د غوښتنلیک پروسی په اړه معلومات

د پری سکول پروګرام د غوښتنلیک پروسه

په پری سکول پروګرام کی نوم لیکنې د فبروري له 1 څخه د جون تر 30 مې نېټې پورې پرانیستی دي.

‎1 پړاو: کورنۍ د پری سکول پر وګرام آنلاین غوښتنلیک بشپړوي. 

د آنلاین نوم لیکنې بشپړولو لپاره د اړتیا وړ اسناد:

  • د کورنۍ د عاید ثبوت
  • د استوګنې ثبوت
  • د ماشوم د زېږون تصدیق پاڼه
  • د والدینو/ سرپرست انځور لرونکې پېژندپاڼه
  • د ماشوم د واکسینونو سوابق او فزیکي معاینه

که مرستې ته اړتیا لرئ، مهرباني وکړئ د پری سکول پروګرام دفتر سره د 8708-791-703شمېرې یا [email protected] برښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ تر څو د حضوري یا ټیلفوني غوښتنلیک بشپړولو لپاره وخت وټاکئ.

د پری سکول پروګرام اوسني والدین دې د بل ماشوم شاملولو لپاره د پری سکول پروګرام دفتر ته زنګ ووهئ.

هغه اسناد چې د عاید د ثبوت په توګه منل کېږي

 د منل کېدو وړ عاید اسنادو کې لاندې موارد شامل دي:

  • ستاسو د تېر کال د عاید د مالیاتو کاپي
  • W-2 اسناد
  • د معاش وروستۍ پاڼه (پی سټب)
  • د ماشوم څخه د ملاتړ اسناد
  • د عامه مرستې معلومات: TANF، SNAPیا د SSI اسناد
  • د دندی ګومارونکي لخوا لیک چې نا خالص یا مجموعی عاید څرګندوي
  • د تقاعدی اسناد

هغه اسناد چې د استوګنې د ثبوت په توګه منل کېږي

له نوم لیکنې څخه مخکې د پتې ټول درې ثبوتونه وړاندې کول اړین دي: یو اصلي سند او دوه د استوګنی ملاتړی یا تاییدوونکي اسناد.

اسناد باید اوسمهاله وي (د تېرو دوو میاشتو دننه) او د والدینو یا سرپرست بشپړ نوم او پته باید پکې لیکلی وي.

د استوګنې لومړنی ثبوت:

  • اجاره
  • د کرایې تړون،
  • TANF، SNAPیا د SSI بیانیه یا
  • قرارداد

د استوګنې دوه نور ثبوتونه:

  • د والدینو د موټر چلونې جواز،
  • د موټر د ثبتولو سند،
  • د اوبو او برېښنا بل،
  • د ملکیت د مالیې بل یا
  • بل رسمي بل یا سند چې د اوسیدونکي او د والدینو نوم پکې موجود وي

فزیکي معاینات او د واکسینونو معلومات

د وړکتون ماشومان باید له ښوونځي مخکې بشپړه فزیکي معاینه او د واکسینونو بشپړ سوابق ولري. کورنۍ کولای شي معلومات د بنسټیزه غوښتنلیک پر مهال یا په رسمی ډول د منلو کیدو وروسته وسپاري.

فزیکي معاینات باید:

  • د ښوونځي د فزیکي روغتیا په اړینه فورمه کې ثبت شي
  • په تېرو 12 میاشتو کې بشپړ شوې وي
  • د نري رنځ د معاینې/سکریننګ، د سربو د معاینې او هېموګلوبین د معاینې په ګډون
  • د عمر له مخې ټول اړین واکسینونه باید پکې شامل وي (د ښوونځي، پری سکول، یا د ماشوم پاملرنې مرکز ته د تګ لپاره د لږ تر لږه غوښتنو سره سم). د اړین واکسینو لسټ (PDF) وګورئ.

