری محدود نه دی، د چلند قانون څخه سرغړونه. مهرباني وکړئ د لنډ او اوږد مهاله تعلیقونو مقرراتو لپاره، مقرره 1-744 "د زده کوونکو لنډ مهاله تعلیق،" او مقرره 1-745، "د زده کوونکو اوږد مهاله تعلیق یا اخراج" ته مراجعه وکړئ. هغه زده کوونکی چې د ځانګړي زده کړې خدمات ترلاسه کوي باید ځنډول یی د 2-745 مقرری سره په مطابقت تر سره شی، "د معلولیت لرونکو زده کوونکو انضباط/نظم." هر کله چې تعلیق وضع کیږي، د ښوونځی مدیر/استازی به د مور او پلار سره د تماس لپاره ټولې معقولې هڅې کوي ترڅو دوی ته د راتلونکي تعلیق په اړه خبر ورکړي او د زده کوونکي کور ته بیرته ستنیدو لپاره مناسب ترتیبات په لاره واچوي.

پرته له دې چې د ویرجینیا کوډ § 07-22.1.277 یا § 08-22.1.277, کې ورکړل شوي دي، د وړکتون څخه تر دریم ټولګي پوری هیڅ زده کوونکی باید د ښوونځي څخه له دریو ورځو څخه زیات ونه ځنډیږي یا د ښوونځي له حاضری څخه وو ویستل شي مګر (i) دا چې جرم فزیکي زیان یا معتبر وي یا نورو ته د فزیکي زیان ګواښ یا (ii) د ښوونځي بورډ یا مدیر یا استازی ومومی چې ځورونکي شرایط شتون لري، لکه څنګه چې د لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ لخوا په ډاګه شوي (شپږو څخه تر لسو ورځو) یا د زده کوونکی مدیریت او بدیل پروګرامونو څانګی(SMAPD) (د لسو ورځو څخه زیات) د سپرانټینډنټ د استازی په توګه عمل وکړي. د وړکتون څخه تر درېم ټولګي پورې یو زده کوونکی د ویرجینیا کوډ § 305.1-16.1 په اساس د مجرم یا د جرم په سزا محکوم کیدو په اړه د ښوونځي څانګې لخوا د ویرجینیا کوډ G § 16.1-260 فرعي برخی کې لیست شوي جرم باندی محکوم کیدو وروسته تعلیق یا له ښوونځي څخه ایستل کیدی شي.

دا د زده کوونکي مسؤلیت دی چې د تعلیق پر مهال ورڅخه تیری شوي ټولې کورنې دندې ترلاسه او بشپړ کړي. دا کورنی دندي باید د ښوونځي لخوا په ټاکل شوي وخت کی بشپړ او تر سره شی. خو بیا هم، د ښوونځی مدیر د نورو کورنی دندو جوړولو یا رامنځ ته کولو اختیار لري کوم چې د زده کوونکو چلند بدلولو کې خورا مؤثر کیدای شي. هغه زده کوونکي چې له ښوونځي څخه ځنډول شوي دی هغوی (د ښوونځي بسونو په شمول) او د ښوونځي اړوند فعالیتونو څخه د ځنډول شوي مودي لپاره منع دي او ممکن د سرغړونې کولو په تور ونیول شي. غیر له دې چې یو زده کوونکي ته د ښوونځي ملکیت، د ښوونځي بس، یا د ښوونځي لخوا سپانسر شوۍ غونډه کی د شتون لپاره د ښوونځي چارواکو لخوا لیکلی اجازه ورکړل شوی، وي، هغه زده کوونکي چې انضباطي قضیې د اوږدې مودې تعلیق یا اخراج پریکړې ته انتظار باسي (د انضباطي اوریدلو استثنا سره) په ښوونځي، د ښوونځي بسونو، او د ښوونځي لخوا سپانسر شوي فعالیتونو کی د ګډون کولو څخه منع شوي دي. هغه زده کوونکي چې له ښوونځي څخه ځنډول کیږي باید د تمرین په شمول د ښوونځي په ټولو فعالیتونو (ټیمونو، کلبونو، او نورو ټولو ښوونځیو سپانسر شوي فعالیتونو) کې له ګډون څخه هم وځنډول شي. غیر له دې چې مدیر په پام کې ونیسي چی د زده کوونکي شتون په ښوونځي کې د افرادو یا ملکیت روغتیا، خوندیتوب او/یا هوساینې لپاره فعاله او دوامداره ګواښ رامینځ ته کوي یا ممکن تعلیمي پروسې ته خنډ رامینځته کړي، په هغه قضیو کې چیرته چې والدین یا بالغ زده کوونکی د تعلیق په وخت کې د ښوونځی مدیر ته خبر ورکړی چې استناف/غوښتنه به کوی، زده کوونکي ته اجازه ورکول کیږي چې ښوونځي ته حاضر شي تر هغه چې قضیه اوریدل کیږي او وروستۍ پریکړه نه وي شوې.

اوږد مهاله تعلیق/ځنډونه - د جدي سرغړونې په صورت کې چې ممکن د ښوونځي څخه د ځندولو لپاره له 10 ورځو څخه زیات شرایطو باندی برابر وی مګر د ښوونځي څخه له 45 ورځو څخه کم ځنډونه ولري، مدیر باید زده کوونکی د ښوونځي څخه پنځه ورځو لپاره وځنډوي او زده کوونکي او زده کوونکي والدینو ته د د دلیلونو سره د وړاندیز شوي عمل په لیکلي بڼه خبرتیا ورکړی. اوږد مهاله تعلیق/ځنډونه ممکن د ښوونځي - 45 ورځو مودې څخه وغځول شي مګر باید د 364 ورځو څخه زیات نشي که چیرته(i) جرم هغه ډول وی څرنګ چی د ویرجینیا کوډ § 07-22.1.277 یا § 08-22.1.277 کې تشریح شوی وي یا د یو شخص د بدن جدی ټپونه پکې شامل وي؛ یا (ii) د ښوونځي بورډ یا مدیر یا استازی ته دا په ډاګه شی چې ځورونکي شرایط شتون لري لکه څنګه چې د ویرجینیا د پوهنی ریاست لخوا تعریف شوي دي. د زده کوونکو د مدیریت او بدیل پروګرامونو څانګی(SMAPD) لخوا به قضیه اوریدل کیږي د هغه تګلارو سره سم چې په 1-745 مقرره کې تشریح شوي، "د زده کوونکو اوږد مهاله تعلیق یا اخراج،" او مقرره 1-747، "د زده کوونکو مدیریت او بدیل پروګرامونو څانګه (SMAPD)." هرډول بله غوښتنه/استناف باید د 1-731 مقررې، "د زده کوونکو د چارو غوښتنه/استناف،" مقرره 6-745، "د ښوونځي بورډ ته د اوږدې مودې تعلیق او شړلو لپاره غوښتنه"، او مقرره 2-745، "د معلولیت لروونکی زده کوونکو ډسپلین/نظم" سره په مطابقت وي."

لنډمهاله تعلیق/ځنډونه - په هغه حالت کې چې د ښوونځی مدیر یا د هغه استازی د یو زده کوونکي د لسو یا تر هغی کمی ښوونځي و‎رځو لپاره د ځنډولو اراده لري، زده کوونکي ته به د دوی پر زد د تورونو په اړه په شفاهي یا لیکلي بڼه خبرتیا ورکوئ، او که چیرته زده کوونکی یې رد کړي، زده کوونکي ته به د هغه حقایقو په اړه وضاحت ورکړل کیږی چی د ښوونځي کارکوونکو ته معلوم دي او زده کوونکي ته به موقع ورکړل کیږی چی هغه د پیښی په اړه خپل وضاحت وړاندي کړي. د زده کوونکي د لنډ مهاله تعلیق/ځنډولو په اړه تګلاره په مقرره 1-744 کې تشریح شوي، ده "د زده کوونکو لنډ مهاله تعلیق."

