په مکرر ډول پوښتل شوي پوښتنی
د غوښتنلیک پروسی په اړه پوښتنی
دا چی څرنګ نوم لیکنه تر سره کیږي، کومو اسنادو ته اړتیا ده، او د غوښتنلیک سپارل کیدو ورورسته به څه پیښیږی، په اړه د معلوماتو لپاره د وړکتون د غوښتنلیک پروسې ویب پاڼه وګورئ.
د پری سکول پروګرام، د ښوونځيو کوم ډول سیمو ته خدمتونه وړاندی کوي؟
- Antietam ابتدایهٔ ښوونځئ
- Bel Air ابتدایهٔ ښوونځئ
- Belmont ابتدایهٔ ښوونځئ
- Bennett ابتدایهٔ ښوونځئ
- Bristow Run ابتدایهٔ ښوونځئ
- Buckland Mills ابتدایهٔ ښوونځئ
- Cedar Point ابتدایهٔ ښوونځئ
- Chris Yung ابتدایهٔ ښوونځئ
- Coles ابتدایهٔ ښوونځئ
- Covington-Harper ابتدایهٔ ښوونځئ
- Dale City ابتدایهٔ ښوونځئ
- Dumfries ابتدایهٔ ښوونځئ
- Ellis ابتدایهٔ ښوونځئ
- Enterprise ابتدایهٔ ښوونځئ
- Featherstone ابتدایهٔ ښوونځئ
- Fitzgerald ابتدایهٔ ښوونځئ
- Henderson ابتدایهٔ ښوونځئ
- Innovation ابتدایهٔ ښوونځئ
- John Jenkins ابتدایهٔ ښوونځئ
- Kerrydale ابتدایهٔ ښوونځئ
- King ابتدایهٔ ښوونځئ
- Kilby ابتدایهٔ ښوونځئ
- Lake Ridge ابتدایهٔ ښوونځئ
- Leesylvania ابتدایهٔ ښوونځئ
- Loch Lomond ابتدایهٔ ښوونځئ
- Marumsco Hills ابتدایهٔ ښوونځئ
- McAuliffe ابتدایهٔ ښوونځئ
- Minnieville ابتدایهٔ ښوونځئ
- Montclair ابتدایهٔ ښوونځئ
- Mullen ابتدایهٔ ښوونځئ
- Neabsco ابتدایهٔ ښوونځئ
- Nokesville ابتدایهٔ ښوونځئ
- Occoquan ابتدایهٔ ښوونځئ
- Old Bridge ابتدایهٔ ښوونځئ
- Pattie ابتدایهٔ ښوونځئ
- Penn ابتدایهٔ ښوونځئ
- Piney Branch ابتدایهٔ ښوونځئ
- Potomac View ابتدایهٔ ښوونځئ
- River Oaks ابتدایهٔ ښوونځئ
- Rockledge ابتدایهٔ ښوونځئ
- Rosa Parks ابتدایهٔ ښوونځئ
- Signal Hill ابتدایهٔ ښوونځئ
- Sinclair ابتدایهٔ ښوونځئ
- Springwoodsابتدایهٔ ښوونځئ
- Sudley ابتدایهٔ ښوونځئ
- Swans Creek ابتدایهٔ ښوونځئ
- T. Clay Wood ابتدایهٔ ښوونځئ
- Triangle ابتدایهٔ ښوونځئ
- Tyler ابتدایهٔ ښوونځئ
- Vaughan ابتدایهٔ ښوونځئ
- Victory ابتدایهٔ ښوونځئ
- West Gate ابتدایهٔ ښوونځئ
- Westridge ابتدایهٔ ښوونځئ
- Williams ابتدایهٔ ښوونځئ
- Wilson ابتدایهٔ ښوونځئ
- Yorkshire ابتدایهٔ ښوونځئ
هغه کورنۍ چې د پرنس ویلیم کاونټي د نورو ابتدايهٔ ښوونځیو په حدودو کې ژوند کوي یوازې هغه حالت کی منل کیدی شي چې هغوی ته په نږدې پروګرام کې ځای شتون ولري (څلورو خواوو ته د 5 میله په واټن کې). والدین باید له حدودو څخه بهر اوسیدونکی زده کوونکو لپاره ښوونځي ته د تګ/راتګ لپاره پخپله ټرانسپورت برابر کړي.
زه څرنګ پوه شم چې د کوم ښوونځی حاضری سیمه کې ژوند کوم؟
خپل ښوونځی ومومئ ویب پاڼی ته لاړ شئ ترڅو پوه شئ چې تاسو د کوم ښوونځی د حاضری سیمه کی ژوند کوئ.
زه په غوښتنلیک کی د مرستې لپاره له چا سره اړیکه ټینګه کړم؟
د مرستې لپاره، د پری سکول پروګرام دفتر سره په 8708-791-703 شمیره یا [email protected] بریښنالیک اړیکه ونیسئ. تاسو کولی شئ چی غوښتنلیکونه په انلاین ډول، د ټلیفون له لارې یا له مخامخ څخه بشپړ کړئ.