‎2 پړاو‎: د پری سکول دفتر د غوښتنلیک په اړه خبری اتری کولو لپاره کورنیو سره اړیکه ټینګوي

د پری سکول د کورنیو  د خدمتونو کارکوونکي د وړوالی معلومولو لپاره هرې کورنۍ سره مرکه ترسره کولو لپاره وخت مهالویش کوي، او د غوښتنلیک له لارې سپارل شوي اسناد څیړي. کورنۍ باید د خپل ماشوم د غوښتنلیک تعقیبولو لپاره دوه اونۍ وخت صبر وکړي.

تر هغې چې ټول اړین اسناد نه وي سپارل شوي، غوښتنلیک بشپړ نه ګڼل کېږي. 

3 پړاو: د پری سکول پروګرام غوښتنلیکونه د انتظار په لېسټ کی اچول کیږي، کله چی ومنل شي، کورنیو ته به خبر ورکړل کیږي.

له کورنیو سره په ګډه د ارزونې وروسته، غوښتنلیکونه د ټاکل شوي ښوونځي د انتظار لېست ته شاملېږي. د انتخاب بهیر د اپرېل له میاشتې پیلېږي او تر هغې دوام کوي چې ټولګي ډک شي.

  • کورنۍ د منلو رسمي خبرتیا د کورنۍ د خدمتونو کارکوونکي لخوا د بریښنالیک له لاری ترلاسه کوي.
  • ماشومان د نوم لیکنې له معیارونو سره سم منل کېږي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې ډېر اړمن ماشومان لومړیتوب ترلاسه کوي.
  • هغه ماشومان چې د ښوونځي د حاضری سیمې کې اوسيږي، هغوي ته لومړیتوب ورکول کېږي.
  • هر ټولګی تر 19 پورې ځایونه لري، او د خالي کېدو پر مهال د ځایونو ډکولو لپاره د انتظار لېست ساتل کېږي.
  • د غوښتنلیک ډکول دا ضمانت نه کوي چې ستاسو ماشوم به د پری سکول پروګرام ته ومنل شي.

د منلو وړ اضافي معلومات

د نوم لیکنی لپاره معیار

ماشومان د نوم لیکنې له معیارونو سره سم منل کېږي، تر څو دا ډاډ ترلاسه شي چې هغه وړ ماشومان چې تر ټولو زیاتې اړتیاوې لري، لومړیتوب ورکول کېږي.

ماشومان "لومړئ راشئ، لومړئ تر لاسه کړئ" پر بنسټ نه منل کېږي.

د نوم لیکنې معیارونه او د وړتیا شرطونه د فډرالي او ایالتي لارښوونو، Head Start پروګرام او د ورجینیا د وړکتون طرحې (VPI) له‌خوا ټاکل کېږي.

د انتظار لېسټ

د غوښتنلیک تر بشپړېدو وروسته، ټول ماشومان د انتظار لېسټ کی اچول کیږي. د اپرېل له میاشتې څخه د هر ښوونځي د انتظار لېستونه بیاکتل کېږي او ماشومان د نوم لیکنې د ټاکل شویو معیارونو او د وړتیا شرطونو (عمر، عاید کچې او د اوسېدو پتې) پر بنسټ منل کېږي.

د پری سکول پروګرام په هر ټولګي کې تر 19 پورې ځایونه شتون لری او د ځایونو د خالي کیدو په صورت کې د هغوی د ډکولو لپاره د انتظار لېستونه ساتل کېږي.

د غوښتنلیک بشپړول دا ضمانت نه کوي چې ستاسو ماشوم به د پری سکول په پروګرام کی منل کیږي.

له حده لوړعاید

کورنۍ باید د  عاید شرایطٔ  پوره کړي تر څو پری سکول پروګرام لپاره په شرایطو برابر وګڼل شي. که له ټولو وړ ماشومانو منل کیدو وروسته لا هم په ټولګیو کې ځای خالی پاتې وي، نو ښايي د هغو کورنیو ماشومان هم ومنل شي چې عاید یې له ټاکلي حده لوړ وي.

