د IX سرلیک لپاره د کورنۍ لارښود

 

IX سرلیک څه شی دی؟

د IX سرلیک د تبعیض ضد فدرالي قانون دي چې د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي (PWCS) زده کوونکي او کار کوونکي د PWCS په ښوونیزو پروګرامونو او فعالیتونو کې د تجاوز او جنسي ځورونې په ګډون د جنسیت پر بنسټ له تبعیض څخه ژغوري.

شکایت کوونکی او ځواب ورکونکی څه شی دی؟

شکایت کوونکی هغه کس ته ویل کېږي چې د راپور شوي جنسي ځورونې یا جنسي تیري هدف وي. ځواب ورکوونکی‎ ‎ هغه کس ته ویل کېږي چې په جنسي ځورونه او یا جنسي تیري تورن وي.

ایا IX سرلیک پر ټولو ناسمو جنسي چلندونو پلی کېږي؟

ځواب: ټول ناسم جنسي چلندونه چې د ښوونځي په ملکیت او یا د PWCS د ښوونیزو پروګرام او یا فعالیت په لړ کې ترسره کېږي، د PWCS له مقرراتو څخه سرغړون ګڼل کېږي او له څیړلو وروسته په مناسب ډول ځواب ور کېږي. په داسې حال کې چې ټول ناوړه جنسي چلندونه د IX سرلیک سرغړونه نه کوي. د IX سرلیک یوازې په ځانګړو جنسي ځورونو او یا ناوړه ګټې اخیستنو باندې د پلي کیږي چې د شکایت کوونکي لپاره په بشپړ ډول په د PWCS په یوه پروګرام او یا ښوونیز فعالیت کې ګډون کول ستونزمنوي.

که چیرې زما ماشوم جنسي ځورول شوي یا جنسي تیری پرې شوی وي، زه باید څه وکړم؟

تاسو باید له ځنډ پرته د دې سرغړونې په اړه مدیر، د مدیر مرستیال او یا د IX سرلیک همغږي کوونکي ته خبر ور کړئ. که راپور شوي ناوړه چلند په ښوونځي کې (د مجازی یا آنلاین ټولګي په شمول) کې، د ښوونځي په بس کې، د ښوونځي لخوا ملاتړ شوي فعالیت په جریان کې یا د PWCS وسیلې یا شبکې په کارولو سره پیښ شوي،‎ ‎ په دې صورت کې PWCS د حالت د سمونې په موخه د څیړنو او اقدام ترسره کولو مسوولیت لري.

که چیرې راپور شوي ناوړه چلند د PWCS په ښوونیز پروګرام او یا فعالیت کې نه وي پیښ شوې، نو بیا په دې صورت کې کیدای شي PWCS د څیړنو او حالت د سمونې صلاحیت ونلري، په هرصورت، PWCS به اوس هم ستاسو ماشوم ته ملاتړ چمتو کړي او کولای شي تاسو او ستاسو ماشوم د ټولنې پر بنسټ له ګټورو سرچینو سره وصل کړی.

که چیرې زما ماشوم په ښوونځي کې د یو چا په جنسي ځورونې یا جنسي تیري تورن شي نو څه به کیږي؟

که چېرې ستاسو ماشوم د PWCS د ښوونیز پروګرام او یا فعالیت د ترسره کولو پر مهال په جنسي بد چلند تورن شي، په دې صورت کې PWCS مسوولیت لري چې په بشپړه او عادلانه توګه څیړنه ترسره کړي. تاسو ته به د تور یا اتهام په اړه خبر در کړل شي او ستاسو ماشوم به د دې حق ولري چې د پیښې په اړه خپله کیسه ووایي. که چېرې په تور یا اتهام کې داسې جنسي بد چلند شامل وي چې د IX سرلیک تر پښو لاندې کوي، په دې صورت کې به د IX همغږي کوونکی له تاسو سره اړیکه ونیسي، ترڅو تشریح کړي چې تحقیق به څنګه ترسره شي، کوم ملاتړ به چمتو شي، او تاسو او ستاسو ماشوم د پروسې په جریان کې کوم حقونه لري، کوم چې د "IX شکایت پروسې" په نوم پیژندل کیږي.

