د عالي ښوونځیو د اوړي ښوونځی پروګرامونه - Pashto

د اوړی ښوونځی لپاره نوم لیکنه د 2025 کال د اپریل د 7 نیټی څخه تر جون 6می نیټی پرانیستی ده.

د عالي ښوونځیو د اوړي ښوونځی پروګرامونه

د 9 څخه تر 12 ټولګی پوری د زده کوونکو سره په خپل وخت فراغت تر لاسه کولو کی مرسته کولو لپاره د PWCS د اوړی ښوونځی پروګرامونه شتون لري.

د عالي ښوونځی زده کوونکي باید د خپلو سلاکارانو سره خبری اتری وکړي ترڅو دا معلومه کړي چی د هغوي لپاره تر ټولو سم انتخاب کوم یو دئ.

د اوړي ښوونځی معلومات

د پروګرام کورسونه یا وړاندیزونه

د اوړي ښوونځئ

د 9 څخه تر 11 ټولګي پوری زده کوونکي چی په یو کورس کی پاتی راغلی وي، کولی شي د لګښت/فیس پرته د کریډټ تر لاسه کولو لپاره د عالي ښوونځئ تر دوه کورسونو پوری ووایی یا د SOL رغولو د دوه اونیو یو کورس واخلی.

د عالي ښوونځی د وروستی کال زده کوونکي چې په جون میاشت کې فارغیدو ته سم په لار نه دی روان، مګر په جولای میاشت کی د اضافی ملاتړ سره د فارغیدو وړتیا لري، کولی شی په اوړی ښوونځی کی اضافی تصدیق شوی کریډیټ ترلاسه کړی ترڅو د ډیپلوم شرایط پوره کړی او په دې اوړی کې فراغت تر لاسه کړي.

زده کوونکي به هغه وخت په دوهم کورس کې شامل شي کله چې هغوي لومړي کورس بشپړ کړئ. زده کوونکی باید د 2025 کال د جولای میاشتی تر 11 نیټی پورې لومړی کورس بشپړ کړی ترڅو دویم کورس پیل کړی.

د عالي ښوونځی هغه زده کوونکي چې په لومړني ځل د کریډیټو تر لاسه کولو لپاره د کورس په لټه کی دي، کولئ شي چی د آنلاین کورس لپاره د ورچول پرنس ویلیم پروګرام څخه ګټه پورته کړي. مهربانی وکړئ د لا زیاتو معلوماتو لپاره مجازی (Virtual) پرنس ویلیم ویب پاڼی ته لاړ شئ.

زده کوونکی باید د خپل ښوونځی سلاکار سره خبرې وکړی ترڅو معلومه کړي چی هغوي لپاره غوره کوس کوم یو دۍ یا د اوړی په موجودو کورسونو کی د نوم لیکنې لپاره آزموینه تر سره کړي.

ځایونه

Colgan عالي ښوونځئ او Woodbridge عالي ښوونځئ د کوربه ښوونځي سایټونو په توګه دي. د پروګرام اړوند دقیق معلوماتو لپاره لاندی ځائ وګورئ او د لا زیاتو معلوماتونو لپاره د اوړي ښوونځئ پروګرام ځایونو ویب پاڼه وګورئ.

مهالویش

  • د 2025 کال د 26 جون څخه تر 23 جولای پوری
  • د دوشنبی څخه تر جمعی ورځی پوری
  • سهار 7:30 بجو څخه تر غرمی 12:30 بجو پوری
  • د جولای په 4مه نیټه ښوونځی نشته

د ښوونځي حاضري

زده کوونکي نشي کولئ چی په 19 ورځنی پروګرام کی په مجموعی ډول د دریو ورځو یا 15 ساعتونو څخه زیات وخت لپاره غیر عذر شوي غیر حاضری ولري، ترڅو د اخیستل شوي کورس لپاره کریډت تر لاسه کړي. له زده کوونکو څخه تمه کیږی چې هره ورځ حاضر شي او ټولی آزموینی په فیزکی ډول د ګډون کولو لا لاری بشپړی کړی تر هغه چی خپل کورس بشپړ کړی. مونږ له ټولو زده کوونکو او والدینو څخه غواړو چې د نوم لیکنی تر سره کولو څخه وړاندی د اوړی مهالوېشونه، دندی، ورزشی لوبی ، فعالیتونه او پلانونه په نظر کې ونیسی.

