Preschool Programs - Pashto

Paintwritingdomino

د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي د آیالت او فدرال (مرکزی حکومت) د مالی مرستو له لارې د پری سکول پروګرامونو خدمات وړاندی کوي. هغه ماشومان چې د PWCS په پری سکول پروګرام کې ګډون کوي په ښوونځي کې شامل دي او د USDA د خوړو په پروګرام، مختلفو تعلیمي فعالیتونو کې ګډون کوي، او د کورنۍ خدمات ترلاسه کوي. د پری سکول فعالیتونه د ماشومانو سره په ذهني، ټولنیز، احساساتي او فزیکي توګه وده کولو کی مرسته کوي.

زما ماشوم د PWCS په پری سکول پروګرام کی د شاملیدو لپاره څه ډول لار موندلی شي؟

  1. ستاسو ماشوم باید د سپتمبر په 30 یا له هغی مخکی څلور کلن وي؛ او
  2. ستاسو کورنۍ باید د عاید په شرایطو برابر وي (لاندې ځای کی د عاید اندازه وګورئ)؛ او
  3. تاسو باید د ښوونځي په حدودو کی ژوند وکړئ کوم ځای کی چې د دی پروګرام خدمات وړاندي کیږي (لاندی ځای کی د هغه ښوونځیو لسټ وګوری کوم چې خدمات وړاندي کوي).

په پری سکول (مخکی له ښوونځی) پروګرام کی د نوم لیکنی په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د نوم لیکنی کولو معلومات وګوری یا د پری سکول دفتر سره په 8708-791-703 شمیری یا په PreKPrograms@pwcs.edu بریښنالیک اړیکه ټینګه کړۍ.

د عاید لارښوونی

د عاید د وړوالی شرایط

هغه کورنۍ چې د SSI ،SNAP ،TANF مرستی ترلاسه کوي، یا بې کوره دي، د دواړو هیډ سټارټ او د ویرجینیا د پری سکول نوښت (VPI) ټولګیو لپاره وړ دي. هغه ماشومان چې په فوسټر کییر( چی د کورنی پرته یی د بل چا لخوا پاملرنه تر سره کیږي) کې دي هم د شاملیدو وړ دي. هیډ سټارټ او VPI پروګرامونه دواړه د IEP لرونکی ماشومانو لپاره د ټولو نوم لیکنو څخه 10 سلنه ځای خوندي کوي.

د پری سکول ټولګیو لپاره د عاید کچه، د فدرال د غربت لیکی څخه %200 سلنه ده.

د کورنۍ غړو شمیر 200% PGL
1 $30,120
2 $40,880
3 $51,640
4 $62,400
5 $73,160
6 $83,920
7 $94,680
8 $105,440
هر اضافي کس $10,760

هغه ابتدایه ښوونځی چی خدمات پکی وړاندي کیږي

د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي د ټیټ عاید لرونکو کورنیو لپاره د پری سکول پروګرام خدمات وړاندی کوي چې د 4 څخه تر 5 کلونو عمر پوری ماشومان لري او په لاندې ذکر شوي ابتدایهٔ ښوونځیو حدودو کې ژوند کوي (معلومات په وروستی ځل د مارچ په 30، 2023 کې تازه شوي دي):

  • Antietam
  • Bel Air
  • Belmont
  • Bennett
  • Bristow Run
  • Buckland Mills
  • Cedar Point
  • Chris Yung
  • Coles
  • Covington-Harper
  • Dale City
  • Dumfries
  • Ellis
  • Enterprise
  • Featherstone
  • Fitzgerald
  • Henderson
  • Innovation
  • John Jenkins
  • Kerrydale
  • King
  • Kilby
  • Lake Ridge
  • Leesylvania
  • Loch Lomond
  • Marumsco Hills
  • McAuliffe
  • Minnieville
  • Montclair
  • Mullen
  • Neabsco
  • Nokesville
  • Occoquan
  • Old Bridge
  • Pattie
  • Penn
  • Piney Branch
  • Potomac View
  • River Oaks
  • Rockledge
  • Rosa Parks
  • Signal Hill
  • Sinclair
  • Springwoods
  • Sudley
  • Swans Creek
  • T. Clay Wood
  • Triangle
  • Tyler
  • Vaughan
  • Victory
  • West Gate
  • Westridge
  • Williams
  • Wilson
  • Yorkshire

هغه کورنۍ چې د پرنس ویلیم کاونټي د نورو ابتدايه ښوونځیو په حدودو کې ژوند کوي یوازې هغه حالت کی منل کیدی شي چې هغوی ته په نږدې پروګرام کې ځای شتون ولري (څلورو خواوو ته د 5 میله په واټن کې). والدین باید له حدودو څخه بهر اوسیدونکی زده کوونکو لپاره ښوونځي ته د تګ/راتګ ترانسپورت برابر کړي.