
د پری سکول پروګرام ټولګي
زمونږ د پری سکول ټولګي د 17 څخه تر 19 پوری زده کوونکي لري. د آیالت لخوا منظور شوی درسی نصاب د ماشومانو سره له اکاډمیکی، ټولنیز او احساساتی پلوه مرسته کولو لپار کارول کیږي. زده کوونکي د زړه پورې فعالیتونو، عملی کارونو، او پوښتنو کولو له لارې د ژبې او سواد آموزی، ریاضي، سایٔنس، مدني، او تخلیقي هنرونو او فیزکی حرکتونو مهارتونو کې وده موندونکی مهارتونه ترلاسه کوي.
د ښوونی ټیم
ښوونکي د ویرجینیا ایالت له لخوا جواز لري او د ښوونکو مرستیالان اړ دي چې د کالج او / یا د ماشومتوب لومړني زده کړې کورسونو برخو کی څه نا څه اسناد ولري. د ښوونکو ټیم د ښوونځي کال په اوږدو کې دوامداره روزنه ترلاسه کوي او زمونږ د ښوونی، ټولنیز-احساساتي، روغتیایی او تغذیې د متخصصینو ټیم لخوا ملاتړ ترلاسه کوي.
د پری سکول پروګرام درسی نصاب
ماشومان هغه وخت په ښه توګه زده کړه کوي کله چې هغوي په داسی تعلیمی فعالیتونو یا کارونو کې ګډون کوي چې د هغوي په ذهني، فزیکي، ټولنیز او احساساتي نشونما کی مرسته کوي. د های سکوپ (HighScope) درسی نصاب په ځانګړي توګه د ماشومانو لپاره ډیزاین شوی دۍ چی په هغوي کی دا مهارتونه رامینځته کړي.
که تاسو په ټولګی کی شاوخوا ته پام وکړئ، تاسو به وو وینی چې ماشومان د کوچنی ډلو، لویو ډلو په شکل کی، یا د بل ماشوم یا ښوونکی سره یو په یو لوبې کوی. دا هغه څه دی چې له لاری یی هغوي فکر کول، خبرې کول زده کوی او خپل بدن کاروي. ماشومان د بیلابیلو فعالیتونو په تر سره کولو سره لوبی کوي لکه هنر، ډرامه، د بلاکونو جوړول، څیزونه یو بل سره برابرول، ترتیب کی کول، لیکل او لوست کول.
هغه توکي او فعالیتونو چې د مهارتونو په رامینځته کولو کی مرسته کوي، په بیلګو کی یی لاندې ذکر شوي شامل دي:
- د معما یا پزل حل کول، توکی له یو بل سره برابرول او د حافظې لوبې، شکلونه او رنګونه ادراکي (فکري) مهارتونو رامینځته کولو کې مرسته کوي.
- کیسې کتابونه، انځوریز کارتونه، له ملګرو سره خبرې کول او ډراماتیک لوبې د ژبې مهارتونه پیاوړي کوي.
- درې چرخه سایکلونه، د لوبو ډګر یا ځائ، نڅا (ګډا) او ورزش د بدن حرکتی مهارتونه رامینځته کولو کی مرسته کوي.
- د لیګو ګیم، قیچي کارول، رنګونه، مری (موتی)، معماوې یا پزلونه، د خټو توکی او رسم کول د بدن حرکتی مهارتونه رامینځته کوي.
- د خپل ځان د پاکوالي خیال ساتل، د کور په څیر خواړه، د تړولو توکو سره تمرین کول لکه (زیپر، توکمی، تڼۍ او د بوټانو تسمې) ځان سره د مرستې کولو مهارتونه رامینځته کوي.
- د ګروپ په شکل لوبې، د ټولګي توکی (بلاکونه، ځان چمتو کولو توکی، د شګو/اوبو میز) ټولنیز مهارتونه پیاوړي کوي.
د پری سکول د درسی نصاب په اړه لا زیات معلومات دلته ترلاسه کړئ:
د زده کوونکی ارزونی
د ماشومانو مهارتونه د مشاهده کولو لا لاری د هغوي د زده کړې فعالیتونو په بهیر کې ارزول کیږی. ماشومان په دوام داره توګه ارزول کیږي او ماشومان په کال کې درې ځلی په رسمي توګه په ریاضیاتو، ساینس، فزیکي نشونما، زده کړې ته د هغوي تګلاره، ټولنیز/احساساتي وده او سواد آموزی برخه کې ارزول کیږي. د دې ارزونو په اړه معلومات د والدینو / ښوونکو په کنفرانسونو یا لیدنو کې شریک کیږی.
