د PWCS ټائټل I پروګرام د 2025 کال پسرلی کورنیو کمپ
له ستورو پورته رسیدل!
مهربانی وکړئ مونږ سره د کورنیو زده کړي شپی لپاره یو ځائ شئ!
په دې پروګرام کی به درې ناستی وړاندی کیږي.
ناستی به د 3 څخه تر 9 پوری ټولګیو لپاره وي.
دا له مخامخ څخه د ګډون کولو پروګرام دۍ، مهربانی وکړئ لاندی ځای کی ځان راجسټر کړئ.
له ستورو پورته رسیدل!!
د پروګرام تفصیلات
نیټه: پنجشنبه، 13 مارچ 2025
وخت: ماښام 6:15 بجو څخه تر 8 بجو پوری
ځائ: Beville Middle School, 4901 Dale Blvd., Woodbridge, VA 22193
* اضافه پارکینګ به د هلکانو او انجونو په کلب کې شتون ولری. په ټول Dale Blvd سیمه کی به د کورنیو د ټرانسپورت لپاره د ښوونځی بس موجود وی.
د پروګرام مهال ویش او ناستی
مهالویش
وخت | بیلابیلی ناستی |
ماښام 6:15 څخه تر 6:30 بجو پوری | نوم لیکنه |
ماښام 6:30 بجو څخه تر 6:55 پوری | 1 ناسته |
ماښام 7 بجو څخه تر 7:25 پوری | 2 ناسته |
ماښام 7:30 څخه تر 7:55 پوری | 3 ناسته |
ماښام 8 بجی | پائ ته رسیدل |
ناستی
- عالي ښوونځی ته لیږدیدل: نهم ټولګی ته د تګ لپاره چمتووالی نیول (د اتم ټولګی زده کوونکو د تمرکز وړ)
- عالی ښوونځی ته په بریالیتوب سره لیږدیدو لپاره چمتو شئ! دا پریزنټیشن په ځانګړې توګه نهم ټولګی ته د تلونکو زده کوونکو لپاره ډیزاین شوی دۍ ترڅو هغوی راتلونکی هیجانی ننګونو لپاره چمتو کړی.
- د PWCS پرمختللی او تخصصی پروګرامونه (د وړکتون څخه تر 12 پوری د زده کوونکو د تمرکز وړ)
- د ابتدايه، منځني او عالي ښوونځیو زده کوونکو لپاره د موجود تخصصی پروګرامونو فرصتونو په اړه لا زیات معلومات تر لاسه کړئ. په دې غونډه کې به مونږ د شته پروګرامونو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړو.
- د ځان اداره کولو لاری چاری (د 3 څخه تر 5 پوری د زده کوونکو د تمرکز وړ)
- دا کوچنی ورکشاپ به والدین د "ځان اداره کولو لارو چارو" سره آشنا کړی کوم چې زده کوونکو سره د احساساتو په ښه توګه درک کولو کی مرسته کوي. هغه زده کوونکی چې کولای شی خپل احساسات کنټرول/اداره کړی، هغوي له ټولنیزه، احساساتی او اکاډمیکی پلوه ښه چلند کوی.
- مصنوعي ځیرکتیا AI او د ډیجیټلی وسیلو په ښه توګه کارونه: څرنګ کولئ شئ د AI په دی دور کې خپل زده کوونکی او خپل ځان خوندی کړئ (د 3 څخه تر 9 پوری د زده کوونکو د تمرکز وړ)
- په داسې یو دور کې چې مصنوعي ځیرکتیا (AI) په زیاتیدونکی توګه زمونږ په ورځني ژوند کې مدغم شوي، پدی اړه پوهیدل خورا اړین دي چی څرنګ باید ډیجیټلی ځایونه په خوندي او مسؤلانه ډول وکاروو. په دی ناسته کی به د مصنوعي ځیرکتیا او په مسؤلانه ډول د وسیلو کارونی ترمینځ په اړیکې باندی خبری اتری تر سره شي. د کورنیو په ښکیلتیا باندې په اضافه ټینګار کولو سره د زده کوونکو او شخصي پردی یا محرمیت د خوندی ساتلو لپاره به په عملي ستراتیژیو تمرکز وشي.
- ماګما (Magma) ریاضی (د 3 څخه تر 8 پوری د زده کوونکو د تمرکز وړ)
- دا پریزنټیشن به د زده کوونکو د پرمختګ او ودې موندلو په موخه د مګما ریاضی د ګټو په اړه وي.
