د PWCS نه مهم پېغامونه څنګه ترلاسه کړئ
د PWCS خبرتیاوې
د PWCS د خبرتیاو د پېغام رسولو په خدمت کې د Prince William کاونټي عامه ښوونځیو د زده کوونکو موروپلار او سرپرستانو او کارمندانو نوملیکنه په اتوماتیک ډول کېږي.
د PWCS مرکزي دفتر او ښوونځي ددې سیسټم څخه استفاده کوي چې د ښوونځي پرانیسته کې د ځنډېدو او د ښوونځي د بندېدو معلومات، د بیړني حالت پېغامونه پرې ورسوي، او حاضري، د غرمنۍ د حساب بیلانس، او د ښوونځي پر اساس د تماس پېغامونه پر واستوي. پېغامونه د تماس د هغو معلوماتو پر اساس استول کېږي چې د موروپلار او کارمندانو لخوا ورکړل شوي وي.
زده کړئ چې د خبرتیاو لومړیتوبونه څرنګه ترتیب کړئ
د تماس د اساسي معلوماتو اپډیټ کول
دا مهمه ده چې د بیړني حالت لپاره د تماس معلومات اپډیټ وساتئ. موروپلار کولی شي چې د The Hub له لارې آنلاین د ماشوم د بیړني حالت د تماس د معلوماتو د ایډیټ غوښتنې وګوري.
کارمندان کولی شي چې خپل د تماس معلومات د Employee Self Service له لارې وګوري او اپډیټ یا تازه کړي.