- آیا زما زده کوونکئ اړتیا لري چی په اوړي ښوونځی کی ګډون وکړي؟
-
د اوړي ښوونځی د وړکتون څخه تر دولسمټولګی پوری د هغه زده کوونکو لپاره پرانیستی دۍ چی د خپلو ښوونکو او کونسلرانو یا سلاکارانو لخوا د اړتیا پر اساس ګډون کولو لپاره پیژندل کیږي. که تاسو په دې اړه پوښتنې لرئ چې آیا ستاسو ماشوم د اوړي ښوونځي پروګرام لپاره وړ دۍ او که څرنګ، د خپل ماشوم ښوونکی یا کونسلر/سلاکار سره اړیکه ټینګه کړئ. که چیرته تاسو د عالي ښوونځی یو داسی زده کوونکي لرئ چې په یو کورس کې پاتې راغلی دي، هغوي باید په اوړي ښوونځي کی ځان شامل شي ترڅو کورس بیاځلی ووایی او کریډیټ ترلاسه کړي.
د Discovery وده موندلو پروګرامونه ټولو زده کوونکو لپاره پرانیستي دي. د Discovery وده موندلو پروګرامونو لپاره فیس شته مګر سکالرشپ/بورسونه هم شتون لري.
- زما د عالي ښوونځی د وروستی کال زده کوونکی په دې پسرلي کې د فراغت تر لاسه کولو لپاره په لار سم نه دی روان. د اوړي کوم ډول پروګرام شتون لري؟
- د وروستی کال هغه زده کوونکی چې کولی شی په جولای میاشت کې د اضافی موخه ییزه ملاتړ سره فراغت تر لاسه کړي او تر دریو پوری کریډټ او SOL آزموینې ته اړتیا لري، باید د اوړی په ښوونځی کی نوم لیکنه وکړی تر څو د ډیپلوم تر لاسه کولو لپاره شرایط پوره کړي. مهرباني وکړئ خپل د وروستی کال زده کوونکو ته وویاست چی د خپل عالي ښوونځی سلاکار سره دا تصدیق وکړي چې د فراغت تر لاسه کولو او نوم لیکنی تر سره کولو لپاره کوم څه ته اړتیا ده.
- آیا زه د خپل زده کوونکي لپاره د اوړي په ښوونځي کې د ګډون کولو په موخه لګښت/فیس ورکولو ته اړتیا لرم؟
-
که چیرته ستاسو زده کوونکي د خپل ښوونځي لخوا د اوړي په ښوونځي کې د ګډون کولو لپاره پیژندل شوی وي، د ګډون کولو لپاره هیڅ لګښت ورکولو ته اړتیا نشته.
د Discovery وده موندلو پروګرامونو لپاره فیس شته مګر سکالرشپ هم شتون لري. د Discovery وده موندلو پروګرامونه ټولو زده کوونکو لپاره پرانیستي دي.
- که چیرته یو زده کوونکی اوس مهال په پنځم ټولګي کې شامل وي، آیا هغوي به د اوړي ښوونځي لپاره په پنځم او یا که د شپږم ټولګي کورسونو لپاره نوم لیکنه کوي؟
- د اوړئ ښوونځی د 25-2024 ښوونیز کال د غځونی پروګرام دی، او زده کوونکي باید د خپلو اوسنيو ټولګيو اړوند پروګرام لپاره نوم لیکنه وکړي.
- زه څرنګ پوه شم چې زما زده کوونکی به د اوړي ښوونځي لپاره په کوم ځاي کی ګډون کوي؟
- د اوړي پرګرامونو د کوربه توب لپاره ښوونځي انتخاب شوي دي. د اوړي پروګرام لپاره د ګډون کولو ښوونځی، د زده کوونکي د ځایی ښوونځي لخوا مشخص کیږي. د اوړي ښوونځی لپاره ټول کوربه ښوونځي او هغه ښوونځي وګورئ چې کوربه ښوونځیو ته زده کوونکی استوي.