د شړلو/ویستلو کړنلاری

هغه قواعد چی شړل، دوباره شاملیدل او ایستل اداره کوي، په دې برخه کې لنډیز شوي دي. مهرباني وکړئ د دې موضوع اړوند ټولو معلوماتونو لپاره، مقرره 1-745 "د زده کوونکو اوږد مهاله تعلیق یا اخراج،" مقرره 5-745، "دوباره نوم لیکنه او اخراج/نوم لیکنه،" مقرره 6-746، "د ښوونځي بورډ ته د اوږدې مودې تعلیق او اخراج لپاره غوښتنه،/اپیل" او مقرره 1-747،" د زده کوونکو مدیریت او بدیل پروګرامونو څانګه (SMAPD)،" ته مراجعه وکړئ. مهرباني وکړئ د ځانګړي زده کړې خدماتو ترلاسه کولو زده کوونکو د اخراج په اړه معلوماتونو لپاره مقرره 2-745، "معلولیت لرونکي زده کوونکو نظم" ته مراجعه وکړئ.

د ښوونځي بورډ ممکن د کافی اندازه دلیلونو پر اساس زده کوونکي وباسي یا اخراج کړۍ. یو زده کوونکی ممکن د پرنس ویلیم کاونټي په هر یو ښوونځي کې د زده کړې تر سره کولو حق د لاسه ورکړي کله چې:

  • یو زده کوونکی د نورو روغتیا، هوساینې یا خوندیتوب ته احتمالي یا دوامداره خطر وي؛ یا
  • د زده کوونکي چلند تعلیمي ماموریت یا د ښوونځي منظم چارو لپاره ګډوډونکی وي؛ یا
  • زده کوونکي په داسې چلند کی بوخت وي چې د ښوونځي څانګې پالیسۍ او مقررات یا د چلند کوډ سرغړونه کوي، یا په کوم بل ډول چلند کې چې د ښوونځي امنیت یا خوندیتوب ګواښي یا په بل ډول له ښوونځي سره تړلی دی؛ یا
  • زده کوونکي پر زد جرمونو جمع شوي دی چی له امله یی د اخراج وړ وګرځی (یوازې د عمومي زده کړې زده کوونکي) یا
  • نور شرایط په ډاګه کوي چې د زده کوونکي اخراج د ځایی ښوونځي یا د ښوونځي څانګې په غوره ګټو کې وي.

پرته له دې چې د ویرجینیا کوډ §07-22.1.277 یا § 08-22.1.277, کې په ډاګه شوي، د وړکتون څخه تر دریم ښوونځي پوری هیڅ زده کوونکی باید په ښوونځي کې له ګډون څخه ونه ایستل شي، پرته له دي که (i) جرم کې فزیکي زیان یا نورو ته د فزیکي زیان معتبر ګواښ شامل وي یا (ii) د ښوونځي بورډ یا مدیر یا ځای ناستی ومومی چې ځورونکي شرایط شتون لري، لکه څنګه چې د ویرجینیا د پوهنی ریاست لخوا تعریف شوي. د وړکتون څخه تر درېم ټولګي پورې یو زده کوونکی د ویرجینیا کوډ § 305.1-16.1 پر اساس د مجرم یا د جرم په سزا محکوم کیدو په اړه د ښوونځي څانګې لخوا د ویرجینیا کوډ § 260-16.1 G فرعي برخی کې لیست شوي جرم باندی محکوم کیدو وروسته تعلیق یا له ښوونځي څخه ایستل کیدی شي.

د زده کوونکي هر ډول چلند چې په ښوونځي کې یا د ښوونځی بهر رامنځ ته کیږي چې د زده کوونکو یا ښوونځی کارکوونکو خوندیتوب یا امنیت ته ګواښ رامینځته کوي، کوم چې د ښوونځي چارو ته مادي خنډ رامینځته کوي، کوم چې په ښوونځي یا د ښوونځي اړوند فعالیتونو کې پلان شوی وي، کوم چې رامنځ ته کیږي کله چی زده کوونکی دوالدینو پر ځاۍ د ښوونځي واک لاندې وی، یا په بل ډول له ښوونځي سره تړلی وی، ممکن دا ټول د اخراج لپاره دلیلونه وي.

زده کوونکي ممکن د لاندې ‌ذکر شویو په پایله کی د اخراج لپاره وړاندیز شي:

  • د منع شوي توکو درلودل، کارول، یا ویشل لکه څنګه چې په 1-735 مقرره کې ټاکل شوي، "منع شوي توکي؛"
  • د وسلو درلودل، لکه څنګه چې په 1-775 مقرره کې راغلي، "وسلې او نور منع شوي توکي"
  • د ښوونځي په کارکوونکی باندې فزیکي بریدونه، لکه څنګه چې په 1-745 مقرره کې راغلي، "د زده کوونکو اوږد مهاله تعلیق یا اخراج،" او
  • ډله ییز بریدونه، لکه څنګه چې په 1-745 مقرره کې راغلي، "د زده کوونکو اوږد مهاله تعلیق یا اخراج."

د استیناف کړنلاری

په موقع موجود د اداره کوونکو د موخو څخه یوه موخه دا هم ده چی د ښوونځي په کچه ستونزی حل کړۍ. په دې برخه کې معلوماتونه د استناف کړنلاری لنډیز کوي. مقرره 1-731، "د زده کوونکو د چارو/ستونزو غوښتنه/استناف" د دې موضوع په اړه توضیحات وړاندې کوي.

د تګلارو لنډیز او د استیناف لپاره مهال ویش

اکاډمیک غوښتنی/استناف - درجه بندی؛ د ټولګي دنده؛ ټولګی او/یا کورنی دندې، ازموینې او د ازموینې درجې؛ ترفیع/ساتل د عزت رول او د ساحی ځانګړي برنامو کې ځای پرځای کول.

  • لومړی غوښتنه/استناف– د اقدام خبرتیا په دریو ورځو کې مدیر یا د مدیر لخوا وړاندیز شوې کمیټه) ته لیکل شوی استیناف، د استیناف دلیل او کوم خلاصی چی غوښتل شوي وي. مدیر یا کمیټه باید په پنځو ښوونځی ورځو کې یا ژر تر ژره په لیکلي بڼه ځواب ورکړي.
  • وروستی غوښتنه/استناف– د مدیر د پریکړې خبرتیا په دریو کاري ورځو کې د لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ یا د هغه استازی ته لیکلي غوښتنه/استناف. د لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ باید په پنځو کاري ورځو کې یا ژر تر ژره په لیکلی بڼه ځواب ورکړي.

