د اوړي لوست
زده کوونکي ولی باید په اوړی کی لوست وکړی؟
د PWCS د اوړی لوست پروګرام موخه دا ده چی زده کوونکي وحڅوی تر څو د معیاری لیټریچر څخه خوند واخلی او د خپلو لوست مهارتونو ته وده ورکولو ته دوام ورکړي. اوړی د زده کوونکو لپاره ډیر ښه وخت دی تر څو د لوست څخه خوند واخلی او د خپل خوښی لوست لا هم جود کړی یا دا ډول نوي تجربه تر سره کړی. زده کوونکو ته د هغوی د خپلی خوښی لوست انتخاب ورکول د هغوی د لوست لیوالتیا او ښکیلتیا زیاتوي.
په اوړی کی د زیات لوست ګټی:
- لغاتونو ذخیره زیاتوي
- د لوست مهارتونو ته وده ورکوي
- له نویو کیسو څخه خوند اخیستل
- نوي معلومات تر لاسه کیږي
د لوست لسټونه
د پرنس ویلیم کاونټی عامه ښوونځیو د زده کوونکو لپاره د اوړی لوست لسټونو موخی وړاندیز کړی دی تر څو د معیاری لیټریچر (ادبیاتو) څخه خوند واخلی او د خپل لوست مهارتونو ته وده ورکړی تر څو د اړین فکر، تخلیقي فکر، ارتباط، همکارۍ، او تابعیت برخو کی مرسته وکړی. په دغه سیالی کې د زده کوونکو ګډون داوطلبانه دی. هغه زده کوونکي چې د ګډون کولو خوښی څرګنده کړی، هغوی به د خپلی خوښی کتابونه لولی. هغه زده کوونکي چې د اوړی پر مهال لوست کوي، هغوی وده مومی او نوي څیزونه تجربه کوي تر څو د ژوند په اوږدو کی د لوست عادتونه څخه ملاتړ وکړی.
لاندینی عنوانونه یوازی وړاندیزونه دی تر څو د خوند اخیستلو لپاره د لوست سره مینه زیاته کړی. د زده کوونکی لخوا د والدینو، سرپرستانو یا د کتابتون مسّول په لارښوونه د نورو کتابونو انتخابول هم د منلو وړ دی.
دغه لست یو "وړاندیز شوی لست" دی او کورني کولی شی چی د ښوونځی کتابتون جورنل او عامی رسنی ته لاس رسی پیدا کړی تر څو د لوست مشخص کولو لپاره سرچینی بیا ځلی وګوری. کورني اختیار لری چی پخپله خوښه د لوست مواد غوره کړی.
تاسو کولی شی چی د پرنس ویلیم عامه کتابتون (PWPL) کی ګڼ شمیر عنوانونه ومومی. د برښنایی کتابونو، اوریزه کتابونو، ورځپاڼړو او د معیاری ویپ پاڼړو په شمول د (PWPL) ډیجیټلی کتابتون په زرګونو وړیا آن لاین او ډیجیټلی سرچینو ته لاس رسی ورکوي. د ډیجیټل مینځپانګې لپاره لاندینی اختیارونه شامل دي: لوست، اوریدل، کتل او زده کول که چیرته تاسو د (PWPL) کارت نه لری، تاسو کولی شی چی د عامه کتابتون سره اړیکه ټینګه کړی او د ډیجیټل کتابتون کارت لپاره ځان راجسټر کړی.
لا زیات معلومات
زده کوونکي کتابونه چیرته ترلاسه کولی شئ؟
د پرنس ویلیم عامه کتابتونهغه زده کوونکي چې د پرنس ویلیم عامه کتابتون د اوړی لوستلو پروګرام کې د ګډون کولو پریکړه کوي باید د دوی د ټولګي کچې لپاره یو شمیر کتابونو ولولي.
وړکتون
لیکوال | عنوان | خپریدو نیټه | تشریح |
---|---|---|---|
Barnes, Derrick | The King of Kindergarten | 2019 |
یو ځوان هلک چی د خپل مور او پلار لخوا په اعتماد سره روزل شوئ دي، په وړکتون کی بهترینه لومړۍ ورځ لري.
|
Barnes, Derrick | The Queen of Kindergarten | 2022 |
یو ځوانه انجلی چی د خپل مور او پلار لخوا په اعتماد سره چمتو شوئ ده، په وړکتون کی لومړۍ بهترینه ورځ لري.
|
Burach, Ross | The Very Impatient Caterpillar | 2019 |
د Ross Burach د میټامورفوسس (یو ډول حشره) په زړه پورې، غولوونکی سپړنه به تاسو په خوشحالی سره وپاروي پداسې حال کې چې دا حقایق هم وړاندې کوي چې څنګه کیټرپلر( د ونی چینجی) په پتنګ یا بلبلی بدلیږي. (خپرونکی)
|
Cole, Lo | Ten on a Twig: An Interactive Counting and Bedtime Book for Toddlers | 2020 |
لس مرغی په یوه کوچنی څانګه کې تر هغه وخته پورې آرام کوي تر کومه چی د کوچنی څانګی ماتیدل یا جلا کیدل پیل کیږي، او مرغۍ یو په یو ښکته غورځیږي. د ten in the bed په څیر ورته تال تعقیبوي — د Eric Carle لخوا "The Very Hungry Caterpillar" ته ورته بڼه.
|
Diterlizzi, Angela | Just Add Glitter | 2018 |
په دی کیسه کې کوچنۍ نجلۍ تر هغه پوري هر څه ځلا کوي کله چی هغه پوه شي چې یو ښه څیز په ډیر مقدار کی شتون درلودي شي.
|
Dunlap, Cirocco | Crunch The Shy Dinosaur | 2018 |
دا محاوره یی انځوریز کتاب لوستونکو ته اجازه ورکوي چې Crunch سره د هغه د بی زړه توب یا د شرم احساس کولو عادت په لیری کولو کې مرسته وکړي.
|
Elya, Susan Middleton | The Three Billy Goats Buenos | 2020 |
په Three Billy Goats Gruff کی دوه ژبنی هسپانوي بدلون Elya د هسپانوي او انګلیسي کلمو ترکیب سره په تار او سور شعر وایی.
|
Foster, Travis | Give Me Back My Book! | 2017 |
Bloo او Redd په دې اړه بحث کوي چې دا د چا کتاب دی پداسې حال کې چې ماشومانو ته د کتاب د ځینو برخو په اړه لارښوونه کوي. په پائ کی، Bloo او Redd په ګډه سره کار کوي ترڅو ستونزه حل کړي او یو کتاب جوړ کړي.
|
Gillingham, Sara | Animals in the Sky | 2020 |
دا ډولي یا فیشني، معلوماتي کتاب د ماشومانو سره مرسته کوي چې د ځناورو تر ټولو زیات د پیژندلو وړ شپږ غړوسکی یا ستوري معلوم کړئ، د لوی ایږي څخه نیولی تر سویلي کب پورې. هره غړوسکه یا برج د نښلول شوي کرښو شکلونو سره د ستورو د غونچی په توګه وړاندي کیږي؛ لوستونکي به ځناور په لوړ غږ د لوستلو اشارو له لارې معلوموي.
|
Hale, Christy | Water Land: Land and Water Forms Around the World | 2018 |
غیر افسانوي انځوریز کتاب په ټوله نړۍ کې مختلف ډول اوبه او ځمکنی عراضی په ډاګه کوي. نیم شوي یا غوځ شوي او اثر لرونکی پاڼی لوستونکی په ټوله کې بوخت ساتي. په دی کی د لا زیاتو معلوماتو لپاره انځوریز لغتونه او راټولیدونکی نقشه شامله ده.
|
Ho, Joanna and Ho, Dung | Eyes that Kiss in the Corners | 2021 |
یوی ځوانی آسیایي نجلۍ ته دا معلومویږي چې د هغی سترګې د هغي د ملګرو څخه توپیر لري. هغی ته دا معلومیږي چې د هغوي سترګې د هغي د مور، انا او کوچنۍ خور په څیر دي. هغوي دا ډول سترګې لري چې په کونجونو کې یو بل ښکلوي، د ګرم چای په څیر ځلیږي، د سپوږمۍ په څیر غوړیږي، او د تیر وخت کیسو څخه ډکې دي او د راتلونکي لپاره امید لري.
|
Kaepernick, Colin | I Color Myself Different | 2022 |
دا د ځان موندنې او پیژندنې په اړه په زړه پورې کیسه ده چې زمونږ د پوستکی د رنګ توپیرونو کی خوشحالی رامنځ ته کوي. دا د خپلولو عمل هم لمانځي.
|
Kostecki-Shaw, Jenny Sue | Same Same But Different | 2011 |
Elliot په امریکا کې ژوند کوي، او Kailash په هند کې ژوند کوي. هغوي دواړه د خط و کتابت ملګري دي. یو بل ته د لیک او انځورونو لیږدولو له لاری هغوي ته دا معلومات کیږي چی هغوي ونو ته ختلو، د حیواناتو درلودلو او ښوونځي ته تللو سره مینه لري. د هغوی نړۍ ممکن مختلف ښکاري، مګر د هغوي نړی یو ډول دي. یو ډول. مګر مختلف!
|
Meyers, Seth | I'm Not Scared, You're Scared | 2022 |
کله چې تاسو په اسانۍ سره ډاریدونکی ایږه یاست، نو د ملګرو درلودل سخت دي. له نیکه مرغه، ایږه یو ملګری لري: یو ډیر زړور خرگوش. یوه ورځ، خرگوش له ایږي څخه غوښتنه کوي چې خپل ډار سره مخ شي او په ګډه سره یو دلچسپ سفر پیل کوي. په هرصورت، څیزونه یوازې په جزوي توګه د پلان له مخی پرمخ ځي، او دواړه ملګري د زړورتیا په ریښتینې معنی باندي پوهیږي.
|
Parr, Todd | The Kindness Book | 2019 |
دا کتاب د مهربانی ښوودلو او دا چی مهربانه کیدل څرنګ ستاسو په شاوخوا کی د خلکو په ژوند کی توپیر رامنځ ته کوي، سره یو ښه پیژندنه ده.
|
Penfold, Alexandra | All Are Welcome | 2018 |
لوستونکي به د ورځې په اوږدو کې د ماشومانو یوه ډله د هغوي په ښوونځي کې تعقیب کړي، چیرته چې هرچا ته په پرانیستې لاسونو او خلاص زړه ښه راغلاست ویل کیږي. یو داسی ښوونځی چیرته چې د ټولو کلتورونو زده کوونکي د یو بل دودونو په اړه زده کوي او لمانځي یی. یو داسی ښوونځی چې نړۍ ته دا په ډاګه کوي، لکه څرنګ یی چې مونږ غواړو هم هغسی به یې جوړوو.
|
Raúl the Third | Vamos! Let's Go to the Market | 2019 |
کوچنی Lobo او د هغه سپی Barnabe په el Mercado کې سوداګرو ته اکمالات رسوي. دا یوه هسپانوي او انګلیسي کیسه ده چې د ورځې په اوږدو کې Lobo تعقیبوي. انځورونه د هسپانوي لغتونو څخه ډک دي.
|
Sima, Jessie | Not Quite Narwhal | 2017 |
په سمندر کی د لویدو سره، Kelp تل داسې فکر کوي چې هغه د خپلې کورنۍ د نورو غړو په څیر ناروال (د narwhal قوم قبیلی څخه) دي. یقینا، هغه له پخوا څخه د نورو په پرتله یو څه توپیر لري - د هغه پوز دومره اوږد نه دی، هغه د یو ښه لامبو وهوونکی په څیر نه دی، او هغه د خوړو څخه خوند نه اخلي. بیا یوه شپه ، یو ډیر قوي ټکان Kelp د اوبو سر ته ټیله کوي، چیرته چې هغه یو پراسرار مخلوق ګوري چې خو بخو د هغه په څیر ښکاري! Kelp دا مومي چې هغه او مخلوق دواړه ښکر لرونکی دي. مګر ښایی، که Kelp هوښیار وي ، نو هغه ممکن د دواړو نړیو څخه خوند اخیستلو لپاره لار ومومي.
|
Thomas, Jan | The Chicken Who Couldn't | 2020 |
د کروندګر له ګاډی څخه د لویدو وروسته، د خنډونو د لمنځه وړلو او په ځان د باور لرلو په اړه په دی ساده او د خندا ډکه کیسه کې چرګه باید خپل کور ته لار ومومي.
|
Verde, Susan | I am Me | 2022 |
دا کتاب زده کوونکو ته یوازی دا یادونه کوي چې هغوي څومره په زړه پوري دي، لکه څرنګ چې هغوي دي.
|
Willems, Mo | The Pigeon Has to Go to School | 2019 |
کوتره ښوونځي ته د تلو په اړه لږ اندېښمنه ده. په هرصورت، د کیسې په پائ کې، هغه بس ته پورته کیدو لپاره خورا لیواله ده.
|
Willems, Mo | Nanette's Baguette | 2016 |
دا د شعر یا تال او سور کتاب د Nanette (یوه ښځینه چونګښی) په اړه دی ، چې فرانسوي ډوډی تر لاسه کولو لپاره کوم چې هغه او مور یې په منظم ډول ترلاسه کوي، بیکري په طرف په یوازی ځان خپل لومړني سفر پیل کوي. آیا Nanette به ډوډی ترلاسه کړي شي ، یا مور به یی د افسوس کولو سره مخ شي؟ ماشومان به د دې په زړه پورې لوست څخه خوند واخلي.
|
Willems, Mo | That is Not a Good Idea | 2013 |
یوه ورځ یو ډیر وږی ګیدړ له یو ډیر ټوخی قازی یا بتی سره ګوري. د ډوډۍ بلنه ورکول کیږي. کوچنی بته هغوي ته په مکرر ډول خبرداری ورکوي چې دا یو ښه نظر نه دی. آیا د شپې ډوډۍ یا ملمستیا به د پلان سره سم مخکی لاړه شي؟ یا آیا د ډوډۍ په پلانونو کې پټ څیزونه شامل دي ...؟ خندونکی، په لوړ غږ یی ولولئ.
|
Woodard, Bellen | More than Peach | 2022 |
دا ریښتینې کیسه به لوستونکي ځواکمن کړي او دا درس به ورته ورکړي چې څنګه کولئ شئ چی حتی د ځوانی په عمر کې بدلون رامنځ ته کړئ.
|
Zhang, Kat | Amy Wu and the Perfect Bao | 2019 |
Amy د خپلې کورنۍ سره یو ځائ د bao (یو ډول چینایی خواړه دی) خواړو جوړولو سره مینه لري. مګر د باو خواړه خوندور جوړولو او مزیدار ښکاره کولو لپاره مهارت ته اړتیا ده. او د هغې د باو خواړه ټول خرابیږي. بیا هغه یو مفکوره لري چې ممکن هغې ته دویم چانس ورکړي… آیا Amy به کله هم د bao بهترین خواړه تیار کړي؟
|
اول ټولګیٔ
لیکوال | عنوان | خپریدو نیټه | تشریح |
---|---|---|---|
Bell, Cece | Chick and Brain: Smell my Foot! | 2019 |
Chick او Brain سره آشنا شئ، دوه ملګري چې له یو بل سره تر دی نور زیات توپیر نشی درلودئ او په دوامداره توګه یو بل غلط درک کوي.
|
Blabey, Aaron | Pig the Rebel | 2022 |
د کلونو ناوړه چلند وروسته Pig (سور) دی ته مجبوریږي چی د اطاعت ښوونځي ته لاړ شي. ښايي هغه خپل خوي بدل کړي. لوستونکي کولی شي دا کتاب یا د "Pig" تر نامه لاندي د نورو لړیو عنوانونه انتخاب کړي.
|
Bryon, Nathan | Rocket Says Look Up! | 2020 |
Rocket سره یوځای شئ کله چې هغه بهر ته د شهاب سنګ باران مشاهده کولو لپاره خپله ټولنه هڅوي. په ټوله کیسه کې د فضا په اړه حقایق اضافه شوي دي. Rocket په پائ کې خپل ورور جمال قانع کوي چې د خپل تلیفون له لاری وګوري او له ننداری یا نظاری څخه خوند واخلي.
|
Butler, Dori H | King and Kayla and the Case of the Missing Dog Treats | 2017 |
کله چې د نوي کوچنی سپی خواړه ورک شي، هرڅوک په King شک کوي. هغه څنګه ثابتولی شي چې هغه بې ګناه دی؟ King او Kayla د دې بهترینی لړۍ څخه د ګڼ شمیر کتابونو په سر پوځ باندی شتون لري. ستاسو لوستونکی کولئ شي چی د "King او Kayla" کتابونو لړۍ څخه هر یو کتاب لوستل غوره کړي.
|
Cummings, Troy | I Found a Kitty | 2020 |
د "آیا زه ستاسو سپی کیدی شم؟" عنوان څخه د لیک لیکلو سپئ، Arfy د نوي تجربی لپاره بیرته راګرځي. دا ځل Arfy په دی تمه لیکونه لیکي چې د کوڅې پیشکی لپاره کور ومومي. دا معلومه کړی چې آیا هغه د خپل نوي پیشکی ملګري لپاره په جوړه موندلو کې بریالی شوی دئ او که څرنګ. د Arfy په اړه د لومړي کتاب له لوستلو پرته دا لړئ لوستل کیدئ شي او پری پوهیدلی شي.
|
Diaz, Lucky | Paletero Man | 2021 |
کله چی یو هلک په ګرمه ورځ باندي د یخ آیسکریم کراچی په لور منډه کوي، ورسره اوسی او تعقیب یی کړئ. کله چې هغه د کراچی په لټه کی وي، هغه ته په ټولنه کې د ډیری خلکو لخوا ستړی مشی ویل کیږي کله چی ورڅخه تیریږي. له بده مرغه، هغه خپلې پیسې د لاری په اوږدو کې غورځوي. مهربانه ګاونډیان مرسته کوي، او هر یو کس یخ آیسکریم ترلاسه کوي!
|
Elliot, Rebecca | Owl Diaries Series | 2015 |
Eva د ساتیرۍ او مینه ناک کونګ (یو ډول مارغه دی چی د شپی لخوا را پیدا کیږي) دی. د هغې سره یوځای شئ کله چی هغه یو نوی حیوان ترلاسه کوي، نوي ملګري جوړوي، او د چکر لپاره خپلی لومړني تجربی په لور ځي. زده کوونکي کولی شي چی د دې پیل فصل کتاب په لړۍ کې له ډیری کتابونو څخه غوره کړي.
|
Felix, Rebecca | Llama Drama | 2021 |
د ټولنیزو رسنیو له لارې، دا کتاب ځوان لوستونکو ته د لاما (یو ډول حیوان دي) د ژوند مودی، د اوسیدلو ځائ یا چاپیریال، او خواړو په اړه درس ورکوي. د مسخره کوونکی لاما انځورونه هم شامل دي. ستاسو لوستونکی کولئ شي په دې لړۍ کې نور کتابونه غوره کړي کوم چې د انټرنیټ ستوری خیواناتو باندي تمرکز کوي.
|
Gehl, Laura | Donut: The Unicorn Who Wants to Fly | 2022 |
په آسانی سره لوستیدونکی د قافیی دا کیسه "Donut (د حیوان نوم) یونیکورن (یو ډول حیوان) د الوتنی خوب څاري" په اړه خبری کوي. دا جرت لرونکی یونیکورن د ګڼ شمیر خنډونو سره سره د دی خوب ریښتا کولو لپاره پلان جوړي. آیا د استقامت ، تجربې او همکارۍ ځواک به ټول سره راټول شي ترڅو Donut سره د دې لوړ هدف ترلاسه کولو کې مرسته وکړي؟
|
Gormon, Amanda | Change Sings: A Children's Anthem | 2021 |
د شعري یو داسی کتاب چې د یوی ځوانی نجلۍ په اړه دي کله چې هغه د خپل ښار څخه په غږ پورته کوونکی ګیتار سره تیریږي او په خپل ګاونډ کې بدلون رامنځ ته کولو کی مرسته کولو لپاره کوښښ کوي. هغه نور خلک هڅوي چې په ټولنه کی د مرستی کولو لپاره د هغې په ډله کې او د لټی لپاره د هغې سره یوځای شي.
