د کډوالی د خوندیتوب قوانین او پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي
د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي (PWCS) د امریکا د کډوالی پالیسۍ او د قانون پلی کونی په سر د روانو بحثونو له امله د راپورته شویو اندیښنو څخه خبر دۍ. مهربانی وکړئ ډاډه اوسی چې د روانو سیاسی بحثونو له امله د ښوونځی ډیویژن په پالیسیو او کړنلارو کی هیڅ ډول بدلون نه رامینځته کیږي. PWCS د ټولو زده کوونکو، کارکوونکو او د ټولنې د غړو خوندیتوب او ذهنی آرامتیا ساتلو یا ټولو زده کوونکو ته تعلیم ورکولو ته ژمن پاتی کیږي، پرته له دی چی د هغوي نسل/نژاد، رنګ یا ملیت یا پرته د هغوی د کډوالی حالت په پام کی ونیسی.
- ټولو ته ښه راغلاست ویونکی، ټول شموله چاپیریال او معیاری زده کړي وړاندی کولو ته PWCS ژمن پاتی کیږي.
د تیر وخت په څیر کله چې به د زده کوونکو او د هغوی د کورنیو قانوني حالت د لوړی اندېښنې موضوع وه، PWCS به د خپلو پالیسیو او مقرراتو په تعقیبولو سره د رنګ، نسل یا ملیت پر بنسټ د تبعیض مخه نیسی. دا د 1982 کال د سترې محکمې هغه پرېکړه منعکس کوي چې په کې وویل شوي وو چې عامه ښوونځي باید ټولو زده کوونکو ته د هغوي د کډوالی حالت په پام کی نیولو پرته تعلیم ورکړي. - اوس مهال مونږ د PWCS ښوونځیو په ودانیو کې د مهاجرت په تړاو د قوانینو د عملی کیدو څخه ناخبره یو.
د کډواالی او د ګمرکونو د کنټرول ادارې (ICE) یا سیمه ییزو پولیسو لخوا د زده کوونکو، والدینو یا کارکوونکو نیولو یا بندی کولو لپاره د PWCS ښوونځیو ته د ننوتلو په اړه PWCS هیڅ معلومات نلري. د ملي امنیت وزارت د 2025 کال د جنوري په 21مه نیټه اعلان وکړ چې د مهاجرت او د ګمرکونو اجرایوي اداره (ICE) اوس ښوونځیو او نورو ځایونو کې چې له دی وړاندی د "خوندي ځایونو" په توګه پېژندل کیده، قانون پلی کوونکی فعالیتونه ترسره کولو ته اجازه لري. که چیرته په PWCS ښوونځیو کې قانون پلي کوونکۍ ګامونه واخیستل شی، PWCS به خپلې هغه موجوده پالیسۍ او مقررات تعقیب کړی چی د قانون پلی کوونکو ادارو لخوا زده کوونکو ته او د زده کوونکو ریکارډ یا معلوماتو ته لاسرسی موندل اداره کوي. - د تل په څېر، PWCS به په خپلو ښوونځیو کې د ټولو زده کوونکو او کارکوونکو قانونی حقونه خوندی وساتی.
که چیرته د مهاجرت او د ګمرکونو اجرایوي اداره (ICE) یا قانون پلی کوونکی چارواکی ښوونځیو ته د لاسرسی موندلو غوښتنه وکړي، نو هغوي باید د زده کوونکو او کارکوونکو حقونه خوندي کولو په موخه قانوني توجیه یا لامل وړاندې کړي او د PWCS تصویب یا منظوری ته انتظار وباسي. - PWCS د مهاجرت د حالت په اړه پوښتنه نه کوي او د مناسب قانونی توجیه پرته د زده کوونکو معلومات نه شریکوي.
PWCS د زده کوونکو او د هغوی د کورنیو د مهاجرت د حالت په اړه پوښتنې نه کوي برسیره په دی، PWCS به یوازې د آیالت او فډرال قوانینو سره په مطابقت د قانون پلی کوونکو چارواکو سره د زده کوونکو محرم معلومات/یا ریکارډ شریکوي.
مونږ کورنۍ هڅوو چی د PWCS لخوا په بیړنی حالت کی د اړیکی ټینګولو معلومات د تازه کولو ډاډ رامینځته کړي. دا به مونږ سره مرسته وکړي چې د هر ډول حالت رامینځته کیدو په وخت کی ټاکل شوي کسانو سره اړیکه ټینګه کړو. کورنۍ دا هم کولی شي چی د اړیکو ټینګولو معلوماتو د شریکولو او د اړیکی ټینګولو خپلی رضاکارانه پریکړی ته بیاځلی نظر وکړي او د معلوماتو تازه کولو لپاره د خپل ماشوم ښوونځی سره اړیکه ټینګه کړئ.
په PWCS کې د زده کوونکو د راجسټر کولو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره، د نړیوال ښه راغلاست مرکز ویب پاڼه وګورئ.