د منځني او عالي ښوونځي موسیقی فعالیت برخه اخیستنه او علمي/درجې پورې اړوند ستونزو غوښتنی/استناف:

  • زده کوونکی یا والدین باید په مستقیم ډول مدیر ته د لیکلي بیان په ورکولو سره د انفرادي شرایطو تشریح کولو سره اپیل وکړي.
  • مدیر باید اپیل وګوری او د والدینو غوښتنه او د مدیر سپارښتنه د اپیل تر لاسه کولو وروسته په دوه ښوونځي ورځو کې وسپاري. که غوښتنه په منځني او عالي ښوونځي کی د موسیقی پرفارمنس لپاره د زده کوونکی د ونډه اخیستلو په اړه وي، مدیر باید غوښتنه او سپارښتنه د هنرونو څارونکي یا مشر ته ولیږدوی. کله چې غوښتنه د منځني او عالي ښوونځي موسیقی پرفامنس پورې اړه ولري، د ښوونځی مدیر باید لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ ته خبر ورکولو مسؤلیت په غاړه ولري. که چیرته غوښتنه/استناف په اکاډمیک/نمرو اړوند ستونزی پورې اړه ولري، مدیر باید غوښتنه او وړاندیزونه لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ ته وړاندې کړي.
  • هغه پریکړې چې لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ او د هنرونو څارونکي لخوا ورکول کیږي باید وروستۍ پریکړه وي.

د ښونځي داخلی فعالیتونو او سیالیو غوښتنی/استناف:

  • زده کوونکی یا والدین کولیٔ شي چې د انفرادي شرایطو تشریح کولو سره لیکلي بیان په مستقیم ډول د ښوونځي مدیر څخه د استناف غوښتنه وکړي.
  • د ښوونځي مدیر باید غوښتنه وګوری او د غوښتنی ترلاسه کیدو وروسته د ښوونځي په دوه ورځو کې غوښتنه یا وړاندیز د زده کړې فعالیتونو نظارت کوونکي ته وسپاري. مدیر د دې عمل په اړه د لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ ته مشوره ورکولو مسؤلیت هم لري.
  • د زده کوونکو فعالیتونو نظارت کوونکي لخوا ورکړل شوې پریکړه به وروستی وي.

ګډ نصابي او لا زیات نصابي برنامې: د وړتیا غوښتنی/استناف- زده کوونکی د ویرجینیا عالي ښوونځي لیګ او د ولسوالۍ وړتیا ساتي مګر د وړتیا کاونټي معیارونو ترلاسه کولو کې پاتې راغلی.

  • زده کوونکی یا والدین ممکن د لیکلي بیان په ورکولو سره په مستقیم ډول د ښوونځي مدیر ته عریضه وکړي او هغه شرایط تشریح کړی چې له امله یی د معیار ترلاسه کولو کې د پاتې راتلو پایله درلوده. اپیل باید د راپور کارتونو صادرولو وروسته د ښوونځي په دریو ورځو کې ترسره شي.
  • د ښوونځي مدیر باید اپیل وڅیړي او د استیناف ټولې غوښتنې، د مدیر سپارښتنې سره سم، د زده کوونکي فعالیتونو نظارت کوونکي ته د استناف ترلاسه کیدو وروسته د ښوونځي په دریو ورځو کې وسپاری. د زده کونکو فعالیتونو نظارت کوونکي لخوا ورکړل شوې پریکړه به وروستی وي.

د فراغت اپیلونه/غوښتنی - د دې اپیلونو د وخت حساسیت له امله تګلاری او مهالویش باید ګټور یا مناسب وي.

  • لومړۍ استیناف– د مدیر سره غیر رسمي کنفرانس.
  • وروستی استیناف– مناسب لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ یا د هغه استازی ته لیکل شوی اپیل.

د لیږد/انتقال استیناف - تګلاره او مهال ویش باید په 1-721 مقرره، "د زده کوونکو انتقال- وړکتون/ابتدایه/منځني ښوونځي" او 2-721 مقرره، "د زده کوونکو انتقال- عالي ښوونځي" کې ټاکل شوي احکامو سره په مطابقت وي.

وړکتون/ابتدايه/منځني ښوونځي استیناف/غوښتنی:

  • وروستی استیناف/غوښتنه – غوښتنی ممکن د هغه ښوونځي کال، په کوم کال کی چی د وړاندیز شوي ښوونځیو لخوا لیږد رد شوي وو، د جون تر1 نیټی پورې د ثانوي مشورې او زده کوونکو ملاتړ خدماتو (منځني ښوونځي) یا د ابتدایه مشورې او اړونده خدماتو (وړکتون/ابتدایه ښوونځي) نظارت کونکي ته وسپارل شي. مشخض څارونکی به د زده کوونکو خدماتو رییس سره مشوره وکړي او د جون تر 30 پورې به د استیناف وروستۍ پریکړی څخه والدین/سرپرست خبر کړۍ..

د عالي ښوونځي استیناف/غوښتنې:

  • وروستۍ استیناف/غوښتنه – غوښتنه ممکن د ښوونځي کال په کوم کال کی چی د وړاندیز شوي ښوونځیو لخوا لیږد رد شوي وو، د جون تر1 نیټی پورې د ثانوي مشورتی او زده کوونکو ملاتړ خدماتو نظارت کوونکي ته وسپارل شي. د ثانوي مشورتي او د زده کوونکو ملاتړ خدماتو نظارت کوونکی به د زده کوونکو خدماتو رییس سره مشوره وکړي او د غوښتنی وروستۍ پریکړه څخه والدین د جون تر 30 نیټی پورې خبر کړۍ.

د پریکړي په اړه استیناف/غوښتنه په کوم کی چی د تبعیض یا ځورونی شکایت شامل وي

  • هغه زده کوونکی چا چې د 1-738 مقرره، "د جنسي ناوړه چلند زده کوونکو پروړاندې د تورونو حل،" لاندې د عنوان IX جنسي ځورونې رسمي شکایت درج کړی وي، باید د غوښتنی کولو تګلاره او مهال ویش تعقیب کړي چې پدې مقرراتو کې ټاکل شوي.
  • هغه زده کوونکی چې د 3-738 مقرره لاندې د تبعیض یا ځورونې لیکل شوی شکایت درج کړی، "د تبعیض یا ځورونې زده کوونکو پروړاندې د تورونو حل" باید غوښتنی او مهال ویش تعقیب کړي چې پدې مقرراتو کې ټاکل شوي.

د غیر دودیز زده کړې پروګرامونو ته د ځانګړي ښوونځي راپور ورکولو جرمونو لپاره د ځای پرځای کولو/بیا ګمارنې غوښتنه (د ځانګړي تعلیم پرته)

د ځایی ښوونځي لخوا غیر روایتی/دودیز زده کړې پروګرام ته راجع کول:

  • لومړی استیناف/غوښتنه– د مدیر یا د هغه استازی لخوا د لیکلی پریکړې ترلاسه کولو په دریو ورځو کې، زده کوونکی کولی شي SMAPD ته د SMAPD اوریدونکي مامور په وړاندې د اوریدلو لپاره لیکلي اپیل وسپاري.
  • وروستی استیناف/غوښتنه- د ښوونځي بورډ ته لیکل شوی غوښتنه چې د SMAPD پریکړې لیک نیټې څخه 10 ورځو کې دننه د SMAPD دفتر له لارې وسپارل شي. د ښوونځي بورډ باید ژر تر ژره د عملي کیدو وړ غوښتنلیک او د SMAPD اوریدنې ریکارډ بیاځلی وګوری. د ښوونځي بورډ پریکړه باید وروستۍ وي.

په غیر دودیز زده کړې پروګرام کې د ځای پرځای کیدو رد په اړه د والدینو لخوا استیناف/غوښتنه:
استیناف/غوښتنه– د غوښتنی لپاره لیکل شوې وړاندیز د رد شوي پریکړې ترلاسه کیدو په دریو ورځو کې د لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ ته وسپارل شي. د یول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ پریکړه به حتمی وي.