|
Graegin, Stephanie | Little Fox in the Forest | 2017 |
یوه ځوانه نجلۍ د لوبې کولو پر ځائ کې خپل د لوبو ګیدړ بی درکه کوي. وګورئ کله چی یو ریښتینی ګیدړ په پټه سره ورڅخه دا لیری وړي. په دې خاموشه هیجانی تجربه کې د ځنګل په اوږدو کی کرکټرونه یا رول لوبوونکی تعقیب کړئ. د کلمو یا لفظونو پرته دا کتابونه له ځوان لوستونکو سره مرسته کوي چې د انځورونو له لارې خپلی کیسی بیان کړي.
|
Hare, John | Field Trip to the Moon | 2019 |
سپوږمۍ ته د چکر په سفر کې څه پیښیږي؟ څه به وي که تاسو پریښودل شئ؟ له دې زړه پوری هیجانی تجربی څخه خوند واخلئ!
|
Higgins, Ryan T. | Hotel Bruce | 2016 |
Bruce خرس تل یو څه بد مزاجه وي. کله چې هغه په پسرلي کې خپل کور ته راستون شی، هغه په خپل کور کې موږکان مومي. د Bruce کتابونو لړۍ کې ډیری نور عنوانونه یا کتابونه او همدارنګه لومړی لوستونکي شامل دي.
|
John, Jory | The Smart Cookie | 2021 |
هوښیار Cookie د خپل ځوانی ورځو په اړه خبری کوي کله چې هغه د ځان په چوکاټ برابرولو کی ستونزه درلوده. هغه کله کله غوره درجې یا نمری تر لاسه کولئ. لوستونکي کولی شي چی دا کتاب یا نور کتابونه د "Food Group" لړۍ څخه غوره کړي.
|
LaRochelle, David | See the Cat | 2021 |
سپئ ناروغه دۍ. پیشو د هغه ځائ نیسی او په کتاب کې ټول کارونه پخپله کوي. مګر آیا د سپی پر ځاي د کیدو له امله به پیشو ژر ناروغه شي؟
|
Page, Robin | A Chicken Followed Me Home | 2015 |
که چیرته چرګه تاسو تر کور پوری تعقیب کړي، تاسو به د هغې څخه د پاملرنې کولو لپاره کوم څه زده کولو ته اړتیا ولرئ؟ دا غیر افسانوي انځوریز کتاب د پوښتنې او ځواب په بڼه کی وړاندې شوی دۍ. لوستونکي به د چرګانو د خوندي ساتلو او د نوي چرګوټو څخه پاملرنه کولو په اړه لارښوونه تر لاسه کړي.
|
Quinn, Jordan and McPhillips, Robert | The Lost Stone | 2014 |
دا د the Kingdom of Wrenly لړئ کی لومړنی کتاب دی. د دې خیالي لړۍ څخه خوند واخلئ، کوم چې د لومړني فصل کتاب هم دی. د سلطنت په اوږدو کی په ډیری هیجانی سفرونو یا تجربو کی Lucas او Clara وڅارئ.
|
Reed, Jennifer | The U.S. Marine Corps | 2018 |
په Marine یا سمندري قول اردو کې د سرتیرو د وسایلو، دندو او وسایطو په اړه زده کړئ. نوري څانګی د لړۍ په نورو کتابونو کی وپلټئ.
|
Reynolds, Aaron | Dude | 2018 |
Platypus او beaver د سرفینګ ( د سمندر په سطح چی کومه لوبه تر سره کیږي) لوبی خوندوری ورځې لپاره بهر ځي. مګر، هغوي د خطرناکې پیښې خبرداری له پامه غورځوي. غیر متوقع پیښي. کیسه یوازې د یوې کلمې په تکرار سره د انځورونو له لاری ویل کیږي.
|
Ruzzier, Sergio | Fox and Chick: The Sleepover and Other Stories | 2021 |
Fox او Chick په غیر احتمالي ډول ملګري دي. Chick اکثرا Fox ته یوه احمقانه ستونزه راوړي چې هغه یی د حل کولو لپاره خپل ملګری ته اړتیا لري. د هغوي د نوي احمقانه سفرونو په اړه د لوستلو لپاره ورسره یو ځائ شئ. دا کتاب د نوي لوستونکو لپاره د مزاحیه کتاب په بڼه کی ترتیب شوی دۍ. لوستونکي به د Fox او Chick نورو کیسو څخه هم خوند واخلي.
|
Schuetz, Kari | Hedgehogs | 2013 |
د حیواناتو سفاري یعنی د ښکار چاپیریال ته لاړشئ! په دې کتاب کې به زده کوونکي د هیج هاګ ( یو ډول حیوان دی) نړۍ وپلټي یا وګوري. په دی لړۍ کې د حیواناتو په اړه دېرش نور کتابونه هم عالي دي.
|
Schuh, Mari | Cristiano Ronaldo | 2016 |
د Cristiano Ronaldo د ژوند په اړه زده کړئ. د نړۍ د فوټبال دا مشهور ستوری د ډیری فوټبال مینه والو د خوښې لوبغاړئ دی. په کتاب کې ښکیل عکسونه او مهال ویش شامل دی.
|
Thomas, Jan | My Toothbrush Is Missing | 2018 |
د سپي د غاښونو بورس چا واخیست؟ د موندلو لپاره یی نښې تعقیب کړئ. لوستونکي به د دې لیکوال د نورو کتابونو څخه هم خوند واخلي، لکه "The Doghouse" او "The Chicken Who Couldn't."
|
Vo, Young | Gibberish | 2022 |
Dat په خپل هیواد کې نوئ دی. هغه په خپل شاوخوا کی د نوي خلکو او ژبې څخه په بشپړ ډول جلا احساسوي. دا معلومه کړئ چې د ملګرو زده کوونکو سره ملګرتیا څرنګ Dat سره د ښه راغلاست احساس کولو کې مرسته کوي.
|
Walker, Tricia | Dream Street | 2021 |
Dream Street "په نړۍ کې ترټولو غوره کوڅه!" ګڼل کیږي. لوستونکي د یو داسی ملاتړ کوونکی ټولنې ځانګړي غړو ته معرفي کیږي په کوم کی چې د خوبونو پاملرنه کیږي او تغذیه کیږي. د Dream Street اوسیدونکي خپل حکمت ، خوبونه او د راتلونکي لپاره خپل امیدونه شریکوي.
|
Wilson, Karma | Bear Can't Wait | 2021 |
Bear او د هغه د ځنګل ملګري د Hare لپاره د هغه د زیږدنی نیټی لپاره حیرانوونکی میله پلانوي. د هغه د جوش یا وارخطایی له امله، Bear مومي چې هغه نه غواړي نور انتظار وباسي. آیا د هغه بې صبري به میله خرابه کړي؟ لوستونکي به د Bear د هیجانی تجربو په اړه د دی لیکوال د نورو کیسو څخه هم خوند واخلي.
|
Woodson, Jacqueline | The Year We Learned to Fly | 2022 |
یو ورور او خور په ورېځینه ورځ کې د کور دننه پاتې کیږي مګر کله چی د خپل انا مشورې تعقیبولو لپاره یو څه وخت نیسی، له هغي وروسته خوند مومئ. هغوي خپلې سترګې تړي او د په زړه بوری ځایونو په اړه خوبونه ویني. کله چې یوه داسی ورځ راشي کله چې هغوي یو بل سره نه جوړیږي، هغوي دغه مهارت کاروي او کولی شي خپل اختلافات هیر کړي. هغوي دا زده کوي چې تصور کولی شي تاسو بل ځای ته ورسوي.
|
دویم ټولګیٔ
لیکوال | عنوان | خپریدو نیټه | تشریح |
---|---|---|---|
Arnold, Tedd | Noodleheads (Series) | 2022 |
Mac او Mac غواړي چی آرام وکړي او خپل د خوښې پائی یا کیک وخوري، مګر د کیک یا پائی جوړول دومره آسانه کار نه دي لکه څرنګ یی چې خوړل آسان دي! یا که دی؟ د لارې په اوږدو کې، د هغوي ملګري او مور یی ورته چلونه ور زده کوي چی جوړول یی هم په آسانه تر سره کړي،، پائی! مګر د هلکانو ټګي څیزونه له هغي زیات سختوي چی څومره باید وي. آیا Mac او Mac به خپل کولچه یا پائی ولري او وبه یې خوري هم؟
|
Beaty, Andrea | Aaron Slater, Illustrator or any Questioners series book by Andrea Beaty | 2021 |
Aaron د ډیلیکسیا معلولیت یعنی د زده کړي معلولیت ته اجازه نه ورکوي چې د هغه د کیسې ویلو مخه ونیسی. هغه ژر په دی پوهیږي چې هغه کولی شي د خپلو انځورونو له لارې خبری وکړي.
|
Bond, Rebecca | My Bed Enchanting Ways to Fall Asleep Around the World | 2020 |
یو ښکلی غیر افسانوي انځوریز کتاب. په ټوله نړۍ کې سفر کوي او ډیری لارې چاری مومئ چې ماشومان ورسره په ویده کیدو کی مینه لري.
|
Bridges, Ruby | I am Ruby Bridges | 2022 |
د ژوند سوانح کوم چی دا بیا بیانوي چې څرنګ Ruby Bridges د مدني حقونو دوری پر مهال د ښوونځي ادغام کې مرسته وکړه. آیا تاسو دا تصور کولی شئ چې په ټولګي کې یوازینی زده کوونکی یاست؟ دا انځوريز کتاب په 1960 کال کې جوړ شوی او پخپله د مدني حقونو فعال لخوا بیان شوی دی.
|
Elliott, Rebecca | Bo's Magical New Friend: A Branches Book (Unicorn Diaries #1) | 2019 |
Bo Tinseltail د نورو یونیکورنونو سره یو ځای Sparklegrove ښوونځي ته تګ خوښوي. هر یو یونیکورن جادویی ځواک لري. Bo د خواهش یا هیلی یونیکورن دی چې د هیلو یا خواهش ورکولو ځواک لري. Bo ډیر ملګري لري، مګر یو شی چې Bo یی د بل هر څه څخه زیات غواړي، هغه د یو غوره ملګری لرل دی. کله چې د Sunny Huckleberry په نوم یو نوی یونیکورن ځنګل ته ننوځي ، آیا د Bo لوی هیله به آخر هم ریښتیا شي؟
|
Elliott, Zetta | Dragons in a Bag | 2018 |
Jaxon نه غواړي چی ورځ د یوې زړې بخیلی میرمنې سره تیره کړي څوک چې یوه جادوګره ده. مګر هغه دا معلوموي چې په Brooklyn کې جادو شتون لري ، او د بلا بچی خوندي کولو لپاره هغه میرمن د Jaxon مرستې ته اړتیا لري.
|
Engle, Margarita & Palacios, Sara | A Song of Frutas | 2021 |
دا د یوې کوچنۍ نجلۍ په اړه کیسه ده چې په کیوبا کې د خپل نیکه لیدو سره مینه لري: دا کیسه د کیوبا متحرک یا انرژی لرونکی کلتور او د لمسي او نیکه ترمنځ ځانګړې اړیکه په ډاګه کوي.
|
Fang, Vicki | Layla and the Bots Happy Paws | 2020 |
د غوره او ښه اختراعاتو د جوړولو لپاره د rock بانډ غړو Layla او د Bots ډلی خپل د ستونزو حل کولو مجموعی استعدادونو او خلاقیت په کارولو سره د سپو لپاره تفریحي پارک په یوه تصوری (تیم) پارک بدلولو کې مرسته کوي کوم چې د Rub-a-Dub خټی خویدو او نس موښلو ماشین په څیر د پام وړ جذابیتونه ننداری ته وړاندی کوي.
|
Flintham, Thomas | The Super Side-Quest Test! (any titles in the Press Start! Series) | 2019 |
دا ځل ، غټ خرګوش هلک به د بدرنګه بد پاچا ماتولو لپاره غټ کوتک ته اړتیا ولري - مګر لومړی ، له دی وړاندي چی هغه کوتک یا لرګئ تر لاسه کړي او ورځ وژغوري، هغه باید د لټون نه ختمیدونکي لړۍ په طرف لاړ شي.
|
Green, Alison | Kind: A Book About Kindness | 2019 |
کتاب دا په ډاګه کوي چې حیوانات مهربانه دي، او د لوستونکو څخه غوښتل شوي چې د مهربانه کیدو لپاره د لارو چارو په اړه فکر وکړي. لوستونکي هڅول کیږي چې د مهربانۍ ښوودلو له لارې د یوي غوره نړۍ په جوړولو کې مرسته وکړي.
|
Gorman, Amanda | Change Sings | 2021 |
دا کتاب د خپل ځان څخه د مختلف خلکو سره د مخ کیدو او د یو بل درک کولو او ستایلو لپاره د پوهی رامینځته کولو په اړه دی. دا زمونږ په ټولنو کې د بدلون رامینځته کولو په اړه دی.
|
Higgins, Ryan T. | We Don't Eat Our Classmates (or other books in the series, as well as Mother Bruce books) | 2018 |
Penelope T. Rex د لومړي ځل لپاره ښوونځي پیل کوي. هغه غواړي ملګري پیدا کړي، مګر دا ننګونکی ده کله چې هغوي خورا خوندور وي! آیا هغه به وکولی شي چی ملګري پیدا کړي او خوشحاله شي؟
|
Hubbard, Rita L. | The Oldest Student: How Mary Walker learned to read | 2020 |
د انځوریځی بیوګرافي دا کتاب د هیواد ترټولو پخوانی زده کوونکي، Mary Walker ریښتینې کیسه شریکوي، چا چې په 116 کلنۍ کې کتاب لوستل زده کړی وو.
|
John, Jory | The Couch Potato (or other books in the series, including The Smart Cookie, The Bad Seed, The Cool Bean, and The Good Egg) | 2020 |
د سوفی کچالو ته ټوله ورځ په صوفه کې کیناستل او تلویزیون کتل خوند ورکوي. کله چې بریښنا یا برق ځی، هغه مجبوریږي چې بهر ته لاړ شي. کله چې هغه بهر ته ځي هغه به څه ومومي؟
|
Jules, Jacqueline | Sofia Martinez, Hector's Hiccups, and other Sofia Martinez Titles in this series) | 2018 |
د صوفیا نیا هغه او د صوفیا د تره زوی Hector فلم کتلو ته بوځی. بیا هم، د هغوي د فلم پلانونه هغه وخت د خنډ سره مخ کیږي کله چې Hector هچکی سره مخ کیږي تر هغه چې د هچکی ستونزه تر کنټرول لاندې کیږي.
|
Keller, Laurie | Potato Pants! | 2018 |
Potato د Lance Vance's په زړه پورې پتلون پلورنځي کې یو جوړه پتلون اخیستلو ته لیواله دی مګر ناڅاپه ودریږي کله چې هغه د بانجان سره مخ کیږي، چا چې یوه ورځ مخکی هغه ته ټیله ورکړی وه. د نورو د قضاوت نه کولو او له نورو سره په درناوي چلند کولو پیغام خپور شوی دۍ.
|
Kim, Anna | Danbi Leads the School Parade | 2020 |
Danbi په امریکا کې د خپل ښوونځي لومړنۍ ورځې ته اندیښمنه ده. هر یو کس هغې ته بل بل ګوري. هغه په سندرو او نڅا نه پوهیږي او هیڅ کار په سمه توګه نشي تر سره کولئ. مګر دا حالت بدلیږي کله چې د غرمې خواړو وخت را رسیږي. نور ماشومان د هغې د غرمې ډوډۍ څخه خوند اخلی، او Danbi خوشحالیږي چی په نمایش کې د خپلو ټولګیوالو رهبري وکړي.
|
Knutson, Barbara | Love and Roast Chicken: A Trickster Tale from the Andes Mountains | 2004 |
دا د دوو داسی ځناورو په اړه یو داستان دی چې نشي کولی یو بل سره جوړ شي. Guinea سور تل خرګوش په داسې شیانو غولوي لکه د آسمان د رالویدو څخه د مخنیوي لپاره یوه ډبره نیول او ډا ډول ویل چې هغه به د بزګر له لور سره واده وکړي او هره ورځ به سره کړی چرګه وخوري. ډیری هسپانوي کلمی پکی اضافه شوي دي، او په مختلفو آوازونو سره په لوړ غږ لوستلو لپاره دا یو ډیر ښه کتاب دئ.
|
Martinez-Neal, Juana | Alma and How She Got Her Name | 2018 |
Alma فکر کوي چې د هغې نوم ډیر اوږد دی، نو د هغې پلار هغې ته د هغی د ډیرو نومونو په اړه په زړه پورې کیسه کوي.
|
May, Kyla and Scholastic | Diary of a Pug Pug's Snow Day. Branch series | 2020 |
د څانګو د لومړني څپرکي کتاب. دا د واورې ورځ ده، او Bella خوشحاله ده، مګر Bub ناخوښه دی. کور ته نږدی په څنګ کې یو نوی ماشوم دی چې یو غټ سپی لري. Bub باید د واورې او نوي ملګري خوښول زده کړي.
|
McAnulty, Stacy | Sun! One in a Billion (also other books in the series Mars! Earth! Moon!) | 2017 |
په لومړي قدم کې لمر د یو څخه زیات له ډیرو لارو دا په ډاګه کوي چې هغه ولې یو ستوری دی. دا د انځورونو او متن له لارې ډیری حقایق بیانوي. لمر په شمسی نظام کې خپل څرګنده رول او د ځمکی پر سر د ژوند لپاره خپل ارزښت په ډاګه کوي.
|
Deen, Nessa | No Skin Slim | 2022 |
دا کیسه د یو هلک او سکلیټ ترمنځ د ناشونی ملګرتیا په اړه ده. دا وړاندوینه، د ستونزو حل، او استقامت ته وده ورکوي. لیکوونکی د دې خوندوری او په لوړ غږ لوستونکی کیسی جوړولو لپاره نری آواز، شاعری ، او په کمه توګه د ژبې تاوول کاروي. ښوونکو ته اجازه ورکول کیږي چې د کتاب په پائ کې د فعالیت تر سره کولو پاڼه کاپي کړي.
|
Pallotta, Jerry | Who Would Win, Battle Royale (and other Who Would Win Titles in this series) | 2018 |
د "Who Would Win؟" لړی پنځه برخی لري کوم چی د ښکاری حیواناتو په اړه حقایق وړاندي کوي، د هغوي بڼی پرتله کوي لکه د هغوي د اندام اندازه، د دماغو جوړښت، او وړتیاوې.
|
Paul, Miranda | Speak Up | 2020 |
کله چې یو څه په حقیقت کی معنی ولري، یو آواز هم کولی شي بدلون رامنځته کړي. دا روحیه ورکوونکی، متحرک انځوریز کتاب تنوع لمانځي او ماشومان هڅوي چې خپل غږ پورته کړي، له نورو سره متحد شي، او اقدام وکړي کله چې هغوي یو داسی څه وګوري چې سمولو ته اړتیا ولري.
|
Reynolds, Aaron | The Creepy Crayon (or other books in the series, including Creepy Carrots and Creepy Pair of Underwear | 2022 |
Jasper Rabbit یو crayon (رنګه چاک ) مومي کوم چې د هغه لپاره د ښوونځي دنده تر سره کوي. دا هغه ته تر هغه وخت پوری په زړه پوري ښکاري کله چې crayon (رنګه چاک) له هغه څخه واک اخیستل پیل کړي. Jasper غواړي د crayon څخه ځان خلاص کړي، مګر څنګه؟ Jasper به څه وکړي؟
|
Selasi, Taiye | Anansi and the Golden Pot | 2022 |
د Anansi په نوم د غربی افریقایی چلباز لړم په اړه تکراری قصه. Kweku، چې د Anansi په نوم یادیږي، له هغه چلباز لړم سره ملاقات کوي چې نوم یې ترې اخیستی دی. لړم د Kweku لپاره هغه ته د مشخصی لارښوونی سره د سرو زرو کڅوړه ورکوي ترڅو هغه یی له هغه خلکو سره شریک کړي چې هغه ورسره مینه لري. آیا Kweku به د Anansi په مشوره باندی عمل وکړي؟
|
Shaskan, Stephen | Pizza and Taco - Who's the Best? Book 1 of series | 2020 |
انځوریزه قصه- خوي خصلت- پیزا او ټاکوغوره ملګري دي. هغوي د سلایډونو یا پرچو سره مینه لري، د ملګرتیا ګډا کوي، او یو ډول ټاپنګ ( د پیزا د پاسه چی کوم مواد اچول کیږي) خوښوي. مګر د هغوي څخه یوازې یو یی بهترین کیدی شي، سمه ده؟ د لوستلو په وخت کې خپله رایه ورکړئ.
