د ابتدايهٔ اوړي ښوونځی لپاره د Launch اکاډیمیکی پروګرام
د وړکتون څخه تر پنځم ټولګیو پوری
دا پروګرام د ښوونځی کال د غځولو لپاره ډیزاین شوې یا جوړ شوئ دۍ او د زده کوونکو سره د داسی مهارتونو په تر لاسه کولو کې مرسته کوي چی هغوي راتلونکي ښوونځي کال تګ ته بریالي کیدو لپاره چمتو کړي. دا پروګرام د خبرو اترو او د ښکیل کیدونکی فعالیتونو له لارې د اړین مهارتونو د لا ښه کولو فرصتونه وړاندي کوي. زده کوونکي به د ژبې هنرونو او ریاضیاتو کې لارښوونې ترلاسه کړي. د Launch پروګرام لپاره به د زده کوونکو وړاندیز یا سفارش د هغوي د اوسني ښوونکو یا سلاکارانو لخوا تر سره کیږي.
مهالویش
- دری (3) اونیزه پروګرام - د 2023 کال د جولای میاشت د 10 نیټی څخه تر 28 جولای پوری
- د دوشنبی ورځ څخه تر جمعی ورځی پوری
- سهار 9:00 بجو څخه تر غرمی 12:30 بجو پوری
ځائ/موقعیت
د پروګرام کوربه توب کولو لپاره د ابتدایهٔٔٔ ښوونځي سایټونه په لاندې ډول دي:
- شرقی ابتدایهٔ ښوونځی: River Oaks, Jenkins, Neabsco, Occoquan
- مرکزی ابتدایهٔ ښوونځی: Bennett, King, McAuliffe, Montclair
- غربی ابتدایهٔ ښوونځی: Ellis, Mullen, Sudley, Yorkshire
د ښوونځي حاضري
د ښوونځی حاضري لازمي یا اجباری ده. هغه زده کوونکي چې د 15 ورځني پروګرام په بهیر کی د دوو پرله پسې ورځو څخه زیاتو ورځو لپاره غیر حاضر شي، ممکن د پروګرام څخه وو ایستل شي.
ټرانسپورټ
د ټرانسپورت خدمتونه وړاندې کیږي. د اوړی د ښوونځي پروګرام لپاره د بس تمځایونه ممکن د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د ځانګړي بس تمځایونو اسانتیاوي نه برابریږي.
د Launch اکاډیمکی اوړی پروګرام د بس تمځایونو موقیعتونو په اړه معلومات په 26 جون، 2023 ورکړل شي. مهرباني وکړئ د لا زیاتو معلوماتو لپاره د Launch اکاډمیکی اوړي پروګرام د ټرانسپورټ ویب پاڼه وګورئ.
ټیوشن/درسونو فیس
د PWCS د ابتدایهٔ ښوونځیو لپاره د Launch د اوړي ښوونځیو پروګرامونه وړیا دي.
د ښوونځی عمر ماشومانو د پاملرنی یا ساتلو پروګرام (SACC)
د (SACC) پروګرام د وړاندی کوونکي په توګه، PWCS د AlphaBEST تعلیمی بنسټ سره تړون کړی دی. مهربانی وکړئ د اوړی پروګرام په اړه د معلوماتو لپاره د SACC ویب پاڼه وګورئ.
د نوم لیکنی کولو معلومات
د Launch اوړي پروګرام لپاره د نوم لیکنې موده د 2023 کال د اپریل 10 نیټی څخه د می تر 26 نیټی پوری ده. ناوخته نوم لیکنه کول به د منلو وړ نه وي.
والدین/سرپرستان باید د Launch پروګرام لپاره نوم لیکنه په ParentVUE کې بشپړه کړي.
- د اوړي په ښوونځي کی د PWCS د زده کوونکي د راجستر کولو لپاره، ParentVUE ته دننه شئ.
- پورته ښی طرف کونج کی، د آنلاین ریکارډ (Online Records) تڼی غوره کړئ.
- د آنلاین پیکټ (online packet) مینو ته ښکته لاړ شئ او د 2023-2022 کال د اوړي ښوونځي راجسټریشن غوره کړئ.
- د زده کوونکي اړوند لاندېنی معلومات بشپړ او تایید کړئ:
- پیژندنه
- کورنی
- والدین/سرپرست
- د بیړنی حالاتو اړیکه
- د زده کوونکی پاڼی/سکرین څخه:
- د SACC خدمتونه:
- د اوړي ښوونځی پروګرام انتخاب کړئ
- ټرانسپورټ
- ځائ/موقعیت (موقعیت کی په ډاګه شوئ ښوونځی هغه دۍ چی زده کوونکی به د Launch اکاډیمکی اوړي پروګرام لپاره پکی ګډون کوي.)
- د هغه زده کوونکو نومونه لیرئ کړئ چې د اوړي په ښوونځي کې ګډون نه کوي؛ یا
- د زده کوونکو د نوم لیکنی یا راجستر کولو لپاره د ترمیم یا بدلون تڼی ته لاړ شئ څوک چې به د اوړي په ښوونځي کې ګډون کوي.
- معلومات بیاځلی وګورئ او د سپارلو یا (submit) تڼی کیکاږئ.
نوم لیکنه اپریل 10 څخه می 26 نیټی پوری پرانیستی ده.
ناوخته نوم لیکنه کول به د منلو وړ نه وي.
لا هم پوښتنی یا وضاحت ته اړتیا لرئ؟
په مکرر ډول پوښتل شوي پوښتنې وګورئ
یا SummerSchool@pwcs.edu ته بریښنالیک واستوئ
د غځول شوي ښوونځي کال (ESY) په اړه د پوښتنو لپاره او د ESY د خدمتونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د خپل ماشوم ځانګړي ښوونکي سره اړیکه ټینګه کړئ.
د غنی کولو یا پرمختګ کولو د پروګرامونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د اوړي د غنی کولو یا وده موندلو پروګرامونو ویب پاڼه وګورئ.
نوم لیکنه لغوه یا پکی بدلون رامنځ ته کړئ
مونږ پوهیږو چې د اوړي په پلانونو کی بدلون رامنځ ته کیدائ شي. مونږ لاندې ذکر شوي اختیارونه وړاندې کوو:
- د یو داسی پروګرام بدلولو لپاره چې ستاسو زده کوونکی پکی اوس مهال راجستر شوئ دۍ، په ParentVUE کی نوئ نوم لیکنه یا راجسټریشن تر سره کړئ. ستاسو نوئ نوم لیکنه یا راجسټریشن به پخوانی راجستریشن لغوه کړي.
- د جون د 15 نیټی څخه وړاندی د راجسټریشن لغوه کولو لپاره د خپل ماشوم ښوونځي سره اړیکه ټینګه کړئ. که تاسو د جون له 15 نیټی څخه وروسته نوم لیکنه یا راجسټریشن لغوه کولو ته اړتیا ومومئ، د خپل زده کوونکي او د ښوونځي نوم SummerSchool@pwcs.edu بریښنالیک ته واستوئ.