- څرنګ باید په کور کې د لوست ښه عادتونه وهڅوو (د 6 څخه تر 8 پوری د زده کوونکو د تمرکز وړ)
- راځئ چی دا زده کړو چې څرنګ کولی شو په کور کې لوست نه یوازې اړین، مګر خوندور هم وګرځوو! تاسو به له دې غونډې څخه له ګټورو ستراتیژیو او نظرونو سره لاړ شئ ترڅو وکولی شئ په کور کې له خپل ماشوم او د هغه د مطالعې د عادتونو څخه ملاتړ وکړئ.
- د کیمیاوی تعاملونو عجایب (د 3 - 9 ټولګیو لپاره فوکوس) * یوازې د 2 او 3 غونډو لپاره وړاندې کیږی
- زده کوونکی به د مختلفو "کیمیاوی" موادو څخه ګټه پورته کړي ترڅو زړه راښکونکی غبرګونونه/عکس العملونه رامینځ ته کړی.
- د لغتونو نړی: د لغتونو زیاتولو لوبې (د 6 څخه تر 8 پوری د زده کوونکو د تمرکز وړ)
- دا یوه محاوره یی ناسته ده، والدین او ماشومان به په بیلابیلو تفریحی او ښکیل کوونکی لوبو کې برخه واخلی چې د هغوي د ژبې مهارتونه پراخه کولو لپاره ډیزاین شوي دي.
- زما قاب/پشقاب: هره مړی په حساب سره واخلی (د 3 څخه تر 9 پوری د زده کوونکو د تمرکز وړ)
- دا ناسته به کورنیو ته د هغو موجوده سرچینو په اړه معلومات وړاندې کړي چې صحت مند ژوند هڅوي.
سږ کال نوي!
آیا تاسو دې پروګرام لپاره ټرانسپورت ته اړتیا لرئ؟
ټرانسپورټ
سږ کال مونږ Beville منځنی ښوونځی ته د پروګرام لپاره د ښوونځی بس له لاری محدود ټرانسپورت وړاندې کوو.
مونږ د هر یو ځای لپاره د 80 کسانو ظرفیت لرو. که چیرته مونږ خپل حد ته ورسیږو، نو له هغی وروسته به مونږ د انتظار لست ولرو. هر هغه څوک چې د لاندې ځایونو څخه د ټرانسپورت تر لاسه کولو لپاره نوم لیکنه کوی، د تفصیلاتو په اړه د خبری کولو لپاره به ورسره اړیکه ونیول شی. ټول وړل او راوړل به په لاندې لست شویو ښوونځیو کې تر سره کیږي. که چیرته تاسو ټرانسپورت ته اړتیا لرئ، مهربانی وکړئ تاسو ته نږدې ښوونځی انتخاب کړئ. مهربانی وکړئ ټاکل شوی ښوونځی ته په خپل وخت سره ځان ورسوئ ځکه چې بسونه به له ټاکل شوی ښوونځی څخه هم په هغه وخت روانیږي چی تاسو ته ښودل شوي وي.
- Featherstone ابتدایهٔ ښوونځئ (د کاونټی ختیځ برخه)
- 14805 Blackburn Rd., Woodbridge, VA
- هغه ښوونځی چې Featherstone ابتدایهٔ ښوونځئ ته نږدې دی، عبارت دی له Freedom عالي ښوونځئ، Potomac View ابتدایه ښونځئ، او Rippon منځنی ښوونځئ
- Bel Air ابتدایهٔ ښوونځئ (د کاونټی مرکزی برخه)
- 14151 Ferndale Rd., Woodbridge, VA
- هغه ښوونځی چې Bel Air ابتدایهٔ ښوونځئ ته نږدې دی عبارت دی له Dale City ابتدایهٔ ښوونځئ، Hampton منځنی ښونځی، او Minnieville ابتدایهٔ ښوونځئ
- Sudley ابتدایه ښوونځئ (د کاونټی لویدیځ برخه)
- 9744 Copeland Dr., Manassas, VA
- هغه ښوونځی چې Sudley ابتدایهٔ ښوونځئ ته نږدې دی عبارت دی له Sinclair ابتدایهٔ ښوونځئ، د Unity Braxton منځنی ښونځی، او West Gate ابتدایهٔ ښوونځئ
- Yorkshire ابتدایهٔ ښوونځئ (د کاونټی لودیځ برخه)
- 7610 Old Centerville Rd., Manassas, VA
د نوم لیکنی په فورمه کې د ټرانسپورټ برخی لپاره نوم لیکنه کول شامل شوي دي.
نوم لیکنه کول اړین دي او د دوشنبی ورځ 10 مارچ 2025 کال نیټی پوری پرانیستی ده
آیا پوښتنی لرۍ؟
مهربانی وکړۍ د ټائټل I دفتر سره په 7248-791-703 شمیره اړیکه ټینګه کړۍ.