|
Spires, Ashely | The Most Magnificent Thing | 2013 |
یوه کوچنۍ نجلۍ په زړه پورې نظر یا مفکوره لري؛ یوازینی کار چی هغه یی باید وکړي، د دی مفکوری عملی کول دي. په هرصورت ، لکه څرنګ چی هغي فکر کړئ وو، د عالي څیز جوړول له هغي څځه ډیر ننګونکی دی - دا د دوام ورکولو او د احساساتو سره د مخ کیدو په اړه عالي کیسه ده.
|
Wittenstein, Barry | The Boo-Boos That Changed the World | 2018 |
دا کیسه د دې په اړه ده چې څنګه د زخم پلستر(Band-Aids) په لومړی کی اختراع شوي وو (او په ناڅاپي ډول). دا ژمنتیا او د ستونزو د حل لپاره هڅوي
|
دریم ټولګیٔ
لیکوال | عنوان | خپریدو نیټه | تشریح |
---|---|---|---|
Alexander, Kwame | The Undefeated | 2019 |
دا کتاب د افریقی امریکایی د تاریخ، د مشهورو اشخاصو او ایډیالانو ( تصوراتو)لا لاری د هغي د ژوند د مختلفو اړخونو په اړه دۍ.
|
Barnett, Mac | Mac B., Kid Spy series | 2020 |
Mac B یو لیکوال دی مګر پخوا یو جاسوس ماشوم وو څوک چې اوس خپل وخت د خپلو "یادونو" په لیکلو تیروي. د انګلینډ د ملکې لخوا په دنده ګمارل شوی وو، هغه د نړۍ ګوټ ګوټ ته په لوړه کچه د خفیه ماموریتونو لپاره لیږدول شوئ وو تر څو د غلا شوي توکو راز معلوم کړي.
|
Barton, Patrice | The Invisible Boy | 2013 |
د Brian په نوم یو ځوان هلک په ښوونځي کې تر هغه وخت پوری د نشتون احساس کوي کله چی هغه Justin سره ګوري. Justin یو نوی زده کوونکی دی او هغه هم ځان چوکاټ کی برابرولو لپاره مرستې ته اړتیا لري. هغوي په ګډه سره د هنر له لاری د Brian حیرانونکي استعداد څرګنده کوي او هغه سره خپل باور زیاتولو کی مرسته کوي.
|
Blabley, Aaron | Bad Guys | 2015 |
ښاغلی Wolf د بد هلکانو د لومړي ښه ماموریت لپاره جرت ناکه پلان لري. هغوي به په ستره توګه د امنیتی تدابیر نیوونکی ښار سپو ځای څخه دوه سوه سپی راخلاصوي. آیا د سپو د ځائ دا عملیات به په ښه توګه پرمخ لاړ شي؟
|
Cavallo, Francesca | Fastest Woman on Earth: The Story of Tatyana McFadden | 2021 |
د spina bifida (ملا تیر ناروغي) سره زیږیدلی، Tatyana McFadden په روسیه کې تر هغه وخت پوری په یتیم خانه کی ژوند کوو، کله چی دوه امریکایی میرمنو هغه خپله کړه. د هغې د معلولیت سره سره، د هغې میندو هغه هڅوله چې په ډیری سپورتونو یا لوبو کی ګډون وکړي. په 15 کلنۍ کې، Tatyana د پارالمپیک لوبو لپاره روزنه پیل کړه او د 17 مډالونو څخه یې خپل لومړی مډال وګټه. د انعطاف یا پیاوړتیا، ورزشکارۍ، او له ستونزو څخه د وتلو ریښتینې کیسه، په حساس او الهام ورکوونکی ډول بیان شوې ده.
|
Charman, Katrina | Last Firehawk, The Ember Stone | 2017 |
د Tag په نوم یو ځوان کونګ (یو ډول مارغه چی د شپی لخوا راوځی) ممکن یوازینی تن وی چی Perodia وژغوري. Tag او د هغه تر ټولو ښه ملګري -- نولی چی Skyla نومیږي -- وروستي فائر هاک (firehawk) سره ویني. په ګډه، درې واړه ملګري د جادوی ډبرې په اړه پوهیږي. آیا دا ډبره به دومره کلکه وي چې کانګو ته ماتې ورکړي؟
|
Citro, Asia | Zoey and Sassafras: Bips and Roses | 2020 |
دا د لړۍ اتم کتاب دی. Zoey، Bip، یو جادویی مخلوق، او Sassafras، د Zoey پیشو، باید خپل ساینسي مهارتونه وکاروي ترڅو په ځنګل کې د ګلونو وده موندلو کې مرسته وکړي. ګلابونه خورا اړین دي ځکه چې دا د ګریفین (یو ډول حیوان دي) مخلوقاتو لپاره خواړه دي کوم چی زیږیدونکی دي.
|
Daciute, Evelina | The Fox on the Swing | 2018 |
دا کتاب د Paul په نوم د یو هلک په اړه دی څوک چې له بیکري څخه کور ته د تګ په وخت کې په ټال کې له ګیدړ سره ګوري. هغه د ګیدړ سره ملګری کیږي، او هغوي ډیری بیلابیل څیزونه لکه احساسات، تجربې، او ملګرتیا پلټی یا ورڅخه خوند اخلی.
|
De la Pena, Matt | Milo Imagines the World | 2021 |
کله چی Milo او د هغه خور د خپلې توقیف شوې مور لیدو لپاره د توقیف مرکز ته سفر کوي، هغه په سبوی (د مځکی لاندی لار) کې نامعلومه کسان ګوري او د هغوي ژوند په داسی شکل رسموي چی هغه یی په اړه تصور کوي.
|
Elliott, Zetta | Dragons in a Bag Book 1 |
2019 |
Jaxon باید د یوې بوډی میرمنې سره پاتې شي کله چې د هغه مور محکمې ته ځي - او Jaxon دا ته دا معلومات کیږي چې هغه بوډی یوه جادوګره ده. Jaxon هڅه کوي چی د هغې سره مرسته وکړي چې کوچنی ښاماران بیرته هغی نړۍ ته ورسوي چې هغوي ورڅخه دي.
|
Gibbs, Stuart | Spaced Out | 2016 |
دا کتاب د Dashiell په نوم د یو ځوان هلک په اړه دی چې له خپلې کورنۍ سره د سپوږمۍ په اډه کې ژوند کوي. کله چې د سپوږمۍ د اډی قوماندان ورک کیږي، هر یو کس د هغې او د هغې د ورکیدو د لاملونو معلومولو په لټه کی کیږي. بهر حال، Dashiell په ذهني توګه د یو ډول مخلوق سره هم اړیکی لري، او د انسانیت په اړه زده کړه کوي.
|
Gonzalez, Karina N. | The Coquies Still Sing, (Los Coquies Aun Cantan -- Spanish edition) | 2022 |
دا کیسه په Puerto Rico کې د ماریا طوفان پرمهال او له هغی وروسته برابره شوې ده. Helena په دی کیسه کی دا بیانوي چې پداسې حال کې چې د coquies بیرته راستنیدو ته انتظار باسل کیږي، کورنۍ یی څنګه د ماریا طوفان لپاره چمتولی نیسی او څرنګ ټولنه د بیارغونې لپاره سره یوځای کیږي.
|
Hood, Susan | The Last Straw: Kids vs. Plastics | 2021 |
دا کتاب د داسی شعرونو ټولګه ده چې د پلاستیک ککړتیا له امله د ډیری ستونزو په اړه خبری کوي کوم چی زمونږ نړۍ اغیزمنه کوي. دا کتاب د نړی په کچه د ګڼ شمیر ماشومانو په شمول د هغو کسانو په اړه هم معلومات ورکوي چی د پلاستیک ککړتیا د مخنیوي لپاره څه نا څه کار کوي.
|
Lopez-Alt, J. Kenji | Every Night is Pizza Night | 2020 |
Pipo غواړي هره شپه پیزا وخوري تر هغه وخته پوری چې پلار یې په آخر هم هغه قانع کوي چې د نورو خواړه خوړلو حڅه هم وکړي. هغه د خپل ګاونډ شاوخوا کی ګرځی او د مختلفو کلتورونو څخه خواړه خوري او د ساینسي پریکړې کولو لپاره ډاټآ یا معلومات راټولوي — عالي انځورونه او په زړه پورې کیسه ده کوم چې ممکن ماشومان وهڅوي چې په خپلواکه توګه ډاټا راټوله کړي.
|
Osborn, Mary Pope | The Magic Treehouse: Day of the Dragon King #14 (also available in Spanish) | 1998 |
ورور او خور Jack او Annie د وخت نورو مودو څخه ګټه پورته کوي کله چې هغوي د خپل جادوی ونې کور کې سفر کوي. هغوي بیرته لرغوني چین ته سفر کوي، چیرته چې ښامار پاچا امر کړی چې ټول کتابونه دی وسوځول شي - ډیر د ټال مټول او د هیجان ډکه کیسه ده.
|
Rissman, Rebecca | Audrey and Apollo 11 | 2020 |
د ساینس لیواله Audrey، په هوسټن ښار، ټیکساس آیالت کې د پنځم ټولګي زده کوونکې، په NASA کې د دندی تر سره کولو خوبونه ګوري لکه څرنګ یی چی پلار دنده تر سره کوي. په هرصورت، پلار یی د نه هڅولو پرته بل څه نه دي. خو بیا هم، Audrey همت له لاسه نه ورکوي. هغې خپل د راکټ نمونه جوړه کړی ده. کله چې هغه پرواز نه کوي، هغه د راکټ جوړولو لپاره یوه لار پیدا کوي چی له امله یی هغه د اپولو 11 خلابازانو سره مرسته کوي کله چې دوی سپوږمۍ ته ښکته شي. آیا د Audrey پلار به راشي؟ او آیا د Audrey راتلوونکی به په ساینس کی وي؟
|
Shetterly, Margot Lee | Hidden Figures: The True Story of Four Black Women and the Space Race | 2018 |
د څلورو ښځینه ریاضي پوهانو یوه ډله د "انساني کمپیوټر" په نوم پیژندل کیږي. د خط کشونو، پنسلونو، او د اضافه کولو ماشینونو په کارولو سره، دغه ښځینه کولی شي فضا ته د فضانوردانو او راکټونو لیږلو لپاره عددونه محاسبه کړي. هغوي د زیات زخمت او استقامت له لارې د فضا سیالی په جریان کې لاره هواره کړه.
|
Singh, Simran Jeet | Fauja Singh Keeps Going: The True Story of the Oldest Person to Ever Run a Marathon | 2020 |
Fauja د داسی پښو سره زیږیدلې وو چې هغه ته یی اجازه نه ورکوله چې منډی ووهی او د نورو ماشومانو سره د کرکټ لوبه وکړي. هوډ درلودونکی وو، هغه یو صحت منده ژوند کول زده کړی وو او د 100 کلونو څخه ډیر عمر لرونکی لومړی کس جوړ شو چې په میراتون (منډی سیالی) کی یی منډه کړي وه.
|
Winick, Judd | Hilo: The Boy Who Crashed to Earth | 2015 |
Hilo یوازې په لږ څه پوهیږي. هغه باید دا معلومه کړي چې هغه له کوم ځای څخه راغلی دی. هغه نه پوهیږي چې هغه په ځمکه کې څه کوي. هغه یوازې دا په یاد لري چې یو بدی ماشینی بلا هم په ښکته کیدو سره ټکر کړئ وو.
|
Woodson, Jacqueline | Each Kindness | 2012 |
یوه نوې زده کوونکې د هغې د جامو او د ظاهری بڼی له امله ځورول کیږي. دا د مهربانی، د نورو سره په درناوي چلند کولو، او د یو چا پیژندلو څخه مخکی د هغه په اړه د قضاوت نه کولو په اړه یوه ښکلی کیسه ده.
|
Zunon, Elizabeth | Grandpa Cacao, A Tale of Chocolate, from Farm to Family | 2019 |
یو پلار خپلې لور ته د هغي د نیکه په اړه کیسه کوي، د لویدیځ افریقا څخه د کهکاو بزګر وو. دا راپور د کهکاو کرنی په اړه تفصیل وړاندی کوي او د کوچنۍ انجلۍ لپاره د زیږیدنی ورځ لمانځلو حیرانتیا سره پائ ته رسیږي.
|
څلورم ټولګیٔ
لیکوال | عنوان | خپریدو نیټه | تشریح |
---|---|---|---|
Alston, B. B. | Amari and the Night Brothers | 2021 |
دیارلس کلنه Amari په خپل شخصي ښوونځي کې د ځورونې او د خپل مشر ورور د ورکیدو له امله له کړاو سره لاس و ګریوان ده. څیزونه په غیر متوقع توګه بدلون مومي کله چې هغی ته دا معلومات کیږي چې ورور یې د مافوق الفطرت د پټو چارو اداری برخه ده او هغه پخپله هم یوه جادوګره ده. Amari باید د خپل ورور د ورکیدو راز څرګنده کولو په بهیر کې د خپل ځواک او ځان په اړه په معلوماتو پوه شي. دا کتاب د ځورونې، تعصب، او ځان درناوي په ډول ریښتنی مسایلو سره تصور او ساہسک یو ځائ کوي.
|
Applegate, Katherine | Willodeen | 2021 |
Willodeen یوولس کلنه انجلۍ ده چې د چیغی وهوونکی وحشي حیواناتو سره مینه لري کوم چې د هغې د ټولنې غړي آفتونه ګڼي. د هغې ښارګوټی د محبوب ګونګ خرسونو د کمیدونکی شمیر ستونزو سره سرګردانه دی کوم چې د هغي کوچنی ښار ته سیلانیان راولي. د یو څه اندازه جادو او نوي ملګري سره، Willodeen د خپل باورونو لپاره ودریږي او د دی زړه راښکونکي اسرار په حل کولو کې مرسته کوي.
|
Applegate, Katherine | Wishtree | 2017 |
Red د ګاونډ د بلوط یا څیړی ونه ده چې د نسلونو نسلونو څخه راپدیخوا شتون لري. که څه هم د خلکو کړنې او عملونه چې د هغې په شاوخوا کې ژوند کوي، ډیری وختونه مغشوش کوونکي دي، هغه د ګاونډ او کوچني ځنګلي حیوانات پاملرنه کوي چې د هغې هغی لپاره د هغوي کور جوړوي. په کال کې یو ځل، Red د "wish tree یعنی خواهش څرګندولو ونې" په توګه خدمات وړاندی کوي، چیرته چې خلک خپلې هیلې د ټوټی او کاغذ په ټوکړو لیکي او د Red د څانګو سره یی تړي. د هغوي خواهشات ډیر کم ریښتیا کیږي، بیا هم، خلکو د زاړه بلوط د حکمت او تجربو له لارې ملګرتیا او الهام موندلی دی. Wishtree یوه زړه راښکونکې کیسه ده چې د چاپیریال ستونزو او مذهبي تعصب په اړه خبری کوي.
|
Arnold, Elana | A Boy Called Bat | 2017 |
کله چې د Bat وترنری مور کور ته یو بچاره کوچنی د پړانګ بچی راوړي کوم چې بیارغونې ته اړتیا لري، مخکې له دې چې د ځنګلي څارویو په سرپناه کې ځای په ځای شي، Bat هغه څوک دی چې د آټیزم ناروغی لري، دا ثابتوي چې هغه د تل لپاره د پړانګ د بچی ساتنی ننګونی لپاره چمتو دی.
|
Barnhill, Kelly | The Girl Who Drank the Moon | 2019 |
هر کال د قیممومیت سیمی خلک یو ماشوم د قربانۍ په توګه هغه جادوگرۍ ته وړاندې کوي چې د هغوي په ځنګلونو کې ژوند کوي. هغوي په دی باور دی چې دا کار به د هغوي کلي د هغه جادوګری ډار او غضب څخه لیری وساتي. په هرصورت، هغه مهربانه ده، ماشومان ژغوري، او د څنګل بلې غاړې ته یې نوي کورنیو ته وړي. هغه ماشومانو ته د ستوري رڼا ورکوي. په هرصورت، یو ماشوم د ستوري رڼا پر ځای د سپوږمۍ رڼا تغذیه کوي. دا ماشوم هغه د خپل ماشوم په توګه ساتي او لویوي. کله چی د ماشوم 13 کلیزه راځي، د هغې جادو ښکاره کیږي. پایلې یې خطرناکې دي. دا چی څه پیښیږي، د معلومولو لپاره یی کیسه ولولئ!
|
Braillier, Max | The Last Kids On Earth | 2015 |
د بلا لخوا د ښار د ویجاړیدو وروسته، دیارلس کلن Jack Sullivan د ملګرو یوه ډله رامینځته کوي ترڅو د خورا هوښیار بلا Blarg په وژلو کې مرسته وکړي.
|
Brown, Peter | The Wild Robot | 2016 |
کله چې robot Roz د لومړي ځل لپاره خپلې سترګې خلاصې کړې، هغه دا مومی چې هغه په یوه لیرې، خوشی جزیره کې یوازې ده. هغه هیڅ په دی نه پوهیږي چې هغه هلته څرنګ ورسیدله یا څه موخه لري - مګر هغه پوهیږي چې باید ژوندي پاتې شي. د سخت طوفان سره د مبارزې او د وحشي ایږي برید څخه د ژغوریدو وروسته، هغه په دی پوهیږي چې د هغې د ژوندي پاتې کیدو یوازینۍ لار دا ده چې د چاپیریال سره ځان برابر کړي او د جزیری د ناخوښه څارویو اوسیدونکو څخه پوهه تر لاسه کړي.
|
Cartataya, Pablo | The Epic Fail of Arturo Zamora | 2017 |
Arturo یو 13 کلن کیوبایی کډوال دی چې په Miami کې ژوند کوي او د خپلې کورنۍ په رستورانت کې دنده تر سره کوي. Arturo تر هغه وخت پوری خپل تر ټولو ښه اوړی تیروي کله چې د ځمکې جوړونکی د عصری کولو ویژن سره د رستورانت شتون او د Arturo د کورنۍ معیشت له ګواښ سره مخ کوي. د Arturo کورنۍ د ملګرو او ګاونډیانو سره د رستورانت د ژغورلو لپاره جګړه کوي. د Arturo کیسه د کورنۍ اړیکو، ټولنیزو اړیکو، او په امریکایی ټولنه کې د کلتور او انضمام سره د مبارزې په اړه ده.
|
Creech, Sharon | Moo | 2017 |
Reena او د هغې ورور Luke د خپل مور او پلار سره Maine ته ځي. هلته هغوی له اغلې Falala سره ویني او هغوي د هغې په کور کې د هغې سره د مرستې کولو لپاره ګمارل کیږي. Falala له هغوي څخه د فارم څارویو په برخه کی د مرستی کولو لپاره کار اخلی. Reena د خپل ځان او په میله کې د څارویو د ښودلو په اړه ډیر څه زده کوي. دا اسانه کار نه ده، مګر دا خورا ګټور دی!
|
Fleming, Candace | Honeybee: The Busy Life of Apis Mellifera | 2020 |
دا معلوماتي انځوریز کتاب د شاتو مچۍ د ژوند کیسه بیانوي، چې د هغې د ساینسي نوم لپاره د Apis په توګه یادیږي. دا کتاب د شاتو د مچیو ډیری دندې او رولونه د یوه داستان له لارې چې په وړیا شعرونو کې بیان شوي، د ښکلي، په بشپړ ډول رنګین انځورونو سره تفصیل وړاندي کوي. په دی کتاب کې په وروستی برخه کی یو تفصیلی ډیاګرام شامل شوی دی کوم چې د شاتو مچیو برخې تشریح کوي، دا معلومات چې خلک څنګه د شاتو مچیو سره مرسته کولی شي، او د لا زیاتو معلوماتو لپاره پکی د ویب پاڼو او سرچینو لیست اضافه شوئ دی.
