د PWCS کارکوونکي
مهربانی و کړۍ د مرستی لپاره د عدل یا مساواتو او کارکوونکو اړیکو ټینګولو ویب پاڼي ته لاړ شۍ.
د پرنیس ویلیم کاونټی عامه ښوونځي نه د دندی په برخه کی او نه د تعلیمی پروګرامونو، خدمات، او فعالیتونو په وړاندی کولو کې د نسل، رنګ، مذهب، ملي اصل، جنس، جنډر هویت، جنسي تمایل، حمل، ماشوم زیږون، یا اړونده طبي شرایطو، په شمول د طی ورکولو حالت، عمر، مدنی حالت، عسکری خدمت، معلولیت، جنیټکی معلوماتونو یا د کوم بل څیز پر اساس تبعیض کوي، کوم چې د قانون لخوا منع شوی دي.
PWCS د زده کړې او د کار یو داسی چاپیریال رامنځ ته کولو ته ژمن دی چې له هر ډول تبعیض څخه پاک وي. PWCS د ښوونځي ټولنی ټول غړي دی کار ته هڅوي چې د ځورونې په ګډون د تبعیض د مخنیوي او اصلاح کولو لپاره په ګډه سره کار وکړي.
د PWCS کارکوونکي
مهربانی و کړۍ د مرستی لپاره د عدل یا مساواتو او کارکوونکو اړیکو ټینګولو ویب پاڼي ته لاړ شۍ.
د لا زیاتو معلوماتو، یا د تبعیض یا ځورونې په اړه د راپور ورکولو لپاره چې یو یا ډیر زده کوونکي پکی شامل وي یا یی په اړه وي، مهرباني وکړئ لاندی ذکر شوي کسانو سره اړیکه ټینګه کړۍ:
Dana Scanlan, د مساواتو او زده کوونکو روابطو پازوال او د ٹائٹل IX کوردیناتور
Michael Jones, د مساواتو یا عدل څیړونکی
LaKeisha Dyson, د مساواتو یا عدل څیړونکی
Sedrick Ross, د مساواتو یا عدل څیړونکی
RaMona Clark، د تنوع، مساواتو، او شاملولو(DEI) متخصص
Yansy Pietri Rivera, د پازوال دویم مرستیال
ټلیفون شمیره: 6839-374-571
فکس شمیره: 2230-503-571
بریښنالیک پته: TitleIXEquity@pwcs.edu
د پوست خانی پته:
د مساواتو (عدل) او زده کوونکو اړیکو دفتر
P.O. Box 389
Manassas, VA 20108
د دفتر ځاي:
.14800Joplin Rd
Building 49
Manassas, VA 20112
د غیر تبعیضی شرایطو په اړه پوښتنې هم د متحده ایالاتو د پوهنې په ریاست کې د مدني حقونو دفتر (OCR) ته وړاندی کیدی شي. د ویرجینیا لپاره د OCR دفتر په لاندی پته کې موقعیت لري:
د مدني حقونو لپاره دفتر
د متحده ایالاتو د پوهنې ریاست
400Maryland Ave. SW
Washington, DC 20202-1475
ټلیفون شمیره: 6020-453-202
فکس شمیره: 6021-453-202; TDD: 1-800-877-8339
بریښنالیک پته: OCR.DC@ed.gov
د 1972 کال د تعلیمی تعدیلاتو ٹائٹل IX قانون او د ښوونځي بورډ 738 پالیسي د جنډرهویت او جنسي تمایل په شمول د جنسیت پر بنسټ ځورول منع کوي. PWCS ټول زده کوونکي هڅوي، او له ټولو کارکوونکی غواړي چې د جنسي بڼی ناوړه چلند په اړه زر تر زره د ښوونځی چارواکو ته راپور ورکړي. د ناوړه جنسي چلند د راپور ورکولو د څرنګوالي په اړه د معلوماتو لپاره، لاندې برخه وګورئ چې عنوان یې "د ناوړه جنسي چلند راپور ورکول چې یو یا ډیر زده کوونکی پکی ښکیل وي" دۍ.