د ویرجینیا کوډ §§ 22.1:209.2:1 یا 22.1:277.2:1 تر لاندي د ځینې جنیایی یا نورو جرمونو لپاره د SMAPD لخوا بیا ګمارنه/ځای پرځای کول:

  • لومړی استیناف/غوښتنه– د SMAPD سره اوریدل/کتل.
  • وروستی استیناف/غوښتنه– که چیرته زده کوونکی، والدین یا سرپرست د SMAPD پر وړاندی د حاضریدو پایلې سره موافق نه وي، زده کوونکی، والدین یا سرپرست ممکن د SMAPD پریکړې په اړه د ښوونځي بورډ ته اپیل وکړي. دا ډول استیناف/غوښتنه باید د SMAPD پریکړه لیک نیټې څخه 10 ورځو کې دننه باید د SMAPD دفتر له لارې وسپارل شي. د ښوونځي بورډ باید ژر تر ژره د عملي کیدو وړ غوښتنلیک او د SMAPD اوریدنې ریکارډ بیاځلی وګوری. د ښوونځي بورډ پریکړه باید وروستۍ وي.

د اوږدې مودې ځنډونی یا اخراج څخه د بیرته ښوونځي ته راستنیدو پر مهال د SMAPD لخوا ځای پرځای کول:

  • لومړی استیناف/غوښتنه– د ښوونځي بورډ انضباطی کمیټې ته لیکل شوی غوښتنه.
  • وروستی استیناف/غوښتنه– که یو زده کوونکی د اوږدې مودې ځنډونې یا اخراج لپاره وړاندیز شوی وي، د اوریدنې او استیناف پروسیجرونه کوم چی په 1-745 مقرره "اوږدمهاله تعلیق یا د زده کوونکو ایستل،" کی په په داګه شوي او مقرره 6-745، " د ښوونځی بورډ ته د اوږد مهاله تعلیق او شړلو لپاره غوښتنه،" باید پلي شي. د اوږد مهاله ځنډونې یا اخراج پر مهال یا ور څخه وروسته، یو زده کوونکی ممکن په غیر روایتی تعلیمی پروګرام کی برخه اخیستلو ته اړتیا ولري.

د لنډ مهاله ځنډونې استیناف/غوښتنی: 744-1 مقرری ته مراجعه وکړئ، "د زده کوونکو لنډ مهاله ځنډونه."

د لنډ مهاله تعلیق غوښتنه کول (له یو څخه تر پنځه ښوونځي ورځو پورې):
  • هغه زده کوونکي چې لنډ مهاله تعلیق یې د استیناف لاندې وي ممکن د استیناف د ځنډیدو پرمهال ښوونځي ته لاړ شي پرته له دې چې دوی د خوندیتوب خطر رامینځ ته کړي یا د روان اختلال ګواښ وړاندې کړي.
  • د ښوونځ په کچه استیناف/غوښتنه: زده کوونکی او/یا والدین باید د ځنډولو د خبرتیا څخه وروسته په دریو ورځو کې دننه د ښوونځی مدیر ته لیکلي استیناف/غوښتنه وړاندې کړۍ. د لیکلې استیناف د ترلاسه کولو وروسته والدینو ته باید د پنځه ښوونځي ورځو دننه د مدیر د پریکړې په اړه په لیکلي بڼه خبر ورکړل شي.
  • د لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ غوښتنه/استناف: که چیرته د پرنسپل پریکړه پر زد استیناف/غوښتنه وشي، د پریکړې په اړه د استیناف لپاره لیکل شوې وړاندیز باید د لیول ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ لخوا د دریو کاري ورځو دننه تر لاسه کړي چی دا په ډاګه کی چی والدین د مدیر پریکړی په اړه خبر شوي وو. په استیناف کې باید د پیښې په اړه د زده کوونکي خبری او د تعلیق د غیرعادلانه کیدو په اړه دلیلونه شامل وي. د مدیر د پریکړی په اړه د لیکل شوي غوښتنی لاس ته کولو وروسته د لیول ایسوسی ایټ سپرټنډنټ پریکړه باید په پنځو کاري ورځو کې په لیکلی بڼه والدینو ته ورکړل شي. د لیول ایسوسی ایټ سپرټنډنټ پریکړه به وروستی وي.

د لنډ مهاله مودی لپاره تعلیق استناف/غوښتنه کول (له شپږو څخه تر لسو ښوونځي ورځې پوری):

  • د مدیر (یا د هغه استازی) لخوا هره پریکړه چې د شپږو څخه تر 10 ښوونځي ورځو پورې تعلیق رامنځ ته کوي، د لیول ایسوسی ایټ سپرټنډنټ ته په اتوماتیک ډول د غوښتنی تابع دي او د والدینو لخوا هیڅ اقدام ته اړتیا نشته. د لیول ایسوسی ایټ سپرټنډنټ به د مدیر(یا د هغه د استازی ) عمل او د زده کوونکي د چلند ریکارډ بیاځلی کتنه ترسره کړي او د استیناف په اړه د پریکړه کولو څځه وړاندی به د پرنسپل غیر رسمي کنفرانس وروسته د مدیر (یا استازی) سره مشوره وکړي.

د اوږد مهاله مودی لپاره ځنډونې استناف/غوښتنه: 745-6 مقرره ته مراجعه وکړئ، "د ښوونځي بورډ ته د اوږدې مودې تعلیق او اخراج پر زد استیناف."

  • والدین یا زده کوونکی کولی شي د SMAPD د اوریدنې افسر د پریکړې په اړه د ښوونځي درې کسیز بورډ انضباطي کمیټې (SBDC) ته د 10 ورځو څخه د ډیر وخت لپاره د زده کوونکي ځنډولو، او/یا زده کوونکي په بدیل زده کړې کی ځای پرځای کولو لپاره د بیا ګمارلو پریکړې په اړه په لیکلي بڼه غوښتنه درج کړي. د کوم بل ځای یا د تعلیمي خدماتو په اړه زده کوونکو ته د دوی د تعلیق په جریان کې د SMAPD پریکړه وروستۍ ده او پر زد یی استیناف نه شي کیدای. د SMAPD پریکړې په اړه د ښوونځي بورډ ډیسپلین کمیټې (SBDC) ته غوښتنه باید د SMAPD پریکړې لیک له نیټې څخه د 10 ورځو په جریان کې د SMAPD لخوا په لیکلي ډول ترلاسه شي. SBDC باید په بنده ناسته کې د SMAPD اوریدنې مامور پریکړې لیکلي غوښتنه بیاځلی کتنه وکړي او د استیناف لپاره د غوښتنې د درج کیدو په 30 ورځو کې به د غوښتنی په اړه پریکړه وکړي. د ښوونځي کارکوونکی، د SMAPD کارکوونکی، زده کوونکی، والدین، زده کوونکي، والدین یا استازی یو هم باید د SBDC د بندی غونډې په جریان کې حاضر نه وي. SBDC باید یوازې هغه شواهد په پام کې ونیسي چې د SMAPD اوریدلو پرمهال وړاندې کیږي، د استیناف لیک استثنا پرته چې SBDC ته چمتو کیږي. په هغه صورت کې چې د استیناف غوښتنه هغه ستونزی یا حقایق راپورته کوي چې د SMAPD اوریدلو کې نه وی راپورته شوي، د SMAPD اوریدونکی افسر ممکن یو لیک وړاندې کړۍ یا یوازې هغه نوي ستونزی یا حقایق په ګوته کړۍ چې یوه کاپي به یې مور او پلار / زده کوونکی ته ورکړل شي. SBDC دا اختیار لري چې د SMAPD کارکوونکو څخه یوازې د تګلاری چارو او/یا د بدیل ځای پرځای کولو یا تعلیمي خدماتو شتون یا مناسب والي په اړه د نورو معلوماتونو غوښتنه وکړي. نور اسناد یا شواهد باید د SBDC لخوا په پام کې ونه نیول شي. که SBDC د معلولیت لرونکي زده کوونکي اوږد مهاله ځنډونه تائید کړي، د انفرادي زده کړې پروګرام(IEP) ټیم باید د مناسبو تحصیلي خدماتو دوام مشخص کړي.
  • د غوښتنی/استناف پر اساس، SBDC ممکن د SMAPD اوریدنې مامور پریکړه تایید، رد، یا تعدیل کړي، یا ممکن دا په ډاګه کړی چی د اخراج په شمول کوم بل انضباطی عمل ترسره کیدی شی. د SBDC پریکړه به حتمي وي پرته لدې چې پریکړه باندی د ټولو اتفاق نه وي، پدې حالت کې زده کوونکی کولی شي د SBDC پریکړې په اړه په 7 کاري ورځو کې، SMAPD په لیکلې بڼه خبر کړي چې هغه / غواړي د SBDC پریکړی پر زد د بشپړ ښوونځي بورډ لپاره غوښتنه وکړی، کوم چې د استیناف غوښتنه به یوازې د اداري ریکارډ پراساس چې SBDC ته وړاندې کیږي بیاځلی کتنه وکړي او د استیناف تر لاسه کیدو وروسته د 30 ورځو کې دی پریکړه وکړي.
  • په هغه صورت کې چې SBDC پریکړه وکړي چې اخراج مستحق کیدی یا لیری کیدی شي، زده کوونکی باید د SMAPD لخوا د ښوونځي بورډ د ډیسپلین کمیټې ته د 6-745 مقرری "د ښوونځي بورډ ته د اوږد مهاله مودې لپاره د ځنډونی او اخراج غوښتنی/استیناف" پروسې د اوریدو غوښتنه وکړي. په هغه صورت کې چې زده کوونکی د داسې اوریدنې غوښتنه نه کوي، یا د اوریدلو غوښتنه شوې وي، او زده کوونکی حاضر نه شي، د ښوونځي بورډ ډیسپلین کمیټه باید د لیکلي ثبت سره سم پریکړه وکړي.