|
Glaser, Karina Yan | The Vanderbeekers Lost and Found | 2020 |
کله چې په 141 کوڅه کې مني (خزان) راشي، Vanderbeekers د ښاغلي Beiderman سره د نیویارک ښار ماراتون (منډی سیالی) لپاره چمتوالی نیولو کې مرسته کولو کی بوخت دي او ډاډ ترلاسه کوي چې د ټولنې په باغ کې ویده شوی پراسرار سړی د خوړلو لپاره کافي خواړه ترلاسه کوي.
|
Grabenstein, Chris | Escape from Mr. Lemoncello's Library | 2013 |
په نوي کتابتون کې د شپې لخوا په یوې غونډه کی د ګډون کولو لباره Kyle ته بلنه ورکول کیږي او د لوبې جوړونکي ښاغلي Lemoncello لخوا په جوړه شوي لوبه کې ښکیل دی. ماشومان باید له کتابتون څخه د تښتیدو لپاره پزلونه (معما) حل کړي او غټه جایزه وګټي. Kyle دا مومی چې هغه باید د نورو سره یوځای کار وکړي ترڅو معما حل کړي او له کتابتون څخه وتښتي.
|
Hood, Susan | Ada's Violin: The Story of the Recycled Orchestra of Paraguay | 2016 |
ټول وایلونونه (غږوونکی یا سرینده) له لرګیو څخه نه جوړیږي. په Cateura, Paraguay کې ماشومان په ریسایکل شوي آرکسټرا کې د ری سائیکل شوي کثافاتو څخه ښکلې میوزیک جوړوي. له همدغی لاری ریسایکل شوي آرکسټرا رامینځته شوی او د نړۍ سفر یی تر سره کړئ.
|
Hoyt, Megan | Bartali's Bicycle | 2021 |
ایټالوی بایسکل ځغلونکی Gino Bartali په 1938 کال کې د فرانسې د Tour de France سیالی جایزه وګټله او یو نړیوال اتل شو. وروسته له هغه چې آلماني ځواکونه د یهودي اتباعو د نیولو لپاره د ایټالیا په لور آماده شول، Gino د ایټالوي مقاومت ځواک سره یوځای شو او له 800 څخه ډیر ایټالوي یهودیان یې د مرګ څخه وژغورل. Gino هره ورځ له 250 میلونو څخه زیات بایسکل چلوو او په ټول ایټالیا کې پټو خلکو ته بی یی عکسونه او جعلي پیژند پاڼې لیږدولی.
|
Jamieson, Victoria | When Stars are Scattered | 2020 |
عمر او د هغه کشر ورور حسن د خپل ژوند ډیره برخه د کینیا د مهاجرو په کمپ Dadaab کې تیره کړې ده. هلته ژوند سخت دی: هیڅکله هم کافي خواړه شتون نه لري، په سختۍ سره ستړیا، او طبي پاملرنې ته د لاسرسي پرته، عمر د خپل ګونګي ورور په اړتیاوو پوهیږي. نو کله چې عمر ښوونځي ته د تللو لپاره فرصت پیدا کړي، هغه پوهیږي چې دا ممکن د هغوي راتلونکي بدلولو لپاره یو ښه فرصت وي.... مګر دا به په دی معنی هم وي چی هغه هره ورځ خپل ورور یواځی پریږدي، څوک چی د هغه د کورنۍ یوازینی غړی دی.
|
Kelly, Erin Entrada | Hello, Universe | 2017 |
د یوي ټوک له امله Virgil Salinas او د هغه څاروي guinea سور په یوه څاه کې بند پاتی کیږي. درې ګاونډیان، Valencia، Kaori او د هغې خور Gen باید د ماجره جویی لپاره د ورک شوي هلک د موندلو په لټه کې شي. لکه څنګه چې د ورځې رڼا کمیږي، ماشومان باید د زړورتیا آزموینې سره مخ شي، د ځورونې سره مخ شي، او یوازې ملګري شي.
|
Kelly, Lynne | Song for a Whale | 2019 |
"دولس کلنی Iris هیڅکله هم خپل کوڼوالي ته اجازه نه ده ورکړي چی د هغی مخه ونیسی. د الکترونیکي وسایلو په جوړولو کې، هغه تل د تارونو او برقی جاړو په تیوبونو سره د کور احساس کوي... د ساینس په ټولګي کې Iris د Blue 55 په اړه زده کړه کوي — په نړۍ کې ترټولو تنها سمندری نهنګ. د حیوان یا ځناور د نورو نهنګانو سره د خبرو ناتوانی له امله خفه Iris خپل تخنیکي مهارتونه کاروي ترڅو د Blue 55 سره د خبرو اترو پلان جوړ کړي. یوه کوچنۍ ستونزه دا ده چی: نهنګ د الاسکا په ساحل کی لامبو وهي ، د هغی د ټیکساس کور څخه نږدې 3,000 میله لرې. مګر هیڅ کوم څیز د Iris مخه نه شي نیولی، او د هغې په څنګ کې د هغې د کڼی نیا سره، هغه د سړک له لاری سفر پیل کوي ترڅو د نهنګ سره وګوري او دا ډاډ ترلاسه کړي چې بل آخره د هغه غږ اوریدل کیږي."
|
Kibuishi, Kazu | The Stonekeeper (Amulet Book 1) | 2008 |
"په کورنۍ کی د یوي بدی پیښي څخه وروسته، Emily ،Navin او د هغوي مور د نوي ژوند پیل کولو لپاره پلرني کور ته ځي. په پراسرار کور کې د کورنۍ په لومړۍ شپه، د Emily او Navin مور د شاخ لرونکي مخلوق لخوا برمته کیږي. دا اوس په Emily او Navin پورې اړه لري چې دا معلومه کړي چې څرنګ په سمه توګه کارونه تر سره کړي او د خپل مور ژوند وژغوري!"
|
Messner, Kate | The History Smashers: American Revolution | 2021 |
(یا د History Smashers کتابونه) د غیر افسانوي کتابونو لړۍ دا کتاب د ځانګړو تاریخي پیښو په اړه ریښتینې کیسه وړاندې کوي. په دې کتاب کې به لوستونکي په دی حقیقت باندی پوه شي چې د Paul Revere سورلئ او د انقلاب جګړې په جریان کې نورو پیښو کی څه پیښ شوي وو - د اړخونو، انځورونو، او ګرافیک پینلونو سره لیکل شوي کیسه. هر لوستونکی به د تاریخ په اړه معلومات تر لاسه کول خوښ کړي!
|
Mian, Zanib | Accidental Trouble Magnet | 2020 |
د Planet Omar کتابونو لړی په دی لومړي کتاب کې، عمر یو 9 کلن پاکستانی هلک دی چې په لندن کې ژوند کوي، نوي کور ته تللو سره، نوي ښوونځي پیل کولو سره او ملګري جوړولو سره ځان برابروي. د عمر د ژوند په اړه د هغه په طنزیه کیسه کې انځورونه شامل دي چې لوستونکو ته به د Diary of a Wimpy Kid په څیر د کتابونو یادونه تازه کړي. دا کتاب په کور کی او په ښوونځي کې د حالاتو او واقعاتو څخه ډکو پیښو باندی تمرکز کوي او د ځورونې، د مسلمان ضد احساساتو او اسلامي تعلیماتو او دودونو په څیر ستونزو ته اشاره کوي.
|
Montgomery, Sy | Inky's Amazing Escape | 2018 |
Inky د کبانو ساتنځی کور کی ډیره خوشحاله وه، مګر هغه ډیر لټوونکی وه او د تجربو پلټلو سره یی مینه درلوده. او ځکه چې اکټوپس (یو ډول بحری ژوی چی اته لاسه او پښي لري) هډوکي نلري، Inky په اسانۍ سره کولئ شو چی د کوچنی پرانیستو لارو پری فشار راوړي. نو د اپریل په یوه شپه، Inky خپل ټانکر پریښود او خپل د Pacific سمندر کور ته راستون شو. او دا د حقیقي پیښو پراساس د Inky کیسه ده.
|
Osborne, Mary Pope | Dinosaurs Before Dark (Magic Tree House #1) | 2012 |
Jack او د هغه کوچنۍ خور Annie د جادو ونې کور پیدا کړ. د ونې کور ته د ننوتلو وروسته هغوي ته معلومات وشو چې هغوي بیرته هغه وخت ته سفر کړئ دي کله چې ډیناسور په ځمکه کې موجود وو! په ګډه سره هغوي باید بیرته کور ته د ستنیدو لار ومومي.
|
Palotta, Jerry | Who Would Win: Tyrannosaurus Rex vs. Velociraptor | 2010 |
د tyrannosaurus rex او velociraptor ( دواړه د ډیناسور ډولونه دي ) په اړه حقایق لري، د هغوي ځینی بڼی لکه اندازې، د بدن ډولونه، او وړتیاوې پرتله کوي.
|
Paquette, Ammi-Joan | Two Truths and a Lie-It’s Alive | 2017 |
"د ژوندۍ نړۍ په اړه ځینې خورا لیونۍ - مګر ریښتینې کیسې وړاندې کوي او همدارنګه یو څو کیسې د ریښتیا په توګه ګڼړل ډیر لیونۍ کار دی - او له لوستونکو څخه غوښتنه کوي چې حقایق له جعل کاری یا دروغو څخه جلا کړي!"
|
Savage, Melissa | Lemons | 2017 |
د emonade Liberty Witt مور به تل هغی ته ویل: کله چې ژوند تاسو ته لیمو درکړي، ورڅخه د لیمو شربت جوړ کړئ. مګر Lem نشي کولی چی د کالیفورنیا په Willow Creek (د نړی تر ټولو لوي پلازمینه ) کې د خپل نوي ژوند څخه د امکان تر حده د لیمو شربت جوړ کړي — چیرته چې هغه د خپل نیکه سره ژوند کولو ته اړ کیږي چا سره یی چی د خپلی مور له مړینې وروسته هیڅکله هم نه لیدلی.
|
Smith, Steven K. | Shadows at Jamestown (and others from Virginia Mysteries) | 2017 |
"Sam، Derek او Caitlin په خپل قسمت هیڅ باور نه شي کولئ کله چې پروفیسر Evanshade هغوي ته د یوې اونۍ لپاره په Jamestown فیلډ ښوونځي کې د لرغونپوهنی په موخه ځمکه کیندلو په برخه کې مرسته کولو لپاره بلنه ورکوي. ممکن هغوي به کوم څه په زړه پوري څرګند کړي کوم چی Captain John Smith او Pocahontas په لور ځي! مګر کله چې د Jamestown له کلا څخه ایستل شوي د قیمتي آثارو څخه یو یی د درغلۍ په توګه په نښه یا لیبل شوی وي ، دا د لرغون پوهنی ټوله پروژه د خنډ ګواښ سره مخ کوي. آیا ماشومان به وکولی شي چی پټه دسیسه افشا کړي، یا هغوي بالاخره دا کار په خپلو فکرونو کې ځائ پر ځائ کړی دی؟" - د پوښ شاته.
|
پنځم ټولګیٔ
لیکوال | عنوان | خپریدو نیټه | تشریح |
---|---|---|---|
Alexander, Kwame | Crossover (Graphic Novel) | 2014 |
د باسکیټبال څوارلس کلن غبرګون ستوري Josh او Jordan په میدان کی کله کله د لوړ او ټيټ مورال سره مقابله کوي، په داسی حال کی چې پلار یې خپل خرابېدونکي روغتیایی حالت له پامه غورځوي.
|
Applegate, Katherine | Odder | 2022 |
په مصرو کې لیکل شوی، دا د لوبی کوونکی، یتیم اوبو پیشی کیسه ده.
|
Bowling, Dusti | Insignificant Events in the life of a Cactus | 2019 |
Aven Green دی خبری سره مینه لري چې خلکو ته ووایی چې هغې د الیګیټر پهلوانی په سیالی کی یا په Tanzania کی په سخت اور کی خپل لاسونه له لاسه ورکړي، مګر هغه له لاسونو پرته زیږیدلی وه. کله چې د Aven مور او پلار د Stagecoach Pass چلولو دنده په غاړه اخلي، کوم چی په Arizona کې لویدیز تیم پارک دۍ، Aven د هغوي سره د هیواد بل سر ته یو ځاي سفر کوي، او په دې پوهیږي چې هغه به په مکرر ډول پوښتنو ته ځواب وایی. د هغې ژوند هغه وخت بدلیږي کله چې هغه د Connor سره یو ځای کیږي، یو داسی ټولګیوال چې د خپل معلولیت له امله د تنهایی احساس کوي. هغوي په Stagecoach Pass کې د لوی رازونو څخه ډکه یوه داسی کوټه پیدا کوي چې Aven یې په اړه تصور هم نه شو کولی. د یوی معمی حل کول، د ملګري سره مرسته کول، او خپل بدترین ډار سره مخامخ کیدل سخت کار دۍ. مګر Aven به ډیر زر دا ومومي چې هغه دا ټول کارونه کولئ شي ... حتی پرته له لاسونو هم.
|
Christmas, Johnnie | Swim Team (GN) | 2022 |
Bree تر هغه وخته پوری منځني ښوونځي ته ډیر خوښ وي کله چې ورته دا معلومه شي چې هغی ته یوازی یو انتخاب پاتې شوې دی چې هغه یی نه غواړي ... د لامبو ټیم. Bree د لامبو په اړه په هیڅ نه پوهیږي. Etta، د Bree ګاونډی او د لامبو ټیم پخوانی لوبډل مشر Bree سره په لامبو زده کولو کی مرسته کولو لپاره خوښي څرګندوي. د ډیر زخمت ویستلو وروسته، Bree د خپل ښوونځي د لامبو ټیم د آیالت اتلولۍ لپاره رهبري کوي.
|
Fajardo, Kat | Miss Quinces | 2022 |
Sue خپه ده چې د خپلو ملګرو سره د وخت تیرولو پرځای په اوړي کې د خپلې کورنۍ سره په Honduras کې ګوري. هغه نوره هم زیاته خپه ګیږي کله چې هغی ته دا معلومات کیږي چې مور یې د هغی حیرانولو لپاره د quinceanera ( د انجلی د زیږیدنی ۱۵ مه کلیزه) پلان کړې. په نهایت کې، Sue په دیره کچه خپلی انا ته نږدې کیږي او د هغی کلتور منل زده کوي.
|
Faruqi, Reem | Unsettled | 2021 |
Nurah په پاکستان کې د مور او پلار، مشر ورور اویس او پراخې کورنۍ تر منځ لویه شوي ده. خو کله چې د هغې بابا په امریکا کې دنده ترلاسه کوي، د نورا ټول ژوند بدلیږي. هغه Georgia ته تګ لپاره اړ کیږي، چیرته چې هغه د خپل ښوونځي د یو څو مسلمانو زده کوونکو څخه یو تن ده، او یو نوی او مختلف کلتور هغه محاصره کوي. Nurah په ښوونځي کې د خپل غږ موندلو لپاره ستونزی سره مخ کیږي مګر د خپل ورور سره یو ځاي د حوض په څنګ کی آرام مومي. په پایله کی، Nurah د لامبو د ټیم په تمرین کې د یو ملګري سره ګوري او ورو ورو په خپل نوي کور کې د خوښۍ احساس کوي.
|
Giles, Lamar | The Last Last-Day-Of-Summer | 2019 |
د خپل جاسوسي مهارتونو په کارولو سره ، Otto او Sheed هڅه کوي د خپل ویرجینیا ښارګوټی راز څرګند کړي. هغوي باید په خپله ملګرتیا کار وکړي او د خپل ښار د ژغورلو لپاره په ګډه کار وکړي!
|
Keller, Tae | When You Trap A Tiger | 2020 |
آیا تاسو به د جادویی پړانګ سره معامله وکړئ؟ دا مورال پورته کوونکی کیسه د کوریا تمدن را ژوندی کوي کله چې یوه نجلۍ د کیسو ځواک پرانیستلو او خپله نیا ژغورلو په لټه کې وخی. د نیوبیري ګټونکی، 2021.
|
Kelly, Lynne | Song For a Whale | 2019 |
د نهنګ سره د یوې کاڼړي نجلۍ اړیکه د چا چی سندره د هغی د جین لخوا نه اوریدل کیږي او د هغه سره د مرستې لپاره د هغې سفر.
|
Korman, Gordon | Restart | 2018 |
له هغی وروسته چی Chase Ambrose د خپل کور چت څخه د ټوپ وهلو پریکړه کوي، هغه خپله حافظه له لاسه ورکوي. هغه ته د خپل ژوند په اړه هیڅ نه دی یاد. کله چې هغه د هیریدو ناروغی سره ښوونځي ته راستنیږي، Chase ته دا معلومیږي چې هغه د زده کوونکو سره بل ډول اړیکې لري. د ځینو لپاره، Chase یو اتل دی؛ د نورو لپاره، هغه یو ځورونکی دی. پداسې حال کې چې هغه د دی زده کولو په لټه کی دی چی هغه څوک وو، Chase باید اوس زړی ملګرتیاګانی معلومی کړي او هغه ملګرتیا کی بدلون رامنځ ته کړي چی ده ځورولی دی.
|
Peirce, Lincoln | Max and the Midknights | 2019 |
Max او د ملګرو یوه ډله یی چې د dubbed the Midknights په نوم یادیږي، د بخیل پاچا Gastley څخه د Byjovia سلطنت ژغورلو په لټه کې وځی.
|
Ponti, James | Framed | 2016 |
په واشنګټن ډي سي کې، 12 کلن Florian Bates، د FBI لپاره مشورتي جاسوس او د هغه ترټولو غوره ملګري Margaret د متحده ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو لوی هنر غلا په شنډولو کې مرسته کوي.
|
Rimington, Celeste | The Elephant Girl | 2021 |
د یوې نجلۍ کیسه او د فیل سره د هغې پراسرار تړاو چې د هغی ژوند یې ژغورلی دی.
|
Soontornvat, Christina | A Wish in the Dark | 2022 |
Pong د Chattana په زندان کې زیږیدلی وو او تر دیارلس کلنۍ پورې هلته ژوند کولو لپاره په نظر کی نیول شوئ دۍ. Pong د هغی فرصت څخه ګټه پورته کوي کله چې ورته د میوو او دورین پوټکي په کڅوړه کې د تیښتې لپاره فرصت ورکړل شي. وروسته له هغه چې پلار Cham هغه ته اجازه ورکړي، Pong د کلي راهب سره ژوند کول پیل کوي. Pong (چې د شیانو په پام کې نیولو یوغیر معمولي مهارت لري) دا شک کول پیل کوي چې زاړه راهب کی د سترګو کتلو څخه ډیر څه شتون لري. کله چې Pong بیرته Chattana ته راستنیدو لپاره اړ کیږي، هغه د زندان خپل پخوانی ملګري سره یوځای کیږي او د پردی شاته حرکت کې ښکیل کیږي ترڅو د خلکو سره د والي د چلند پر زد اعتراض وکړي. د Pong تر شا Nok ده - د زندان د ساتونکي لور، خپل دلایل لري تر څو Pong د قانون منګولو ته وسپاري.
|
Sutherland, Tui | Wings of Fire (graphic novel) | 2018 |
د بلا اوه قبیلې د نسلونو راهیسې په جګړه کې بوخت دي، د یوې لرغونې ، ورکې شوې خزانې په سر په نه ختمیدونکي جنګ کې ککړ دي. د Talons of Peace یا سولې د ټالون په نوم یو پټ غورځنګ هوډ لري چې د نبوت په مرسته جګړه پای ته ورسوي، یوه وړاندوینه چې غټی قربانۍ غوښتنه کوي. د وړاندوینې پوره کولو لپاره پنځه ډریګونټونه جمع کول کیږي، په پټ غار کې ساتل شوي، او د هغوي د خوښې پر زد لیست شوي ، ترڅو ناوړه جګړه پای ته ورسوي. مګر هر ډریګونټ برخلیک نه غواړي. او کله چې پنځه غوره شوي د خپلو اصلي کورونو په لټه کې د ځمکې لاندې یرغمل کونکو څخه وتښتي، هغه څه چې د ډریگن نړۍ کې خپاره شوي ممکن د انقلابي پلان جوړونکو څخه ډیر وي.