برسېره پردې، د وړکتون ټولګی څخه وړاندی، هغه زده کوونکی چې د نوم لیکنې پر مهال یې د انګلیسی ژبې پرته کومه بله ژبه د کورنی یا مورنی ژبی په اړه په ډاګه کړي وي، هغوي به ارزول کیږي تر څو د انګلیسی ژبې د مهارت کچه یی معلومه کړل شي.
د ورځني مهالویش نمونه
د درسی نصاب په کارولو، ښوونکی هر ورځ درسی پلانونه جوړوی کوم چې مختلف ډول عملی تجربې/کارونه وړاندې کوی. درسی پلانونه په اونیزه ډول په هر ټولګی کې کی ځای پر ځای کیږی. د ټولګی عادی ورځنی معمول په لاندی شکل وی (د بشپړې ورځې ټولګیو لپاره):
سهار
- 5 څخه تر 10 دقیقو پوری را رسیدل/روغبړ
- 5 څخه تر 10 دقیقو پوری د دماغو زده کړی لپاره چمتو کول
- 15 څخه تر 20 دقیقو پوری د سهار خواړه
- 5 څخه تر 10 دقیقو پوری د غاښونو برس کول
- 5 څخه تر 10 دقیقو پوری د غټ ګروپ په شکل لارښوونه
- 5 څخه تر 10 دقیقو پوری د کوچنی ګروپ په شکل لارښوونه
- 30 دقیقې بهر لوبې
ماسپښین
- 60 دقیقی د فعالیت تر سره کولو وخت
- 20 څخه تر 30 دقیقو پوری د غرمی خواړه
- 60 دقیقی د آرام کولو وخت
- 10 څخه تر 15 دقیقو پوری د سواد زده کړی موده
- 30 دقیقی د فعالیت په دویم ځل کول
رخصتیدل
د کورنیو ښکیلتیا
والدین د پری سکول پروګرام یوه اړینه برخه دي. څیړنې داسی په ډاګه کوي چې په ښوونځیو کې د والدینو ښکیلتیا د زده کوونکو د ښه چلند، لوړ اکاډمیکی لاسته راوړنو او د پراخه ټولنیزو مهارتونو سره له نږدې څخه تړاو لري. د ماشوم په زده کړه کې ښکیلتیا په لاندې کارونو تر سره کولو سره پیل کیږی:
- د دی خبری ډاډ رامینځته کول چې ماشومان هره ورځ ښوونځی ته حاضريږي، پرته له دی که چیرته هغوي ناروغه وي
- د ښوونځی په اړه ماشومانو سره مثبتې خبرې اتری کول
- د ماشومانو سره هره ورځ په ګډه لوست تر سره کول
- د ماشومانو سره لوبې کول ، خبرې اتری کول ، او زده کړه تر سره کول
- د والدینو/ ښوونکی تر مینځ کنفرانس (خبرو اترو) کی ګډون کول
کورنۍ هڅول کیږي چې په ښوونځي کې د رضاکار په توګه دنده تر سره کولو، په اکاډمیکی سفرونو کې مرسته کولو او د پری سکول د پالیسۍ په شورا کې خدمت تر سره کولو کی هم ګډون وکړي.
د ښوونځي حاضري
ماشومان باید هره ورځ ښوونځی ته حاضر شي، پرته له دی که ناروغه وي. کله چې ماشومان غیر حاضر وی، نو زده کړې تر سره کولو او د ښوونځی له معمول سره اشنا کیدو کی له ستونزی سره مخ کیږي. کله چې ماشومان ډیری وخت غیر حاضری تر سره کوي، نو هغوي د خرابی حاضری عادت اخلی چی ماتول یې ستونزمن کار دۍ. د حاضری ښه عادت جوړولو کی د خپل ماشوم سره مرسته وکړئ تر څو په پری سکول کې بریالی شی!
