د تبعیض او ځورونې نور ډولونه
د 1964 د مدني حقونو قانون عنوان VI په تعلیمي پروګرامونو او فعالیتونو کې د نژاد، رنګ، او ملي اصلیت پربنسټ تبعیض منع کوي. علاوه لدې، د ویرجینیا د بشري حقونو قانون، لکه څنګه چې د ویرجینیا د ارزښتونو قانون له مخې اصلاح شوی، د نژاد، رنګ، مذهب یا دین، ملي اصلیت، جنسیت، بلاربتوب یا حمل، د ماشوم زیږون یا اړوند طبي حالاتو، عمر، مدني حالت، یا معیوبیت پربنسټ تعلیمي پروګرامونو او فعالیتونو کې تبعیض منع کوي.
هر زده کونکی چې فکر کوي هغه د نژاد، رنګ، مذهب یا دین، ملي اصلیت یا د قانون لخوا منع شوي کوم بل مورد پربنسټ د تبعیض یا ځورونې سره مخ شوی دی (په استثنی د هغه قوانینو چې د ځانګړي تعلیم خدماتو چوپړتیا مدیریت کوي، کوم چې د ځانګړي تعلیم او د زده کونکي خدماتو د مرستیال رییس او د ځانګړي تعلیم رییس مسؤلیت دی)؛ د دې زده کونکي والدین؛ یا کوم بل فرد (پشمول د بل زده کونکي یا د PWCS د کارمند) چې فکر کوي کوم زده کونکی د تبعیض یا ځورونې سره مخ شوی یا مخ کیږي، هغوی هڅول کیږي چې د زده کونکي مدیر یا د PWCS د عنوان IX همغږي کونکي او د زده کونکو د مساواتو افسر ته د دې ځورونې راپور ورکړي.
د قانون لخوا منع شوي مواردو پربنسټ د تبعیض یا ځورونې راپور په ترلاسه کولو سره PWCS محافظتي اقدامات پیل کوي چې د ادعا شوي ځورونې بندولو، د یو یا ډیرو افرادو خوندي کولو، او تعلیمي پروګرام یا فعالیت ته د مساوي لاسرسي بیرته پرځای کولو یا ساتلو لپاره ډیزاین شوي دي. په محافظتي اقداماتو کې دا موارد شامل دي مګر دې پورې محدود ندي: مشوره، د مهالویشونو غزول یا کورس پورې اړوند نور تنظیمات، د سیټ او/یا د بس ترتیباتو بدلول، د ټولګي د مهالویشونو بدلول یا سمول، د اړخونو ترمینځ اړیکو باندې بندیزونه، او د ښوونځي د انګړ او ودانۍ ځینې برخو کې د امنیت او نظارت ډیرول.
PWCS به د تبعیض یا ځورونې هر هغه شکایت پلټنه کوي چې زده کونکي پکې دخیل وي یا د زده کونکو پروړاندې شوی وي. د عنوان IX همغږي کونکي او د زده کونکو د مساواتو دفتر به پلټنه کوي او د پلټنې او د حل پروسې څارنه به کوي او همدارنګه د کورنیو لپاره د سرچینې په توګه به هم عمل کوي. که چیرې مشخص شي چې تبعیض یا ځورونه پیښ شوي دي، نو PWCS به د دا ډول تبعیض یا ځورونې د بیاځل پیښیدو مخنیوي لپاره طرح شوي مناسب اقدامات وکړي؛ پدې اقداماتو کې دا موارد شامل دي مګر دې پورې محدود ندي: د قرباني د ښوونځي نه د یرغل کونکي یا مرتکب زده کونکي لنډمهاله یا اوږدمهاله اخراج او ایستل.
هغه زده کونکي، والدین او کارمندان چې غواړي د ځورونو ادعاو د پلټلو او حل کولو طرزالعملونو په اړه نور معلومات لاسته راوړي، هغوی هڅول کیږي چې د عنوان IX همغږي کونکي او د زده کونکو د مساواتو دفتر سره اړیکه ونیسي. د تبعیض یا ځورونې شکایت د تعبیض یا ځورونې شکایت فورمې (PDF) په کارولو سره سپارلی شئ.
نور معلومات
اړوند پالیسۍ او مقررات
PWCS د لاندې پالیسیو او مقرراتو د تازه کولو په حال کې دی ترڅو د 2020 میی په 6 خپاره شوي د امریکا د متحده آیالاتو د ښوونې وزارت د عنوان IX مقرراتو سره تطابق ډاډ لاسته راشي. د بیاکتنې او سمون لاندې پالیسیو او مقرراتو کې شامل دي:
پالیسي 738، د زده کونکو تبعیض او ځورونه نه کول
مقررات 738-1، د زده کونکو د تبعیض یا ځورونې ادعاو لپاره د شکایت طرزالعملونه
مقررات 738-3، د زده کونکو ځورونه
پالیسي 701، د چلند کوډ
مقررات 701-1، د چلند کوډ