د کورنیو خدمات

هر یو ټولګي ته د کورنیو خدماتو کارکوونکی (FSW) ګمارل شوۍ دۍ، چې د کورنیو، ښوونځي او ټولنې ترمنځ د اړیکی په توګه د کار کولو رول لري. FSWs د مور/پلار سره د غوښتنلیک او د ښوونځي لپاره د نوم لیکنې پروسې په برخه کی، او همدارنګه د ښوونځي کال په اوږدو کې د اړینو خدماتو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي. که چیرته کورنی پوښتنې لري یا د ټولنې سرچینو په اړه معلوماتو ته اړتیا لري، هغوي هڅول کیږي چې د خپل ټولګي FSW سره اړیکه ټینګه کړي.

په ښوونځي کې د والدینو ښکیلتیا د ماشومانو د بریالیتوب یوه مهمه برخه ده. د پری سکول پروګرام د والدینو د ښکیلتیا لپاره ډیری فرصتونه برابروي او ټول والدین هڅوي چې په داسې شکل پکی برخه واخلي چې د هغوي د کورنۍ لپاره ګټه ور وي. والدین کولی شي په ټولګیو کې رضاکارانه کار وکړي، په سیمه ییزه سفرونو کې مرسته وکړي، د والدینو په غونډو یا روزنو کې ګډون وکړي، او د پروګرام د پالیسۍ شورا غونډه کې د خپل ټولګي استازیتوب وکړي!

A parent reading to a group of preschool children

حاضري

په پری سکولو کی د بریالی کیدو په موخه د خپل ماشوم سره مرسته وکړئ: د ښه حاضری عادت جوړ کړئ

هره ورځ په وخت سره حاضریدل ستاسو د ماشوم د  بریالیتوب او د پری سکول وروسته زده کړو لپاره اړین دي.

د پری سکول څخه 10 سلنه غیر حاضری (په میاشت کې یو یا دوه ورځې) کولی شي چی:

  • د لومړني لوست مهارتونو ته وده ورکول ستونزمن کړئ.
  • د وړکتون او لومړي ټولګي لپاره چمتوالی نیول ستونزمن کړۍ.
  • د حاضرۍ ضعیفه عادت رامینځته کوي د کوم چی ماتول سخت وي.

تاسو دا کولی شئ چی:

  • د خپل ماشوم سره د هغه ټولو ساتیرۍ او په زړه پورې څیزونو په اړه خبرې وکړئ چې هغوي به یی په ښوونځي کې ترسره کوي.
  • مخکې له دې چې د ښوونځي کال پیل شي، د لومړۍ ورځې لپاره په زړه پورې حساب ونیسۍ.
  • دا ډاډ ترلاسه کړئ چې د ښوونکي د کور څخه د لیدنی په وخت کی  ستاسو ماشوم موجود وي.
  • روزمره د خوب منظم وخت او د سهار پاسیدو لپاره وخت وټاکئ.
  • د شپې څخه د ښوونځی جامې برابری کړۍ.
  • خپل ماشوم ته یادونه وکړئ چې هغوي به له ښوونځی وروسته بیرته کور ته راشي (د پری سکول زده کوونکو لپاره کله کله دا اندیښنه چې هغوي به له ښوونځي وروسته چیرته ځي، د ویری لامل کیږي).
  • خپل ماشوم ښوونځي ته د رسولو لپاره دویم پلان ولرۍ که یو څه را پیښیږي لکه (بس تری څخه لاړ شي یا مور/پلار ناروغه وي)
  • دا ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو ماشوم اړین واکسین او فزیکي معاینات تر سره کړي دي.
  • د ډاکټر ملاقاتونه او رخصتیانی هغه وخت کی مهالویش کړئ، کله چې ښوونځي رخصت وي.

که ستاسو ماشوم ښوونځي ته د تګ په اړه اندیښمن ښکاري، د سلا مشوری لپاره د خپل ښوونکي یا د کورنۍ خدماتو کارکوونکي سره خبرې وکړئ.

د ماشوم څخه د نظارت کولو لپاره لارښوونې

د ماشوم څخه د نظارت کولو لپاره لارښوونې

د ماشوم عمر د وخت موده/محدودیت
0 څخه تر 8 کلنی پوری پرته له نظارت نشئ پریښودل کیدۍ
9 او 10 کلن له یو نیم ساعت (1.5) څخه زیات یوازی نه شئ پریښودل کیدئ
11 او 12 کلن له یو نیم ساعت (3) څخه زیات یوازی نه شئ پریښودل کیدئ
13 څخه تر 15 کلنی پوری ټوله ورځ یوازی پریښودل کیدئ شۍ.
16 او 17 کلن د شپی لخوا یوازی پریښودل کیدئ شی یا د اونی پائ ورځو پر مهال

د ماشوم پالنی لپاره لارښوونی

د ماشوم پالنی عمر د وخت موده/محدودیت

13 کلن

کولی شي چی تر څلورو (4) ساعتونو پوری ماشومان وساتی

14 او 15 کلن

کولئ شي چی د څلورو (4) ساعتونو څخه زیات وخت لپاره ماشومان وساتی/مګر نه ټوله شپه
16 او 17 کلن

کولی شی چی ماشومان د شپی لخوا یا د اونی د پائ ورځو کی اوساتی

د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو کارکوونکی د شکمنه ناوړه یا بی پروایی چلند راپور ورکوونکی دي. که تاسو دا شک لرئ چې یو ماشوم سره ناوړه چلند شوی یا له پامه غورځول شوی، تاسو کولی شئ چی د ویرجینیا د ماشوم سره د ناوړه چلند شمیری سره په 7096-552-800-1 هم اړیکه ټینګه کړۍ. راپورونه هره ورځ 24 ساعته اخیستل کیږي او د نوم ښودلو پرته هم ورکولی شي.

د ټولنی د سرچینی لارښود

د کور څخه لیدنه

د کورنۍ خدماتو کارکونکي لږترلږه د هرې کورنۍ سره یوه د کور لیدنه بشپړوي. د لیدنې موخه د کورنیو سره په یو محرم ځای کې اړیکه نیول دي، چیرته چې کورنۍ کولی شي چی د کورنۍ موخی شریکی کړي او د اړینو سرچینو غوښتنه وکړي.

د والدینو لپاره د تربیه کولو سرچینې

سیمه ایزه ادارې چې د والدینو لپاره د تربیه کولو سرچینې یا ټولګي رامنځ ته کوي:

د ښووځي فورمی