د اخراج غوښتنی / استینافونه: 745-6 مقرره ته مراجعه وکړئ، "د ښوونځي بورډ ته د اوږدې مودې تعلیق او اخراج استیناف."
که چیرته یو زده کوونکی د SMAPD لخوا د اخراج لپاره وړاندیز شي، نو مور او پلار او زده کوونکی کولۍ شي د SMAPD اوریدونکي مامور په اړه د انضباطي سپارښتنې لپاره SBDC ته غوښتنه وړاندی کړي. د بیاخلی شاملیدو په وخت کی د زده کوونکي په بدیل زده کړې پروګرام کې ځای په ځای کولو په اړه د SMAPD لخوا هره پریکړه هم استناف کیدی شي. په هرصورت، د SMAPD لخوا د ځای پرځای کولو بله هره پریکړه وروستۍ ده او استیناف کیدای نه شي. د SBDC تر وړاندی یا مخامخ د اوریدنې لپاره لیکلې غوښتنه باید د SMAPD لخوا د پریکړې لیک نیټې څخه 10 ورځو کې ترلاسه شي.

  • لومړی غوښتنه- د SBDC مخامخ اوریدل.
  • وروستی غوښتنه- د ښوونځي بورډ ته لیکل شوي اعتراض (یوازې که چیرته د SBDC پریکړه په اتفاق سره نه وي).

بیاځلی نوم لیکنه/داخله - د هغه زده کوونکو په ښوونځي کی د شاملیدو لپاره کړنلارې، مهال ویش او د استناف پروسه چې تر دی وړاندي یو ځل د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو څخه ایستل شوي وو، په 5-745، مقرری کې راغلي، "بیاځلی شاملیدل او اخراج/شاملیدل." د هغه دوسیو لپاره چې استیناف شوي دي، د ښوونځي بورډ یی باید د بندو دروازو تر شاه بیاځلی وګوری او د شاملیدو په اړه یی په آزاده ناسته کی رایه ورکړي. یوازې هغه اسناد چې SMAPD ته د بیاځلی شاملیدو لپاره په پام کی نیولو لپاره سپارل شوي باید د ښوونځي بورډ لخوا په پام کې ونیول شي. د غوښتنی/استناف لیک پرته باید بل هیڅ ډول اضافي اسناد، په پام کی نیولو لپاره ونه سپارل شي. زده کوونکی او والدین باید د ښوونځي بورډ د پریکړې په اړه په لیکلی بڼه خبر شي.

له ښوونځي څخه اخراج کول - هغه زده کوونکی څوک چی له دی وړاندی د کوم بل ښوونځي څانګی یا خصوصي ښوونځي لخوا ښوونځي ته د حاضریدو څخه ایستل شوي یا ‎ځنډول شوي دي او په پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو کې د داخلې لپاره غوښتنه کوي، تګلاری او د استناف پروسه یی په 5-745 مقرری " بیاځلی شاملیدل او اخراج/شاملیدل" کی په ډاګه شوي ده. " د هغه دوسیو لپاره د کومو چی غوښتنه شوي، د ښوونځي بورډ به د دروازی تر شاه ناسته تر سره کړي ترڅو هغه اسناد بیاځلی وګوری چی د SMAPD شاملیدلو اوریدنه کی او د والدینو د استناف په لیک کی په پام کی نیول شوي او بیا به په آزاده ناسته کې د اخراج کولو په وړاندیز رایه تر سره کړي. زده کوونکی او والدین باید د اخراجولو یا د شاملیدو څخه ایستلو په صورت کی د ښوونځي بورډ د پریکړې څخه په 30 ورځو کې دننه او د 30 ورځو لپاره د ځنډولو په صورت کې باید په 15 ورځو کې خبر کړل شي. د ښوونځي بورډ ممکن د خارج شوي زده کوونکي څخه وغواړی چی د اصلی ښوونځي څخه د اخراج مودي پر مهال په غیر دودیز پروګرامونو کې برخه واخلي کوم چی د ښوونځی بورډ لخوا رامنځ ته شوۍ دۍ.

د غیر اختیاري ځایونو لپاره دودیز ښوونځي ته نوم لیکنه

د SMAPD ځای پرځای کول
لکه څنګه چې په 1-681 مقرره کې په ډاګه شوي دي "د غیر دودیز تعلیماتو پروګرامونه"، د SMAPD بیاځلی کتنې کمیټه به د زده کوونکو د انضباطي موقعیت ارزولو لپاره غونډه وکړي. د SMAPD د بیاځلی کتنې کمیټې پریکړه به وروستۍ وي.

د ځایی ښوونځی مراجع

  1. د Independence غیر دودیز ښوونځي زده کوونکی – د Independence غیر دودیز ښوونځي مدیر یا د هغه استازی، د زده کوونکي بیرته دودیز ښوونځي ته د راستنیدو پر زد خپل سفارش کوي:
    • لومړنی استیناف/غوښتنه– د SMAPD بیاځلی کتنې کمیټې ته لیکل شوی غوښتنه.
    • وروستی استیناف/غوښتنه– د زده کوونکي او مسلکي زده کړې لپاره ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ ته په لیکلي بڼه استیناف/غوښتنه.
  2. د زده کړې په نورو بدیل پروګرامونو کې زده کوونکي – د کوم بل بدیل زده کړې پروګرام مدیر/ رییس د زده کوونکي بیرته دودیز ښوونځي ته د راستنیدو پر زد خپل سفارش کوي:
    • لومړنی استیناف/غوښتنه– د SMAPD بیاځلی کتنې کمیټې ته لیکل شوی غوښتنه.
    • وروستی استیناف/غوښتنه– د ځانګړي تعلیم او زده کوونکو خدماتو لپاره ایسوسی ایټ سپرانټینډنټ ته په لیکلي بڼه استیناف/غوښتنه.

