د نوم لیکنی/راجسټریشن معلومات - Pashto

د اوړي ښوونځی پروګرام د نوم لیکنی/راجسټریشن معلومات

د اوړي ښوونځی پروګرام د نوم لیکنی/راجسټریشن نیټی

  • د ابتدایهٔ او منځنی ښوونځیو د اوړی ښوونځی نیټی - 7 اپریل څخه تر 23 می، 2025
  • د عالي ښوونځی د اوړی ښوونځی نیټی - 7 اپریل څخه تر 6 جون، 2025
  • د Discovery وده موندلو پروګرامونه - 10 مارچ څخه تر 25 مئ، 2025

د اوړي ښوونځی نوم لیکنه

والدین/سرپرستان باید د اوړي ښوونځي لپاره نوم لیکنه په پیرنټ وییو / ParentVUE کې بشپړه کړي.

د ابتدایهٔ او منځنی ښوونځیو نوم لیکنی لپاره لارښوونه

  1. د اوړي ښوونځي لپاره د PWCS زده کوونکي راجسټر کولو لپاره ParentVUE / پیرنټ وییو حساب ته دننه شئ.
  2. پورته ښی طرف کونج کی، د آنلاین ریکارډ (Online Records) تڼی غوره کړئ.
  3. د انلاین نوم لیکنی پاکټ تفصیلاتو تڼی لاندې، د سکرین لاندینۍ برخې ته لاړ شئ او په روان تعلیمی کال 2025-2024 کې د زده کوونکی د ټولګی د کچې پر اساس د اوړی ښوونځی د نوم لیکنې لینک انتخاب کړئ.
    • 2024-2025 د اوړي ښوونځي نوم لیکنه (د وړکتون څخه تر 08 ټولګي)
  4. په لاندی ځائ کی د "آنلاین پاکټ پیل کړئ / Begin Online Packet" تڼی کیکاږیٔ.
  5. کله چې تاسو د نوم لیکنې په پروسه کی پر مخ ځئ، تاسو ته به د معلوماتو د بیاځلی کتلو او تصدیق کولو لپاره خبرداری درکول کیږي. پر مخ تګ لپاره د خوندي کولو او دوام موندلو (Save او Continue) تڼی کیکاږئ.
    1. پیژندنه (د دې برخې په پائ کې، تاسو به بریښنایی لاسلیک کولو ته وهڅول شي؛ ډاډ ترلاسه کړئ چې دا بریښنایی لاسلیک د سکرین په پورتنۍ ښي اړخ کې ستاسو د نوم سره سمون لري.)
    2. کورنی
    3. والدین/سرپرست
    4. په بیړنی حالت کی د اړیکی ټینګولو معلومات
  6. کله چې تاسو د زده کوونکو تر نوم لاندی برخې ته ورسیږئ، مهرباني وکړئ لاندې کارونو تر سره کړئ:
    1. خپل هر هغه زده کوونکي لپاره چې تاسو به یی د اوړي په ښوونځی کې نه شاملوئ، د اخراج/Exclude تڼۍ غوره کړئ.
    2. په همدغه سکرین کی، د هر هغه زده کوونکي لپاره چې تاسو به یې شاملوئ، د ترمیم/ Edit تڼی غوره کړئ.
      1. ټرانسپورت (د اوړي ښوونځی پروګرام لپاره د بس تمځایونو او د لارو د معلومات سره مهالویش به د جون په میاشت کې شتون ولري.)
      2. ځائ/موقعیت (په لسټ کی په ډاګه شوئ ښوونځی هغه دۍ چی زده کوونکی به پکی د اوړی ښوونځی پروګرام لپاره ګډون کوي.)
  7. د "خوندی کولو او دوام ورکولو" تڼی کیکاږئ.
  8. آنلاین غوښتنلیک بیاځلی وګورئ او د سکرین په بیخ کی د سپارلو / Submit تڼی کیکاږئ.

د یو اتومات بریښنالیک تر لاسه کولو له لاری به تاسو د نوم لیکنی د سپارل کیدو تایٔید تر لاسه کړئ.

