Application Information

 

د پری سکول غوښتنلیک پروسه

1 ګام: په آنلاین ډول  د پری سکول پروګرام نوم لیکنه بشپړ کړی.

  • د پری سکول غوښتنلیکونه د فبروري له 1 نیټی څخه د جون تر 30 نیټی پورې پرانیستی دي.
  • د پری سکول اوسنی والدینو، مهرباني وکړئ د بل ماشوم د وړاندیز یا نوم لیکنی لپاره د پری سکول پروګرام دفتر سره اړیکه ټینګه کړۍ.
  • که تاسو مرستی ته اړتیا لرۍ، مهربانی وکړی د پری سکول دفترسره د مخامخ څخه لیدو لپاره یا د تلیفون له لاری نوم لیکنه ترسره کولو لپاره  په 8708-791-703  شمیری یا د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړۍ.

2 ګام: په آنلاین ډول د غوښتنلیک بشپړولو پرمهال لاندې ذکر شوي اسناد اپلوډ یا پورته کړئ

  • د کورنۍ د عاید ثبوت
  • د استوګنې ثبوت
  • د ماشوم د زیږون/پیدایش د سند کاپي
  • د مور/پلار د پیژند پاڼی کاپي
  • د ماشوم د واکسینو ریکارډ او فزیکي معاینات

3 ګام: د پری سکول د کورنیو خدماتو کارکوونکي سره د تلیفون له لاری مرکه بشپړه کړئ

  • اپلوډ شوي یا پورته شوي اسناد کتل کیږي او د وړوالی په اړه یی د هرې کورنۍ سره د تلیفون لا لاری یا په مخامخ ډول مرکی پر مهال خبری اتری کیږي.
  • د عاید اسنادو، د زیږون سند، او لږترلږه د پتی د یو ثبوت پرته غوښتنلیکونه بشپړ نه ګڼل کیږي.

مهرباني وکړئ د پوښتنو لپاره یا په آنلاین ډول د غوښتنلیک بشپړولو مرستې لپاره د پری سکول پروګرام دفتر سره اړیکه ټینګه کړۍ:

د عاید ثبوت/اسناد

د عاید د منلو وړ اسنادو کی شامل دي:

  • د تیر کال د عاید د مالیاتو کاپي، 
  • د W-2 فورمه/سند 
  • د دندی د معاش وروستي رسید (پی سټب)، 
  • د ماشوم پالنی مرستی سند، 
  • د عامه مرستو معلومات: TANF، SNAP، یا SSI سند/کاغذ 
  • د ګمارونکي/کار فرما لیک چې ناخالص عاید په ډاګه کوي، یا
  • د تقاعد سند

د استوګنې ثبوت

د نوم لیکنې دمخی د پتې ټولټال درې (3) ثبوتونو ته اړتیا ده. یو د استوګنی لومړنی/اصلی سند او دوه نور د استوګنې ملاتړي اسناد. اسناد باید اوسنی وي (په  تیرو دوو میاشتو کې وي) او د مور/پلار نوم او بشپړ پته پکې لیکلی اوسی. 

د استوګنې لومړنی/اصلی ثبوت:

  • اجاره/کرایه سند،
  • د کرایې تړون،
  • د ګروي سند، یا
  • قواله

د استوګنې دوه اضافي ثبوتونه:

  • د مور/پلار د موټر چلولو جواز،
  • د موټر د ثبتلو سند،
  • د کور بل،
  • د ملکیت د مالیې بل، یا
  • کوم بل ډول رسمي بل یا سند چې د استوګنې ځای او د مور/پلار نوم په ډاګه کوي

د زیږون/پیدایش سند

د زیږون سند، د ماشوم د نوم لیکنې لپاره د زیږون د منلو وړ سند او د مور/پلار یا سرپرست پیژند پاڼه اړینه ده

واکسین او فیزیکی معاینات

د نوم لیکنې دمخی د واکسینو اوسني ریکارډ او فزیکي معاینات چې په تیرو دولسو میاشتو کې بشپړ شوي وي، اړین دي. په فزیکي معایناتو کې باید د TB سکرینینګ/ټیسټ، د وینی د لیډ ټیسټ، او د هیموګلوبین ټیسټ شامل وي.