د انضباطی عملونو/کړنو د بدلولو واک - د ټولو انضباطي غوښتنو لپاره د پروسې په هره کچه کې استیناف/غوښتنه ممکن منظور شي یا رد شي او اړوند پایلې (اصلاح کولو ګامونه) کیدی شي ډیر شي، کم شي، یا ورته حالت کی د پاتیدو اجازه ورکړل شي. که چیرته د اوږدې مودې ځنډولو په استیناف/غوښتنه کې د ښوونځي بورډ پریکړه وکړي چې اخراج ممکن مناسب وي، زده کوونکی باید د SMAPD لخوا د ښوونځي بورډ یوې کمیټې په وړاندې د پروسې د اوریدلو غوښتنې د حق نه خبر کړل شي. په هغه حالت کې چې زده کوونکی د داسې اوریدنې یا اوریدنه غوښتنه نه کوي، راغوښتل کیږی، او که زده کوونکی حاضریدو کی پاتی راشي، د ښوونځي بورډ یوه کمیټه به د لیکلي ربکارډ پراساس پریکړه وړاندې کړي. په هغه صورت کې چې د ښوونځي بورډ کمیټې پریکړه باندی توافق نه وي، زده کوونکی ممکن د ښوونځي بشپړ بورډ ته لیکلی درخواست وړاندې کړي.

تبعیض او ځورونه

پرنس ویلیم کاونټی عامه ښوونځی (PWCS) د زده کړې او کاري چاپیریال چمتو کولو ته ژمن دی چې د هر ډول تبعیض او ځورونې څخه پاک وي. د زده کوونکو یا کارکوونکو پر وړاندې تبعیض او ځورونه یو غیر قانوني چلند دی کوم چی د COB لخوا په کلکه منع دۍ. PWCS زده کوونکي، والدین، ښوونځی کارکوونکی او د ټولنې غړي هڅوي ترڅو د تبعیض او ځورونی مخنیوي او جبران کولو لپاره، په ګډه کار وکړي.

مقرره 1-738، "د جنسي ناوړه چلند یا تبغیض زده کوونکو پر وړاندې د تورونو حل، او مقرره 3-738،" د تبعیض یا ځورونې زده کوونکو پر وړاندې د تورونو حل "د هغه طرزالعملونو په اړه په تفصیل سره معلومات په ډاګه کوي چې له مخې به یی PWCS یو ادعا ته ځواب ووایی په کوم کی چی یو زده کوونوکی په تبعیض یا ځورونه کې ښکیل وي. لاندې ذکر شوي د دغه مقرراتو څخه د معلوماتونو لنډیز دی؛ د 1-738 او 3-738 معلوماتونو او مقرراتو ترمنځ د کومې شخړې په صورت کې، مقررات باید کنټرول په لاس کی واخلی.

جنسي ناوړه چلند او عنوان IX جنسي ځورونه
جنسی بد چلند د جنسي طبیعت یا ناوړه چلند هر ډول غلط چلند دی چې د جنسیت یا ناوړه جنسي څیزونو پر بنسټ وي. جنسي ناوړه چلند ممکن لفظي، غیر لفظي، بریښنایی یا فزیکي وي او پرته له دې چې د فرد جنس، جنډر هویت، یا جنسي تمایل په پام کی ونیول شي، ممکن د زده کوونکي یا ښوونځی کارکوونکی په نښه کړي. په جنسي ناوړه چلند کې شامل دی، مګر محدود نه دي:

  • د جنسی غوښتنی، په بدو سترګو کتلو یا په نه غوښتونکی او تکراري بدو خبرو کی د ښکیل کیدو په شمول جنسي ناوړه چلند لپاره پیل کول؛
  • د جنسیت اړوند په ناوړه لفظي تیری کی ښکیل کیدلو په شمول د بد نوم ایښودلو یا د عکس رسم کولو او / یا د یو فرد د بدن په اړه سپک توضیحات بیانول؛
  • (د انځورونه، عکسونه، یا فلم په شمول) د جنسیت پر بنسټ ټوکې، اشارې، توکي، یا عکسونه جوړول، شریکول یا ښکاره کول؛
  • د جنسیت پر بنسټ اوازه خپرول؛
  • د جنسيت اړوند ګواښونه یا د جنسي طبیعت ګواښونه کول؛
  • په جنسي ډارونکي ډول د یو فرد د تیریدو مخنیوی کول یا ورته خنډ جوړیدل؛ یا
  • جنسي تیری په نیت برید یا په غلط ډول بل فرد لمس کول.

ټول جنسي ناوړه چلند/کړنی چې په ښوونځي کې پیښیږي، د ښوونځي لخوا سپانسر شوي فعالیتونو کې، یا دا چې د یو زده کوونکي ښوونځي ته په خوندی ډول د تګ راتګ مخه نیسی، د PWCS د چلند کوډ (COB) سرغړونه کوي او د ښوونځي د چارواکو لخوا به وڅیړل شی او ورته به ځواب ویل کیږي.

د جنسي ناوړه چلند ځینې ډولونه د عنوان IX جنسي ځورونې په ‌ډاګه کوي کوم چې د قانون له مخی منع دي. د عنوان IX لاندې، جنسي ځورونه په ځانګړي توګه د جنسیت پربنسټ ناوړه چلند په توګه تعریف کیږي چې د لاندې شرایطو څخه په یو باندی برابر وي:

  • که د PWCS کارکوونکی یو زده کونکي ته د PWCS مرستې، ګټې، یا خدمت وړاندی کولو یا رامنځ ته کولو وړاندیز د زده کوونکي په ناوړه جنسي چلند کی د ښکیل کیدو په بدل کې کوي؛
  • یو زده کوونکي یا د ښوونځی کارکوونکی د نامناسبه چلند سره مخ کیږي چې دا خورا سخت، پراخه، او بریدونکی عمل دی چې له امله یی دا کس د PWCS روزنیز پروګرامونو یا فعالیت ته مساوي لاسرسی ورکولو څخه منع کیږي؛ یا
  • د هلک انجلی په اړیکو کی تاوتریخوالي، کورني تاوتریخوالي، جنسي تیري، یا تعقیب لکه څنګه چې د متحده ایالاتو کوډ او مقرره 1-738 لخوا تعریف شوۍ دۍ.

نور تبعیض او تبعیضی ځورونه
د ناوړه چلند یا ځورونې ټول چلندونه چې د ښوونځي ملکیت کې پیښیږي، د ښوونځي لخوا سپانسر شوي فعالیت کې، یا دا چې د یو زده کوونکي ښوونځي ته په خوندی ډول د تګ راتګ مخه نیسی، د PWCS د چلند کوډ (COB) سرغړونه کوي او د ښوونځي د چارواکو لخوا به وڅیړل شی او ورته به ځواب ویل کیږي. په هرصورت، ټول بد یا ځورونکی چلندونه تبعیضی یا تبعیض ځورونکی نه دي.