د عالي ښوونځي نمری/درجه بندی:

نمری یا درجه بندی به د پرنس ویلیم کاونټي د عامه ښوونځیو د نمری ورکولو/درجه بندي مقرری کی په ډاګه شوي لارښوونو پر اساس محاسبه کیږي.

مهربانی وکړی په یاد ولریٔ: هغه زده کوونکي چې د 2025 کال د جون میاشت د 26 نیټی او د جولای میاشتی د 3 نیټی تر مینځ د ښوونځی څخه وځی، کولی شي چی دا کار د نمرو یا ګریډ د کمیدو سزا پرته ترسره کړي. هغه زده کوونکي چې د 2025 کال د جولای میاشت د 7 نیټی او د جولای میاشت د 19 نیټی تر مینځ د ښوونځی څخه وځی، هغوي به د ناکامیدو سره د وتلو (WF) یا بریالی کیدو سره د وتلو (WP) نمری تر لاسه کړئ. هغه زده کوونکي چې د 2025 کال د جولای میاشت د 19 نیټی څخه وروسته وځی، هغوي به د ناکامیدو (F) نمری ترلاسه کړي.

ټرانسپورټ

Colgan عالي ښوونځي یا Woodbridge عالي ښوونځی ته به د بس ټرانسپورت خدمتونه وړاندی کیږي. هغه زده کوونکي چې په پروګرام کی ګډون کوي، کولی شي خپل ټرانسپورت برابر کړي یا د مستقیم بس خدمتونو څخه ګټه پورته کړي. د بس نمبر او وختونو په اړه به معلومات په جون میاشت کی خپاره شي.

مهرباني وکړئ د لا زیاتو معلوماتو لپاره د اوړي ښوونځي ټرانسپورت ویب پاڼه په جون میاشت کی وګورئ.

ټیوشن/درسونو فیس

  • پروګرامونه یا درسونه وړیا دي.

د اوړي ښوونځی شته کورسونه

د 9 څخه تر 12 ټولګي پوری زده کوونکو لپاره لاندې کورسونه شتون لری:

  • انګلیسی 9، 10، 11*
  • ځمکنی سایٔنس*, بیولوژي*, او کیمیا*
  • الجبرا I*، الجبرا II*، جیومیټری*، او الجبرا، فعالیتونه او د معلوماتو ارزونه
  • د متحده ایالاتو او ویرجینیا تاریخ *، د نړۍ تاریخ 1*، او د نړۍ تاریخ 2*
  • اقتصاد او شخصي مالیه
  • روغتیایی او فیزکی تعلیم 1 او روغتیایی او فیزکی تعلیم/زده کړه 2
  • د موټر چلوونکی د زده کړې ټولګي:
    • د پروګرام نېټی: 7 څخه تر 16 جولای، 2025
    • د زده کوونکو لپاره نه کریډټ لرونکی کورس پرانیستل شوۍ کوم چی د موټر جواز لپاره د هغوي د ټولګی ساعتونو ته اړتیا لري.
    • والدین او زده کوونکی باید په دی معلوماتی غونډه کې په فیزیکی ډول ګډون وکړی. نوم لیکنه تر سره کوونکي زده کوونکو ته به د هغوي د ښوونکی لخوا د لا زیاتو متعلوماتو سره خبر وړکړل شی.

دا کورسونه یوازې د وروستی کال زده کوونکو لپاره شتون لری:

  • انګلیسی 12
  • ستورپوهنه او سمندرپوهنه
  • د متحده آیالاتو او ویرجینیا حکومت داری
  • خپلواک ژوند او انفرادي پرمختګ

* په دې کورس کې شامل زده کوونکو ته به په اوړی ښوونځی کې د SOL آزموینې په اړه د معلوماتو لپاره د وخت ورکړل شي.