د حاضری مثبت عادت جوړولو لپاره لارې چارې:
- خپل ماشوم سره د هغه ټولو خوندورو او په زړه پورې څیزونو په اړه خبرې وکړئ چې هغوي به یی په ښوونځي کې ترسره کوي.
- مخکې له دې چې ښوونځی پیل شی، د ټولګی لومړۍ ورځې ته حساب ونیسئ.
- دا ډاډ رامینځته کړئ چې د ښوونکي د کور څخه د بنسټیزه لیدنی په وخت کی ستاسو ماشوم موجود وي.
- روزمره د خوب منظم وخت او د سهار پاسیدو لپاره وخت وټاکئ.
- د شپې څخه د ماشوم د ښوونځی جامې برابری کړۍ.
- خپل ماشوم ته یادونه وکړئ چې هغوي به له ښوونځی وروسته بیرته کور ته راځی (د پری سکول زده کوونکو لپاره کله کله دا اندیښنه چې هغوي به له ښوونځي وروسته چیرته ځي، د ویری لامل کیږي).
- د خپل ماشوم ښوونځي ته وړولو (یا د ښوونځي وروسته) بیرته اخیستلو لپاره یو احتیاطي پلان جوړ کړئ، که چیرته کومه پیښه رامینځته کیږي.
- د ډاکټر لیدنی او رخصتیانی په هغه وخت کی مهالویش کړئ، کله چې ښوونځي نه وي.
- که ستاسو ماشوم ښوونځي ته د تګ په اړه اندیښمن وي، د سلا مشورو او د مرستی لپاره د ښوونکي سره خبرې وکړئ.
د مور/ پلار مسؤلیت:
- که چیرته ستاسو ماشوم به له ښوونځی څخه غیر حاضر وي، نو د ښوونځی دفتر او د کورنۍ خدمتونو کارکوونکی ته د سهار له 9 بجو څخه وړاندی خبر ور کړئ.
- د غیر حاضری لامل ذکر کولو سره ښوونځی ته یو نوټ ولیږئ.
- کله چې ماشومان پرته له کوم دلیل 3 یا زیاتې ورځې غیر حاضرې شي او کورنۍ یی کوم ځواب نه ورکوی، د کور څخه لیدنه ترسره کیږی ترڅو ډاډ ترلاسه شی چې ماشومان خوندی دی او د غیر حاضرۍ لاملونه هم معلوم شی.
د ډاکټر نوټ یا یاداښت ته به اړتیا وي کله چی:
- د ناروغی له امله ماشومان پرله پسی 3 یا زیاتی ورځی غیر حاضر شي،
- ماشومانو جراحی عملیات تر سره کړی اوسی یا په روغتون کې بستر شوی وي،
- ماشومان ساری ناروغی ولری، یا
- کله چی د ناروغۍ له امله ماشومان په مکرر ډول غیر حاضری ولري (د تعلیمی کال په اوږدو کې 10 یا زیاتې ورځې غیر حاضری)
کمزوری حاضری:
- 10 سلنه غیر حاضری تر سره کول (په میاشت کې یو یا دوه غیر حاضری)
- د تعلیمی کال په اوږدو کې 10 یا زیاتی نا عذر شوی غیر حاضری
- په مکرر ډول ښوونځی ته په ځنډ سره تګ یا له وخت مخکی له ښوونځی څخه تلل (په یوه اونۍ کې له یو ځل څخه زیات ځلی)
- ماشومان ممکن له ښوونځی څخه و ایستل شي کله چې هغوی کمزوری حاضری ولری یا په مکرر ډول په ځنډ سره ښوونځی ته حاضر شي
- 15 پرله پسې ورځو لپاره له غیر حاضری وروسته، ماشومان په اتومات ډول له ښوونځی څخه ایستل کیږی
د PWCS د حاضرۍ پالیسۍ په اړه لا زیات معلومات دلته ولولئ.
په ټولګی کی رضاکارانه چاری تر سره کول
والدین هڅول کیږی چې په پری سکول ټولګی کې په رضاکارانه شکل چاری تر سره کړي. د پری سکول رضاکار د کړنلارو او پالیسو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د رضاکار لاسی کتاب او د رضاکار روزنیزه ویډیو وګورئ. د پوښتنو لپاره یا په پری سکول ټولګی کې د رضاکار په توګه چاری ترسره کولو لپاره د کورنۍ د خدمتونو کارکونکي یا ښوونکي سره اړیکه ټینګه کړئ.