|
Woodson, Jacqueline | Before the Ever After | 2020 |
د ZJ ملګري Ollie، Darry، او Daniel د هغه سره مرسته کوي کله چې د هغه پلار، یو محبوب مسلکي فوټبال لوبغاړی، د سر درد او د حافظې له لاسه ورکولو ناروغی سره مخ کیږي کوم چې د هغه کیریر پای ته رسوي.
|
شپږم ټولګیٔ
لیکوال | عنوان | خپریدو نیټه | تشریح |
---|---|---|---|
Alston, B.B. | Amari and the Brothers | 2021 |
Amari Peters هیڅکله هم په دی خبره باور کول نه دي بس کړي چی د هغی ورک شوئ ورور Quinton ژوندی دۍ. حتی کله چې ورته پولیسو بل ډول هم وویل، یا کله چی هغه د ځورونکو پر وړاندې د ودریدو له امله له ستونزی سره مخ شوه چا چې ویل هغه د تل لپاره تللی وو. نو کله چې هغې د خپل ورور په المارۍ کې یو بریف کیس یا بیګ وموند په کوم کی چې هغه د سوپر طبیعي چارو په اداره کې د اوړي آزموینې لپاره نومول شوی وو، هغه ډاډه ده چې د Quinton موندلو لپاره پټ سازمان کلیدي رول لري - که هغه یوازې وکولی شي چی خپل سر د جادوګرانو، پری ګانو، اجنبی مخلوقاتو او نور فوق العاده مخلوقاتو د مفکورو سره ډک کړي چی ټول حقیقي وي.
|
Bowling, Dusti | The Canyon's Edge | 2020 |
ریښتیني افسانه، د شعر له لاری ناول، کورنۍ، غم، پورته کیدل: په رستورانت کی د ډزو په پیښه کې د هغې د مور له مړینې یو کال وروسته، Nora د ژوندي پاتې کیدو لپاره مبارزه کوي کله چې د خپل پلار سره د ختلو په سفر کی بده پیښه رامنځ ته شي.
|
Day, Christine | I Can Make this Promise | 2019 |
Edie پوهیږي چې هغه نیمه اصلي امریکایی ده. هغه تل په دی پوهیده او په اړه یی نظرونه یا خبری هم اوریدلی دي مګر هیڅکله یې هم د ترکی یا میراث دغی برخې سره د تړاو احساس نه دی درلودی. د هغې مور هیڅکله هم د دی په اړه خبرې نه وې کړې. خو بیا هم، په یو اوړي کې Edie د لیکونو او انځورونو په یوه بکس تیریږي - یو داسی بکس چی د کورنۍ د رازونو څخه ډک دی او ممکن په پای کې د Edie سره د دی پوښتنې په ځوابولو کې مرسته وکړي چی: زه څوک یم؟ دا ریښتیني افسانوي کتاب په متحده ایالاتو کې د اصلي اتباو سره د چلند تاریخ په اړه د عمر مطابق نظر وړاندی کوي او همدارنګه د مینځني ښوونځي په جریان کې د بدلیدونکي ملګرتیا او کورنۍ اړیکو اداره کولو لپاره تګ لاره وړاندی کوي.
|
Draper, Sharon | Out of My Mind | 2010 |
Melody یو 11 کلنه ډیره هوښیاره انجلی ده، مګر هیڅوک نه پوهیږي چې هغه څومره هوښیاره ده. هغه خبرې یا لیکل نشي کولی، مګر په پائ کې ټیکنالوژي Melody ته د هغی غږ ورکوي. د هغې ځینې نوي ټولګیوال ممکن د هغی اوریدلو ته زړه ښه نه کړي.
|
Fipps, Lisa | Starfish | 2021 |
Ellie، چې د "Splash" په نوم یادیږي، پوهیږي چې هغه چاغه ده -- هغه حتی د چاغو نجونو د قواعدو لیست هم لري. هغه قواعد چې د هغې سره نالیدونکی کیدو کی مرسته کوي، تر څو د امکان تر حده پوری کوچنی وي تر څو هیڅوک هم ورته پام ونه کړي. له بده مرغه، دغه قواعد د ځورونې مخه نه شي نیولئ. له پری سکول راهیسې، Ellie د خپل غټ والی له امله ځورول شوی ده؛ د هغې تر ټولو زیاته ځورونکی د هغی خپله مور ده. د دې ریښتیني افسانې کتاب په اوږدو کې ، Ellie باید پخپله د ځان ځورولو پرته د خپل ځان لپاره ودریدل زده کړي.
|
Gemeinhart, Dan | The Remarkable Journey of Coyote Sunrise | 2019 |
د هغې د خویندو او مور د غمجنې مړینې څخه راپدیخوا، Coyote او د هغې پلار د پنځو کلونو لپاره د ښوونځي بس څخه جوړ شوي ځآي کې اوسیدلی دي. کله چې د Coyote نیا هغې ته دا ووایی چې هغه پارک چیرته چې هغې د خپلو خویندو سره لوبې کولې له مینځه وړل شوئ دئ، Coyote باید خپل پلار سره بیرته کور ته تللو لپاره چل وکړي ترڅو Coyote هغه بکس ترلاسه کړي چې هغی او د هغې خویندو د یوې ونې لاندې ښخ کړئ وو. د لارې په اوږدو کې، Coyote یوه پیشو خپلوي، او هغه او د هغې پلار ځینې په زړه پوري کرکټرونه غوره کوي ... دا کتاب به تاسو ته د ټولو احساساتو احساس در کړي!
|
Gino, Alex | Melissa | 2022 |
کله چې خلک Melissa ته ګوري، هغوي فکر کوي چې هغوي د George په نوم یو هلک ته ګوري. مګر هغه پوهیږي چې هغه هلک نه دی. هغه پوهیږي چې هغه یوه نجلۍ ده. بیا د هغې ښوونکي دا اعلانوي چې د هغوي د ټولګي لوبه به د Charlotte's Web په نامه وي. Melissa واقعیا ، واقعیا ، واقعیا غواړي چی د Charlotte رول ولوبوي ، مګر د هغی ښوونکی وايي چې هغه حتی د دغی رول لوبولو هڅه هم نه شي کولی ... ځکه چې هغه یو هلک دی.
|
Goldberg-Sloan, Holly | To: Night Owl From: Dogfish | 2019 |
کله چې Avery د خپل پلار بریښنالیک لټوي، هغه دا مومي چې د هغی پلار یو نوی بوای فرینډ لري، او هغوي غواړي چی خپل لوڼې هم هغه د اوړي کمپ ته واستوي. Avery سمدلاسه د هغی بلی نجلۍ (Bett) د بریښنالیک پته مومي ترڅو هغې ته د خپلو پلارونو د پلان په اړه خبرداری ورکړي. نجونې په چټکۍ سره د دې پلان پر زد سازش پیلوي او دا پریکړه کوي چې هغوي به ملګري نه جوړیږي.
|
Gratz, Alan | Two Degrees | 2022 |
Akira ،Owen، او Natalie ټول د اقلیم د بدلون له امله د نړیوال اغیزو په ترس کی ویجاړ شوي دی، هر یو یی د خپلو ناورینونو څخه د ژغوریدو لپاره هڅه کوي. مګر، لکه څرنګ چې هغوي ته به دا معلومات کیږي، دغه درې واړه ماشومان په دومره ژوره توګه تړلي دي چی هغوي یی فکر هم نه شي کولي، - په داسې لارو تړلی دی چې هغوی به بدل کړي او په دی هیله چې نړۍ بدله کړي.
|
Gratz, Alan | Ground Zero | 2021 |
11 سپټمبر 2001، New York ښار: Brandon د نړیوال سوداګریز مرکز په 107 پوړ کې د خپل پلار سره د کار په ځائ کی ګوري. له کوم ځای څخه ، یوه الوتکه د ټاور یا برج سره ځان وښي، د ویری او ګډوډي یو ویرونکی بد خوب رامینځته کوي. 11 سپټمبر 2019، Afghanistan: Reshmina د جګړې تر سیوري لاندی لویه شوې ده خو د سولې او پرمختګ خوبونه ویني. Reshmina د Taz په نوم د يو ټپي امريکايي سرتېرى سره د ټکر کولو له امله غورخیږي کله چی جګړه د هغې په کلي کې ګرمیږي. آیا هغه باید د Taz سره مرسته وکړي -- او خپل ځان او خپله کورنۍ د مرګ په خطر کې واچوي؟
|
Jamieson, Victoria, and Mohamed, Omar | When Stars are Scattered | 2020 |
د عمر او د هغه د ورور حسن په اړه یو انځوریز ناول دی چا چی د خپل ژوندانه ډیری برخه په کینیا کې د کډوالو په کمپ کې تیره کړې ده. هغه پوهیږي چی هلته ژوند سخت دی؛ هغه هیڅکله کافي خواړو او طبي پاملرنې ته لاسرسی نلري کوم ته چې د هغه ګونګئ ورور اړتیا لري. عمر ښوونځي ته د تګ لپاره چانس ترلاسه کوي، او هغه پوهیږي چې دا به د هغه راتلونکی بدل کړي، مګر دا به په دی معنی هم وي چی هره ورځ خپل ورور یوازی پریږدي.
|
Kelly, Erin Entrada | Hello, Universe | 2017 |
Virgil یو 11 کلن فلیپیني امریکایی دی چې نیا یی، Lola ورسره مرسته کوي چې د خپل پوستکی یا دفاعی حالت څخه بهر راووځي او نړۍ سره مخ کیږي. کله چې Virgil او د هغه کورنی حیوان guinea سور، Gulliver، د یو ځورونکي، Chet له لاسه په ځنګل کې په یوه څاه کې بند پاتې کیږي، دا اوس Virgil او د هغه کورنی حیوان پوری اړه لری چی ځان وژغوری له دی وړاندی چی ناوخته شي.
|
Korman, Gordan | War Stories | 2020 |
دا کتاب د اصلي کرکټر سفر تعقیبوي په داسی حال کی چې یو تنکی ځوان هڅه کوي چی د خپل نیکه سفر او د دویم جهانی جګړي یادونه بیرته تازه کړي. هغوي په فرانسه کی یو کلي ته سفر کوي کوم چې د هغه د نیکه قطعی یا غونډ آزاد کړی وو. هغوي ته ډیر ژر دا معومیږي چې یو کوچنی سازمان نه غواړي چې نیکه یی د هغوي کلي ته لاړ شي. ځوان ډیر ژر په دی پوهیږي چې اصلي جګړه د ویډیو ګیم لوبی په معنی نه ده.
|
LaRocca, Rajani | Red, White, and Whole | 2021 |
د یوې هندي امریکایی انجلۍ په اړه په شعرونو کې یو زړه راښکونکی امید لرونکی ناول چې ژوند یی سر چپه کیږي کله یی چی مور د لیوکیمیا (د وینی کموالی) په ناروغۍ اخته کیږي.
|
Malone, Lee Gjertsen | Camp Shady Crook | 2019 |
Archie هر کال Shady Brook کمپ ته تللو سره مینه درلوده، یوازی له دی لپاره نه چی دی کمپ عصري تجهیزات، په زړه پورې سلاکاران، او د آرام کولو ځای درلود، مګر دا ځکه هم چې هغه کولی شو د خپلو چکر وهوونکو ملګرو سره په پیسو کی درغلی هم وکړي. هغه کولی شي دا په کمپ Shady Crook بدل کړي او تر دې اوړي پورې ورڅخه خوند پورته کړي کله چې Vivian د هغه په پلانونو کی لاس وهنه پیل کوي. دا ریښتیني افسانوي / د طنز کتاب د یوي درغلی پسی د بلی په اړه په زړه پورې توضیحات وړاندی کوي تر هغه پوری چی دا کتاب په اغظمی ډول ونه کې پائ ته رسیږي کوم څه چې کیمپ Shady Brook د تل لپاره بدل کړ. د مسخری او په لوړ غږ د خندا ډکه کیسی سربیره ، دا هیجانی کیسه د ستونزو اداره کولو او ملګرتیا ساتلو لپاره تګ لاره وړاندی کوي.
|
McIntosh, Will | Watchdog | 2019 |
دا د هغه دوه وروڼو په اړه د ویجاړي وروسته کیسه ده څوک چې یو وفادار روبوټیک څارګر سپی جوړوي: کله چې جنایت کوونکی مالک هڅه کوي د دوی سپي غلا کړي، دوی د هغې خوندي ساتلو لپاره خورا تر ډیره لیری پوری ځی. او د لارې په اوږدو کې ، هغوي ملګرتیا او نوې کورنۍ رامنځ ته کوي، پداسی وخت کی چی هغوي د ژوندي پاتې کیدو لپاره هڅه کوي.
|
Miller, Kayla & Canino Jeffrey | Besties Work It Out | 2021 |
Beth په شدت سره غواړي خپلې مور ته د زیږیدنی ورځ لپاره ډالۍ واخلي، او Chanda غواړي خپل مور او پلار ته دا ثابته کړي چې هغه د پیشو ساتلو لپاره د مسؤلیت احساس کوي. د پیسو ګټلو لپاره د هغوي مفکوری یوازې هغه وخت کار کوي کله چې د Beth مشره خور له هغوي سره د یو مالداره ګاونډي د سپی څخه د ساتنی په موخه دنده تر لاسه کولو کی مرسته کوي. تر هغه پوری هرڅه سم پرمخ ځي کله چې یو قیمتی څراغ مات شي، او هغوي باید خپل ټول سوداګریز مهارتونه وکاروي ترڅو کافي پیسې وګټي ترڅو شیان سم کړي. دا ریښتیني افسانوي ګرافیکی ناول د اطمینان وړ پائ سره د ښی ملګرتیا متحرکات او د ستونزې حل کولو مهارتونه په ډاګه کوي.
|
Ogle, Rex | Free Lunch | 2019 |
دا کتاب د منځني ښوونځي د زده کوونکي په توګه د وړیا خواړو په پروګرام کې د لیکوال تجربه او په کور او ښوونځي کې د هغه هڅی تعقیبوي.
|
Panteleakos, Nicole | Planet Earth is Blue | 2020 |
دولس کلن Nova په لیوالتیا سره د فضا شټل چیلنجیر پروګرام (space shuttle Challenger) پرانیستی ته انتظار باسي -- دا لومړی ځل دی چې یو ښوونکی فضا ته پورته کیږي، او په ټوله امریکا کې به ماشومان دا پروګرام په خپلو ټولګیو کې له تلویزیون له لاری په ژوندۍ بڼه وګوري. Nova او د هغې مشره خور، Bridget، د ستورپوهنې او د فضا پروګرام سره د خپلی مینی په اړه معلومات شریکوي. هغوي پلان درلود چې پرانیسته په ګډه سره وګوري. مګر Bridget ورک کیږي. آیا Nova به د پرانیستی لپاره په وخت سره خپله خور ومومي؟
|
Paquette, Ammi-Joan and Thompson, Laurie Ann | Two Truths And A Lie: It's Alive! | 2017 |
په دې بهترین کتاب کې د ژوندۍ نړۍ په اړه لیوني مګر ریښتینې کیسې شاملې دي. لوستونکی باید دا معلومه کړي چې کومه کیسه چې دوی یې لولي ریښتیا ده یا جعلي ... له کوم له امله چې ځینې کیسی ډیر په زړه پوری معلومیږي، زده کوونکي به له دروغو څخه د ریښتیا معلومولو په بهیر کی ډیر ښه وخت ولري.
|
Reynolds, Jason | Stuntboy In the Meantime | 2021 |
د خطر سره د لوبی کوونکی هلک په توګه د Portico Reeves پټ شناخت هغه ته اجازه ورکوي چې د هر یو کس خوندي ساتلو لپاره خپل عالي ځواک وکاروي. بیا هم، کله چې د هغه سپرهیرو مور او پلار جګړه کوي، هغه د هغوي د ژغورلو لپاره د مسؤلیت احساس کوي.
|
Rhodes, Jewell Parker | Ghost Boys | 2018 |
دولس کلن Jerome د یو پولیس افسر لخوا هغه وخت په ډزو ویشتل کیږي کله چې پولیس افسر د هغه د لوبو تفنګچه د ریښتینې په توګه پیژندو سره تیروتنه کوي. د یو روح په توګه، هغه پرته له دې چې د ډیری خلکو لخوا واوریدل یا ولیدل شي، د خپل مړینې اغیزې مشاهده کوي. Jerome د یو بل روح سره ګوري څوک چې ورسره د حالاتو په اړه په پوهیدو کی مرسته کوي. Jerome د پولیس افسر لور سارا سره هم ګوري، څوک چې د خپل پلار له کړنو له امله له ستونزی سره مخ ده. په پایله کې ، د نورو هلکانو روحونو په مرسته، Jerome او Sarah د تاریخي نژاد پرستۍ اغیزو په اړه زده کوي.
|
Stevenson, Noelle | Nimona | 2015 |
کیږي ترڅو د سلطنت لخوا پخپله نومول شوي اداره، د "good guys یا ښه هلکان" ښکته وو غورځوي. Nimona د خپل ځواکمن شکل بدلولو وړتیاو سره د Ballister لپاره یوه بهترینه مرسته ده ، مګر د هغې هویت یو راز پاتې کیږي. دا عجیبه، زړه راښکونکي خیالي ګرافیکی ناول دا څرګندوي چې خلک د خپل د "ښه والی" یا "بد والی" لیبلونو په پرتله ډیر پیچلي دي او دا چی بڼی او شهرت دا نه مشخص کوي چې یو کس څومره "ښه" دی.
|
Terry, Ellie | Forget Me Not | 2018 |
Calliope June د ټوریت سنډروم یا Tourette syndrome (د عصبی سیسټم یو حالت دی چی ناروغه پکی غیر طبی حرکتونه تر سره کوي) لري، نو هغه ځینې وختونه دا ډول شکلونه یا غږونه جوړوي چی هغه یی د جوړولو قصد نه لري. هغه هڅه کوي چی خپل د ټوریت سنډروم پټ کړي کله چې هغه او مور یې سفر کوي. مګر یوازې لږ وخت تیریږي، له دې مخکی چې د هغې د نوي ښوونځي ماشومان په دی پوه شي چې هغه د نورو څخه توپیر لري. یوازې د Calliope ګاونډی، د زده کوونکو د مشهوری ډلی مشر، هغې ته د یو زړه پورې کس او ښه ملګري په توګه نظر کوي.
|
Venkatraman, Padma | The Bridge Home | 2019 |
د هند په Chennai ښار کې څلور بې کوره ژمن ماشومان ځان لپاره ژوند جوړوي. د Chennai په ډکو کوڅو کې ژوند سخت دی، نو د کوره تښتیدلی خویندې Viji او Rukku چی کله راشي، د هغوي د راتلوونکی امکانات سخت ښکاري. ډیز ژر، یوولس کلنه Viji په دې پوهیږي چې هغوي په دې بې پروا، خطرناکه نړۍ کې څومره زیان منونکي دي. له نیکه مرغه، نجونې په یو له پامه غورځول شوي پله کی سرپناه - او ملګرتیا مومي. دا ډله د دوو بې کوره هلکانو، Muthi او Arul سره یوه کورنۍ جوړوي.
|
Yang, Kelly | Front Desk | 2018 |
Mia او مور او پلار یې په دی وروستیو کی له چین څخه کډوال شوي دي. هغوي په کافي اندازه کار موندلو کی مرستې ته اړتیا لري کله چې هغوي په سویلي کالیفورنیا کې د rundown motel اداره کولو لپاره هوکړه وکړه. د هوټل مالک، ښاغلی Yao یو لالچی انسان دی او له هغوی څخه ناوړه ګټه پورته کوي. Mia د ښه راغلاست میز په چلولو کی مرسته کوي پداسې حال کې چې مور او پلار یې په ټولو خونو کې کار کوي. هغه په خپل ټولګي کې له دوو چینايي زده کوونکو څخه یو تن ده او له نورو زده کوونکو سره ملګرتیا جوړولو کی مرستې ته اړتیا لري.