پروګرام یوازې 10% د هغو کسانو لپاره محدود شوی چې عاید یې له ټاکلي حده لوړ وي.

له ښوونځی حدودو بهر

هر ابتدایه ښوونځی د پری سکول پروګرام نه لري. هغه ماشومان چې د ابتدایه ښوونځي د حاضری په سیمې کې اوسېږي او خدمت ترلاسه کوي، لومړیتوب ورکول کېږي.

هغه ماشومان چې د ابتدایه ښوونځي د خدمت ساحې کې نه اوسيږي، د پری سکول پروګرام لپاره له ساحې بهر ګڼل کېږي. هغه ماشومان چې د خدمت له ساحې څخه بهر دي او د هغوي والدین چمتو دي ټرانسپورت برابر کړي یا په ښوونځي پورې اړوند ساحه کې د ماشوم پاملرنې چمتو کوونکی ولري، ښايي ومنل شي که د ټولو وړ ماشومانو تر نوملیکنې وروسته ځای خالی پاتې وي.

له ساحې بهر ماشومانو منل له جولای میاشتې مخکې نه پیل کیږي، تر څو د سیمې دننه وړ ماشومانو ته د غوښتنلیک د بشپړولو لپاره کافي وخت ورکړل شي.

له ساحې بهر ماشومان د خپلو کورونو په پنځه میله شاوخوا کې د ښوونځیو د انتظار لېستونو ته شاملېږي.

ځانګړې زده کړی

د وړکتون پروګرام 10% ځایونه د معلولیت لرونکو زده‌کوونکو لپاره ځانګړي کړي دی. پروګرام د  ماشوموالی د ځانګړي زده کړو دفتر  څخه مراجعین تر لاسه کوي. که ستاسو ماشوم اوسنی انفرادي زده کړي پلان (IEP) لري، مهرباني وکړئ خپل د ځانګړو زده‌کړو ښوونکي سره اړیکه ونیسئ تر څو دا معلومه کړئ چې آیا د عمومي زده‌کړې پری سکول ټولګی ستاسو د ماشوم لپاره مناسب دی او که څرنګ.

د خپل ماشوم د وینا یا نشونما په اړه اندېښنه لرئ او د سکرینینګ په اړه لا زیات معلومات غواړئ؟ یا آیا ستاسو ماشوم په بله تعلیمی اولسوالی کې انفرادي زده کړی پلان (IEP) لري؟

که هو، مهرباني وکړئ د پری سکول ماشوم ارزونی مرکز  سره په 8857-791-703 شمیره اړیکه ټینګه کړئ.

‎4 پړاو: په پروګرام کی له منل کېدو وروسته، کورنۍ  د ښوونځي د نوملیکنې پروسه بشپړوي

کله چې کورنۍ په رسمي ډول د پری سکول پروګرام ته ومنل شي، نو کورنی د ګمارل شوي کورنیو خدمتونو کارکوونکي سره یو ځای کار کوي تر څو د ښوونځي لپاره ټول اړین اسناد وسپاري. په پرنس ویلیام کاونټۍ عامه ښوونځیو کې د نوم‌لیکنې لپاره د آنلاین نوم لیکنی او د لارښوونی پروسې په اړه لا زیات معلومات لاندې ځائ کی وګورئ.

کورنۍ کولای شي اړین اسناد د برښنالیک لاری، په مستقیم ډول د اپلوډ کولو لا لاری، د لیکلی پیغام یا په حضوري ډول وسپاري. د نورو معلوماتو لپاره د پری سکول پروګرام دفتر سره د 703-791-8708 شمېرې یا [email protected] برېښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ.

د نوم لیکنې په پروسه کې لاندې برخی شاملی دي:

د پرنس ویلیم کاوڼی ښوونځیو د پری سکول پروګرام آنلاین نوم لیکنه

کله چې کورنۍ په رسمي توګه ومنل شي، هغوی به د PWCS د زده کوونکو آنلاین نوم لیکنه بشپړوي. والدین باید د ښوونځي د نوملیکنې پروسه بشپړولو لپاره ParentVUE حساب کی ځان راجسټر کړي.

