Social-Emotional Health

ټولنیز- احساساتي روغتیایی خدمات

د پری سکول پروګرام د رواني روغتیا په برخه کی درې متخصصین لري، د هغوي رول دا دۍ چی د کارکوونکو او کورنیو سره د ټولنیز - احساساتي روغتیا او رواني روغتیا خدماتو ته د لاسرسي په اړه معلوماتو ورکولو کی مرسته وکړي. د روانی/ذهنی روغتیا متخصص په ټولګي کې د ماشومانو ټولنیز - احساساتي پرمختګ څاري او د ماشومانو سره د چلند او احساساتو اداره کولو کې د مرستې لپاره د شعوري ډسپلین مداخلې کاروي. والدین او ښوونکو ته سلا مشوری ورکوي تر څو د ماشومانو سره د احساساتو پیژندلو، مثبتو اړیکو جوړولو، او په سمه توګه د مقابلې کولو مهارتونو ته وده ورکولو کی مرسته وکړي.

د رواني روغتیا متخصصین د والدینو لپاره د ټولګيو کوربه توب کوي ترڅو والدینو سره د شعوري ډسپلین تخنیکونو زده کولو کی مرسته وکړي کوم چې په ټولګي کې ښودل کیږي. هغوي د کور څخه د لیدو، مجازی غونډو، د تلیفون له لاری یو په یو مرسته هم کوي که چیرته کورنی یی وړاندیز وکړي.