|
اووم ټولګیٔ
لیکوال | عنوان | خپریدو نیټه | تشریح |
---|---|---|---|
Alexander, Kwame | The Crossover | 2015 |
د شعرونو ناول Josh او Jordan د باسکیټبال په ډګر کې پیاوړی لوبغاړی دي، مګر دا کار د لوبی د ډګر څخه بهر د هغوي د ستونزو د درلودلو مخه نه شي نیولئ — دا د ورورولۍ، کورنۍ او منځني ښوونځي په اړه یو په زړه پورې او دلچسپ کتاب دۍ.
|
Alifirenka, Caitlin | I Will Always Write Back: How One Letter Changed Two Lives | 2015 |
په دې دوه خاطرو کې، Caitlin او Martin دا بیانوي چې هغوي د قلم ملګری په توګه څرنګ د اوږد واټن څخه د خط و کتابت له لارې غوره ملګري او غوره خلک جوړ شول.
|
Alston, B.B. | Amari and the Night Brothers | 2021 |
د خپرونکی لخوا: Amari Peters هیڅکله هم په دی خبره باور کول نه دي بس کړي چی د هغی ورک شوئ ورور Quinton ژوندی دۍ. حتی کله چې ورته پولیسو بل ډول هم وویل، یا کله چی هغه د ځورونکو پر وړاندې د ودریدو له امله له ستونزی سره مخ شوه چا چې ویل هغه د تل لپاره تللی وو. نو کله چې هغې د خپل ورور په المارۍ کې یو بریف کیس یا بیګ وموند په کوم کی چې هغه د سوپر طبیعي چارو په اداره کې د اوړي آزموینې لپاره نومول شوی وو، هغه ډاډه ده چې د Quinton موندلو لپاره پټ سازمان کلیدي رول لري - که هغه یوازې وکولی شي چی خپل سر د جادوګرانو، پری ګانو، اجنبی مخلوقاتو او نور فوق العاده مخلوقاتو د مفکورو سره ډک کړي چی ټول حقیقي وي.
|
Barnes, Jennifer Lee | The Inheritance Games | 2020 |
کله چې د Connecticut یو ځوان په ټیکساس آیالت کې د ترټولو سرمایه دار سړي څخه پراخه شتمني او یو دیر ملکیت د میراث په توګه ترلاسه کوي ، هغه باید د هغه ژوندي پاتې شوې کورنۍ سره هم ژوند وکړي او یو لړ معمی حل کړي ترڅو دا ومومي چې هغې څرنګ دا میراث ترلاسه کړ.
|
Bowling, Dusti | The Canyon's Edge | 2021 |
د Nora د مور د غمجنې مړینې یو کال وروسته، Nora او د هغې پلار هڅه کوي چی خپل نوي نورمال ژوند سره ځان برابر کړي. د نورمال حالت د بیرته ترلاسه کولو په هڅه کې، هغوي په معمول ډول پیاده تګ ته ځي کوم چې په غیر متوقع توګه بدلون مومي. په مصرو کې ویل شوي، د Nora سفر تعقیب کړئ کله چې هغه د خپل داخلي درد سره لاس و ګریوان وي او د دوام موندلو لپاره ځواک مومي.
|
Connor, Leslie | A Home For Goddesses and Dogs | 2020 |
د خپلې مور له مړینې وروسته، Lydia د نوي انګلینډ په یوه کوچني ښارګوټي کې د خپل ترورانو سره ژوند کول پیل کوي او د الهام بخښونکي میرمنو او مینه کوونکی سپیو نوې کورنۍ موندل زده کوي کله چی هغه د خپل غم حیرولو باندی کار کوي پداسې حال کې چې د هنر پټ کارونه جوړوي کوم چې هر ډول خدایان انځوروي. (متنوع کورنۍ، انعطاف، او د یو څه د له ورکولو وروسته بیرته رغونه).
|
Dee, Barbara | Maybe He Just Likes You | 2020 |
کله چې په ښوونځي کې هلکان له Mila څخه غیږه غواړي، په پیل کې دا کار بې ضرره ښکاري. مګر هغوي به د هغې لمس کول بند نه کړي، او هغه د نارامۍ احساس کوي. د هغې ملګري فکر کوي چې هغه له اړتیا زیات غبرګون څرګندوي او نه پوهیږي چې څه کار وکړي. Mila د باور تر لاسه کولو او د ځان څخه دفاع کولو په موخه د کراټې په ټولګي کې شاملیږي.
|
Firestone, Carrie | Dress Coded | 2021 |
Molly Frost نور د دی حالت څخه ستړی شوی دی ... ځکه چې په Olivia باندی د ټنک ټاپ ډوله یا تنګی جامو اغوستلو له امله چیغې وهل شوي دي دا چې هغې باید خپل کمیس یا شرټ د خپل ملا را تاو کړئ وو. ځکه چې د Liza جامی یا کالی منل شوي دي او د Molly نه دی منل شوي، که څه هم هغوي یو ډول جامې اغوستې وې. ځکه چې کله Jessica د مدیر لخوا رابلل شوي وه او د ریاضی آزموینه ورڅخه تیره شوي، د هغي ښوونکي هغې ته F درجه ورکړه ځکه چی د ناممکنه ده چی د هغي د ګوتو د سرونو څخه اوږدی لنډی جامی وموندل شي. ځکه چې د نجونو بدن د پام ګډوډولو وړ نه دی. ځکه چې منځنی ښوونځی خورا سخت دی. او له همدې امله Molly یو پوډکاسټ پیل کوي چیرته چې انجونې کولی شي خپلې کیسې ووایی ، او ډیر ژر د هغې کوچنی بغاوت په انقلاب کې بدلیږي. ځکه چې اوس نجونې د حق لپاره ولاړې دي او نه شاته کیږي. (فعالیت، فیمینیزم، او د ښځو ځواکمنتیا د عدالت لپاره کار کوي)
|
Gratz, Alan | Refugee | 2017 |
په تیرو 100 کلونو کې د کډوالو درې کیسې - د دویم جهانی جنګ په جریان کې، په 1990 لسیزه کې له کیوبا څخه تیښته، او په 2010 کال کې د سوریې څخه تښتیدل. دغه کیسی په داسی ډول لیکل شوي دی چی دواړه حرکتی او په زړه پوري دي.
|
Hinton, Anthony Ray | The Sun Does Shine: How I Found Life, Freedom, and Justice | 2022 |
کله چې Anthony Hinton (ملګری یی د Ray په نوم پیژني) د قتل په تور تورن او محکوم کیږي او د مرګ ځاي ته استول کیږي، نږدې ده چی هغه به خپل ژوند او په خدای او ځان باندی باور کول له لاسه ورکړي. په هرصورت، د یو وکیل او د هغه د ټیم په مرسته، Ray دیرش (30) کاله د قضایی سیسټم سره مبارزه کوي. Ray د مرګ په قطار کې نورو بندیانو ته ملګرتیا او لارښوونه وړاندی کوي.
|
Hood, Susan | Lifeboat 12 | 2019 |
په 1940 کې، د برتانوي ماشومانو یوه ډله، د هغوی ساتونکي، او ځینې سیلانیانو په کښتۍ کې د ژوندي پاتې کیدو لپاره مبارزه کوله کله چې کښتۍ هغوي په کاناډا کې خوندي ځاي ته لیږدول او په کیښتی باندی د میزایل برید وشو.
|
Hopkinson, Deborah | D-Day: The WWII Invasion That Changed History | 2018 |
د آلمان لخوا اشغال شوي اروپا باندی د دویمی نړوالی جګړی د ګډو ځواکونو یرغل کوم چې د D-Day په نوم پیژندل کیږي، په تاریخ کې ترټولو مهمه پوځي هڅه وه. د D-Day موخه یواځی دا وه چی د هټلر رژیم په بشپړ ډول له مینځه ویسی او په هر ځای کې د آزادی ډیموکراسۍ څخه دفاع وکړي. د D-Day لوی لوبغاړي، ولسمشر فرانکلین ډي روزویلټ، لومړی وزیر وینسټن چرچیل، جنرال ډویټ ډی آیزن هاور او بې شمیره نور په تاریخ کې له مینځه تللي دي. Hopkinson په دی مهمه جګړه کی خپلی لاسته راوړنې او د قوماندانانو، سرتیرو، افريقایی-امریکایانو، میرمنو، ژورنالیستانو او د نورو د زړورو ونډو په اړه تفصیلات وړاندی کوي.
|
Levy, Dana | It Wasn't Me | 2018 |
کله چې د Theo د عکاسی پروژه ویجاړه شوه ، ورسره څنګ کی پنځه واړه زده کوونکي دا ادعا کوي چې دا د هغوي کار نه دئ، نو د Theo د خوښي ښوونکي ورته تجویز وړاندی کوي چې هغوي دی د رخصتۍ اونۍ یوځای تیره کړي او حقیقت دی معلوم کړي.
|
Lewis, Aydin | March: Book One | 2013 |
د کانګرس غړی John Lewis یو امریکایی مشهور ستوری دی او د مدني حقونو د غورځنګ یو له مهمو شخصیتونو څخه دی. عدالت او عدم تشدد ته د John Lewis ژمنتیا هغه د Alabama د ځمکی اجاره اخیستوونکی څخه د کانګرس تالار ته ، د جلا ښوونځي خونې څخه په واشنګټن کې د 1963 مارچ ته رسولی دی.
|
Mather, Adriana | Killing November | 2019 |
November بند پاتی دی. د Absconditi په پراسرار اکاډمۍ کې، یو ښوونځی په بشپړ ډول شاته پاتی دی، هیڅ بریښنا نلري، انټرنیټ نلري، او د سترګی په بدل کی د سترګی سزا ظالمانه سیسټم شتون لري. په ټولګیو کې د چاقو وهلو او زهرو څخه نیولې د فریب او دوکی هنر پورې هرڅه شامل دي. او نور زده کوونکي؟ د نړۍ ترټولو پرمختللی ستراتیژی جوړونکو ټول ماشومان په روزنه کې بوخت دي ترڅو وژونکي، جاسوسان او ستر تنظیموونکی جوړ شي. November Adley نه پوهیږي چې هغه ولې دې ځای ته لیږل شوې یا په رازونو د میراث جوړوي، مګر هغه به ډیر ژر پوه شي چې په هغه ښوونځي کی یوازی یو څو متحدین وی چیرته چې سیالي هر څه وي. کله چې یو بل زده کوونکی وو ووژل شي، د ټولو سترګې نومبر ته ورګرځي، څوک چی باید دا معلومه کړي چې هغه څرنګ ځان په سمه توګه حالاتو سره ځان برابر کړي له دی وړاندی چی د مجرم په توګه وګڼړل شي ... یا د قاتل راتلوونکی ښکار شي.
|
Palacio, R.J. | Pony | 2021 |
"12 کلن Silas Bird، د هغه پلار، د سکاټلینډ کډوال بوټ جوړونکی او تجربه کارعکس اخیستونکی، او Mittenwool، یو روح دی چې یوازې Silas یی لیدلی شي، په 1860 کې د Boneville افسانوي Ohio ښار ته نږدې ژوند کوي. یوه شپه، په آسونو سپاره درې نامعلومه وسله وال کسان ټینګار کوي چې Pa دی د هغوي سره یو څه معامله وکړي. Pa ژمنه کوي چې هغه به په یوه اونۍ کې بیرته راستون شي، مګر په سبا یی، کله چې یو ټټو چی د هغو سړو څخه یو سړی رهبری کوو، بیرته فارم ته راستون شی، Silas پریکړه کوي چې د هغه ترشا لاړ شي، که څه هم دا د لرغونو او ویرونکو لرګیو زړورتیا، نور روحونو، او د هغه د ډار په معنی دي." د کرکوس ریویو لخوا: 1 اګست، 2021
|
Preston, Natasha | The Twin | 2020 |
وروسته له هغه چې د Ivy شپاړس کلنه غبرګه خور، Iris، د هغې او پلار سره یو ځاي ژوند کول پیل کوي، Ivy ته دا معلومیږي چې Iris هڅه کوي چی هغه له خپل ژوند څخه وباسي - او ممکن د هغوي د مور مرګ لپاره هم مسوله وي.
|
Ruby, Lois | Eddie Whatever | 2021 |
"Eddie ډیره زیاته مهالویش شوی یا بوخته ده. د منځني ښوونځي، عبراني ښوونځي، بیسبال، روبوټکس، او bar mitzvah ( د یهودیانو مراسم چی په دیارلس کلنی کی تر سره کوي) ټولګیو سره هغه یو مکمل ډک مهالویش لري — او اوس هغه باید د خپل bar mitzvah د یوې برخې په توګه د mitzvah پروژه بشپړه کړي. نو، کله چې د هغه مور هغه په وړوکي، ځایی مرسته شوي ژوند کولو تاسیساتو کې په داوطلبانه شکل داخلوي، Eddie د زړه تنګی احساس کوي کله چی هغه په Silver Brook Pavilion کی د هغو اوسیدونکو سره ګوري. ټولنی ته پرته له کوم جوړښت او د کمی لارښوونې سره غورځول شوی، هغه ستړی شوی دی - تر هغه پوری چې د اوسیدونکو کوچني قیمتي څیزونه ورک کیږي. ځینې اوسیدونکي فکر کوي چې دا یو روح دی، پداسې حال کې چې چارواکی باور لري چی اصلی شکمنه Eddie ده. د هغه د b’nai mitzvah د چمتوالی نیولو ټولګي څخه د یو ملګري سره او د هغه د روبوټیک کلب په مرسته ، Eddie په هوډ سره دا معمه حل کوي ، د لاری په اوږدو کی اوسیدونکی په ښه توګه او او حتی اوسیدونکی ملګری کوي. " د کرکوس ریویو لخوا: October 1, 2021
|
Thummler, Brenna | Sheets | 2018 |
د خپرونکی لخوا: "Marjorie Glatt د یو روح (بوت) په څیر احساس لري. دیارلس کلنه چی د کورنۍ د کالو مینځلو کاروبار مسؤله دی، د هغې په ورځنی معمول کی نه بښونکي پیرودونکي، د نه زغملو P.E. ټولګي، او ګړندۍ ښاغلي Saubertuck ژمن دی چې هر هغه څه له منځه یوسي چې هغې تر لاسه کړي دي." د یو نوي، روح (بوت) ملګري په مرسته، آیا Marjorie به وکولی شي خپل کاروبار او کورنۍ وژغوري؟
|
Townsend, Jessica | Nevermoor: The Trials of Morrigan Crow | 2017 |
Morrigan Crow باندی لعنت دی. په یوه بدبخته ورځ زیږیدلې ، هغه د ټولو سیمه ایزو بدبختیو لپاره ملامته شوې، د ږلی له طوفان څخه د زړه حملې پورې - او تر ټولو بده ، لعنت پدې معنی دی چې Morrigan د پیښې په نیمه شپه کې مړ کیږي. مګر کله چې Morrigan خپل برخلیک ته انتظار باسي ، د Jupiter North په نوم یو عجیب او د پام وړ سړی څرګندیږي.
|
اتم ټولګیٔ
لیکوال | عنوان | خپریدو نیټه | تشریح |
---|---|---|---|
Brown, Don | Fever Year: The Killer Flu of 1918 or another Don Brown title | 2019 |
دا د امریکا په تاریخ کې ترټولو تیاره پیښه سپړی: د 1918 کال د هسپانوي انفلونزا څاری ناروغي. دا غیر افسانوي ګرافیکی ناول زمونږ په تیر وخت کې د یوې لویې څاری ناروغۍ لاملونه، اغیزی او ورڅځه لاس ته شوي درسونه سپړي.
|
Colbert, Brandy | Black Birds in the Sky: The Story and Legacy of the 1921 Tulsa Race Massacre | 2021 |
د امریکا په تاریخ کې د نژادي تاوتریخوالي یو له خورا وژونکي او ویجاړونکي عملونو څخه د تاریخ او میراث په اړه یو زړه راښکونکی غیر افسانوي کار: د Tulsa نژاد قتل عام.
|
DasGupta, Sayantani | Debating Darcy | 2022 |
د عالي ښوونځي د طب عدلي سیالۍ د فخر او تعصب په وروستي بیاځلی تصور کونه کې د مینی محبت لپاره یو زړه راښکونکی پس منظر جوړوي. د عالي ښوونځی په کافېټیریا کې په لومړی ځل په ډراماتیکی، ناورینی توګه د پیل کیدو سره، د Netherfield په اکاډمۍ کی کوم چی یو عالي خصوصی ښوونځی دی، د وروستی کال زده کوونکی Firoze Darcy کوښښ کوي چی د Longbourn په عامه عالي ښوونځی کی د لومړي کال زده کوونکی Leela Bose محکمې ته کش کړي.
|
Fajardo, Kat | Miss Quinces: A Graphic Novel | 2022 |
Suyapa غواړي چی اوړي د خپلو ملګرو سره په کمپ کې تیر کړي، نه په Honduras کې د خپلې کورنۍ سره، او په ځانګړې توګه هغه quinceañera (د انجلی د پنځلسمی کلیزی د لمانځلو مراسم) نه غواړي.
|
Ford, Mike | The Lonely Ghost or another book by Mike Ford for young readers | 2022 |
The Lonely Ghost د دوه غبرګو خویندو په زړه پوری کیسه ده چې د یو پراسرار روح لخوا ښکار شوی دي.
|
Han, Jenny | The Summer I Turned Pretty or another book by Jenny Han | 2009 |
Belly په اوړي کې خپل ژوند اندازه کوي. ټول ښه څیزونه او ټول جادوي کارونه د جون او اګست تر مینځ په میاشتو کی پیښیږي. ژمی په ساده ډول تر راتلونکی اوړي پوری د اونیو د شمیرلو لپاره یو وخت دی، یو داسی وخت چی د ساحل کور څخه لیرې وي، د Susannah څخه لیرې، او تر ټولو مهمه خبره دا چی د Jeremiah او Conrad څخه لیرې وي. دا هغه هلکان دي چې Belly یی د خپل لومړي اوړي راهیسې پیژني - هغوي د Belly د ورونو په څیر، مینی او د هغي تر مینځ هرڅه دي. مګر یو اوړی، یو په زړه پوری او خراب اوړی، هرڅومره چې هر څه بدلیږي، هم هغه هومره ټول په هم هغه ډول پائ ته رسیږي چې باید د پخوا راهسی هم داسی وۍ.
|
Jarrow, Gail | Blood and Germs: The Civil War Battle Against Wounds and Disease or another book by Gail Jarrow | 2020 |
د ځوان لوستونکو لپاره په دې زړه راښکونکي غیر افسانوي کتاب کې د سرتیرو ، ډاکټرانو او نرسانو لخوا د ریښتیني طبي قضیو او د لومړي کس حسابونو کارولو سره ساینس او د متحده ایالاتو د کورنۍ جګړې د درملو وحشتناک تاریخ سپړل شوي دي.
|
Landis, Matthew | It's the End of the World as I Know It | 2019 |
Derrick پوهیږي چې نړۍ زر پائ ته رسیږي، او هغه د دی لپاره چمتو دی. سرپناه؟ چیک/سمه ده. خواړه؟ چیک/سمه ده. اوبه؟ چیک/سمه ده. یو عجیبه ګاونډی چې څاشونه واروي او کوتری روزي؟ نه په سمه توګه. او کله چې د تمې سره سم پائ ته نه رسیږي، هغه د یو څو څیزونو څخه زیاتو سره پریښودل کیږي تر څو معلوم یی کړي.
|
Lasky, Kathryn | Night Witches or another book by Kathryn Lasky | 2017 |
د دویمی نړیوالی جګړي پر مهال، د Stalingrad د نازیانو د بمبارۍ پر زد د برابرولو لپاره، 16 کلنه Valya د خپلی خور سره یو ځاي د شوروي اتحاد د ښځینو بمبارۍ قطعه Night Witches کی شاملیږي.