SOL ازموینه او بیرته اصلاح کونه یا جوړونه

نهم څخه تر دولسم ټولګی پوری زده کوونکي چې د عالي ښوونځی په کچه د کورس په آزموینه کی بریالی شوي دۍ مګر د ویرجینیا SOL ازموینو کې د بریالی کیدو لپاره نمرې تر لاسه کولو ته اړتیا لري، کولئ شي د کورس پائ SOL ازموینه کی د کوم لګښت پرته ګډون وکړي. د دې کورس په پائ کې، زده کوونکي به د کورس د پای د SOL آزموینه بیاځلی تر سره کوي.  زده کوونکی نشی کولی چی د کریډیټ ترلاسه کولو په موخه کوم کورس او SOL اصلاح یا جوړولو لپاره نوم لیکنه ترسره کړی.

آزموینه SOL د بیا جوړولو یا رغولو سره د

هغه زده کوونکي چې د عالي ښوونځی په کچه د کورس آزموینه کی بریالی شوي دۍ مګر د ویرجینیا SOL ازموینو کې د بریالی کیدو لپاره نمرې تر لاسه کولو ته اړتیا لري، کولئ شي د کورس پائ SOL ازموینه کی ګډون کولو لپاره ځان راجسټر کړي. د 9 څخه تر 12 ټولګي پوری زده کوونکي کولی شي په لاندې کورسونو کې پرته له کوم فیس/لګښت د رغونی په پروګرام کې ګډون وکړي. د لومړۍ اونۍ په پائ کې، زده کوونکی به د کورس په پائ کې د SOL آزموینه بیاځلی ورکوي، او که اړتیا وي، په دویمه اونۍ کې به اصلاح کونی ته دوام ورکوی او د کورس په پائ کې به بیاځلی د SOL آزموینه تر سره کوي.

ځایونه

د SOL د بیا رغونی او آزموینی پروګرامونه به په Colgan عالي ښوونځی او Woodbridge عالي ښوونځی کی وړاندی کیږي.

* د پروګرام له مخې مهالویش او ځایونه توپیر لري.

مهالویش

  • لیک
    • هغه زده کوونکی چې د Workkeys کورس وایی
    • د 2025 کال د 30 جون څخه تر 1 جولای پوری
  • لوست
    • هغه زده کوونکی چې د Workkeys کورس وایی
    • 2 او 3 جولای، 2025
  • SOL آزموینی: سایٔنس، ریاضی، لوست، او ټولنیز علوم.
    • 7 څخه تر 18 جولای، 2025
    • زده کوونکی به د جولای په 11، 2025 د SOL آزموینه تر سره کوي، او که بریالی شي، نو کورس به بشپړ شي. که اړتیا پیښه شي، دویم ځلی آزموینه به د جولای په 18مه نیټه، ترسره کیږي.
  • سهار 7:30 بجو څخه تر غرمی 12:30 بجی پوری

ټرانسپورټ

د مستقیم ټرانسپورت خدمتونه به Colgan عالي ښوونځي یا Woodbridge عالي ښوونځی ته ورکول کیږي. مهرباني وکړئ د لا زیاتو معلوماتو لپاره د اوړي ښوونځی د ټرانسپورت ویب پاڼه وګورئ.

ټیوشن/درسونو فیس

  • پروګرامونه یا درسونه وړیا دي.

شته آزموینی SOL د بیا رغولو یا جوړولو سره د

موجود کورسونه

  • الجبرا 1، جیومیټری/هندسه
  • بیولوژي, ځمکنې سایٔنس
  • د نړۍ تاریخ 1 ، د متحده ایالاتو او VA تاریخ
  • د انګلیسی لوست (Workkeys او SOL) او لیک (Workkeys)

یوازی د SOL آزموینه

هغه زده کوونکي چې د عالي ښوونځی په کچه د کورس آزموینه کی بریالی شوي دۍ مګر د ویرجینیا SOL ازموینو کې د بریالی کیدو لپاره نمرې تر لاسه کولو ته اړتیا لري، کولئ شي د کورس پائ SOL ازموینه کی ګډون کولو لپاره ځان راجسټر کړي. دا یوازې د SOL آزموینې د تطبیق لپاره دۍ او د آزموینې وړاندی رغونه یا چمتوالی پکې نه دی شامل.