د ټولنی د سرچینو لارښود
د پرنس ویلیم کاونټي په سیمه کې د ټولنې د هغو سرچینو لیست چې ډیری وختونه غوښتل کیږي:
کورنی دا هم کولی شي چی 211.org ویب پاڼی ته لاړ شي یا د ټولنی د سرچینو په اړه د معلوماتو لپاره 211 شمیری سره اړیکه ټینګه کړي.
د کورنیو د خدمتونو کارکوونکي
هری کورنی ته د کورنیو د خدمتونو کارکوونکی (FSW) ګمارل شوي دۍ څوک چی د کورنیو، ښوونځی او ټولنې تر مینځ د اړیکی په توګه دنده تر سره کوی. FSW یو مرسته کوونکی کس دی او یوه داسی سرچینه ده چې د ماشومان اړینو خدماتو ته د لاسرسی لرلو ډاډ رامینځته کوي.
د کورنیو د خدمتونو کارکوونکی (FSW) د لاندې چارو مسؤلیت په غاړه لري:
- د لیوالتیا لرونکو کورنیو سره په ګډه د غوښتنلیکونو بشپړول
- د والدینو سره د نوم لیکنې په پروسه کې مرسته کول
- د معلوماتو هممهاله ساتلو لپاره د اسنادو کتل
- د زده کوونکو د حاضری څارنه
- د اړینو ټولنیزو مرجعو یا سرچینو وړاندی کول
د کورنیو د خدمتونو کارکوونکی د هرې کورنۍ کور ته ځی یا ورسره کنفرانسونه/لیدنی تر سره کوی. د لیدنو پر مهال، کورنۍ دا فرصت لري چې په محرمانه شکل د کورنۍ د پياوړتیاوو او اړتیاوی په اړه خبری اتری وکړي، د کورنۍ د موخو په اړه بحث وکړي، او د ټولنې د سرچینو غوښتنه وکړي (لکه د خوړو، جامو، طبي پاملرنې یا د بالغ کسانو زده کړی).
د پالیسۍ جوړولو شورا
د پری سکول پروګرام د پالیسی جوړونکی شورا لخوا اداره کیږی چې د والدینو استازي، د ټولنې غړی، او د ښوونځی بورډ لخوا یو ټاکل شوی غړی پکی شتون لري. دغه شورا دا پریکړی کوی چې دا پروګرام به څرنګه چاری پرمخ وړي او د پروګرام د چارو په اړه په میاشتنی ډول راپورونه ترلاسه کوی.
د پالیسۍ شورا د هرې میاشتې په دریمه پنجشنبه د ماسپښین له ۱ څخه تر ۲ بجو پورې د پری سکول په دفتر کې ناسته تر سره کوی. د دی شورا غړی دا اختیار لری چې په مجازی ډول یا له مخامخ څخه ناسته تر سره کړي.
د پری سکول هر ټولګی د روان تعلیمی کال لپاره د والدینو یو استازی ټاکی ترڅو په شورا کې دنده تر سره کړی. استازی د ټولنې او د ماشومتوب د زده کړو پروګرام سره خپل نظرونه او مفکوری شریکوی.
مهربانی وکړی د لا زیاتو معلوماتو لپاره د پری سکول پروګرام دفتر سره په (8708-791-703) شمیری اړیکه ټینګه کړئ.
روغتیا او تغذیه
د پری سکول پروګرام د روغتیا ټیم د دی ډاډ رامینځته کولو هڅه کوي چې ټول ماشومان د اړتیا وړ روغتیايي او د غاښونو پاملرنی ته لاسرسی لري. هغوي د زده کوونکو طبی دوسیې ګوری او هر هغه کورنۍ چې طبی پاملرنې ته اړتیا لری د ټولنې سرچینو ته یی وړاندې کوی.
د پری سکول پروګرام د تغذیې ټیم د PWCS د تغذیې څانګی سره په ګډه کار کوي ترڅو دا ډاډ ترلاسه کړي چې په پری سکول کې وړاندی کېدونکي خواړه صحي دی، (کمه بوره، مالګه او غوړ )، او د مغزی زړو او د خنزیر غوښی څخه پاک دي. د خواړو څانګه ځانګړي مینو هم جوړوي کله چې ماشومان د خوړو سره حساسیت ولري یا مذهبي غوره توبونه ولري.