په پروګرام کی د شاملیدو لپاره د غوښتنی کولو څخه وروسته نور کوم کارونه تر سره کیږي؟
په آنلاین ډول د غوښتنلیک بشپړولو او د اړینو اسنادو اپلوډ کولو وروسته، د غوښتنلیک په اړه د خبری اتری کولو لپاره د پری سکول پروګرام دفتر لخوا د کورنیو سره اړیکه نیول کیږي. د غوښتنلیک کتلو او بیرته کورنیو سره د اړیکی ټینګولو لپاره کورنۍ باید د پری سکول پروګرام دفتر ته ۲ اونۍ وخت ورکړي. کله چې غوښتنلیک وکتل شی، ماشومان په رسمی ډول د انتظار په لسټ کې اچول کیږی.
د ماشومانو ټاکل کیدنه په اپریل میاشت کې پیل کیږي او د ټولګیو شمیر پوره کیدو پوری دوام مومی. که پروګرام کی د شاملیدو لپاره ومنل شی، نو کورنیو ته خبر ورکول کیږی.
آیا زه کولی شم چې د خپل ماشوم لپاره په پری سکول پروګرام کی د شاملیدو غوښتنه وکړم که چیرته هغوي ایی ای پی ولري؟
د پری سکول پروګرام د معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره 10 سلنه چوکی/ځایونه ځانګړی کړي دي. دا پروګرام د د ماشومتوب د ځانکړو زده کړو دفتر څخه مراجعین تر لاسه کوي. که چیرته ستاسو ماشوم اوس مهال د IEP پروګرام لري، مهرباني وکړئ د خپل ځانګړي زده کړو ښوونکي سره اړیکه ونیسئ ترڅو دا معلومه کړۍ چې آیا ستاسو ماشوم لپاره به د پری سکول عمومي ټولګي مناسب وي او که څرنګ.
هغه ماشومان چې IEP لری، په پری سکول ټولګی کی یی د شاملیدو تضمین شتون نلري.
دا ټاکلو لپاره چی کوم ماشوم باید ومنل شي، دا پروګرام د انتخاب لپاره کومی لاری کاروي؟
ماشومان د "لومړی راشۍ او لومړی تر لاسه کړۍ" خدمتونو پر اساس نه منل کیږي. ماشومان د نوم لیکنې د معیارونو له مخې منل کیږي کوم چې د هیډ سټارټ پروګرام او د ورجینیا د پری سکول نوښت مالی مرستو پروګرام دواړو لخوا برابر شوي دي، ترڅو د دی خبری ډاډ ترلاسه شي چې هغه ماشومانو ته لومړیتوب ورکول کیږي چې تر ټولو زیاته اړتیا ورته لري.
د انتظار لیست په کوم شکل سره اداره کیږي؟
د هر پری سکول ټولګی د 17 څخه تر 19 چوکیو پوری لری. کله چې ټولی چوکی ډکی شی، نور ماشومان د انتظار په لست اچول کیږي. د پری سکول پروګرام اړ دی چی په بشپړ ډول ټولی چوکی ډکی وساتی. د ښوونځی کال په اوږدو کې، کله چې یو ماشوم له پروګرام څخه وو وځی، نو د انتظار لیست څخه بل ماشوم راخیستل کیږي او په ټولګی کې شاملیږي.
دا به څرنګ وي که زما د کورنۍ عاید د ټاکلی حد څخه زیات وی؟
پری سکول پروګرام لپاره د وړوالی موندلو په موخه کورنی باید د عاید په شرایطو برابر وي.
وروسته له هغی چی ټول وړ ماشومان شامل شي، که په ټولګیو کې خالی ځای پاتې شي، نو ممکن هغه کورنۍ هم ومنل شي چې عاید یی وي.
له ټاکل شوي حد څخه د زیات عاید لرونکو ماشومانو منل کیدنه تر جولای میاشت پورې نه پیل کیږي، ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې وړوالی لرونکی کورنی د غوښتنلیکونو بشپړولو لپاره وخت لري.
دا پروګرام د مجموعی نوم لیکنو څخه د هغه خلکو لپاره یوازی 10٪ سلنه پورې محدود دۍ چی د عاید کچه یی زیاته وي.
څه به وي، که زه د ښوونځی د حاضرۍ سیمې څخه بهر اوسیږم؟
هغه ماشومان چې د ابتدایهٔ ښوونځي د پری سکول پروګرام په حدودو کې ژوند نه کوي، د ښوونځي ساحې څخه بهر ګڼل کیږي. له حدودو څخه بهر هغه ماشومان چی مور/پلار یی ټرانسپورت برابرولو ته رضایت ښکاره کوي یا څوک چی د ښوونځي په حدودو کې د ورځی لخوا د پاملرنې پروګرام لري، ممکن په پروګرام کی ومنل شي که چیرته د ټولو وړ ماشومانو له شاملیدو وروسته خالی ځای پاتې شي.