تبعیض هغه وخت رامینځته کیږي کله چې یو یا ډیرو اشخاصو سره توپیری چلند وشي، یا د نسل، رنګ، مذهب، مليت، جنس، جنسی هویت، جنسي حالت، عمر، معلولیت، جنتيکي معلومات او یا کوم بل څیز پر اساس ورته د نورو نسلونو په څیر عادلانه پام یا ورته فرصت ور نه کړل شي کوم چې د قانون له مخی منع دي.

ځورونه د تبعیض یوه بڼه ده؛ دا د ناغوښتل شوي چلند یو حالت دی چې د نژاد، نسل، رنګ، مذهب، ملي اصل، عمر، مدنی حالت، پوځی تجربی حالت، معلولیت، جینټیکی معلوماتونو، یا په کوم بل اساس یو یا زیات کسان په نښه کوي کوم چی د قانون لخوا منع شوۍ دۍ. تبغیضی ځورونه یو کس یا ډله په داسی ډول سپکوی، ګواښی یا زیان ورته رسوي چې د هغه کس یا ډلی د تشویش یا د خوندیتوب لپاره د ویری لامل کیږی.

تبعیضی ځورونه:

  • تبعیضی ځورونه یو فرد یا ډله سپکوي، ډاروي یا زیان ورته رسوي، چی د تشویش، اضطراب یا ویری لامل کیږي؛ ګواښوونکی دښمنانه، او / یا ناوړه چاپیریال رامینځته کوي؛ د پام وړ یا پرته له کوم دلیله د زده کوونکي په زده کړو کې مداخله کوي؛ یا په بل ډول، د PWCS په تعلیمی پروګرام کی د ونډه اخیستلو یا ورڅخه د ګټه اخیستلو لپاره د زده کوونکي وړتیا محدودوی.
  • تبعیضی ځورونه ممکن یو فرد هغه وخت هم په نښه کړي حتی که هغه فرد په اصل کی هغسی کوم ځانګړتیاوی ونلري کوم چې د ځورونې اساس وي (تر هغه چې داسی ځورونه د باور پراساس وي چې د هدف ورته ځانګړتیا لري).
  • د فزیکي برخورد یا لفظي، غیرلفظی، بریښنایی، یا لیکلي ارتباطاتو له لارې په شمول تبعیضی ځورونه ممکن له بیلابیلو لارو وښودل شي. تبعیضی ځورونه ممکن مختلفی بڼی ولري، پشمول د لاندی ذکر شویو مګر پوری محدود نه دي:
    • ناوړه تبصری، غلط نوم اخیستل، اشارې، "ټوکې"، یا افواه کول
    • د نقاشیو،/رسم کارتونونو، یا ګرافیتونو له لاری سپکاوي؛ یا
    • د ګواښونو یا فیزکی برید په شمول د اشخاصو یا د هغوی د ملکیت پر وړاندې سر زوری عمل کول.

د شکمن تبعیض یا ځورونې راپور ورکول
هغه زده کوونکی چی په دی باور دي چې دوی سره تبعیض شوي یا ځورول شوي دي، هغوی هڅول کیږی چی د دي ستونزی په اړه د ښوونځي مدیر یا د مساواتو او د زده کوونکو د اړیکو څانګی ته په TitleIXEquity@pwcs.edu بریښنالیک یا په 6839 -374-571 شمیری راپور ورکړي. لومړنی راپور ممکن لفظي یا د لیک له لاری وي ؛ د راپور ورکولو فورمه د PWCS د مساواتو او د د زده کوونکي د اړیکو څانګی ویب پاڼه کې شتون لري؛ د فورمی کارولو ته هڅول کیږي، که څه هم لازمي نه دي.

د تبعیض او ځورونې مخنیوی
د ښوونځي چارواکي به تبعیض او ځورونې ته د پای ټیکی کیږدی او ور څخه د مخنیوی کولو لپاره به لاس په کار شي. زده کوونکي کولی شي چی د تبعیض او ځورونه ودروی او مخنیوي لپاره یی په لاندې ډول مرسته وکړی:

  • پر زد یی غږ پورته کړي او هغه زده کوونکی چې په ناوړه چلند کې ښکیل وي، ورته وویل شي چی د دوی چلند دردونکی دی او باید دوی دی عمل ته د پای ټیکی کیږدي؛
  • د والدینو، ښوونکي، سلاکار، د ښوونځي مدیر، یا بل باوري بالغ څخه د مرستې غوښتنه وشي؛ او
  • د ناوړه چلند په اړه د ښوونځي مدیر، په ښوونځي کې بل باوري بالغ، او یا هم د زده کوونکو د مساواتو او اړیکو څانګی ته راپور ورکړل شي.

د PWCS اړوند تګلارې او مقررات

  • پالیسي 738، "د زده کوونکو غیر تبعیض او ځورونه"
  • مقرره 1-738،"د تبغیص یا ځورونی په اړه د زده کوونکو د ادعاګانو لپاره د شکایت کړنلاری"
  • مقرره 2-738، "د عنوان IX - د زده کړې پروګرامونو او فعالیتونو ته لاسرسی"
  • مقرره 3-738،"د زده کونکو ځورول"
  • مقرره 4-738، "د معلولیت پر اساس د زده کوونکو غیر-تبعیض"

د مرستې یا اضافي معلوماتونو سرچینې
هر زده کوونکی یا مور/پلار څوک چی د تبعیض یا ځورونې په اړه پوښتنې یا اندیښنې لري چی یو یا ډیر زده کوونکي پکښې ښکیل وي، هڅول کیږي چی د مدیر، د مدیر مرستیال، د ښوونځي سلاکار، یا د مساواتو او د زده کوونکو د اړیکو څانګی سره په لاندي ورکړل شوي معلوماتونو اړیکه ټینګه کړۍ:

ټلیفون: 571-374-6839
فکس: 571-503-2230
بریښنالیک: TitleIXEquity@pwcs.edu

د پوست کولو یا لیږدولو ادرس:
Equity and Student Relations Department
Prince William County Public Schools
P.O. Box 389
Manassas, Virginia, 20108

ځورونه

د زده کوونکو ځورونه اجازه نلري

هر ښوونځی یو داسې چاپیریال رامینځته کولو ته ژمن دی چې د زده کوونکو د ځورونې څخه پاک وي. زده کوونکي په کلکه هڅول کیږي چې د ښوونځي چارواکو ته د پیښو په اړه راپور ورکړۍ. د ښوونځي اداره کوونکی به د زده کوونکو ځورونې راپورونو ته ګړندي او پریکړه کوونکي ځواب ورکولو لپاره مناسب ګامونه پورته کړي. زده کوونکي کولۍ شی چی د ځورنی پیښو په اړه د راپور ورکولو لپاره د "د ځورنی شکایت " فورمه (PDF) وکاروي. د ځورونې شکایت فورمه د مشوری ورکولو څانګه یا د ښوونځي په مرکزی دفتر کې هم شتون لري.

پوښتنه: ځورونه څه شی دی؟

ځواب: "ځورونه" د هر ډول سرزوری او ناغوښتل شوي چلند په معنی دۍ چې قربانی ته د زیان رسولو، تهدیدولو یا سپکاوي کولو لپاره وي. د برید کوونکي یا برید کوونکو او قرباني تر مینځ د رښتیني یا پوهیدونکي ځواک نا برابروالی شامل وي؛ او د وخت په تیریدو سره تکرار کیږي یا د شدید احساساتي صدماتو لامل کیږي. ځورونه کې سایبری ځورونه هم شامله ده. "ځورونه" کې عادي تنګول، ټونګي وهل، استدلال/بحث، یا ټوګیوالو سره شخړه نه ده شامله.