د عالي ښوونځی نوم لیکنی لپاره لارښوونه

  1. د اوړي په ښوونځي کی د PWCS زده کوونکي د راجستر کولو لپاره ParentVUE حساب ته دننه شئ.
  2. پورته ښی طرف کونج کی، د آنلاین ریکارډ (Online Records) تڼی غوره کړئ.
  3. د انلاین نوم لیکنی پاکټ تفصیلاتو تڼی لاندې، د سکرین لاندینۍ برخې ته لاړ شئ او په روان تعلیمی کال 2025-2024 کې د زده کوونکی د ټولګی د کچې پر اساس د اوړی ښوونځی د نوم لیکنې لینک انتخاب کړئ.
    • د 2025-2024 کال د اوړي ښوونځي نوم لیکنه (د 9 څخه تر 12 ټولګي).
  4. په لاندی ځائ کی د "آنلاین پاکټ پیل کړئ / Begin Online Packet" تڼی کیکاږیٔ.
  5. کله چې تاسو د نوم لیکنې په پروسه کی پر مخ ځئ، تاسو ته به د معلوماتو د بیاځلی کتلو او تصدیق کولو لپاره خبرداری درکول کیږي. پر مخ تګ لپاره د خوندي کولو او دوام موندلو / Save and Continue تڼی کیکاږئ.
    1. پیژندنه (د دې برخې په پائ کې، تاسو به بریښنایی لاسلیک کولو ته وهڅول شي؛ ډاډ ترلاسه کړئ چې دا بریښنایی لاسلیک د سکرین په پورتنۍ ښي اړخ کې ستاسو د نوم سره سمون لري.)
    2. کورنی
    3. والدین/سرپرست
    4. په بیړنی حالت کی د اړیکی ټینګولو معلومات
  6. کله چې تاسو د زده کوونکو تر نوم لاندی برخې ته ورسیږئ، مهرباني وکړئ لاندې کارونو تر سره کړئ:
    1. د خپلهر هغه زده کوونکي لپاره چې د اوړي په ښوونځی کې به نه شاملیږي، د اخراج/Exclude تڼۍ غوره کړئ.
    2. په همدغه سکرین کی، د هر هغه زده کوونکي لپاره چې تاسو به یې شاملوئ، د ترمیم/ Edit تڼی غوره کړئ.
      1. د اوړي ښوونځی پروګرام ډراپ ډاون (غځیدو وړ) لسټ څخه هغه پروګرام غوره کړئ د کوم لپاره چی ستاسو زده کوونکي ته سپارښتنه شوئ وه.
      2. دا چې آیا ستاسو زده کوونکی په جولای میاشت کې د فارغیدو پلان لري او که څرنګ، د هو یا نه تڼی غوره کړئ.
      3. ټرانسپورت (د عالي ښوونځي اوړي پروګرامونو لپاره د بس تمځایونو او د لارو مهالویش به د جون په میاشت کې شتون ولري.)
      4. ځائ/موقعیت (په لسټ کی په ډاګه شوئ ښوونځی هغه دۍ چی زده کوونکی به پکی د اوړی ښوونځی پروګرام لپاره ګډون کوي.)
  7. د "خوندی کولو او دوام ورکولو" تڼی کیکاږئ.
  8. آنلاین غوښتنلیک بیاځلی وګورئ او د سکرین په بیخ کی د سپارلو / Submit تڼی کیکاږئ.

د یو اتومات بریښنالیک تر لاسه کولو له لاری به تاسو د نوم لیکنی د سپارل کیدو تایٔید تر لاسه کړئ.

څرنک کولی شی چی نوم لیکنه لغوه کړئ یا پکی بدلون رامینځته کړئ

مونږ پوهیږو چې د اوړي په پلانونو کی بدلون رامنځ ته کیدائ شي. مونږ لاندې ذکر شوي اختیارونه/انتخابونه وړاندې کوو:

  1. د یو داسی پروګرام بدلولو لپاره چې ستاسو زده کوونکی ورته اوس مهال راجستر شوئ دۍ، نوي نوم لیکنه په ParentVUE کی تر سره کړئ. ستاسو نوئ نوم لیکنه یا راجسټریشن به پخوانی راجستریشن لغوه کړي.
  2. د جون د 7 نیټی څخه وړاندی د نوم لیکنی لغوه کولو لپاره د خپل ماشوم ښوونځي سره اړیکه ټینګه کړئ. که تاسو د جون له 7 نیټی څخه وروسته نوم لیکنه یا راجسټریشن لغوه کولو ته اړتیا ومومئ، د خپل زده کوونکي او د ښوونځي نوم [email protected] بریښنالیک ته واستوئ.

د Discovery وده موندلو پروګرامونه

والدینو /سرپرستانو، خپل زده کوونکی د Student Quick Pay له لاری راجسټر کړئ.