د ناوړه جنسي چلند په اړه د راپور ترلاسه کولو وروسته چې یو یا ډیر زده کوونکی پکی ښکیل وي، د ٹائٹل IX کوردیناتور به دا په ډاګه کړي چې آیا ادعا شوې ناوړه چلند د ٹائٹل IX قانون تر لاندی جنسي ځورونه په ډاګه کوي او که څرنګ، لکه څرنګ چې په 1-738 مقرره "د ناوړه جنسي چلند زده کوونکو پر وړاندې د تورونو حل" کې تعریف شوی دي. که چیرته ادعا شوې ناوړه چلند د ٹائٹل IX قانون ترلاندی جنسي ځورونه په ډاګه کړي، PWCS به ملاتړی اقدامات تر سره کړي کوم چی د ادعا شوي ځورونې قربانی (شکایت کوونکی) او هغه زده کوونکي لپاره موجود دي چې پر وړاندی یی د ځورونې تور لګول شوی وي، (ځواب ویوونکی). ملاتړي اقدامات د انضباطي یا د مجازاتو بڼی لرلو په معنی نه دي؛ بلکه، دا انفرادي خدمات دي کوم چې له دی لپاره جوړ شوي دي چی شکایت کوونکي او ځواب ویوونکی وتوانیږي چی په دوام داره توګه د PWCS تعلیمي پروګرامونو او فعالیتونو ته لاسرسی ولري تر هغه وخت پوری چې د تورونو تحقیق نه وی تر سره شوۍ او حل شوي نه اوسی. د ملاتړي اقداماتو په بیلګو کی سلا مشوری، د وروستیو نیټو تمدیدول یا د کورس اړوند برابرتیاوي، د ټولګي په څوکۍ او/یا بس ګمارلو کی بدلون، د ټولګي په مهالویش کی تعدیل، د زده کوونکو تر منځ د اړیکو ټینګولو محدودیت، او د امنیت او څارلو زیاتول شامل دي.
د ناوړه جنسي چلند د تورونو په اړه د راپور ورکولو سربیره، شکایت کوونکی کولی شي چی د مساواتو او زده کوونکو اړیکو دفتر ته د ٹائٹل IX قانون تر لاندی د جنسي ځورونې رسمي شکایت ثبت کړي. والدین هم کولی شي چی د زده کوونکی په استازیتوب رسمي شکایت ثبت کړي. د رسمي شکایت د ثبتولو څرنګوالي په اړه د معلوماتو لپاره، لاندی ځای کی د " ٹائٹل IX جنسي ځورونې قانون تر لاندی رسمي شکایت ثبتول" تر عنوان لاندی برخه وګورۍ. د زده کوونکی پر وړاندې هر ډول رسمي شکایت چې د ٹائٹل IX قانون تر لاندی جنسي ځورونه په ډاګه کوي، د مساواتو او زده کوونکو اړیکو دفتر لخوا به وڅیړل شي. د ٹائٹل IX تحقیقاتو وروسته، که چیرته دا معلومه شي چې ځواب ویوونکی په جنسی ډول شکایت کوونکی ځورولی دۍ، PWCS به د PWCS تعلیمي پروګرامونو یا فعالیتونو ته د شکایت کوونکي مساوي لاسرسي بیرته ځای پر ځای کولو یا حق لرلو لپاره جوړ شوي تدابیر پلي کړي او د ځورونې د بیا تکرار مخه به ونیسي. په دې تدابیرو کې ممکن د ځواب ویوونکي لپاره انضباطي بندیزونه شامل وي؛ د بیلګی په توګه، ځواب ورکوونکی د شکایت کونکي له ښوونځي څخه د لنډ یا اوږدې مودې لپاره ایستل کیدی شي.
هغه زده کوونکي، والدین، او کارکوونکی چی غواړی د دی په اړه لا زیات معلومات تر لاسه کړي چی د ناوړه جنسي چلند تورونه څرنګ څیړل کیږي او حل کیږي، هغوی حڅول کیږي چی د مساواتو او زده کوونکو اړیکو دفتر سره اړیکه ټینګه کړي.
هر یو کس کولی شي چی د ناوړه جنسي چلند په اړه راپور ورکړي. زده کوونکی یا والدین باید سمدستي د دې ډول ناوړه چلند راپور د ٹائٹل IX کوردیناتور، مدیر یا د مدیر مرستیال ته ورکړي (که څه هم د PWCS هر یو کارکوونکی کولی شي چی د ناوړه جنسي چلند راپور تر لاسه کړي). د PWCS هر کارکوونکی اړ دی چې د ٹائٹل IX کوردیناتور، مدیر، د مدیر مرستیال ته د ناوړه جنسي چلند په اړه راپور ورکړي؛ یا که چیرته کارکوونکی په ښوونځي کې نه وي، نو د کارکوونکو څارونکی ته دی راپور ورکړل شي.
