پورټل PWCS د - Pashto

د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي (PWCS) به په 26-2025 ښوونیز کال کی د جون میاشت د 16می نېټی څخه په پیل کولو سره، د Clever اپلیکیشن څخه د PWCS پورټل ته بدلون مومي کوم چی د ClassLink لخوا اداره کیږي او په یو ځل ننوتو سره د زده کړي پلیټ فارم ته لاسری وړاندی کوي.

د PWCS پورټل د ClassLink پروګرام په مرسته فعالیت تر سره کوي.

د PWCS پورټل ته د ننوتلو پاڼې سکرین شاټ

د PWCS پورټل زده کوونکو، ښوونکو، او کارکوونکو ته یو داسی ګټه ور پلیټ فارم وړاندې کوي چې د زده کړي اپلیکیشنونو ته په یو ځل کلیک کولو سره لاسرسی وړاندی کوي.

د PWCS پورټل د ننوتلو لپاره د Clever کارتونو په څېر QuickCard وړاندې کوی، چې د Pre-K-2 ټولګیو زده کوونکو او ځانګړی اسانتیاوي لرونکو زده کوونکو لپاره اسانه لاسرسی یقینی کوی.

د PWCS پورټل ته ننوتل

څرنګ باید د PWCS پورټل ته ننوځئ

د PWCS د زده کړي پروګرامونو او سرچینو ته لاسرسی موندلو لپاره، زده کوونکی باید د کمپیوټر یا ګرځنده وسیلی له لاری د PWCS پورټل ته ننوځي.

د کمپیوټر له لاری د ننوتلو لپاره لارښوونه

د زده کوونکو د ننوتلو لپاره لارښوونه کله چې کمپیوټر کاروی

  1. یوه ویب پاڼه پرانیزئ او https://login.classlink.com/my/pwcs ویب پاڼی ته لاړ شئ.
    د PWCS پورټل ته د ننوتلو په سکرین کی د PWCS لوګو سره د کارونکی د نوم لیکلو او د پاسورډ لیکلو ځایونه ښکاره کیږي.
  2. د زده کوونکی د PWCS کاروونکی نوم ولیکئ، (pwcs-edu.org@ ورسره مه لیکئ)
  3. د زده کوونکی د PWCS پاسورډ ولیکئ
  4. د ننوتلو تڼی کیکاږئ
  5. تاسو اوس دننه یاست! زده کوونکی کولی شی د PWCS په پورټل کې اپلیکیشنونو ته لاسرسی ولری.

د ګرځنده وسیلی له لاری د ننوتلو لپاره لارښوونه

د زده کوونکی د ننوتلو لپاره لارښوونه کله چی ګرځنده وسیله لکه (ټلیفون، ټابلیټ، آی پډ) کاروي.

  1. د لنچ پیډ څخه د ClassLink اپلیکیشن ډاونلوډ کړئ
  2. اپلیکیشن یا پروګرام انسټال یا فعاله کړئ او پرانیزئ
  3. کله چې د لومړي ځل لپاره ننوځئ، “Find your login page” تڼئ انتخاب کړئ او پکی “Prince William County Public Schools” ولیکئ.
    • Prince William County Public Schools (Global- Prince William County Public SD) انتخاب کړئ.
  4. دننه شئ
    • د زده کوونکی د PWCS کاروونکی نوم ولیکئ، (pwcs-edu.org@ ورسره مه لیکئ)
    • د زده کوونکی د PWCS پاسورډ ولیکئ
    • د ننوتلو تڼی کیکاږئ
  5. تاسو اوس دننه یاست! زده کوونکی کولی شی د PWCS په پورټل کې اپلیکیشنونو ته لاسرسی ولری.

د QuickCard په کارولو سره ننوتل

د وړکتون څخه تر دویم ټولګي پورې زده کوونکو او د نورو مشخص شویو زده کوونکو د کارونی لپاره، په  QuickCard کی یو QR کوډ شتون لري کله چی د PWCS پورټل ته ننوځي.

  • زده کوونکو باید د خپلو ټولګیو ښوونکو څخه یو QuickCard ترلاسه کړی اوسی.
  • کمپیوټر یا بې سیمه ګرځنده وسیله باید د دې ځانګړتیا کارولو لپاره کیمره ولري.

له لاری د ننوتلو لپاره لارښوونه QuickCard د

د QuickCard له لاری د ننوتلو لپاره لارښوونه

د QuickCard له لاری د زده کوونکی د ننوتلو لپاره لارښوونه

  1. د PWCS پورټل پرانیزئ
    • په کمپیوټر کی - یوه ویب پاڼه پرانیزئ او پکی https://login.classlink.com/my/pwcs ولیکئ.
    • په ګرځنده وسیله کی - د ClassLink اپلیکیشن یا پروګرام پرانیزئ
  2. د ننوتلو تڼۍ لاندې د QuickCard اپلیکیشن په انځور باندې کلیک وکړئ.
  3. که چیرته دا ستاسو لومړی ځل وی چې د PWCS پورټل ته لاسرسی مومئ، تاسو باید د ویب پاڼی کتلو لپاره کیمرې کارولو ته اجازه ورکړئ.
  4. کله چې د QuickCard پاڼه پرانیستل شی، د کیمرې په کارولو سره په QuickCard باندی ورکړل شوئ QR کوډ سکین کړئ.
  5. تاسو اوس دننه یاست! زده کوونکی کولی شی د PWCS په پورټل کې اپلیکیشنونو ته لاسرسی ولری.

آیا مرستی ته اړتیا لرۍ؟

د زده کوونکو یوزر نومونه او د بریښنالیک پتې په ParentVUE کی د زده کوونکو د معلوماتو په برخه کې یا د خپل زده کوونکي ښوونځي سره په اړیکه نیولو سره موندل کیدی شي.

که چیرته ستاسو زده کوونکی خپل د PWCS پاسورډ په یاد ونه لرئ، مهربانی وکړئ د هغوي پاسورډ بدلولو لپاره د Password Self Service/د پاسورډ جوړولو خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ.

که چیرته تاسو د PWCS پورټل کومه ستونزه لرئ او یا که QuickCard لپاره وړاندیز کولو ته اړتیا لرئ د عمومی مرستی له لاری وړاندیز وسپارئ او یا هم د PWCS د عمومی مرستې میز سره په 8826-791-703 اړیکه ټینګه کړئ.