د منځنی ښوونځئ زده کوونکو لپاره د Launch پروګرام

د 6 څخه تر 8 ټولګي

دا پروګرام د ښوونځی کال د غځولو لپاره ډیزاین شوې یا جوړ شوئ دۍ او د زده کوونکو سره د مهارتونو په تر لاسه کولو کې مرسته کوي تر څو هغوي په راتلونکي ښوونځي کال کی د بریالي کیدو لپاره چمتو کړي. دا پروګرام د خبرو اترو او د ښکیل کیدونکی فعالیتونو له لارې د اړین مهارتونو د لا ښه کولو فرصتونه وړاندي کوي. زده کوونکي به د ژبې هنرونو او ریاضیاتو کې لارښوونې ترلاسه کړي. د دریو اونیو اکاډمیکی پروګرام لپاره به زده کوونکی د هغوي د اوسني ښوونکو یا سلاکارانو لخوا وړاندیز کیږي.

مهالویش

  • دری (3) اونیزه پروګرام - د 2023 کال د جولای میاشت د 10 نیټی څخه تر 28 نیټی پوری
  • د دوشنبی ورځ څخه تر جمعی ورځی پوری
  • سهار 7:45 څخه تر 11:30 بجو

ځائ/موقعیت

د منځني ښوونځيو کوربه سایټونه په لاندې ډول دي:

Beville, Gainesville, Unity Braxton, Fred Lynn, Potomac Shores

مهرباني وکړئ د لا زیاتو معلوماتو لپاره د Launch پروګرام د ځایونو ویب پاڼه وګورئ.

د ښوونځي حاضري

د ښوونځی حاضري لازمي یا اجباری ده. هغه زده کوونکي چې د 15 ورځني پروګرام په بهیر کی د دوو پرله پسې ورځو څخه زیاتو ورځو لپاره غیر حاضر شي، ممکن د پروګرام څخه وو ایستل شي.

ټرانسپورټ

د ټرانسپورت خدمتونه وړاندې کیږي. د اوړی د ښوونځي پروګرام لپاره د بس تمځایونه ممکن د عادي ښوونځي کال بس تمځایونو په پرتله توپیر ولري. د انفرادي زده کوونکو لپاره به د ځانګړي بس تمځایونو اسانتیاوي نه برابریږي.

د Launch اکاډمیکی اوړی پروګرام د بس تمځایونو موقیعتونو په اړه معلومات به د پروګرام له پیل کیدو څخه دمخی ورکړل شي. مهرباني وکړئ د لا زیاتو معلوماتو لپاره د Launch پروګرام د ټرانسپورټ ویب پاڼه وګورئ.

ټیوشن/درسونو فیس

د PWCS د منځني اوړي ښوونځیو د Launch پروګرامونه وړیا دي.

د نوم لیکنی یا راجسټریشن معلومات

د اوړي Launch پروګرام لپاره د نوم لیکنې موده د 2023 کال د اپریل 10 نیټی څخه د می تر 26 نیټی پوری ده. ناوخته نوم لیکنه کول به د منلو وړ نه وي.

والدین/سرپرستان باید د Launch پروګرام لپاره نوم لیکنه په ParentVUE کې بشپړه کړي. 