|
Little Badger, Darcie | Elatsoe | 2020 |
Elatsoe په دې، او یو څه عجیبه امریکا کې ژوند کوي. هغه کولی شي چی د مړه شوي حیواناتو روحونه راپورته کړي؛ یوداسی مهارت چی د نسلونو راهیسی د هغې د Lipan Apache کورنۍ ته انتقال شوی دی. د هغې خوږ د تره زوی په دی وروستیو کی په یو داسی ښار کې وژل شوی دی چې په اړه یی معلومات نه غواړي. مګر هغه به د معلومات راټولو څخه لا ډیر څه کار تر سره کړي. د Willowbee بشپړ انځوریز مخ وحشتناک رازونو څیره کوي، او هغه به په خپل عقل، مهارتونو او ملګرو تکیه ولري ترڅو ماسک یا څیره له مینځه یوسي او خپله کورنۍ وژغوري.
|
Morrow, Bethany | A Song Below Water | 2020 |
Tavia په یوی داسی نړۍ کې یو آواز ویستونکی ده چې د خپل ځواک څخه خوند اخلی او ویره هم لري. د هغې رضاعي خور، Effie، د خپلې کورنۍ په اړه معلومات لټوي او خپل ځواک کشفوي. دواړه نجونې باید په یو داسی وخت کی په یو بل تکیه وکړي کله چې هغوي په دی پوهیږي چې نه قبلوونکی ټولنه کې توپیر لرل په څه معنی دي.
|
Murphy, Adam | Corpse Talk: Groundbreaking Women or another title from the Corpse Talk series | 2020 |
د Corpse Talk پروګرام ته ښه راغلاست ، د خبرو اترو یو توپیر لرونکی پروګرام - ټول میلمانه مړه دي! خپل کوربه، مزاحیه کتاب هنرمند Adam Murphy سره ووینئ، کله چې هغه د تاریخ په اوږدو کې اتلس بدلون رامنځ ته کوونکي میرمنو سره مرکه کوي. آیا تاسو کله هم د منګولیا د پهلوانی شهزادګۍ Khutulun په اړه اوریدلي دي او د Jane Austen د مینې ژوند په اړه حیران شوي یاست؟ یا آیا دا پوښتنه مو کړي ده چې څرنګ Harriet Tubman د غلامۍ ژوند څخه وتیښتده او د ډیرو نورو سره یې هم مرسته وکړه. دا ګرافیکی ناول د دې مهمو تاریخي شخصیتونو د ژوند، د هغوي حیران کوونکی لاسته راوړنو څخه نیولی د هغوي د شخصي ژوند په اړه ستاسو ټولو پوښتنو ته ځواب ورکوي.
|
Schusterman, Neal | Dry or any other book by Neal Shusterman | 2019 |
کله چې د کالیفورنیا وچکالۍ د ستری بدبختی کچی ته لوړیږي، د ژوندي پاتې کیدو په دې کیسه کې یو ځوان مجبوریږي چې د خپلې کورنۍ لپاره د ژوند او مرګ پریکړې تر سره کړي! وچکالي، یا همت له لاسه ورکړئ، ټول یی هم په دغه ډول پیژنی، د یوې مودې راهیسی روانه ده.
|
Svetcov, Danielle | Parked | 2020 |
Jeanne Ann هوښیار، سخت دریځه، په نارنجي ګاډی کې ژوند کوي، او هوډ لري چې د اووم ټولګي له پیل څخه مخکې دایمي پته ومومي. Cal اوږد، حساس، د کوڅې بل خوا کی په یو پراخه کور کې ژوند کوي، او د هغي د ژغورلو پریکړه کوي. Jeanne Ann تقریبا د Cal مرستې لپاره هم په هغه کچه لیواله ده لکه څرنګ چې په وین کې ژوند کولو ته ده. کله چې دواړه یوه ازمییښتی ملګرتیا جوړوي چې په بدیلو فصلونو کی ژوره وده مومي، هغوي د پیچلو، اوډبال شخصیتونو لخوا جذب شوي، کوم چې هغوي ښکته غورځوي، پورته کړي، او تاسو خوشحاله پریږدي.
|
Taylor, Jordyn | The Paper Girl of Paris | 2020 |
کله یی چې په Paris کی د خپلې نیا پټ اپارتمان پاکولو، Alice د ترور Adalyn شخصي تاریخ پیدا کوي چې هغه یی له دی وړاندی په اړه نه پوهیده. د Adalyn ژورنالونه په بدیلو فصلونو کې دلچسپه کیږي په کوم کی چې هغه د آلمان لخوا د پاریس د اشغال پرمهال د خپلو تجربو په اړه خبرې کوي.
|
Yang, Kelly | New From Here or any title by Kelly Yang | 2022 |
"کله چې کوروناویرس Hong Kong ته رسیږي، د لس کلن Knox Wei-Evans مور پریکړه کوي چې هغه او د هغه وروڼه بیرته کالیفورنیا ته ولیږدوي ، چیرته چې هغوي فکر کوي، هغوي به خوندي وي. ناڅاپه، Knox دوه ورځې وخت لري چې د نړیوال سفر لپاره ځان چمتو کړي - او خپل پلار پریږدي، چې باید د کار لپاره پاتې شي.
|
Yogis, Jaimal | City of Dragons: The Awakening Storm (Book One) | 2021 |
د Grace ژوند د تل لپاره هغه وخت بدلیږي کله چې هغه Hong Kong ته ځي او یوه پراسراره هګۍ ترلاسه کوي چې ورڅخه بلا راوځی.
|
Zoboi, Ibi | Star Child | 2022 |
د New York Times ورځ پاڼی غوره پلورونکي لیکوال او د ملي کتاب جایزې فاینلیسټ Octavia Butler لخوا په شعرونو کی ژوند لیک او د ساینسي افسانې ویژن لیکنه. نامتو ناول لیکونکی Ibi Zoboi په شعرونو او نثر کې د ویژن کیسه لیکونکي Octavia E. Butler د ځوانی ژوند روښانه کوي. د Space Race، the Red Scare او د مدني حقونو په خوځښت کې زیږیدلی، Butler د یو امریکایی ماشومتوب تجربه وکړه چې هغه یې د ساینسي افسانې په زړه پورې کیسه لیکونکي ته بڼه ورکړه چې ناولونه یې د هغې له مړینې پنځلس کاله وروسته لوستونکي ننګوي او خوشحاله کوي.
|
نهم ټولګیٔ
لیکوال | عنوان | خپریدو نیټه | تشریح |
---|---|---|---|
Àbíké-Íyímídé, Faridah | Ace of Spades | 2021 |
د Niveus په خصوصي اکاډمۍ کې ، Devon او Chiamaka یوازینی زده کوونکي دي چې د وروستی کال بهترین زده کوونکو په توګه انتخاب شوي دي چې تور پوسته هم دي، او دا کار د زده کوونکو ټولنی ته د هغوي د رازونو افشا کولو سره هغوي د یو لړ نامعلومه پیعامونو هدف ګرځوي. دواړه زده کوونکي د سترو لاسته راوړنو او په کالج کی د روښانه راتلوونکي په لور سم روان وو ، مګر دا ټوکه په چټکۍ سره په خورا خطرناکی لوبه بدله شوه، او هغوي له یو څخه زیات زیان سره مخ وو کله چې څیزونه داسی معلومیده ښایی مرګ ولري.
|
Barnes, Jennifer | The Inheritance Games | 2021 |
کله چې د Connecticut تنکی ځوانه نجلی په ټیکساس آیالت کې ترټولو سرمایه داره کس څخه بی شمیره شتمني او بی شانه ملکیت د میراث په توګه ترلاسه کوي ، هغه باید د خپلې ژوندي پاتې شوې کورنۍ سره هم ژوند وکړي او یو لړ معمی حل کړي ترڅو دا معلومه کړي چې هغی څرنګ خپل میراث ترلاسه کړ.
|
Dow, Alechia | The Kindred | 2022 |
Joy Abara د Hali د ټیټې سیارې څخه یو عام سړی دی، ساده ژوند کوي - د هغه بدنامۍ سربیره چې د لویانو د خورا بدنام لوبې هلک سره مینه لري. Duke Felix Hamdi پلان لري چې خپله نیکه کورنۍ تر دی اندازی پوری قهرجنه کړي چې هغه ته خپل راتلوونکی ټاکلو او خپلوانو سره له مخامخ څخه کتلو ته اجازه ورکولو لپاره هوکړه وکړي. کله چې شاهي کورنۍ ووژل شي، Felix په تخت کیناستو لپاره په نوبت کی دي ... او د قتلونو تور پری لګول کیږي. یو څوک به تر هغه وخت پوری په آرام نه شي تر څو چی هغه مړ نشي ، دا په دې معنی چې هغوي به Joy هم په نښه کړي. هغوي یو فضایی الوتکه غلا کوي او تښتي، د ځمکې په نوم په یوه عجیبه سیاره کی بیړنی ناسته کوي.
|
Older, Daniel José, | Ballad and Dagger | 2022 |
کله چې شپاړس کلن Mateo او Chela د ګاونډیو ترمینځ د سیاسي جګړې په بهیر کې یو بل او خپل قوتونه مومي، هغوي خپل اختلافات یوې خواته کوي ترڅو د خپل ډوب شوي وطن ترشا راز رابرسیره کړي او د یو خطرناک سیاسي فعال مخه ونیسي څوک چې هڅه کوي په نړی کی د دهشت خپرولو لپاره د هغوي د خداد وړتیاوو څخه ګټه پورته کړي.
|
Fukuda, Andrew | This Light Between Us: a Novel of World War II | 2020 |
په 1935 کې، د واشنګتن د Bainbridge Island لس کلن Alex Maki هغه وخت ډیر حیران شي کله چی ورته دا معلوم شي چې د Paris, France څخه د هغه د خط و کتابت نوی ملګری Charlie Levy، یوه نجلۍ ده. په بنسټیزه توګه د Alex د غیر یقینی حالت سره سره بیا هم،، د هغوي لیکونه د کلونو په اوږدو کې دوام مومي. هغوي د خپلې ملګرتیا لپاره جګړه کوي حتی که څه هم Charlie د نازیانو اشغال تجربه کوي او Alex خپله کورنۍ د بندیانو په کمپ کې پریږدي او پوځ سره یوځای کیږي.
|
Johnson, Leah | You Should See Me in a Crown | 2020 |
Liz Lighty تل هڅه کړې چې په خپل کوچني ، سرمایه داره، او د پرام لیواله midwestern عالي ښوونځی کې د خلکو پام ته د غورځیدو څخه ډډه وکړي. په هرصورت، د هغې کورنۍ تور پوسته او نسبتا بې وزله ده، په ځانګړې توګه د هغه وخت څخه د کله څخه یی چی موړ مړه شوی ده. پرځای یې، هغې په خپلو درجو او د موسیقۍ وړتیا باندی په دې هیله تمرکز کوي چې دا کار به هغې ته د Pennington کالج او د هغوي په مشهور آرکیسټرا کی د شاملیدو لپاره سکالرشپ وګټي چیرته چې هغه پلان لري چې درملو پوهنځی ووایی - مګر کله چې دغه سکالرشپ له لاسه ورکړی نو هغه مجبوریږي چې بیرته د پروم پاچا او ملکې سکالرشپت لپاره خپل ښوونځي ته مخه وکړي، کوم چې هغه د ټولنیزو رسنیو په ننګونه کې ډوبوي د کوم څخه چې هغه کرکه لري او هغه د خپل هویت او ریښتیني ملګرتیا ارزښت په اړه کشفونو په لور بیایی - د خپرونکي لخوا وړاندی شوی.
|
Khorram, Adib | Darius The Great Is Not Okay | 2018 |
Darius Kellner، یو ایراني-امریکایي ځوان دی چې کلینیکي خپګان (تشویش) لري، د خپل نیا او نیکه لیدلو لپاره ایران ته سفر کوي، مګر د هغوي نږدی ګاونډی، Sohrab د هغه ژوند بدلوي. د خپل ځای موندلو، د ریښتینې ملګرتیا په معنی پوهیدلو، او په خپل ځان د باور لرلو په اړه یو پیاوړی کتاب دي.
|
Krosoczka, Jarrett J. | Hey Kiddo | 2018 |
دا حساس او اړین ګرافیکی ناول یاد ګار د لیکوال د لویدو په وخت کی د هغه د تجربو په اړه دی. د هغه مور یوه روږدي ښځه ده، او د هغه د پلار هویت او ځای نه دی معلوم، نو هغه د خپل ډیر نیوکه کوونکی نیا نیکه سره ژوند کوي. Krosoczka د ماشومتوب یو داسی انځور انځوروي چې ګډوډ او ګرم دواړه دي. د خپلې تجربې له لارې، Krosoczka دا زده کوي چې څرنګ خپله لاره ومومي او د هنر له لارې خپل خیالات وړاندی کړي.
|
Lim, Elizabeth | Six Crimson Cranes | 2021 |
د Kiata شهزادګۍ، Shiori یو راز لري: د هغې په رګونو کی منع شووئ جادو تیریږي. د واده د مراسمو په سهار، هغه خپل کنټرول له لاسه ورکوي، او دا کار د هغی د واده مخه نیسي چې هغی هیڅکله نه غوښتل - مګر دا کار د هغې د سومې (میرنی) مور، Raikama پام هم ځان ته راړوي. د خپل تور جادو په کارولو سره، Raikama شهزادګۍ ته سزا ورکوي، له وروڼو څخه یې کرینونو(یو ډول مرغی دي) جوړوي، او Shiori ته خبرداری ورکوي چې د هری خبری سره چی د هغی له شونډو څخه راوځی، ورور به خپل ژوند له لاسه ورکوي. بې وزله، بې غږه او یوازې Shiori د خپلو وروڼو په لټه کې کیږي- او د تخت د نیولو لپاره د دسیسی څخه پرده لیری کوي. اوس هغه باید هغه جادو خپل کړي چې هغې ته د ساتلو لپاره ورښودل شوي وو.
|
McManus, Karen | One of us is Lying | 2017 |
کله چې د عالي ښوونځي د ګپ شپ ایلیکیشن جوړونکی په مرموز ډول د څلورو لوړ پوړو زده کوونکو د سترګو تر وړاندی مړ شي ، ټول څلور واړه د شک تر لاندی راځی. دا اوس د هغوي پورې اړه لري چې قضیه حل کړي.
|
Reynolds, Jason | Long Way Down | 2020 | کله چې پنځلس کلن Will، د خپل ورور Shawn د وژونی د غچ اخیستلو لپاره پیل کوي، هغه اوه روحونه چې Shawn یی پیژنده، په لفټ کې سپاره کیږي او هغه حقایق څرګندوي چی Will یی په اړه پوهیدو ته اړتیا لري. |
Sepetys, Ruta | I Must Betray You | 2022 |
په یو داسی هیواد کې چې د انزوا، ویری او د یو ظالم دیکتاتور لخوا اداره کیږي، اوولس کلن Cristian Florescu د څارګر پولیسو لخوا بلیک میل کیږي ترڅو یو مخبر جوړ شي. بیا هم، هغه پریکړه کوي چې د خپل موقف څخه په ګټه اخیستو سره خپل کنټرول کوونکی دوکه کړي، رژیم کمزوری کړي، د هم وطنوالو رومانیایانو غږ پورته کړي، او نړۍ ته دا ښکاره کړي چې په دی هیواد کې څه روان دي.
|
Sheinkin, Steve | Undefeated: Jim Thorpe and the Carlisle Indian School Football team | 2017 |
اصلي امریکایی Jim Thorpe یو ډیر غوره اتل لوبغاړئ او د المپیک د سرو زرو مډال ګټونکی جوړیږي. د نه ماتیدو وړ روزونکی Pop Warner د فوټبال ماهر وو. په 1907 کې په Pennsylvania کې د Carlisle هندي صنعتي په ښوونځي کې، Jim Thorpe او Pop Warner د امریکا د فوټبال په تاریخ کې ترټولو ګټونکي ټیمونه جوړ کړل. دغه ټیم د "هغه ټیم چې فوټبال یې اختراع کړی" په نوم یادیږي ، هغوي د خپل وخت ترټولو غوره سیالګرو پر زد سیالی کولئ، په زړه پورې نږدې سیالیو کی، باصلاحیته لوبو ، او د ډیر سخت زخمت ویستو سره یی خورا ډیر امتیاز لرونکي ښوونځي مات کړل. Sheinkin د سپورت یوه ریښتیني کیسه وړاندې کوي -- او د متحده ایالاتو د حکومت لخوا د اصلي امریکایانو په تاوترخوالی سره وژنی او د هندي کلتورونو د له مینځه وړو لپاره ډیزاین شوي ښوونځي ته ډک نظر وړاندې کوي.
|
Shusterman, Neal | Scythe | 2016 |
له لوږې، ناروغۍ، جنګ او بدبختۍ پرته نړئ: انسانیت دا ټول شیان فتح کړي او حتی مرګ یې فتح کړی. اوس Scythes یوازینی هغه څوک دي چې کولی شي ژوند پائ ته ورسوي او همدا ډول ورته امر شوی دی ترڅو د نفوس شمیر تر کنټرول لاندې وساتي. Citra او Rowan د scythe څخه زده کړې لپاره غوره شوي، یو داسې رول چې یو یی هم نه غواړي. دا خبره درک کولو سره چې په دی کار کی پاتی راتلل ممکن د هغوي خپل ژوند د لاسه ورکولو پایله ولري، دا تنکی ځوانان باید د ژوند اخیستلو په دی"هنر" کی مهارت تر لاسه کړي.
|
Soontornvat, Christina | All Thirteen | 2020 |
د 2018 کال د جون په 23، د Wild Boars فوټبال ټیم دولس ځوان لوبغاړي او د هغوي روزونکی د ماسپښین د سفر په لټه کې د شمالي Thailand یو غار ته ننوتل. مګر کله چې هغوي وتلو ته مخه کوي، د سیلاب اوبه د دوی لاره بندوي. دا د هغوي د ژوندي پاتې کیدو او د ژغورنې عملیاتو کیسه ده. (غیر افسانوي)
|
Tamaki, Mariko | This One Summer | 2014 |
Rose او د هغې مور او پلار له هغه وخت راهیسې د Awago ساحل ته ځي چې هغه کوچنۍ انجلۍ وه. دا د هغې د اوړي رخصتۍ ده، د هغې د پناه ځائ دۍ. د هغې ملګرې Windy هم د یوی کوچنی خور په څیر چې هغی کله هم نه درلوده، تل هلته وي او د هغی د اوړي کورنۍ بشپړوي. مګر دا اوړی توپیر لري. د Rose مور او پلار هیڅ جګړه نه بس کوي، او Rose او Windy د Awago ساحل په کوچني ښارګوټي کې د جوړولو په تراژیدي کې ښکیل شوي. دا د رازونو او زړه دردونو اوړی دی، او دا یوه ښه خبره ده چې Rose او Windy سره یو بل لري.
|
Thomas, Angie | The Hate U Give | 2017 |
شپاړس کلن Starr Carter د دوه نړیو تر منځ ژوند کوي: بې وزله ګاونډ او په زړه پورې ښاري پری سکول چې هغه پکې ګډون کوي. د دې نړۍ تر مینځ ناخوښه توازن هغه وخت ټوټی ټوټی کیږي کله چې Starr د پولیسو افسر لخوا د خپل ماشومتوب ترټولو غوره ملګري Khalil په ډزو د وژلو شاهد شي. له هغی سمدلاسه وروسته د Khalil مړینه په ملي کچه یو مهم خبر دی، او د Starr ژوند نور هم پیچلی کیږي کله چې پولیس او د نشه یی توکو یو ځایی چارواکی د هغي د تهدیولو هڅه کوي ترڅو په دی اړه ورڅخه ځان پوه کړي چې د Kahlil د مرګ په شپه څه پیښ شوي وو. مګر هغه څه چې Starr کوي - یا نه یی کوي - کولی شي د هغې ټولنې ته زیان ورسوي او د هغې ژوند په خطر کې واچوي.
