په ښوونځي کی د نوم لیکنې تر سره کولو (د ټولګیو پیل کول) وړاندي

په پری سکول پروګرام کی د منل کیدو وروسته، کورنۍ خپل د خدماتو ګمارل شوي کارکوونکي سره په ګډه کار کوي ترڅو په ښوونځي کی د نوم لیکنی ترسره کولو لپاره ټول اړین اسناد وسپاري. په پرنس ویلیم کاونټي ښوونځیو کې د نوم لیکنې پروسې په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې معلومات وګورئ.

کورنۍ کولی شي چی اړین اسناد د بریښنالیک، په مستقیم ډول اپلوډ کولو له لاری، صوتی پیغام، یا په شخصي توګه وسپاري. د لا زیاتو معلوماتو لپاره د پری سکول دفتر سره په 8708-791-703 شمیری یا په [email protected] بریښنالیک اړیکه ټینګه کړۍ.

پی ډبلیو سی ایس کی په آنلاین ډول د زده کوونکي نوم لیکنه

کله چی په رسمی ډول ومنل شي، کورنی په PWCS کی په آنلاین ډول د زده کوونکي نوم لیکنه بشپړوی. د ښوونځی د نوم لیکنی پروسه بشپړولو په موخه والدین باید د ParentVUE حساب لپاره ځان راجسټر کړي.

والدین باید د "پری سکول نوم لیکنه" آنلاین پاکټ انتخاب کړۍ تر څو په آنلاین ډول د ښوونځی لپاره نوم لیکنه پیل کړۍ، دا ډاډ تر لاسه کړۍ چی باید د ښوونځی سم کال انتخاب شوۍ اوسی.

والدین باید لاندی ذکر شوي اسناد آپلوډ کړي:

  • د ماشوم د زیږون/پیدایش سند کاپی
  • د استوګنی ثبوت
  • د مور/پلار د پیژند پاڼی کاپی
  • د واکسینونو ریکارډ
  • فیزکی معاینات

د استوګنې د منلو وړ  ثبوتونو او تصدیق شوي اسنادو په اړه تفصيلي معلومات لپاره د وړاندیز کولو پاڼه وګورۍ.

د ParentVUE حساب جوړولو ، د آنلاین نوم لیکنی بشپړولو، یا اړین اسنادو کی د مرستې لپاره مهرباني وکړئ د پری سکول دفتر سره اړیکه ټینګه کړۍ.

(Orientation) د والدینو معلومات

د لا زیاتو تفصیلی معلوماتو لپاره د والدینو څخه غوښتل کیږي چی د پری سکول معلوماتو ویډیو  وګوري او د والدینو لارښود (PDF) ته مراجع وکړي. کله چی بشپړ شي،  والدین خپل د کورنۍ خدماتو کارکونکي ته خبر ورکوي څوک چی د لاسلیک کولو لپاره د والدینو د مسؤلیت او د رضایت فورمې  د بریښنالیک له لاری لیږدوي.

پری سکول معلوماتو ویډیو (هسپانوي)

والدینو لارښود (هسپانوي)

په بنسټیزه توګه د ښوونکي د کور څخه لیدنه

مخکې له دې چې ماشومان ټولګي پیل کړي، ښوونکی به یی د کور څخه لیدنه بشپړه کړي. د ښوونځي له پیل کیدو څخه یوه اونۍ مخکی د کورنیو سره د کور لیدنې مهالویش کیږي. په بنسټیزه توګه د کور څخه لیدنه د کورنیو لپاره یو ښه وخت دی چې د خپل ماشوم په اړه معلومات شریک کړي، پوښتنې وکړي، او د ښوونکي په اړه لا زیات معلومات تر لاسه کړي.

معمولا کورنیو ته د بس په اړه معلومات د کور لیدنې پرمهال ورکول کیږي.

طبعی روغتیایی معلومات

په ښوونځي کې د شاملیدو څخه وړاندي، فزیکي معاینات بشپړ کړۍ او د واکسینونو کارډ باید وسپارل شي. که چیرته ماشومان د طبي روغتیایی ستونزو سره مخ وي یا د خواړو سره حساسیت لري، اضافي فورمو بشپړولو ته به اړتیا وي.

د ښوونیز کال په جریان کې د پری سکول دفتر به د کورنیو سره په ګډه کار کوي ترڅو دا ډاډ ترلاسه کړي چې ماشومان د غاښونو معاینات او نور اړین طبي معاینات تر سره کوي.


طبي روغتیایی فورمې