والدین "د پری سکول د نوم لیکنی" آنلاین کڅوړه انتخابوي تر څو آنلاین نوم لیکنه پیل کړي، د سم تعلیمي کال انتخابولو ډاډ تر لاسه کړئ.

  • د پېژندنې پاڼه به ستاسو د زده کوونکي لپاره د آنلاین نوم لیکنې په اړه مهم معلومات څرګند کړي، چې په هغوی کې د پرېنس وېلیم کاونټۍ عامه ښوونځیو کې د نوم لیکنې د سرچینو او مقرراتو په اړه ګټور لېنکونه هم شامل دي. مخکې له دې چې نوم لیکنه پیل کړئ، په دې پاڼه کې موجود معلوماته وګورئ، وروسته پر دوام تڼی کلېک وکړئ.
  • لارښوونه تعقیب کړئ او پر ثبتول او دوام ورکول تڼۍ کلېک وکړئ چې د هرې پاڼې په ښکته برخه کې ده، تر څو وړاندې لاړ شئ. هر ګام چې بشپړېږي، د برخې د نوم تر څنګ به یو شین رنګه چېک باکس را څرګند شي.
  • د آنلاین نوم لیکنې لپاره اړوند معلومات دلته وګورئ.

والدین باید لاندې اسناد اپلوډ کړي:

  • د ماشوم د زېږون د سند کاپي
  • د استوګنې ټول اړین ثبوتونه
  • د والدینو د انځور لرونکې پېژندپاڼې کاپي
  • د واکسیناسیون سوابق/ریکارډ
  • فزیکي معاینات

د ParentVUE حساب جوړولو، د آنلاین نوم لیکنې یا اړوندو اسنادو د بشپړولو په برخه کې د مرستې لپاره، مهرباني وکړئ د پری سکول پروګرام دفتر سره اړیکه ونیسئ.

والدینو ته لارښوونه

له والدینو څخه غوښتنه کېږي چې د پری سکول د والدینو د لارښوونی ویډیوګانې وګوری او د پری سکول پروګرام د پالیسیو په اړه د لا ډېرو تفصیلی معلوماتو لپاره د والدینو لارښود یا لاسی کتاب (PDF) ته مراجعه وکړي. کله چې دا کار بشپړ شي، والدین خپل د کورنیو د خدمتونو کارکوونکي ته خبر ورکوي او کارکوونکی به د لاسلیک کولو لپاره والدینو ته د هغوی د مسؤولیت او رضایت فورمې واستوي.

طبي معلومات

په ښوونځي کې له نوم لیکنې څخه مخکې باید د فزیکي معایناتو او د واکسینونو بشپړ ریکارډ/سوابق وسپارل شي. که ماشومان روغتیایي ستونزې یا له خوړو سره حساسیتونه لري، اضافي فورمونه سپارلو ته به اړتیا وي.

د تعلیمي کال په اوږدو کې به د پری سکول پروګرام دفتر له کورنیو سره کار وکړي تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې د هغوی ماشومانو د غاښونو معاینې او اړین طبي چاری ترسره کړي دي.

د کور کې د ښوونکي لومړئ لیدنه

مخکې له دې چې ماشومان ټولګي پیل کړي، ښوونکی به یی د کور یوه لیدنه بشپړه کړي. د ښوونځي له پیل کېدو څخه یوه اونۍ مخکې د کورنیو سره لیدنی مهالوېش کیږي. په کور کې لومړنۍ لیدنه د کورنیو لپاره یو غوره وخت دی تر څو د خپل ماشوم په اړه معلومات شریک کړي، پوښتنې وکړي او د ښوونکي په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.

کورنیو ته په کور کې د لیدنې پر مهال معمولا د بس په اړه معلومات ورکول کېږي.