د ناروغی پالیسی
کله چې ماشومان ناروغ وی، مهربانی وکړئ ښوونځی ته زنګ ووهئ او ورڅخه غوښتنه وکړئ چې ښوونکی ته د ماشوم د ناروغۍ په اړه خبر ورکړی. ماشومانو باید ورځ ښوونځی ته حاضر شي، پرته له دی که په تېرو 24 ساعتونو کې یې د لاندې ذکر شویو څخه کوم حالت درلودلی وي:
- تبه (100 درجه یا زیاته چی د خولې له لارې اخیستل شوي وي)
- اسهال یا نس ناستی (په پرله پسې ډول دوه ځله غایطه مواد خارجول)
- کانګې کول
- د پوزې ګړنګ/بلغم چی له عادی حالت څخه شین والی ته بدل شوي وي.
که چیرته ماشومانو تبه، کانګې کول، یا نس ناستی درلودی وي، ښوونځي ته د ستنېدو څخه وړاندی هغوي باید په تیرو 24 بشپړو ساعتونو کی د درملو پرته د ناروغۍ هیڅ نښی نښانی یا علایم نه وی درلودلی.
په دی اړه لا زیات معلومات د کله ماشومان باید په کور کی وساتل شي ویب پاڼه کی تر لاسه کړئ.
Medical Requirements
ماشومان نشی کولای چی (د نری رنځ یا توبورکلوز، لیډ (په وینه کی سره زرات)، او هیموګلوبین معایناتو په شمول) د اوسمهاله فزیکی معایناتو پرته ښوونځی پیل کړی.
ماشومان باید په هرو شپږو میاشتو کې د غاښونو د ډاکټر څخه لیدنه وکړي.
که چیرې ماشومان کوم طبي حالت یا د خوړو سره حساسیت ولري، د ښوونځی پیل کولو دمخه به اضافی طبي فورمونه سپارلو ته اړتیا وی.
- د حساسیت به وخت کی د عملی کولو پلان (PDF)
- د ساه تنګی په وخت کی د عملی کولو پلان (PDF)
- د درملو فورمه (PDF) - انګلیسی
- د جټکی ناروغی په وخت کی د عملی کولو پلان (PDF)
که چیرته ماشومان طبي درملنی ته اړتیا لري لکه (د نظر/ د غږ اوریدو معاینات ، اضافي معاینات، د غاښونو درملنه) یا که کورنی په طبي برخو کی مرستې ته اړتیا لري، نو والدین باید د کورنۍ د خدمتونو کارکونکي یا د روغتیا متخصص سره اړیکه ټینګه کړی.
د زده کوونکو خواړه
ماشومان په ټولګی کې د "کورنۍ په څیر" خواړه خوری. خواړه په لویه کاسه یا کنډول کې وړاندې کیږی او ماشومان د ښوونکو په لارښوونه دا زده کوی چې څرنګ میز برابر کړي، خپل ځان ته خواړه واچوي، او له خواړو وروسته ځائ پاک کړي. ټول ماشومان هڅول کیږی چې ورته وړاندې شوی خواړه وخوري، مګر خوړولو لپاره هیڅکله هم نه اړ ایستل کیږی.
د سهار او د غرمی خواړه
- هغو ماشومانو ته په ښوونځی کې د (سهار او غرمی) خواړه پرته د کوم لګښت ورکول کیږی چې وړوالی یی ولري.
- والدین باید د ښوونځی پیل کیدو څخه مخکې د وړیا یا ټیټ لګښت خواړو لپاره آنلاین غوښتنلیک بشپړ کړی.
- هغه کورنۍ چې د وړیا یا ټیټ لګښت خواړو ترلاسه کولو لپاره وړ نه دي، باید د خواړو پیسی ورکولو لپاره د My School Bucks اپلیکشن وکاروي.
بسته بندی شوی خواړه:
- والدین کولی شی خپلو ماشومانو ته د (سهار او غرمی) خواړه په کور کی چمتو کړی او ورسره ښوونځی ته ولیږي. د پری سکول پروګرام د سپک خواړو وخت نه لري.