وده موندلو پروګرام نوم لیکنی لپاره لارښوونه Discovery د

د نوم لیکنی/راجسټریشن معلومات

  1. والدین/سرپرستان به د Student Quick Pay / زده کوونکی کویک پی پروګرام په کارولو سره نوم لیکنه تر سره کوي.
  2. د ننوتلو په سکرین کې، تاسو کولی شئ داخل ته ننوځی یا خپل حساب/اکاونټ جوړ کړئ. د Quick Pay حساب/اکاونټ جوړولو لپاره لارښوونی وګورئ.
  3. کله چې تاسو داخل ته ننوځي، تاسو به د خپل زده کوونکي/زده کوونکو نومونه وګورئ. د هغه زده کوونکی نوم انتخاب کړئ چې تاسو یې نوم لیکنه تر سره کوئ.
  4. د اوړی د ښوونځي ټب/تڼی غوره کړئ.
  5. بیا، د پروګرام نوم کیکاږلو سره هغه پروګرام انتخاب کړئ د کوم لپاره چې تاسو نوم لیکنه تر سره کول غواړئ.
  6. د اړینو خانو په ډکولو سره د راجستریشن/نوم لیکنی فورمه بشپړ کړئ.
    • که چیرته ستاسو زده کوونکی د لاندې ذکر شویو خدماتو څخه کوم یو ترلاسه کوي یا کومی طبي ستونزی لري، تاسو به د پلي کیدو وړ چیک بکس په نښه کوئ.
  7. مناسب ټرانسپورټ انتخاب کړئ او که تاسو د PWCS ټرانسپورټ انتخابوئ، نو د ایکسپریس بس هغه تمځای وټاکئ چې ستاسو لپاره خورا اسانه وي.
  8. د دې تصدیق کولو لپاره چې تاسو د نوم لیکنی معلوماتو بیان لوستلی دۍ، چیک بکس په نښه کړئ.
  9. کله چې ټول معلومات بشپړ شوي وي کارټ (کراچئ) ته اضافه کړئ غوره کړئ.
  10. کله چې ستاسو د کورس انتخاب ستاسو کارټ (کراچئ) کې اضافه کړل شي، د چیک آوټ یا پلورلو لپاره په پورتنۍ ښیې اړخ کی د خریداری کارټ عکس غوره کړئ.
  11. د تادیه ورکولو فورم بشپړ کړئ او تادیه سپارلو باندی کلیک کړئ، کله چې بشپړ شي. لپاره د دی چی ستاسو راجسټریشن/نوم لیکنه بشپړ شي، د کورسونه تادیه/فیس باید په بشپړ ډول ورکړل شي؛ جزی تادیات/فیس ورکول به نه منل کیږي. نوټ: د نوم لیکنی پروسه بشپړ کولو لپاره تاسو باید تادیه یا پیسی وسپارئ، کله چی تاسو پیسی وسپارئ ، تاسو به د تصدیق سره یو برېښنالیک ترلاسه کړئ.

د نوم لیکنې اضافي معلومات:

  • که چیرته تاسو دا پیغام ترلاسه کړئ، "تاسو له وړاندی څخه دا پروګرام په خپل کارټ کې اضافه کړی دۍ،" نو کورس کی ټول ځایونه له مخکی څخه ډک شوئ دۍ.
  • مهربانی وکړی په یاد ولریٔ: که چیرته ستاسو ماشوم په SACC پروګرام کې شامل وی، نو د SACC کارکوونکی نشی کولی چې ستاسو زده کوونکی د بس تم ځای ته ویسی.

آیا د نوم لیکنی په اړه کومه پوښتنه لری؟ مهرباني وکړئ [email protected] سره اړیکه ټینګه کړئ.

څرنګ کولی شئ نوم لیکنه لغوه کړئ او د پیسو بیرته تر لاسه کولو وړاندیز وکړئ

مونږ پوهیږو چې د اوړي په پلانونو کی بدلون رامنځ ته کیدائ شي. مونږ د 2025 کال اوړي لپاره د پیسو/فیس بیرته تر لاسه کولو لاندې ذکر شوي پالیسي وړاندی کوو.

  • د پیسو/فیس بیرته تر لاسه کولو لپاره، د وده موندلو د پروګرام د نوم لیکنی د لغوه کولو وروستۍ ورځ د مئ 31مه نیټه ده. له دغی نیټې وروسته، د ښوالی یا غني کولو پروګرام لپاره به هیڅ پیسی یا کریډټ بیرته نه ورکول کیږي.
  • له مئ 31می څخه وړاندي د نوم لیکنی لغوه کولو لپاره، د خپل زده کوونکي نوم او د Discovery پروګرام کورس نوم [email protected] بریښنالیک ته واستوئ.