اړین اسناد
مخکې له دې چې یو زده کوونکی راجسټر شی او ورڅخه آزموینه واخیستل شی، لاندې ذکر شوي توکی سپارل اړین دی:
- د زده کوونکی د زیږیدنی سند (اصلی یا تصدیق شوی کاپی)
- د اوسیدو پتی یو عمومی ثبوت:
- وثیقه یا قواله
- د مورګیج یا کور اخیستلو تړون
- د کور د کرایی تړون
- د اوسیدو پتی دوه نور اضافي ثبوتونه:
- د کور بل
- د موټر د ثبتولو یا راجسټریشن سند
- د بانکی حساب سند
- د واکسینونو ریکارډ
- د نري رنځ/توبر کلوز د معاینی ثبوت
- فزیکی معاینات (یوازې د ابتدایهٔ ښونځی لپاره)
- د پخوانی ښوونځی څخه د وتلو اسناد چی د وتلو نیټې او نمری ولري (په سم ټولګی کی د شاملولو لپاره اړین دي)
- اکاډمیکی اطلانامی چې اخیستل شوي او/یا روان کورسونه او همدارنګه نمرې په ډاګه کړي، د نهم یا معادل ټولګی څخه په پیل کیدو سره (یوازې عالي ښوونځئ لپاره)
که تاسو وثیقه یا قواله، د د مورګیج یا کور اخیستلو تړون، یا د کور د کرایی تړون نلرئ نو تاسو به اړ یاست چې د استوګنځی لپاره تخلیف پاڼه تصدیق کړئ. دا به ستاسو د اوسیدو پتی لپاره د عمومی ثبوت په توګه کار وکړی. لومړۍ پاڼه باید د والدینو/سرپرست لخوا ډکه شی. دویمه پاڼه باید د کور مالک لخوا ډکه شی او د هوکړی/ قوالی/ د کور کرایی تړون باید وړاندې شی.
که تاسو د خپل زده کوونکی د زیږیدنی سند نه لرئ نو تاسو به اړ یاست چی د زیږیدنی سند لپاره تخلیف پاڼه تصدیق کړئ.