د والدینو اکاډمی
نړوال ښه راغلاست مرکز سره د په زړه پورې او ښکیل کوونکی ورکشاپ لړۍ لپاره یو ځائ شئ کوم چې د بیلابیلو ژبو ویونکو کورنیو لپاره ډیزاین شوی چې متحده ایالاتو ته نوی کډه شوي دي. دا ورکشاپونه به تاسو ته د متحده ایالاتو د تعلیمی سیسټم څخه د ګټه پورته کولو لپاره د اړینو مهارتونو په اړه لارښوونه وکړی او تاسو به پیاوړی کړی ترڅو د خپلو ماشومانو په زده کړو کې په فعاله توګه ګډون وکړئ.
د ورکشاپونو تفصیلات
هر یو ورکشاپ به د والدینو لپاره خوندور او په زړه پوری یو ساعته ورکشاپ وي تر څو:
- د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځيو(PWCS) د جوړښت، درسی نصاب او اړینو پړاوونو په اړه معلومات تر لاسه کړئ.
- د ښوونځیو د سیسټم په اړه خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ.
- د نورو والدینو او د پرنس ویلیم کاونټی عامه ښوونځیو ملاتړی کارکوونکو سره وګورئ.
د 5 څخه تر 12 کلونو پورې د ماشومانو د ساتلو یا پالنی اسانتیاوي به وړاندی کیږي.(باید په تشناب کارونی باندی روزل شوي وي)
جایزې، خواړه او ډیر نور په زړه پوری څیزونه به شتون ولري!
لومړنی ورکشاپونه به په لاندې نیټو ترسره کیږي:
- دوشنبه، 13 جنوری 2025
- جمعه، 17 جنوری 2025
د ورکشاپونو د نیټو او وختونو په اړه نور جزئیات به د ورکشاپ لپاره د نوم لیکنی کولو وروسته شریک شی.
مونږ خوښ یو چې تاسو سره په ګډه زده کړو او پرمختګ وکړو. د ځان پیاوړی کولو او د خپل ماشوم په زده کړو کې د بدلون رامینځته کولو دا فرصت له لاسه مه ورکوئ!
د ځاڼ څرنګ راجسټر کولو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د نړیوال ښه راغلاست مرکز سره اړیکه ونیسئ.
ښه راغلاست مرکز Manassas د
Luz Rodriguez
[email protected]
571-402-3800
ښه راغلاست مرکز Woodbridge د
Adriana Mariscal
[email protected]
571-374-6572