د PWCS د کورنیو د ښکیلتیا لړۍ

مونږ دی اعلان کولو ته خوښ یو چې مونږ د خپلو کورنیو د ښکیلتیا لړۍ پراخه کوو تر څو د خپلو کورنیو سره د مرستی کولو په موخه لا زیات موضوعات وړاندي کړو. د زده کوونکو د فرصتونو او ګڼ شمیر ژبو خدماتو څانګې او د PWCS د نورو څانګو سره د ګډو هڅو له لارې، زمونږ موخه دا ده چې کورنیو ته ګڼ شمیر سرچینې وړاندي کړو تر څو د هغوي سره د زده کوونکو په بریالیتوب کی مرسته وکړي.

تمرکز پر: زده کړه او لاسته راوړنه د ټولو لپاره: د کورنیو سره په ریاضی او لوست کی ملاتړ

مخاطب اوریدونکی: د PWCS ټولی کورنۍ

سه شنبه 7 مارچ، کال 2023 - ماښام 7 بجی - په ژوندی بڼه مجازی ناسته

مونږ سره د سه شنبه ورځ 7 مارچ، 2023 د یو داسی ناستی لپاره یو ځاي شۍ، په کوم کی چی به د کورنیو لپاره په ستراتیژیو تمرکز کیږي تر څو هغوي د خپلو زده کوونکو سره په کور کې د لوست او ریاضیاتو په برخه کی په ښه توګه مرسته وکړاي شي. ګډونوال به د کورنی دندي په ښه توګه تر سره کولو، د زده کړی پیاوړې کولو او د خپلو زده کوونکو سره د اکاډمیکی خبرو اترو تجربه خوندوره کولو لپاره لس غوره لارې چاری زده کړي.

د تعلیم مشرانو، Pam Allyn او Annabell Burrell، او Dewey استازو لخوا وړاندي کیږي.

د 7 مارچ Zoom لاری غونډې لپاره ځان راجسټر کړئ

د ژبی د اسانتیاوو یا ژباړنی لپاره، مهبربانی وکړي دا فورمه تر پنج شنبی ورځ، 2 مارچ یا تر هغي مخکی بشپړه کړئ.

تمرکز پر: زده کړه او لاسته راوړنه د ټولو لپاره: د ابتدايه ښوونځیو زده کونکو لپاره د سواد آموزی او لیکلو سرچینې

مخاطب اوریدونکی: د ابتدایه ښوونځیو کورنۍ

سه شنبه 14 مارچ، 2023 - ماښام 7 بجی - په ژوندی بڼه مجازی ناسته

مونږ سره د سه شنبه ورځ 14 مارچ، 2023 د یو داسی ناستی لپاره یو ځاي شۍ، کوم چی به په ابتدايه ښوونځي کې د غیر افسانوي متن په کارولو سره د اوریدلو، خبرې کولو، لوستلو او لیکلو برخو په یوځای کولو تمرکز وکړي. کورنیو ته به په بریښنایی ډول سرچینې ورکړل شي ترڅو متن ته د لیکلي ځوابونو په جوړولو کی ورسره ملاتړ وکړي.

د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو سره د ژبې هنرونو تعلیم نصاب څارونکي، Gretchen Drzewucki لخوا وړاندې کیږي.

د 14 مارچ Zoom لاری غونډې لپاره ځان راجسټر کړئ

د ژبی د اسانتیاوو یا ژباړنی لپاره، مهبربانی وکړي دا فورمه تر پنج شنبی ورځ، 9 مارچ یا تر هغي مخکی بشپړه کړئ.

تمرکز پر: مثبت اقلیم او کلتور: د اوږد مهاله غیر حاضرۍ او د ښوونځی څخه د وتلو مخنیوی: د کورنیو لپاره موجود سرچینې

مخاطب اوریدونکی: د PWCS ټولی کورنۍ

سه شنبه 21 مارچ، کال 2023 - ماښام 7 بجی - په ژوندی بڼه مجازی ناسته

مونږ سره د سه شنبه ورځ 21 مارچ، 2023 د یو داسی ناستی لپاره یو ځاي شۍ، کوم چی به په تعلیمي پروګرام/ښوونځي کې د بیاځلی ښکیل کیدو او بیاځلی نوم لیکنې په فرصتونو تمرکز وکړي کوم چې داخلي او بهرنۍ اړتیاوې پوره کوي. د کورنیو سره د هغوي د زده کوونکو لپاره او احتمالا پخپله د هغوي لپاره د اکاډمیکی اړتیاو په پیژندلو کې مرسته کولو په موخه، د PWCS د بیا نوم لیکنې او راجستریشن پروګرامونو په اړه به خبری اتری تر سره کیږي.

, د ښوونځی څخه د وتلو مداخلی او د غیر حاضری مداخلی اداره کوونکي ډاکټر Jillian O’Callaghan او د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو سره د زده کونکو د مخنیوي پروګرامونو او کورنۍ مرستې نظارت کونکی ډاکټر Tamaica Martin لخوا وړاندي کیږي.

د 21 مارچ Zoom لاری غونډې لپاره ځان راجسټر کړئ

د ژبی د اسانتیاوو یا ژباړنی لپاره، مهبربانی وکړي دا فورمه تر پنج شنبی ورځ، 16 مارچ یا تر هغي مخکی بشپړه کړئ.

تمرکز پر: زده کړه او لاسته راوړنه د ټولو لپاره: د منځني او عالي ښوونځيو زده کوونکو لپاره د سواد آموزی او لیک زده کړي سرچینې

مخاطب اوریدونکی: د منځني او عالي ښوونځیو زده کوونکو کورنۍ

سه شنبه 28 مارچ، کال 2023 - ماښام 7 بجی - په ژوندی بڼه مجازی ناسته

مونږ سره د سه شنبه ورځ 28 مارچ، 2023 د یو داسی ناستی لپاره یو ځاي شۍ، کوم چی به په منځنیو او عالي ښوونځیو کې د غیر افسانوي متن په کارولو سره د اوریدلو، خبرې کولو، لوستلو او لیکلو برخو په یو ځاي کولو تمرکز وکړي. کورنیو ته به په بریښنایی ډول سرچینې ورکړل شي ترڅو متن ته د لیکلي ځوابونو په جوړولو کی ورسره ملاتړ وکړي.

د پرنس ویلیم کاونټی د عامه ښوونځیو کی د ژبو هنرونو څانګې څخه، د Gretchen Drzewucki او Ryan Holt لخوا وړاندې کیږي.

د 28 مارچ Zoom لاری غونډې لپاره ځان راجسټر کړئ

د ژبی د اسانتیاوو یا ژباړنی لپاره، مهبربانی وکړي دا فورمه تر پنج شنبی ورځ، 23 مارچ یا تر هغي مخکی بشپړه کړئ.