- آیا زما زده کوونکی به وکولای شي چې هره ورځ اوړي ښوونځي ته د تګ راتګ لپاره بس ولري؟
- هو. هغو زده کوونکو لپاره ټرانسپورت شتون لري چې په اوړي ښوونځي یا د Discovery وده موندلو/غني کولو پروګرامونو کې شامل شوي دي. د اوړی ښوونځي پروګرامونو لپاره به د بس تمځایونه د عادي ښوونځي بس تمځایونو څخه توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د بس تمځایونو ځانګړي اسانتیاوي نه برابریږي. د اوړي ښوونځي بس تمځایونو په اړه به معلومات د اوړي ښوونځي له پیل کیدو څخه وړاندي پوسټ او په اړه به یی خبرداری ورکړل شي. مهرباني وکړئ د لا زیاتو معلوماتو لپاره د اوړي ښوونځی پروګرام د ټرانسپورټ ویب پاڼه وګورئ.
- آیا زما ماشوم ته به په اوړي ښوونځي کې د سهار او غرمې خواړه ورکول کیږي؟
- د سهار او غرمی خواړه به د هیڅ ډول لګښت پرته د ټولو زده کوونکو لپاره د اوړی په ښوونځی کی شتون ولري. هغه زده کوونکی چی د Discovery وده موندلو په پروګرام کی شامل دي، هر ورځ به د هیڅ ډول لګښت پرته سپک خواړه تر لاسه کړي.
- زما زده کوونکی د اوړي پر مهال د AlphaBEST اوړي پروګرام کې شامل دی. آیا هغوي به د اوړي ښوونځي پروګرام ته لیږدول کیږي، که ورته وپیژندل شي؟
- هغه زده کوونکي چې د الفا بیسټ (AlphaBEST) اوړي په پروګرام کې ګډون کوي، هغوي به د ښوونځي د اوړي ښوونځي پروګرام کې ګډون کوي.
- هغه زده کوونکي چی اوس مهال د PWCS په ښوونځيو کې نه دي شامل، آیا کولئ شي چی د اوړي په ښوونځي کی ګډون وکړي؟
- نه، د اوړي ښوونځي پروګرام کی د ګډون کولو لپاره زده کوونکي باید اوس مهال د PWCS په ښوونځيو کې شامل وي.
- د اوړي په ښوونځی کی د کریډټ تر لاسه کولو لپاره د عالي ښوونځی زده کوونکي څومره کورسونو اخیستلو ته اجازه لري؟
- د اوړي په ښوونځي کې زده کوونکي کولئ شي په اوړي کی تر دوه کورسونو پوری ووایی.
- آیا یو زده کوونکی کولئ شي چی د وړاندی تګ لپاره د اوړي په ښوونځي کې یو نوی کورس واخلی؟
- نه، هغه زده کوونکي چې غواړي د وړاندی تګ لپاره نوي کورس واخلی او په لومړي ځل کریډیټ ترلاسه کړي، هغوي باید د مجازی پرنس ویلیم / Virtual Prince William له لارې کورسونه ووایی.
- زما زده کوونکي د SOL شرط نه دی پوره کړې. آیا هغوي کولی شي چی د عالي ښوونځی د اوړي په پروګرام کې د شاملیدو پرته د اوړي پر مهال د SOL په آزموینه کی ګډون وکړي؟
- هو. زده کوونکي کولۍ شی چی د دوه اونیو د رغولو او آزموینه یا یوازې آزموینه انتخاب کړي. که چیرته یو زده کوونکی له وړاندی څخه د اوړي ښوونځی پروګرام کې شامل وي، هغوي به اړوند SOL کورس اخلي.
- که چیرته یو زده کوونکی د کریډیټ ترلاسه کولو په موخه په اوړي پروګرام کې د یو کورس لپاره نوم لیکنه کړي اوسی، آیا زده کوونکی د SOL کورس لپاره هم نوم لیکنه تر سره کولو ته اړتیا لري؟
- که چیرته یو زده کوونکی په یو داسی کورس کی نوم لیکنه کړي اوسی چې د SOL برابر وي (د بیلګې په توګه، الجبرا، بیولوژي)، زده کوونکی به په اتوماتيک ډول د SOL لپاره کورس کی شامل شي که اړتیا ورته ولري.
- که چیرته یو زده کوونکی په ډیرو کورسونو کی پاتی راشي، هغوي څرنګ پوه شي چې د اوړي په ښوونځي کې د کوم کورس لپاره نوم لیکنه وکړي؟
- که چیرته تاسو د مناسب کورس یا ازموینې ورکولو په اړه پوښتني لرئ، مهرباني وکړئ د زده کوونکي د سلاکار سره خبرې وکړئ.