پوښتنه: سایبري ځورونه یا د انټرنیټ له لاری ځورونه څه دي؟

ځواب: سایبری ځورونه د ځورونې یوه بڼه ده چې په دی کی د بریښنا یا انترنیټ له لاری د پیغامونو او/ یا عکسونو لیږل، ترلاسه کول، یا په څرګندول شامل دي. سایبری ځورونه کې د یو زده کوونکي لخوا بل زده کوونکی ته هر ډول ګواښ شامل کیدی شي، په ځانګړي ډول د بریښنالیکونو، متنونو یا ویب پاڼو له لارې (د بیلګې په توګه بلاګونه، د ټولنیزو شبکو سایټونه). بریښنایی مخابرات چې نورو ته زیان رسولو په هدف د قصدي، دښمنانه، زیان رسونکي پیغامونو ملاتړ کوي هم د سایبری ځورونې بیلګی دي. سایبری ځورونه کې دا ډول څیزونه شامل کیدی شي لکه خصیص، فحشا، یا ګواښونکي پیغامونه یا عکسونه؛ د بل شخص په اړه حساس، شخصي معلومات پوسټ کول؛ خراب یا بد ښکاره کولو په موخه د بل چا نوم کارول، او د آنلاین شخصي رای ورکولو بدنامولو ویب پاڼي کارول.

په ښوونځیو کی، د ښوونځي په ملکیت، کی یا د ښوونځی اړوند فعالیتونو کې د PWCS انټرنیټ، PWCS کمپیوټرونو، یا د بیسیم مخابراتي وسیلو کارولو له لاری سایبری ځورونه به د زغملو وړ نه وي. سایبری ځورونه چې د ښوونځي له ساحی څخه لیری او/ یا د PWCS انټرنیټ یا کمپیوټر کارول پکی شامل نه وي ممکن د انضباطي عمل پایله هم ولري که چیرته د ښوونځي یا ښوونځي څانکو فعالیت ته مادي ګډوډي رامینځته کړي، د زده کوونکو یا کارکوونکو رواني/فزیکي هوساینی خوندیتوب د ګواښ سره مخ کوي، یا د ښوونځي ودانیو یا د ښوونځي ملکیت خوندیتوب له ګواښ سره مخ کوي.

پوښتنه: کوم ډول چلند د ځورونې چلند ګنل کیږي؟

ځواب: د ځورونې چلند په ځینې بیلګیو کی ممکن په قصدي ډول د نورو خلکو پریښودل، پیغور ورکول، شکنجې، ګواښونه، اشارې، سپکاوی، غیبت، تذلیل کول، سایبری ځورونه، فیزیکی سرزوری، د ملکیت غلا کول یا له مینځه وړل، ښکنځل یا بل پوری خندا کول شامل وي. ځورونه ډیری بڼی لري. بیلګی په توګه: ځینې وختونه په ځورونه کی خلک نور خلک یوازی پریږدی، نورو وختونو کی ځورونه کې د یو چا وهل ټکول، ځړول یا ګواښول شامل وي. د یو چا د غرمې ډوډی یا کتابونو غلا کول یا ورته زیان رسول کیدی شي هم ځورونه وي، همدا شان د خلکو پوری له دی لپاره خندا کول ځکه چې هغوی عینکی یا بل ډول جامې اغوندي، یا دا چې دوی په ښه ډول سپورټ نه شي کولی. خلکو ته زیان رسولو لپاره د انټرنیټ یا کمپیوټر کارول د ځورونې بله بڼه ده.

پوښتنه: زه څنګه کولی شم د ځورونې په اړه راپور ورکړم؟

ځواب: هر زده کوونکی کولی شي چی د مدیر یا باور لرونکي ښوونځي کارکوونکی سره د خبرې کولو یا د ځورونې شکایت فورمه ډکولو له لاری د ځورونې راپور ورکړي. د ښوونځي هر کارکوونکی چې د ځورونې راپور ترلاسه کړي باید د ښوونځي ادارې ته یی په اړه خبر ورکړۍ.

پوښتنه: څه به وي که ځورونه تهدیدونکی وی او یو زده کوونکی ډاروی؟ د ښوونځي چارواکي د زده کوونکي خوندي ساتلو کې څه ډول مرسته کولی شي؟

ځواب: هر زده کوونکی چې ګواښل شوۍ یا ډارول شوۍ (یا که پوهیږي چی بل زده کوونکی ګواښل شوی یا ډارول شوی دی) په کلکه هڅول کیږي چې د ناسم چلند راپور د ښوونځي مدیر، مشاور یا د ښوونځي بل باوري کارکوونکی ته ورکړي. دا تورونه به په سمدستي توګه وڅیړل شي او د ښوونځي د ګواښ تشخیص ډلې ته به راپور ورکړل شي، کوم چې د نورو څیزونو سره سره به د زده کوونکو او د ښوونځي چاپیریال خوندیتوب ډاډمن کولو لپاره مناسب اقدامات وکړي.

پوښتنه: زه باید څه وکړم که ځورونه دوام ومومي؟

ځواب: سمدلاسه د ښوونځي مدیر یا باوري کارکوونکی ته راپور ورکړئ. دا هم اړین دي چې خپل مور او پلار ته ووایی چې ځورونه دوام لري. که چیرته هغه زده کوونکی چی د ځورونې لپاره تورن دی، هڅه وکړی چی د ځورونې چلند په اړه د راپور ورکولو له امله د قرباني شخص پر زد یو کار تر سره کړي، مدیران به یی پر زد انضباطي ګامونه پورته کړي چی په هغی کی د ښوونځی څخه ایستل هم شامل دي.

پوښتنه: که زه وځورول شم، آیا داسی کوم چټګ اقدامات شتون لري چی زه یی تر سره کړم؟

ځواب: هو. په دی اقداماتو کی شامل دي:

  • ځورونکي ته په کلکه باندي د ځورونی ودرولو لپاره وویل؛ او
  • د پیښې په اړه سمدستي د ښوونځی کارکوونکی سلاکار، اداره کوونکی یا مور/پلار سره خبرې کول.

د ځورونې شکایت

د پرنس ویلیم کاونټي د عامه ښوونځي د چلند قانون(COB) ځورونه د هر ډول سرزوری او ناغوښتل شوی چلند په توګه په ډاګه کوي کوم چی قرباني ته د زیان رسولو، ډارولو او سپکولو لپاره وي؛ د برید کوونکي یا برید کوونکو او قرباني تر مینځ د رښتیني یا پوهیدونکي ځواک نا برابرتیا شامل وي؛ او د وخت په تیریدو سره تکرار کیږي یا د شدید احساساتي ضرر لامل کیږي. ځورونه کې سایبری ځورونه هم شامله ده، چې پکې د بریښنایی پیغامونو او/یا عکسونو لیږد، لاس ته راوړل یا څرګند کول شامل دي. "ځورونه" کې عادي تنګول، ټونګي وهل، استدلال/بحث، یا ټوګیوالو سره شخړه نه ده شامله. د دې ښوونځي مدیر او کارکوونکی د COB پلي کولو ته ژمن دي او د ځورونې شکایتونو ته به سم او مناسب ځواب ووایی. هر زده کوونکی کولی شي چی د مدیر سره د خبرو کولو او / یا د فورمی د ډکولو له لاری شکایت ثبت کړۍ او د مدیر مرستیال یا مدیر ته یی وسپاري. د ښوونځی هر کارکوونکی هم کولی شی چی د زده کوونکی یا مور/پلار په استازیتوب دا فورمه بشپړ کړی څوک چی د ځورنی په اړه راپور ورکوي.

"د ځورونی شکایت" فورمه (PDF)