زده کوونکی باید لږ تر لږه 375 نمرې ترلاسه کړی اوسی ترڅو یوازې د آزموینې لپاره نوم لیکنه تر سره کړی.

د ازموینی معلومات SOL د

ځایونه

د SOL د بیا رغونی پروګرامونه او آزموینی به په Colgan عالي ښوونځی او Woodbridge عالي ښوونځئ کی وړاندی کیږي.

* د پروګرام له مخې مهالویش او ځایونه توپیر لري.

مهالویش

  • 11جولاي، 2025
    • د ټولو SOL آزموینو لپاره پرته د لیک ازموینی.
    • د لیک آزموینه به د جولای په 14 او 15، 2025 نیټه باندی وی. زده کوونکی باید په دواړو ورځو باندی ګډون وکړی.
  • سهار 7:30 بجو څخه تر غرمی 12:30 بجی پوری

ټرانسپورټ

د مستقیم ټرانسپورت خدمتونه به Colgan عالي ښوونځی یا Woodbridge عالي ښوونځی ته ورکول کیږي. مهرباني وکړئ د لا زیاتو معلوماتو لپاره د اوړی ښوونځی ټرانسپورټ ویب پاڼه وګورئ.

ټیوشن/درسونو فیس

  • پروګرامونه یا درسونه وړیا دي.

نوم لیکنه د 2025 کال د اپریل میاشتی د 7 نیټی څخه د جون میاشتی تر 6 نیټی پوری پرانیستی ده.

همدا اوس ځان راجسټر کړئ

ناوخته نوم لیکنه به په هیڅ ډول د منلو وړ نه وي.

لا هم پوښتنی یا وضاحت ته اړتیا لرئ؟ 

په مکرر ډول پوښتل شوي پوښتنی وګورئ

یا [email protected] ته بریښنالیک واستوئ

د عالي ښوونځی هغه زده کوونکي چې د نیسټیزه کریډیټ تر لاسه کولو په لټه کی دي، کولئ شي چی د آنلاین کورس انتخاب لپاره د ورچول پرنس ویلیم پروګرام څخه ګټه پورته کړي. مهربانی وکړئ د لا زیاتو معلوماتو لپاره مجازی (Virtual) پرنس ویلیم ویب پاڼی ته لاړ شئ.

د غځول شوي ښوونځي کال (ESY) په اړه د پوښتنو لپاره او د ESY د خدمتونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د خپل ماشوم د ځانګړي زده کړو ښوونکي سره اړیکه ټینګه کړئ.

د فراغت معلومات

  • نیټه: 25 جولای، 2025
  • ځائ: Hylton Performing Arts Center, 10960 George Mason Circle, Manassas, VA 20110
  • د فراغت تفصیلات: دوه مراسم به ترسره کیږي.
    • لومړنی مراسم به د Freedom, Gar-Field, Hylton, Potomac, او Woodbridge عالي ښوونځيو د فارغینو په ویاړلو سره د ماسپښین له 4 بجو څخه تر 5 بجو پورې ترسره کیږي.
    • دویم مراسم به د Battlefield, Brentsville District, Colgan, Forest Park, Gainesville, Independence Nontraditional, Osbourn Park, Patriot, او Unity Reed عالي ښوونځیو; ISAEP/GED; او بالغ کسانو د زده کړي پروګرام فارغینو په ویاړلو سره د ماښام له 7 بجو څخه تر 8 بجو پورې ترسره کیږي.
  • د انځورګرۍ په اړه معلومات به د فراغت نیټی ته نږدې شتون ولري.
  • په ژوندۍ بڼه د ښکاره کولو په اړه معلومات به د فراغت نیټی ته نږدې شتون ولري.