ځان پوه کړئ چی آیا تاسو د ټیټ لګښت کور انټرنیټ خدمتونه تر لاسه کولو لپاره وړ یاست
په پرنس ویلیم کاونټی کې براډ بانډ یا پراخه انټرنیټ خدمتونه وړاندی کوونکی شرکتونه داسې پروګرامونه وړاندی کوی چې له لاری یی کورنی کولی شي د ټیټ لګښت کور انټرنیټ تر لاسه کړي. د وړ کورنیو لپاره عادی لګښت په میاشت کې د 9.95$ ډالرو څخه تر 19.99$ ډالرو پوری دی.
- زما کورنۍ څرنګ د ارزانه کور انټرنیټ لپاره وړ کیدی شي؟
-
دا چی څوک کولی شي د ټیټ لګښت کور انټرنیټ تر لاسه کړي، د دی لپاره هر یو پراخه انټرنیټ خدمتونه وړاندی کوونکی خپل مقررات لری.
عموما، کورنۍ کولی شی د ټیټ لګښت کور انټرنیټ ترلاسه کړی که چیرته د کورنۍ کوم غړی د عامه ګټو پروګرام لپاره وړ وی لکه د خوراکی توکو د مرستی پروګرام (SNAP) ، میډیکاډ (Medicaid)، د نوی زیږیدلو ماشومانو او میندو پروګرام (WIC) ، یا د نقدی مالی مرستی پروګرام (TANF). ځینې د انټرنیټ خدمتونه وړاندی کوونکی ممکن کورنیو ته اجازه ورکړی چې د هغوي په پروګرام کې ګډون وکړي که چیرته کورنی وړیا یا د ټیټ لګښت ښوونځی خواړو پروګرام تر لاسه کولو لپاره وړ وی، یا که هغوي د وصلولو یا ارتباط ارزانه پروګرام (Affordable Connectivity Program) کی ګډون کړئ وي.
- کوم یو د انټرنیټ خدمتونه وړاندی کوونکی شرکت په پرنس ویلیم کاونټی کې ارزانه د کور انټرنیټ وړاندی کوی؟
-
لاندی ذکر شوي پراخه خدمتونه وړاندی کوونکی شرکتونه په پرنس ویلیم کاونټی کې د کور ارزانه انټرنیټ وړاندی کوي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره دا ویب پاڼی وګورئ:
- زه څرنګ کولی شم دا ثبوت تر لاسه کړم چې زما ماشوم وړیا یا د ټیټ لګښت خواړه ترلاسه کوي؟
-
هغه والدین/سرپرستان چې د وړیا او ټیټ لګښت خواړه تر لاسه کولو لپاره یی غوښتنلیک جمع کړئ اوسی او د هغه ماشومانو والدین/سرپرستان چی د ټولنی لپاره خدمتونه وړاندی کوونکی (CEP) ښوونځیو کې ګډون کوي، هغوي به د PWCS د خواړو او تغذیې څانګې لخوا بریښنالیک او/یا یو لیک ترلاسه کوي چې په په هغه لیک یا بریښنالیک کی به داسی ویل شوي اوسی چی لیست شوي ماشومان د وړیا یا ټیټی بیی ښوونځي خواړه ترلاسه کولو لپاره منل شوي دي. د PWCS د خواړو او تغذيې څانګې لخوا د منل کیدو لیک، د وړوالی موندلو لپاره د ثبوت په توګه کارول کیدی شي کله چې د ټیټ لګښت کور انټرنیټ لپاره غوښتنه کوئ.
د وړیا او ټیټ لګښت خواړو د وړاندیز کولو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره، د PWCS د تغذیی ویب پاڼه وګورئ.
هغه والدین/سرپرستان چې وړ دي او د اګست تر پائ پوری کوم تصویب لیک ترلاسه نه کړی او یا یې پر ځائ بل لیک ته اړتیا لري، باید د نوي کاپی وړاندیز کولو لپاره د خواړو او تغذیې څانګي سره په 3151-791-703 شمیری اړیکه ټینګه کړئ.
- څه به وي که زه د ارزانه کور انټرنیټ تر لاسه کولو لپاره وړ ونه موندل شم ، یا زما کورنۍ لاهم مرستې ته اړتیا لری؟
-
که چیرته ستاسو کورنۍ د ارزانه کور انټرنیټ لپاره وړ ونه موندل شي یا لاهم د کور انټرنیټ خدمتونه تر لاسه کولو کې مرستې ته اړتیا لری، مهربانی وکړئ د خپل ماشوم د ښوونځی مدیر سره اړیکه ونیسئ. PWCS ښوونځیو ته په محدود شمیر سره د انټرنیټ هاټ سپاټ الی ورکوي ترڅو اړمنو کورنیو سره مرسته وکړي.
- زه د خپل PWCS هاټ سپاټ لپاره څرنګ تخنیکي مرسته ترلاسه کولئ شم؟
-
هاټ سپاټونه د PWCS لخوا اداره کیږی. والدین / سرپرستان باید د تخنیکی مرستې لپاره د PWCS د مرستې میز سره اړیکه ټینګه کړی. د مرستې میز د دوشنبې څخه تر جمعې ورځ، د سهار له 7 بجو څخه تر مازدیګر 5:30 بجو پورې پرانیستي دۍ.
- د ټلیفون شمیره: 8826-791-703
- بریښنالیک: [email protected]
- آنلاین: د PWCS د خدمتونو مرکز