هرهغه کس چې غواړي د ناوړه جنسي چلند په اړه په مستقیم ډول د ٹائٹل IX کوردیناتور ته راپور ورکړي، هڅول کیږي چې د راپور ورکولو لپاره په آنلاین ډول مناسبه فورمه وکاروي، کوم ته چې د دې ویب پاڼې په سر کې د سرو بکسونو څخه د یوې په غوره کولو له لاسرسی موندلی شۍ. په لاندی ځای کی د "اضافي معلومات" عنوان تر لاندی په برخه کی د چاپ وړ نسخه موندل کیدی شۍ. په دې ویب پاڼه کې د ٹائٹل IX کوردیناتور سره د اړیکی ټینګولو لپاره د ورکړل شوي معلوماتو په کارولو سره، د ٹائٹل IX کوردیناتور ته په شخصی ډول یا د تلیفون، د متحده ایالاتو لیک لیږدولو سیسټم یا د بریښنالیک لارې هم د تورونو په اړه راپور ورکول کیدی شۍ.
په رسمی ډول د ٹائٹل IX د جنسي ځورونې شکایت یو لیکلی سند دی چې د شکایت کوونکي ، د شکایت کوونکي مور یا پلار یا د ٹائٹل IX کوردیناتور لخوا ثبت او لاسلیک کیږي چې پکی په جنسي ډول د ځوریدو ادعا کیږي او د PWCS لخوا یی د تحقیق کولو غوښتنه کیږي. په رسمي ډول شکایت چې یو یا زیات زده کوونکي پکې ښکیل وي باید د ٹائٹل IX کوردیناتور سره په شخصی ډول یا د متحده ایالاتو د پوست یا بریښنالیک له لارې ثبت شي. د ٹائٹل IX د جنسي ځورونې د رسمي شکایت فورمی د کارولو په کلکه سره هڅونه کیږي، که څه هم اړین نه دي چی وکارول شي. د ٹائٹل IX د جنسي ځورونې د رسمي شکایت فورم د PDF نسخه د "اضافي معلومات" تر عنوان لاندې برخه کی موندلی شئ. د دغی فورمې بریښنایی نسخه هم د ٹائٹل IX کوردیناتور څخه غوښتلی شۍ.
د ناوړه جنسي چلند راپور یا د ٹائٹل IX جنسي ځورونې رسمي شکایت اړوند معلومات به د امکان تر حده پوری محرم وساتل شي. کله چې یو شکایت کوونکی د محرمیت غوښتنه کوي، دغه غوښتنه کولی شي چې د تحقیق کولو او د اړین اصلاحي اقدام پورته کولو په برخه کی د PWCS وړتیا محدوده کړي. کله چې یو شکایت کوونکی د جنسي ځورونې راپور ورکوي مګر غوښتنه کوي چې PWCS دی څیړنه نه تر سره کوي، دا به PWCS مشخص کوي چې آیا د پلي کیدو وړ قوانینو سره سم PWCS دی غوښتنې ته درناوی کولی شي او که څرنګ. په ځینو حالاتو کې، PWCS ممکن دا په ډاګه کړي چې دوی باید تحقیق تر سره کړي او/یا د قانون پلي کولو یا د ماشومانو د ژغورولو خدماتو ته د تورونو په اړه راپور ورکړي.
یو فرد چی د ناوړه جنسي چلند راپور ورکوي؛ د ٹائٹل IX جنسي ځورونې رسمي شکایت ثبتوي؛ یا په تحقیق کې ګډون کوي، یا له ګډون کولو څخه انکار کوي، پر ضد یی اقدام تر سره کولو یا ورڅخه غچ اخیستل په کلکه منع دی. همدا ډول، په يوهی سره غلط راپور ورکول، شکایت کول یا بیان ورکول هم په کلکه منع دي. د PWCS زده کوونکی یا کارکوونکی چې په داسې ناوړه چلند کې ښکیل کیږي، د PWCS د تطبیق شوي مقرراتو سره سم د انضباطی اقدام تابع دۍ.
د PWCS د ٹائٹل IX ټیم غړي د اوسني لارښوونو په اړه باخبره دي او د لاندی ذکر شوي موضوعاتو په اړه به په روزنو کی برخه اخیستو ته دوام ورکوي؛ د بیلګی په توګه، د جنسی ځورونی تعریف؛ د PWCS د زده کړې پروګرام یا فعالیت پروګرامونه؛ د اړوند مسایلو اداره کولو او د تحقیقاتي راپور جوړولو په شمول د څیړنو تر سره کولو او شکایتونو پروسې څرنګوالی په اړه؛ او په مسایلو کی د حقایقو په اړه له مخکی څخه د قضاوت کولو څخه ډډه کول، د ګټو ټکر، او تعصب په شمول څرنګ په بې طرفی سره دنده تر سره کول.
