د چاپ لپاره د PDF کاپي

د زده کوونکو لپاره ورځنۍ د روغتیا معاینه

زه کله کولی شم خپل ماشوم ښوونځي ته واستوم؟
هره ورځ ښوونځي ته د خپل ماشوم تر استونې دمخه دې پوښتنو ته ځواب ورکړئ.

آیا ستاسو ماشوم ناروغ دی؟  

  1. هو

    1. آیا په تېرو 14 ورځو کې ستاسو ماشوم د COVID-19 لرونکي کس سره نږدې پاتې* شوی؟

      1. هو

        1. خپل ماشوم کور کې پاتې کړئ. د خپل روغتیا پاملرنې چمتو کونکي سره د احتمالي معاینې کولو او دا چې کله ماشوم کولی شي ښوونځي ته راستون شي په اړه خبرې وکړئ

      2. نه

        1. خپل ماشوم کور کې پاتې کړئ. د خپل روغتیا پاملرنې چمتو کونکي سره د احتمالي معاینې کولو او دا چې کله ماشوم کولی شي ښوونځي ته راستون شي په اړه خبرې وکړئ

  2. نه

    1. آیا په تېرو 14 ورځو کې ستاسو ماشوم د COVID-19 لرونکي کس سره نږدې پاتې* شوی؟

      1. هو

        1. خپل ماشوم کور کې پاتې کړئ. د خپل روغتیا پاملرنې چمتو کونکي سره د احتمالي معاینې کولو او دا چې کله ماشوم کولی شي ښوونځي ته راستون شي په اړه خبرې وکړئ

      2. نه

        1. خپل ماشوم ښوونځي ته واستوئ

* ‘د COVID-19 لرونکي کس سره نږدې پاتې کېدلو’ معنی دا ده چې د 24 ساعتونو مودې دننه ټولټال د 15 دقیقو یا ډیر وخت لپاره د COVID-19 لرونکي کس سره د 6 فُټو څخه کم واټن کې یئ، یا یې د افرازو سره مستقیم تماس ولرئ.
^د معتدل څخه تر لوړې د انفیکشن کچې معنی دا ده چې تاسو یوې داسې سیمې ته سفر کړی، یا پکې اوس مهال ژوند کوئ، کومه سیمه کې چې په هرو 100,000 اوسیدونکو کې د انفیکشن کچه 50 یا ډیرې مثبت پیښې وي. د Prince William کاونټي دا مهال د معتدلې څخه تر لوړې کچې انفیکشن لپاره معیار پوره کوي.

د COVID-19 سره مخ کېدو پراساس د خپل ناروغ ماشوم ارزونه

 

د چاپ لپاره د PDF کاپي

د COVID-19 سره مخ کېدل
که ستاسو ماشوم ناروغ وي او د CoVID-19 سره مخ شوي وي:

 

 

که چیرې په تېرو 14 ورځو کې ستاسو ناروغ ماشوم د COVID-19 لرونکي کس سره نږدې پاتې* شوی وي، مهرباني وکړئ خپل د روغتیا پاملرنې چمتو کونکی سره سمدستي اړیکه ونېسئ او خپل ماشوم کور کې پاتې کړئ. ستاسو د روغتیا پاملرنې چمتو کونکی به در ته د راتلونکو مرحلو په اړه لارښوونه وکړي. که تاسو ښوونځي ته د بیرته راستنیدو په اړه پوښتنې لرئ، نو مهرباني وکړئ د خپل ښوونځي له نرس سره اړیکه ونېسئ.

 

* ‘‘د COVID-19 لرونکي کس سره نږدې پاتې کېدلو’ معنی دا ده چې د 24 ساعتونو مودې دننه ټولټال د 15 دقیقو یا ډیر وخت لپاره د COVID-19 لرونکي کس سره د 6 فُټو څخه کم واټن کې یئ، یا یې د افرازو سره مستقیم تماس ولرئ.

 

که ستاسو ماشوم ناروغ وي
او د CoVID-19 سره مخ شوي وي:

 

 

  •     تاسو پوهیږئ چې ولې ماشوم ناروغ دی او دا چې COVID-19 نه دی
    • تبه
      • که چیرې ماشوم تبه ولري نو تر هغه پورې یې کور کې پاتې کړئ چې د تبې کمولو درملو د کارولو پرته لږترلږه 24 ساعتونو لپاره تبه ونلری.
    • تبه نه لرل
      • ماشوم ممکن ښوونځي ته راستون شي که علامې یې اجازه ورکوي.
  •     ماشوم د COVID-19 لپاره معاینه شوی یا ارزول شوی دی
    • • د معایناتو مثبته پایله
      • د مثبتې معاینې یا د علامو د پیل نیټې څخه وروسته د 10 ورځو لپاره په کور کې ماشوم جلا کړئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې ښوونځي ته تر راستنیدو دمخه ماشوم د 24 ساعتونو لپاره تبه ونلري. نږدې اړیکې قرنطین کړئ.
    • د معایناتو منفي پایله
      • • تر هغه پورې په کور پاتې شئ چې د تبې کمولو درملو د کارولو پرته لږترلږه 24 ساعتونو لپاره تبه ونلرئ.
  •     تاسو نه پوهیږئ چې ولې ماشوم ناروغ دی، او دا چې ماشوم د COVID-19 لپاره ندی معاینه شوی.
    • په تېرو 14 ورځو کې داسې سیمې ته تګ چې د معتدلې څخه تر لوړې^ د انفیکشن کچې لرونکي وي
      • د علامو د پیل او 24 ساعتونو لپاره تبه نه لرلو څخه وروسته د 10 ورځو لپاره په کور کې ماشوم جلا کړئ. نږدې اړیکې قرنطین کړئ.
    • • په تېرو 14 ورځو کې داسې سیمې ته نه تګ چې د معتدلې څخه تر لوړې^ د انفیکشن کچې لرونکي وي
      •  • تر هغه پورې په کور پاتې شئ، چې د تبې کمولو درملو د کارولو پرته لږترلږه 24 ساعتونو لپاره تبه ونلرئ.

^د معتدلې څخه تر لوړې د انفیکشن کچې معنی دا ده چې تاسو یوې داسې سیمې ته سفر کړی، یا پکې اوس مهال ژوند کوئ، کومه سیمه کې چې په 100,000 اوسیدونکو کې د انفیکشن کچه 50 یا ډیرې مثبت پیښې وي. د Prince William کاونټي دا مهال د معتدلې څخه تر لوړې کچې انفیکشن لپاره معیار پوره کوي.