  1. د اوړي په ښوونځي کی د PWCS د زده کوونکي د راجستر کولو لپاره،  ParentVUE ته دننه شئ.
  2. پورته ښی طرف کونج کی، د آنلاین ریکارډ (Online Records) تڼی غوره کړئ.
  3. لاندې ځای کی هغی آبی برخی ته لاړ شئ چیرته چی په آنلاین ډول د نوم لیکنی پاکټ تفصیلات ورکول شوي دي او په ښکته ځاي کې د غځیدو (ډړاپ ډاون) لسټ څخه، د  2023-2022 اوړي ښوونځی نوم لیکنه انتخاب کړئ.
  4. په لاندی برخه کی د"آنلاین پاکټ پیل کړئ / Begin Online Packet" تڼی کیکاږئ.
  5. کله چې تاسو د نوم لیکنې په پروسه کی پر مخ ځئ، تاسو ته به د معلوماتو د بیاځلی کتلو او تصدیق کولو لپاره خبرداری درکول کیږي. پر مخ تګ لپاره د خوندي کولو او دوام موندلو تڼی کیکاږئ. 
    1. پیژندنه - (د دې برخې په پائ کې، تاسو به د خپل بریښنایی لاسلیک داخلولو ته وهڅول شي؛ ډاډ ترلاسه کړئ چې دا بریښنایی لاسلیک د سکرین په پورتنۍ ښي خوا کې ستاسو د نوم سره سمون لري.)
    2. کورنی
    3. والدین/سرپرست
    4. په بیړنی حالت کی د اړیکی ټینګولو معلومات
  6. کله چې تاسو د زده کوونکو تر نوم لاندی برخې ته ورسیږئ، مهرباني وکړئ لاندې کارونو تر سره کړئ:
    1. د خپل هر هغه زده کوونکي لپاره چې تاسو به یی د اوړي په Launch پروګرام کې نه شاملوئ، د اخراج/ویستلو تڼۍ غوره کړئ.
    2. په همدغه سکرین کی، د هر هغه زده کوونکي لپاره چې تاسو به یې شاملوئ، د ترمیم/بدلولو تڼی غوره کړئ.
      1. د اوړي ښوونځي پروګرام ډراپ ډاون (غځیدو) لسټ څخه کې د Launch پروګرام غوره کړئ.
      2. ټرانسپورت - (د Launch پروګرام لپاره د بس تمځایونو او د لارو مهالویش به د جون په میاشت کې شتون ولري.)
      3. ځائ/موقعیت (د ځایونو په لسټ کی په ډاګه شوئ ښوونځی هغه دۍ چی زده کوونکی به پکی د Launch پروګرام لپاره ګډون کوي.) 
  7. د "خوندی کولو او دوام ورکولو" تڼی کیکاږئ.
  8. معلومات بیاځلی وګورئ او د سپارلو یا (submit) تڼی کیکاږئ.

د یو اتومات بریښنالیک له لاری به تاسو د نوم لیکنی د سپارل کیدو تایٔیدی تر لاسه کړئ.

نوم لیکنه د 2023 کال د اپریل د 10 تر می 26 نیټی پرانیستی ده.

همدا اوس نوم لیکنه وکړئ

ناوخته نوم لیکنه به هیڅ د منلو وړ نه وي.

لا هم پوښتنی یا وضاحت ته اړتیا لرئ؟

په مکرر ډول پوښتل شوي پوښتنې

یا SummerSchool@pwcs.edu ته بریښنالیک واستوئ

د غځول شوي ښوونځي کال (ESY) په اړه د پوښتنو لپاره او د ESY د خدمتونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د خپل ماشوم ځانګړي ښوونکي سره اړیکه ټینګه کړئ.

د غنی کیدلو یا پرمختګ کولو د پروګرامونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د اوړي د غنی کیدلو یا وده موندلو پروګرامونو ویب پاڼه وګورئ.

نوم لیکنه لغوه یا پکی بدلون رامنځ ته کړئ

مونږ پوهیږو چې د اوړي په پلانونو کی بدلون رامنځ ته کیدائ شي. مونږ لاندې ذکر شوي انتخابونه وړاندې کوو:

  1. د یو داسی پروګرام بدلولو لپاره چې ستاسو زده کوونکی پکی اوس مهال راجستر شوئ دۍ، په ParentVUE کی نوئ نوم لیکنه تر سره کړئ. ستاسو نوئ نوم لیکنه یا راجسټریشن به پخوانی راجستریشن لغوه کړي.
  2. د جون د 15 نیټی څخه وړاندی د نوم لیکنه لغوه کولو لپاره د خپل ماشوم ښوونځي سره اړیکه ټینګه کړئ. که تاسو د جون له 15 نیټی څخه وروسته نوم لیکنه یا راجسټریشن لغوه کولو ته اړتیا ومومئ، د خپل زده کوونکي او د ښوونځي نوم SummerSchool@pwcs.edu بریښنالیک ته واستوئ.