د ساحې یا حدودو څخه بهر د ماشومانو منل کیدنه تر جولای میاشت پورې نه پیل کیږي، ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې په حدودو کې وړ زده کوونکي د غوښتنلیکونو بشپړولو لپاره وخت لري.
د حدودو څخه بهر ماشومان د ښوونځي لپاره د انتظار په لیست کې ځای په ځای کیږي چې د هغوي کور څلور خواو ته په پنځه میله واټن کې دننه وي.
د پروګرام په اړه عمومی پوښتنې
د پری سکول ټولګي کله پیل کیږی؟
د پری سکول ټولګی د 2025 کال د اګست په 20مه یا 21مه نیټه پیل کیږی.
د پری سکول ټولګي په کومو ساعتونو کی وي؟
د ټولګی ساعتونه ښوونځی تر ښوونځی توپیر لری او د ټرانسپورت څانګی لخوا ټاکل کیږی.
د پری سکول ډیری ټولګی په ورځ کې تر 6 ساعتونو پوری وی، یو څو د سهار او ماسپښین ټولګي دی چی 3.5 ساعته دوام مومي.
زما ماشوم د ښوونځی کومو توکو ته اړتیا لری؟
د پری سکول ماشومان د ښوونځی یو بیګ یا کڅوړي ته اړتیا لری چې یوازې دومره غټ وی چې یو فولډر پکی ځای شی. د ښوونځی نور ټول توکی د (هیډ سټارټ یا ویرجینا د نوښت (Head Start / VPI) پروګرام لخوا ورکول کیږی.
آیا د پری سکول پروګرام ماشومان کولای شی چی د ښوونځی عمر لرونکی ماشومانو د پاملرنی پروګرام کې ګډون وکړي؟
د پری سکول ماشومان د SACC پروګرام لپاره مستحق نه دی.
هغه کورنۍ چې د پری سکول پروګرام ساعتونو څخه مخکی یا وروسته د ماشومانو پاملرنې ته اړتیا لری، هغوي کولی شی چی د ماشومانو د پاملرنې د موجوده پروګرامونو په اړه د معلوماتو لپاره له فاونډیشن فرسټ / Foundation First اداری سره اړیکه ونیسی.
- د ټلیفون شمیره: 571-287-7600 (له زنګ وروسته د 3 تڼی کیکاږئ)
- بریښنالیک: [email protected]
که زه د خپل ماشوم د خبرو اترو کولو یا نشونما موندلو په اړه اندېښنه ولرم، نو له چا سره اړیکه ټینګه کړم؟
که تاسو د خپل ماشوم د خبرو اترو یا نشونما موندلو په اړه اندېښنه لرئ نو د معاینی په اړه د معلوماتو لپاره د پری سکول ماشوم ارزونې مرکز سره په 8857-791-703 شمیره اړیکه ټینګه کړئ.
زما ماشوم د پری سکول په پروګرام کې څه زده کوی؟
د پری سکول پروګرام د هاي سکوپ ( HighScope)، سیکنډ سټیپ (Second Step)، او د کانشس ډسپلین (Conscious Discipline) درسی نصاب کاروی ترڅو زده کوونکو سره په اکاډمیکی، ټولنیزه او احساساتی توګه وده موندلو کی مرسته وکړی.
د پری سکول د درسی نصاب خدمتونو په اړه لا زیات معلومات دلته ترلاسه کړئ.
آیا ټول ماشومان د بس ټرانسپورټ ترلاسه کوی؟
د پری سکول زده کوونکي چې د ښوونځي د حاضري په حدودو کی اوسیږي، یا د ښوونځي د حاضري په حدودو کی پالونکی، کولی شي د بس ټرانسپورټ ترلاسه کړي. والدین باید خبر وی چی:
- د ښوونځی ګرد چاپیره یو میل سیمه د پیاده تګ ساحه ګڼړل کیږي. هغه زده کوونکی چی د پیاده تګ راتګ په ساحه کی دي، د بس ټرانسپورت نه ترلاسه کوی.
- د بس تم ځایونه د ټرانسپورت څانګی لخوا مشخص کیږی. د پری سکول زده کوونکی د هغوی د کورونو مخې څخه اخیستل کیږی.
څه پیښیږی، کله چې د پرنس ویلیم کاونټی ښوونځي تړلی وي یا په ځنډ سره پرانیستل کیږی؟
کله چې د ښوونځيو په ځنډ سره پرانیستل یا له وخت څخه مخکی تړل اعلان شي، دا په اتوماتيک ډول د پری سکول پروګرام په مهالویش کی هم بدلون رامنځ ته کوي. والدین/سرپرستان باید د ښوونځيو د تړل کیدو او په ځنډ سره د پرانیستلو په تړاو د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو کړنلاری تعقیب کړي.