د IX سرلیک د شکایت پروسه څه ده؟‎1

د IX سرلیک د شکایت پروسه هغه پروسه ده چې د هغه راپور شوي جنسي چلند د څېړنې او حلو کولو لپاره کارول کیږي چې ښايي له IX سرلیک څخه سرغړونه وکړي. د IX سرلیک د شکایتونو پروسه کې، څېړنه د عدالت او زده‎‌ کوونکو د اړیکو ‎(ESR)‎ څانګې د څېړونکي لخوا ترسره کیږي او د هغه څه په اړه چې پېښ شوي دي وروستۍ پرېکړه د اوریدنې یو مامور کوي، چې د زده کونکو په مدیریت او بدیل پروګرامونو څانګې لپاره کار کوي. د IX د سرلیک د شکایت په پروسه کې، ستاسو د ماشوم د ښوونځي مدیران د راپور شوي ناوړه چلند اړوند څیړنه او پریکړه نه ترسره کوي.

که چېرې راپور شوي ناوړه چلند د PWCS د چلند کوډ تر پښو لاندې کړي، مګرد IX سرلیک نه کوي، په دې صورت کې څیړنه ترسره شي او پریکړه به د زده کوونکي د ښوونځي د مسوولینو لخوا ترسره شي.

که چیرې زه دIX ‎ سرلیک پریکړه کونکي له پریکړې سره موافق نه وم، څه باید وشي؟

که چیرې تاسو له پریکړې سره موافق نه یاست، کولای شئ د استیناف غوښتنه وکړئ. د پرېکړې د استیناف غوښتنې په اړه معلومات به د IX سرلیک پرېکړه کوونکی درکړي او همدارنګه په PWCS‏ ‎738-1 قوانینو کې هم موندل کېدی شي.

د IX ‎ سرلیک د شکایت پروسه څومره وخت نیسي؟

معمولاً، د IX سرلیک د شکایت پروسه په 60 کاري ورځو او یا له هغې څخه په کم وخت کې بشپړیږي. په دې وخت کې، په ډیرو قضیو کې، دواړه شکایت کوونکی او ځواب ورکوونکی د ښوونځي لخوا د شته ملاتړ په موخه په ښوونځي کې ګډون کوي، تر څو وکولای شي دا کار په آرام فکر سره ترسره کړي. که چیرې تاسو د IX سرلیک د شکایت پروسې په لړ کې د خپل ماشوم د خوندیتوب په اړه اندیښنې لرئ، نو تاسو باید له ځنډ پرته د IX د سرلیک همغږي کوونکي، د خپل ماشوم مدیر او یا مرستیال مدیر ته سمدستې ووایئ.

د IX ‎ سرلیک په اړه نور معلومات چېرې موندلی شم؟

ځواب: د IX ‎ سرلیک په اړه نور معلومات د ESR څانګې په ویب پاڼه کې موندلی شئ، چې په pwcs.edu کې موندل کېږي، وروسته د پاڼې په ښکتنۍ برخه کې په سره بار کې ‎"Title IX"‎ انتخاب کړئ. د IX ‎ سرلیک په اړه نور معلومات د ESR‏ ‎738-1 قوانینو کې هم موندلی شئ، "چې د زده کوونکو د ناسم جنسي چلند ادعاوو ته ځواب وایي،" چې لینک یې د ESR څانګې په ویب اڼه کې چمتو شوی دی.

که چیرې د IX ‎ سرلیک په اړه پوښتنې ولرم، له چا سره باید اړیکه ونیسم؟

ځواب: باید له ESR څانګې سره په ‎571-374-6839 یا TitleIXEquity@pwcs.edu اړیکه ونیسئ


1 د IX ‎ سرلیک د شکایت پروسه د هغې جنسي ځورونې او جنسي تېري د شکایتونو د حل لپاره کارول کېږي چې د ‎2020، اګست په 14مه یا وروسته تکراري ډول پېښ شوي دي. که چیرې بد چلند د 2020 کال د اګسټ میاشتې له 14 نېټې وړاندې راپیښ شوې وي، په دې صورت کې بیلابیل کړنلارې پلي کېږي.‎ ‎

** دا FAQs (په مکرر ډول پوښتل شوي پوښتنې) معلوماتي دي. که چیرې د FAQs او PWCS‏ ‎738-1 قوانینو "د زده کوونکو د ناسم جنسي چلند د ادعاوو حل،"‎ ‎ تر مینځ ټکر وي، قانون باید پرېکړه وکړي.