د بې تبعیضۍ بیان او د تماس معلومات

د Prince William کاونټي عامه ښوونځي (PWCS) نه باید د استخدام چارو کې او نه د تعلیمي پروګرامونو، خدمتونو او فعالیتونو په برابرولو کې د ذات، رنګ، دین، ملي اصل، جنس، جنسي هویت، جنسي تعامل، حمل، د ماشوم زیږون یا اړونده طبي حالتونه په شمول د تی ورکولو، عمر، مدني حالت، د عسکري سابقې وضعیت، معلولیت، ارثي معلومات یا کوم بل بنیاد چې د قانون لخوا منع شوی دی، پر اساس تبعیض وکړي.
لاندې افراد به د بې تبعیضۍ د تګلارو، په ګډون د برخې 504 او عنوان IX، اړوند پوښتنو او څېړنو باندې کار کوي:
د معلوماتو د ازادۍ قانون (FOIA)، مدني حقونه، برخه 504 تطبیق (کارمندان)، د استخدام مساوي مواقع، د معلولیت لرونکو امریکایانو قانون، د شکایت پروسیجرونه:
د برابرۍ او تطبیق دفتر
703-791-8071

د برخې 504 تطبیق (زده کوونکي):
د ځانګړې زده کړې رییس
703-791-7287

د عنوان IX تطبیق:
د عنوان IX او زده کوونکو د اړیکو افسر
703-791-8515 

د فامیل د زده کړې حقونه او د محرمیت قانون (FERPA)
د ریکارډونو د مدیریت متخصص
703-791-7445
د پوستې ادرس
P.O. Box 389, Manassas, VA 20108

د ویبسایټ لاسرسی

د Prince William کاونټي عامه ښوونځي هڅه کوي چې ټولو کاروونکو، په شمول د معلولینو، ته د ویبسایټ منځپانګې ته لاسرسی ورکړي. مونږ دا مهال په دې لګیا یو کار کوو چې د  1990 د معلولیت لرونکو امریکایانو د قانون د برخې 504 او عنوان II مطابق د ویب د منځپانګې د لاسرسي لارښوونه (WCAG) 2.0 د Level AA معیارونه پوره کړو.
که تاسو کومکي ټکنالوجي کاروئ (لکه سکرین لوستونکی، د سترګو د تعقیب آله، د غږ د پېژندلو سافټویر، وغیره) یا داسې تن یاست چې بل معلولیت لرئ او زمونږ په ویبسایټ معلوماتو ته لاسرسي کې ستونزه لرئ، نو مونږ سره په webmaster@pwcs.edu یا 703-791-8147 تماس ونیسئ. مهرباني وکړئ د هغو موادو چې تاسو ورته د لاسرسي هڅه کړې URL (ویب ادرس)، هغه ستونزه چې ورسره مخ شوئ، او خپل د تماس معلومات راکړئ. مونږ به تاسو سره تماس ونیسو او هڅه به وکړو چې کوم معلومات تاسو غواړئ هغه درکړو. مهرباني وکړئ دې ویبسایټ کې معلوماتو ته لاسرسي کې هر ډول ستونزې د ویب او ټولنیزو رسنیو خدمتونو د څارونکي په پام کې د tilgnerk@pwcs.edu یا 703-791-8147 له لارې راولئ.