معلومات
PWCS تاسو سره دا خبره شریکولو ته لیواله دی چې د ټائټل I کورنیو د ښکیلتیا کلنۍ سروې سږکال په بشپړ ډول په الیکترانیکی شکل تر سره کیږي او په نهو ژبو کی به وړاندې کیږي. والدین/سرپرستان به وکولی شي چی په بریښنالیک او لیکلی پیغام کی د تر لاسه شوي لینک له لارې سروئ بشپړه کړي. سروې به د مئ میاشتی په 1 نیټه پرانیستل کیږي.
لینک ته د لاسرسي موندلو وروسته، والدین او سرپرستان کولی شي چی د سروی پاڼی په پورته ښی کونج کې د نړۍ انځور په کارولو سره خپلی مورنی یا د خوښی ژبې ته لاسرسی ومومي. مونږ د ابتدايهٔ او منځني ښوونځي سروې وړاندی کوو. که چیرته تاسو په ابتدايهٔ یا منځني ښوونځي کې ډیر ماشومان لرئ، مهرباني وکړئ په سروئ کی د هر هغه ښوونځي خانه په نښه کړئ چې ستاسو ماشومان پکې ګډون کوي. کله چې پاتې پوښتنو ته ځواب ورکوئ، مونږ غواړو چې والدین د ښوونځي په کچه د خپلو ټولو ماشومانو لپاره په مجموعی ډول ځواب ورکړي.
ستاسو د زده کوونکي د ښوونځي تجربې په اړه ستاسو نظرونه شریکول به مونږ سره د پیاوړي نقطو/برخو او د هغو برخو په پیژندلو کی مرسته وکړي چیرته چی مونږ لا هم ښوالی رامینځ ته کولی شو. د اوړي رخصتی په اوږدو کې، ټائټل I به کوچني معلوماتی لنډیزونه معارفی کړي چې تاسو یی ممکن د خپل ماشوم د زده کړې څخه ملاتړ لپاره په زړه پوري او ګټور ومومئ.
مونږ به د هر ښوونځي د ټائټل I په کلنۍ غونډه کې د والدینو او د ټائټل I ټولنې سره د کلنۍ سروې څخه د پایلو اجرایوي لنډیز شریک کړو. تاسو به په PWCS کې د ټائټل I پروګرام په اړه د خپل نظر وړاندی کولو سره قوي/پیاوړئ غږ ولرئ.
د پنجشنبې په ورځ، د مئ په 1 نیټه د سروې په لټه کی اوسی. تاسو کولی شئ چی دغی سروۍ ته په مستقیم ډول د هغه لینک له لاری لاسرسی ولرئ چې تاسو به یې د لیکلی پیغام او بریښنالیک له لارې ترلاسه کوئ. په تمه اوسی!
د ټائټل I کورنیو د ښکیلتیا سروې راغله!
د ټائټل I کورنیو ښکیلتیا په سروۍ کی د ګډون کولو لا لاری د خپل ماشوم ښوونځي سره د لومړي (1) مقام پر تر لاسه کولو کی مرسته وکړئ.
والدینو، د ټائټل I کورنیو د ښکیلتیا د سږ کال سروې کې ګډون کولو سره، تاسو به د هغو خورا مشهورو او ګټورو پروګرامونو په اړه پوه شئ چې په ښوونځیو کې د زده کوونکو سره په زده کړو کی د مرستی کولو لپاره کارول کیږي.
ستاسو د ګډون لپاره له وړاندی څخه مننه کوو!
په ابتدايهٔ ښوونځي کې ستاسو د ماشومانو لپاره، د سروې بشپړولو لپاره دا لینک خلاص کړئ.
په منځني ښوونځي کې ستاسو د ماشومانو لپاره، د سروې بشپړولو لپاره دا لینک خلاص کړئ.
په عالي ښوونځي کې ستاسو د ماشومانو لپاره ، د سروې بشپړولو لپاره دا لینک خلاص کړئ.