- له کور څخه راوړل شوي خواړه باید صحی وي (خواږه، کیک، او سوډا راوړل اجازه نلری).
- زده کوونکی کولی شی له ځانه سره د اوبو بوتل راوړی او د تږی کیدو په وخت کی یی بیاځلی په ښوونځی کی ډک کړی.
- خوراکي او د څښاک توکی د نورو سره د شریکولو لپاره ښوونځی ته راوړل اجازه نلري (په رخصتۍ او د زیږیدنې نیټی په مراسمو کی هم).
ټولنیز- احساساتي روغتیا
د پری سکول پروګرام د رواني روغتیا په برخه کی درې متخصصین لري، د هغوي رول دا دۍ چی د ټولنیز - احساساتي روغتیا او رواني روغتیا خدمتونو ته د لاسرسي موندلو په برخه کی کارکوونکو او کورنیو ته معلوماتونه ورکولو کی مرسته وکړي. د روانی/ذهنی روغتیا متخصص په ټولګي کې د ماشومانو ټولنیز - احساساتي پرمختګ څاري او د ماشومانو سره د چلند او احساساتو اداره کولو کې د مرستې لپاره د شعوري ډسپلین مداخلې کاروي. والدین او ښوونکو ته سلا مشوری ورکوي تر څو د ماشومانو سره د احساساتو پیژندلو، مثبتو اړیکو جوړولو، او په سمه توګه د مقابلې کولو مهارتونو ته وده ورکولو کی مرسته وکړي.
د رواني روغتیا متخصصین د سرپرستی کونی په برخه کی د ټولګيو کوربه توب کوي ترڅو والدینو سره د شعوري ډسپلین تخنیکونو زده کولو کی مرسته وکړي کوم چې په ټولګي کې ښودل کیږي. هغوي یو په یو مرسته هم کوي که چیرته کورنی یی د کور څخه د لیدو، مجازی غونډو، د ټلیفون له لاری وړاندیز وکړي.
ټرانسپورټ
د PWCS د ټرانسپورت څانګه د پری سکول پروګرام لپاره د بس خدمتونه وړاندې کوي. ټرانسپورت هغو ماشومانو ته ورکول کیږي چې د ښوونځي د حاضرۍ په ساحه کې اوسیږي، پرته له هغو کسانو څخه چې د ښوونځي د پیاده تګ په واټن کې اوسیږي (د ښوونځي یو میل وړانګې کی دننه).
د سهار لخوا وړولو او د ماسپښین بیرته راوړلو لپاره ماشومان ته په ټولنه کی منظور شوي ځایونه ورکول کیږي. والدین باید د ټرافیکي حالاتو او خنډونو له امله د ټاکل شویو وختونو څخه لس دقیقې مخکې راتګ او وروسته انتظار باسل په پام کی ونیسي.
د بس وختونو په اړه معلومات په ParentVUE کې موندل کیږی.
د سهار او ماسپښین لخوا بس
سهار:
مخکې له دې چې بس په مهالویش شوي وخت راورسیږی، ماشومان باید په ټاکل شوي بس په تم ځای کې د یو بالغ کس سره موجود وی. بس نشی کولی په تم ځای کې انتظار وباسی که چیرته څوک موجود نه وی. که چیرته له ماشومانو بس لاړ شي، نو والدین به د خپلو ماشومانو ښوونځی ته دلیږدولو په غاړه مسؤلیت لري.
ماسپښین:
ماشومان بیرته ټاکل شوي تم ځای کی ښکته کیږی کله چې یو مجاز لرونکی کس (12 کلن یا له دې زیات عمر لرونکی) موجود وی. بس چلوونکی یا د بس مرستیال پیژندپاڼه چیک کوی ترڅو ډاډ ترلاسه کړی چې ماشومان یوازې اجازه لرونکی کسانو ته سپارل کیږي. که چیرته کوم اجازه لرونکی کس شتون ونلري، یا موجود کس کومه د اعتبار وړ پیژند پاڼه ونلري:
- ماشومان بیرته خپل ځایی ښوونځی ته وړل کیږي.
- والدینو ته د ټرانسپورت څانګی لخوا خبر ورکول کیږي او والدین باید خپل ماشوم په 45 دقیقو کې له ښوونځی څخه واخلی.