د PWCS ٹائٹل IX ټیم غړو په لاندې روزنو کې ګډون کړۍ دۍ کوم چې د ٹائٹل IX چارواکو اتحادیی (ATIXA) لخوا برابری شوي دي. هغه مواد چې په دې روزنو کې کارول کیږي، د ATIXA روزنیز موادو ویب پاڼه کی لیدل کیدی شي.
د PWCS ٹائٹل IX ټیم غړو د ویرجینیا د ښوونځيو د بورډونو اتحادیې (VSBA) لخوا چمتو شوي روزنو کې هم ګډون کړۍ دۍ. په دغو روزونو کی کارول شوي مواد په لاندی لینکونو کی کتلی شۍ.
د ښوونځي ټولنې ټول غړي دا مسؤلیت په غاړه لري چې د شک لرونکی تبغیض یا ځورونی ناوړه چلند په اړه راپور ورکړۍ چې د نسل، رنګ، مذهب، ملي اصل، جنس، جنډر هویت، جنسي تمایل، حمل، ماشوم زیږون، یا اړونده طبي شرایطو، په شمول د طی ورکولو حالت، عمر، مدنی حالت، عسکری خدمت، معلولیت، جنیټکی معلوماتونو یا د کوم بل څیز پر اساس وي، کوم چې د قانون لخوا منع شوی دي.
یو زده کوونکی یا مور/پلار باید زر تر زره مدیر یا د مدیر مرستیال ته د هر ډول ناوړه چلند په اړه راپور ورکړي چې د تبعیض یا ځورونې شک پری کیږي (د ٹائٹل IX جنسي ځورونې پرته، چې باید هم هغسی یی په اړه راپور ورکړل شي څرنګ چی د "جنسی ځورونی راپور ورکول چی یو یا زیات زده کوونکی پکی شامل وي" عنوان تر لاندی برخه کی تشریح شوي دي. د PWCS هر کارکوونکی اړ دی چې د دی ډول تورونو په اړه، مدیر، د مدیر مرستیال ته راپور ورکړي؛ یا که چیرته کارکوونکی په ښوونځي کې نه وي، نو د کارکوونکو څارونکی ته دی راپور ورکړل شي. په دی ویب پاڼه کی د اړیکو ټینګولو معلوماتونو په کارولو سره، د یو یا ډیرو زده کوونکو د ناوړه چلند په اړه راپور چې د تبعیض یا ځورونې شک پری کیږي د مساواتو او زده کوونکو اړیکو دفتر ته د تلیفون، د پوست، یا بریښنالیک له لاری هم ورکړل کیدی شي.
د ادعا شوي تبعیض یا ځورونې قربانی یعنی(شکایت کوونکی) کولۍ شي چی په رسمی ډول د تبعیض یا تبعیضي ځورونې شکایت فورمه مدیر ته وسپاري (لاندې ځاي کی یی د "اضافي معلومات" عنوان تر لاندی برخه کی وګورۍ). یو مور یا پلار هم کولی شي چی د زده کوونکي په استازیتوب شکایت ثبت کړي.
PWCS به د تبعیض یا ځورونې ټول تورونه وڅیړي. د مساواتو او زده کوونکو اړیکو دفتر به د څیړنې او حل پروسې په اوږدو کې د کورنیو او د ښوونځي میشته اداره کوونکو لپاره د سرچینې په توګه کار وکړي. که چیرته دا په ډاګه شي چې تبعیض او ځورونه رامنځ ته شوۍ، PWCS به د PWCS تعلیمي پروګرامونو یا فعالیتونو ته د شکایت کوونکي مساوي لاسرسي بیرته ځای پر ځای کولو یا حق لرلو لپاره اصلاحی اقدامات پورته کړي او د تبعض او ځورونې د بیا تکراریدو مخه به ونیسي. په اصلاحی اقداماتو کې ممکن د ځواب ویوونکي لپاره انضباطي بندیزونه شامل وي؛ د بیلګی په توګه، ځواب ویوونکی د شکایت کوونکي له ښوونځي څخه د لنډ یا اوږدې مودې لپاره ایستل کیدی شي.
هغه زده کوونکي، والدین، او کارکوونکی چی غواړی د دی په اړه لا زیات معلومات تر لاسه کړي چی تبعیض او ځورونی څرنګ څیړل کیږي او حل کیږي، هغوی حڅول کیږي چی د مساواتو او زده کوونکو اړیکو دفتر سره اړیکه ټینګه کړي.