- که چیرته ماشومان په 45 دقیقو کې له ښوونځی څخه وی نه وړل شي، نو بیا به د ټولنیزو خدمتونو څانګی ته خبر ورکول کیږي.
- د زده کوونکو په دوامداره توګه بیرته ښوونځیو ته ستنیدنه به د ماشومان د بس امتیازات له لاسه ورکولو لامل شي. په داسې حالاتو کې، والدین مسؤلیت لری چی خپل ماشومان ښوونځیو ته ویسی او بیرته راوړي.
ښوونځی ته پیاده تګ کوونکی ماشومان او په شخصی موټرو کی سفر کوونکی ماشومان
هغه ماشومان چې د بس ټرانسپورت نه ترلاسه کوي، په هغی کی هغه ماشومان شامل دي چې د ښوونځي څخه په یو میل واټن کی دننه اوسیږي او هغه ماشومان چې د ښوونځي د حاضرۍ سیمې څخه بهر اوسیږي. دغه ډول ماشومان باید هره ورځ د یو بالغ کس لخوا ښوونځی ته پیاده یا په موټر کی راوړل شي او بیرته وی وړل شي. ښوونځی ته پیاده تګ کوونکی ماشومان او په شخصی موټرو کی سفر کوونکی ماشومان باید لاندی ذکر شوي مقررات عملی کړي:
- یو بالغ کس باید ماشومان ښوونځی ته راوړي او بیرته ویسی.
- ماشومان باید یوازې د پری سکول پروګرام ښوونکي یا د ښوونکي مرستیال ته وسپارل شي او باید د ښوونځی مخی ته د موټر لاین کی "ښکته که او زه" برخې په توګه باید پری نښودل شي.
- ماشومان باید په خپل وخت سره حاضر شي او په وخت بیرته وی وړل شي. ښوونکی نشی کولی چی له ښوونځی پیل کیدو وړاندی یا د رخصت کیدو وروسته ماشومانو ته پام وکړي.
- هغه ماشومان چې ښوونځی ته ناوخته راوړل کیږي، باید لومړئ د ښوونځی دفتر ته راوړل شی، مخکې له دې چې د پری سکول ټولګی ته لاړ شی.
د بس د اجازي فورم
بس چلوونکی لخوا ماشومان یوازې هغو کسانو ته سپارل کیږی چې عمر یې 12 کاله یا زیات وی، او د ماشوم د بس اجازی په فورم کې یی نوم لسټ شوی وی. والدین د آنلاین نوم لیکنی پروسې د یوې برخې په توګه د بس اجازی فورم بشپړوي. دا فورمې د کورنۍ خدمتونو کارکوونکی یا ښوونکی سره د اړیکی نیولو له لاری تازه کیدی شي.
د ماشومانو د خوندیتوب ډاډ رامینځته کولو په موخه:
- موټر چلوونکی هره ورځ د اعتبار وړ انځور لرونکی پیژند پاڼه ګوري
- والدین باید د اړیکی ټینګولو معلومات تازه وساتی
- د بس په اجازه فورم کې معلومات باید 24 ساعته وړاندی اضافه شي ترڅو بس چلونکی، ښوونځی او د ټرانسپورټ دفتر ته د معلوماتو تازه کولو لپاره کافی اندازه وخت ورکړل شی.
د بس قوانین
له والدینو څخه غوښتل کیږی چې خپلو ماشومانو ته د بس قوانین تشریح کړی. که چیرته ماشومان د بس قوانین عملی نکړی، نو والدینو ته خبر ورکول کیږی. که چیرته دغه ډول چلند همدا ډول دوام ومومی نو ماشومان به په بس کی د سفر کولو خپل امتیاز له لاسه ورکړی او والدین به د ماشومانو د لېږدولو لپاره مسؤولیت په غاړه ولری.
- ماشومان باید تل په خپلو چوکیو باندی ناست پاتی شی
- خپل لاسونه او پښې له ځان سره وساتئ
- ناوړه ژبه ونه کاروي
- د بس چلوونکی او یا خدمتګار لارښوونې ته غوږ ونیسی
- په بس کې خوراک مه کوئ، د لوبو، یا برېښنایی سامان مه ساتی