|
Yang, Gene Luen | Dragon Hoops | 2020 |
Gene Luen Yang ډیر پخوا د باسکیټبال لوبی سره خپله علاقه له لاسه ورکړی، مګر دا ټول هغه څه دي چې په عالي لیسه کې یې ټول په اړه یوازی خبرې کولی شي چیرته چې هغه اوس درس ورکوي. د نارینه وو د پوهنتون ټیم، Dragons، د لوبو یو غیر معمولي او عالي فصل لري چې په جوړولو کی یی لسیزی تیری شوي دي. هر یوه بریا هغوي خپلی وروستي موخی، د "کالیفورنیا ایالت اتلولي:" ته نږدې کوي. کله چې Gene د ځوانانو ستورو سره ګوری، هغه دا درک کوي چې د هغوي کیسه هم دومره په زړه پوري ده لکه د طنز کتاب په پاڼه کې چی هغه هر څخه لیدلی دي. هغه څه چې Gene یی لا تر اوسه په اړه نه پوهیږي، هغه دا دي چې د لوبو دا فصل به نه یوازې د Dragons ژوند بدل کړي مګر د هغه خپل ژوند به هم بدل کړي. - د Follett لخوا
|
Zink, Michelle | Lies I Told | 2015 |
دا چی Fontaines کورنی Grace فرزندی اخیستی، هغې ته په دقت سره د درغلۍ هنر ښوول شوی دی. هغوي راتلونکي موخی، راتلونکي دندې په لټه کې هر ځای ته سفر کوي. د هغوي وروستۍ دنده د هغې څخه د هر هغه څیز پوښتنه کوي چې هغې ته ښوول شوي دی او د هغه کورنۍ په اړه چې هغه ورسره په مینه دلودو کی لوي شوي ده.
|
لسم ټولګیٔ
لیکوال | عنوان | خپریدو نیټه | تشریح |
---|---|---|---|
Acevedo, Elizabeth | With the Fire on High | 2019 | Emoni Santiago د خپل نیکه په مرسته د خپلې لور پاملرنه کوي. دا په پخلنځي دی چیرته چې د هغې استعداد راڅرګنده کیږي، او فرصتونه د بخار په څیر راپورته کیږي. |
Elston, Ashley | 10 Blind Dates | 2019 | Sophie دی ته نور انتظار نه شي باسلی چی د هغې مور او پلار د هغي امیندواری مشرې خور سره Christmas یو ځای تیر کړي ترڅو هغه وکولی شي چی د خپل اوږد مهاله یار سره د ساتیرۍ لپاره وخت ولري. له بده مرغه، Sophie ته دا معلومیږي چې هغه خپل پلانونه لري، چې هغه پکې شامله نه دي. هغه پریکړه کوي چې د خپلې لویې کورنۍ سره کرسمس تیر کړي او دا ورته په ډاګه کیږي چی هغه د خپل ژوند ترټولو غوره کرسمس لري او د خپلو په زړه پورې تره زامنو سره په داسې طریقه یو ځل بیا یو ځای کیږي چې تاسو به د کتاب په اوږدو کی وخندوي. |
Giles, Lamar | Fake ID | 2014 | Nick Pearson په یو حواره ځای کی پټ دی. په حقیقت کې، د هغه نوم په اصل کی Nick Pearson نه دی. هغه باید تاسو ته دا ونه وایی چی د هغه اصلي نوم څخه دی، ښارګوټی کوم دی، یا دا چی ولې د هغه کورنۍ Stepton، ویرجینیا ته کډه شوي ده. او هغه باید حتما تاسو ته د هغه د ملګري Eli Cruz په اړه ونه وایی او د هغي لوی توطیه په اړه چی Eli څرګنده کوله کله چی هغه مړ شو. |
Hesse, Monica | They Went Left | 2020 | د "They Went Left" په نامه د Gross-Rosen د تمرکز کمپ څخه له آزادیدو وروسته د یوې ځوانې میرمنې د ژوند په اړه یوه ښائسته، زړه راښکونکې کیسه، پوښتنه کوي چې د نه تصور کیدونکی حالت څخه وروسته مونږ څرنګ مخ پر وړاندې ځو یا ژوند ته دوام ورکوو. |
Jarrow, Gail | The Poison Eaters | 2019 | په کال 1900 کې، د خوړو او درملو اداری شتون نه درلود. غیر اخلاقي شرکتونو به د پیرودونکو غولولو لپاره کیمیاوي مواد اضافه کول ترڅو خراب شوي خواړه یا زیان رسونکي درمل وپلوري. درمل پوه Harvey Washington Wiley د خوندي محصولاتو لپاره د کمپاین کولو په موخه د دی شرکتونو په څیړلو کی دیرش کاله تیر کړل. |
Madson, Justin | Tin Man | 2022 | Tin Man خپل ټول ژوند په Tin ځنګل کې د خپل پلار سره د ونو په پرې کولو کی تیر کړ. هغه پریکړه کوي چې د هغه وجود د لا ډیر څه په معنی دی او دا موندلو لپاره یې پیل کوي چې ژوند څه شی دی. هغه ډیر ژر Solar او د هغې ورور Fenn سره مخ کیږي، او په ګډه سره هغوي یو بل پیژنی او په نهایت کې خپل ځانونه. |
Mafi, Tahereh | A Very Large Expanse of Sea | 2018 | دا 2002 کال دی، او شیرین څوک چی یوه مسلمانه امریکایی ځوانه ده، په خپل ښوونځي کې د زده کوونکو او ښوونکو لخوا د تعصب سره مخ ده. کله چې د باسکیټبال مشهور لوبغاړی Ocen James شیرین سره مینه پیدا کوي، شیرین په دی باور کولو کی د ستونزی سره مخ ده چی د Ocen James مینه ریښتینې ده - او ویره لري چې د هغوي اړیکه به د هغوي د ټولنې د غبرګون پر وړاندی تحمل ونه کړای شي. |
Reynolds, Jason | Long Way Down (graphic novel) | 2020 | د Will ورور وژل شوی دی. هغه د خپل ورور ټوپک پورته کوي او په زړه کې د انتقام سره لفټ ته پورته کیږي. په لفټ کی ښکته طرف ته د تللو پر مهال ، اته بوتونه د هغه سره ګوري. |
Salisbury, Melinda | Hold Back the Tide | 2021 | دا چې د Alva د مور د وژنې په تور محکومولو لپاره د هغی د پلار پر زد کافي شواهدو شتون نه درلود، نو هغه مجبوریږی چې د سکاټلینډ په Ormscaula کې د پلار په کور کې ژوند وکړي، د یو داسی سړی لخوا وساتل شي چی هغه یی د ځان د بې موره کیدو لپاره مسؤل ګڼړي. د هغه کورنۍ د نسلونو راهیسی د " loch سرپرستان " په توګه پیژندل کیږي، او دا اوس د هغې مسولیت دی چی حالات وڅاري، سره له دې چې هغه نه هیڅ نه پوهیږي چی څه وڅاری یا د څه په لټه کی شي - یا دا چی هغه به بیرته د چا لخوا څارل کیږي. |
Thomas, Angie | On the Come Up | 2019 | شپاړس کلنه Bri آرزو لري چې یو لوی ریپر (میوزیک) شي، او وروسته له هغی چې د هغې لومړۍ سندره د ټولو تیرونو له امله زر خپره یا مشهوره شوه، هغه باید پریکړه وکړي چې آیا وپلوري یی یا د خپلې کونډې مور سره وشړل شي. -- د خپرونکي لخوا چمتو شوی. |
یولسم ټولګیٔ
لیکوال | عنوان | خپریدو نیټه | تشریح |
---|---|---|---|
Acevedo, Elizabeth | With the Fire on High | 2021 |
ځوانه مور Emoni Santiago د عالي ښوونځی پائ ته رسولو او د سر اشپز (شیف) په توګه د کار کولو خوب ننګونو سره لاس و ګریوان ده --OCLC.
|
Deonn, Tracy | Legendborn | 2020 |
په دی وروستیو کی د خپلې مور د له لاسه ورکولو غم سره لاس و ګریوان، Bree تر هغه وخت ژوند کولو ته دوام ورکوي کله چی ورته هغه شپه په یاد شي په کومه شپه یی چی مور مړه شوی وه، او څرنګ چی دا معلومیږي، هغسی نه ده. په UNC کې د کالج نوي زده کوونکی په توګه ، Bree ځان د نظم په نړۍ کې ډوب مومي (د King Arthur محکمه). هغه باید د یوې نوې نړۍ سره مخ شي، چی هغه څوک ده، او له کوم ځای څخه راغلی. (د موادو په اړه خبرداری: په دی کی ځینې د ښکلولو او جنسی اړیکی یا سکس، د جنسي اړیکو ځینې تجربی او خبرې اترې، د عالي طبیعي مخلوقاتو سره جګړه، او مرګ ژوبله، څه نا څه قوي یا بده ژبه ، په کم عمری کی د شرابو څښلو په اړه مواد شامل دي)
|
Gorman, Amanda | Call Us What We Carry | 2021 |
د ولسمشرۍ پرانیستی شاعره Amanda Gorman یو ویجاړونکی شیبه عکاسی کوي او د امید او درملنې په شعر یی بدلوي. د نړیوالې وبا د ډله ایزې غمیزې په سمبالولو سره، دا په زړه پورې ډیزاین شوی ټوک په ډیری اختراعي سټایلونو او جوړښتونو کې شعرونه وړاندې کوي او د درک کولو په شیبه کې رڼا روښانه کوي.— د خپرونکي لخوا وړاندی شوی.
|
Kennedy, Katie | Learning to Swear in America | 2017 |
د ځمکی سره د asteroid د ټکر مخه نیولو لپاره له روسیې څخه د NASA سره د مرستې کولو لپاره راوړل شوی، اوولس کلن فزیک پوه Yuri تر هغه وخته پورې عجیب او یوازې احساس کوي تر څو چې هغه د آزاد روح احساس کوونکی Dovie سره ګوري. -- د Follett لخوا. (د موادو په اړه خبرداری: په دی کی ځینې د ښکلولو او د جنسی اړیکی یعنی سکس په اړه مختصر خبری، د خیواناتو ظلم، د ځان وژنی ذکر، په مکرر ډول قوی یا بده ژبه، د بالغو کسانو د شرابو څښلو او د شرابو ذکر په اړه مواد شامل دي)
|
Latham, Jennifer | Dreamland Burning | 2018 |
کله چې Rowan د خپلې کورنۍ په ملکیت کې کنکال یا سکیلیټ ومومي، پیړۍ وړاندی د وحشیانه او د زوړ قتل څیړنه کوي کوم چی د تیر وخت دردناک څرګندونو په لور مخه کوي. بدیل فصلونه د William کیسه بیانوي، یو بل ځوان چې د قوم پرستی طوفان سره لاس او ګریوان دی کوم چی د 1921 د تولسا قوم پرستی مظاهری په طرف مخه کوي، دا کیسه د معمی په اړه ځینې نښې نښانی وړاندې کوي" - د خپرونکي لخوا چمتو شوی. (د موادو په اړه خبرداری: په دی کی قوی یا بده ژبه، د قوم پرستی شعارونه، تاوتریخوالی، شراب څښل، وژنی په اړه مواد شامل دي)
|
Lee, Stacey | The Downstairs Girl | 2019 |
Jo Kuan په اوولس کلنۍ کې د 1890s Atlanta ټولنې سره سمون نه خوري. هغه د چینایي کیدو له امله د درې اړخیزو ستونزو سره مخ ده ، نه پوهیږي چې مور او پلار یې څوک دي ، او د خپل "پلار" ، پوخ عمره Gin په اړه اندیښنه لري. د هغې د چینایي میراث له امله، Jo د ملینر (د ښځینو خولی خرڅوونکی) معاون په توګه خپله دنده له لاسه ورکوي. دا پیښه، چې په پیل کې ناورین ښکاري، Jo د زړوری پریکړې کولو په طرف بیایی چی له امله یی د هغې ژوند له تقاعد او سیوری څخه آزاد او له خوښۍ ډک طرف ته بدلوي (د موادو په اړه خبرداری: په دی کی د جنسی تیری کولو هڅه، د تاوتریخوالی پایله، ډیر قوي یا بده ژبه، د قوم پرستی اړوند بده ژبه، د بالغو کسانو شراب څښلو په اړه مواد شامل دي)
|
Longo, Jennifer | What I Carry | 2020 |
د پالنی په وروستي کال کې، اوولس کلن Muir هڅه کوي چی د ښوونځی په وروستی کال کی دوام ومومي، مخکې له دې چې سیسټم لپاره زوړ شي -- له خپرونکي لخوا.
|
Mendez, Yamile Saied | Furia | 2020 |
د ارجنټاین په Rosario کې Camila Hassan دوه ګونی ژوند کوي. په کور کې، هغه پاملرنه کوونکی لور ده، د خپلې مور په محدوده توقواتو سره ژوند کوي، د خپل فوټبال ستوري ورور تر سیوري لاندي او د خپل تنګ خوي او بد مزاجه پلار د ناوړه قانون تر لاندې ژوند کوي. دا La Furia ده، په ډګر کې د مهارت او استعداد څخه ډکه. کله چې د هغې ټیم د سویلي امریکا ټورنمنټ ته لار ومومي، Camila به وګوري چې دغه استعدادونه څومره لیرې پوری کولی شي هغه بوځی. د هغې په وحشيانه خوبونو کې، هغه به د شمالي امریکا پوهنتون لپاره د لوبغاری بورس ترلاسه کړي. خو وړاندې سفر آسانه نه ده. د هغې مور او پلار د هغې د لیوالتیا څخه نه دی خبر. هغوي به یوې نجلۍ ته د فوټبال لوبې کولو اجازه ورنکړي — او د وړاندی پرمختګ لپاره هغه د هغوي اجازې ته اړتیا لري. او هغه هلک چې هغې ورسره یو وخت کی مینه درلوده، بیرته ښار ته راغلی دی. له کله راهیسې چې Diego تللی دی، هغه یو نړیوال ستوری جوړ شوئ دئ، په ایټالیا کې د Juventus په نوم یو مشهوری لوبډلی لپاره لوبه کوي. Camila نور وخت نلري چې د Diego لپاره خپلو احساساتو ته اجازه ورکړي چی هغه ګډه وډه کړي. حالات نور هغه ډول نه دي کله چې هغه تللی وو: هغه اوس خپلې لیوالتیاوې او هیلې لري ، او La Furia له پامله نشي غورځول کیدی. کله چې د Camila ژوند خورا پیچلی کیږي، هغه مجبوره کیږي چې د خپلو رازونو سره مخ شي او په یو داسې نړۍ کې ځان لپاره لار ومومي چې د هغې په څیر د یوې نجلۍ د خوبونو او هیلو لپاره پکی هیڅ ځای شتون نلري. په Argentina کی د مستند توضیحاتو او د ورځني ژوند جوړښتونو څخه ډک ، زړه راښکونکي رومانس ، او په ډګر کې د نه دمه کوونکی لوبی سره ، Furia د یوې داسی انجلۍ د سفر کیسه ده چې خپل ژوند یې خپل کړي دی. (د موادو په اړه خبرداری: په دی کی ځینې د ښکلولو او د جنسی اړیکی یعنی سکس په اړه مختصر خبری، د تنکی ځوانی انجلی د امیداواری، د ښځینو پر ضد تاوتریخوالی ( وژنی په شمول)، د حیواناتو سره د څه نه څه تاوتریخوالی، ډیره قوی یا بده ژبه، د بالغو د تمباکو کټه او څښلو په اړه مواد شامل دي)
|
Price, Tirzah | Pride and Premeditation | 2021 |
اوولس کلنه پاریدلی وکیله Lizzie Benet د یو قتل دوسه حل کولو په لټه کی ده، مخکې له دې چې د هغې سیال ښاغلي Darcy هغې ته ماته ورکړي. - خپرونکی (د موادو خبرداری: تاوتریخوالی، د قتل په شمول)
|
Sepetys, Ruta | I Must Betray You | 2022 |
په یو داسی هیواد کې چې د انزوا، ویری او د یو ظالم دیکتاتور لخوا اداره کیږي، اوولس کلن Cristian Florescu د څارګر پولیسو لخوا بلیک میل کیږي ترڅو یو مخبر جوړ شي. خو بیا هم، هغه پریکړه کوي چې د خپل موقف څخه په ګټه اخیستو سره خپل کنټرول کوونکی دوکه کړي، رژیم کمزوری کړي، د هم وطنوالو رومانیایانو غږ پورته کړي، او نړۍ ته دا ښکاره کړي چې په دی هیواد کې څه روان دي-- OCLC. (د موادو خبرداری: د آیالت لخوا تمویل شوي شکنجه او وژنه، ځینې قوي یا بده ژبه، ځینې ښکلول، ځینې بالغ او کم عمره کسانو څښاک او سګرټ څښل)
|
دولسم ټولګیٔ
لیکوال | عنوان | خپریدو نیټه | تشریح |
---|---|---|---|
Acevedo, Elzabeth | Clap When you Land | 2020 |
د جمهوری Dominican هیواد څخه 16 کلنه نجلۍ Camino Rios ، او د نیویارک ښار Yahaira Rios د الوتکې په حادثه کې د خپل پلار د مړینې خبر تر لاسه کولو له امله د ډیر خپګان او د یو بل شتون څخه د خبریدو له امله د حیرانتیا سره مخ دي. (د شعرونو له لاری ناول) - د Follett لخوا، د شعرونو له لاری په دوه غږونو کې ویل شوئ ناول.
|
Boulley, Angeline | Firekeeper's Daughter | 2021 |
Daunis هڅه کوي چې د خپل دوه ټولنو تر منځ توازن وساتی: د Sault Ste. یو تنکی ځوانه انجلی Marie، Michigan په دوامداره توګه د حالاتو سره ځان برابروي، که هغه د Anishinaabe څخه د هغی ذ پلار کورنۍ Firekeepers (اور ساتوونکی) سره وي، یا که د هغې د سپین پوستی مور شتمن خپلوانو Fontaines سره وي. په داسی هال کی چې هغه غواړي ډاکټره شي، هغه د خپل راتلونکي لپاره لوی پلانونه لري، مګر پریکړه یې کړې چې د کالج لپاره خپل پلانونه وځنډوي څکه چې د هغې مور د جټکی ناروغی څخه بیرته مخ په روغیدو ده. Daunis خپل بیکاره وخت د خپل Firekeeper نیمه- ورور Levi سره د هاکي لوبه کولو کی تیروي، مګر یوه پیښه رامنځ ته کیږي، او هغه مومي چې یو څوک د میت خطرناکه نوې بڼه پلوري — او جسدونه راجمع کیږي. پداسې حال کې چې Daunis هڅه کوي چی دا معلومه کړي چې د دې تر شا څوک دي، هغه د خپلې کورنۍ څخه لیرې کیږي، ځان هغه ځای کی پټوي چې هغه د پخوا راهیسی چیرته وه او چی څه یی تر سره کړي. پداسې حال کې چې د جنسي تیري ، نشه یی توکو ، قوم پرستی او مرګ په څیر سختو موضوعاتو سره مخ ده، دا کتاب توره تیاره د Ojibwe کلتوري بڼی او ښه جوړ شوي کرکټرونو سره برابروي. Daunis درې اړخیزه، په واقعیت کې نیمګړی نجلۍ ده چې په خپل شاوخوا کې د هر څه د اداره کولو لپاره تر خپل حد او توانه هڅه کوي. د لومړي کس وینا د هغې داخلي کیسه څرګندوي، لوستونکو ته اجازه ورکوي چې په دی پوه شي چې د هغې په سر کې څه روان دي کله چې هغه د هند ضد تعصب او غم سره مخ کیږي - د Ojibwe قوم د پوهی، هاکی لوبی، او د دریځ سیاست په اړه له دلچسپه ډکه کیسه.
|
Bowling, Dusti | Insignificant Events in the Life of a Cactus | 2017 |
Aven Green دی خبری سره مینه لري چې خلکو ته ووایی چې هغې د الیګیټر پهلوانی په سیالی کی یا په Tanzania کی په سخت اور کی خپل لاسونه له لاسه ورکړي، مګر هغه له لاسونو پرته زیږیدلی وه. کله چې د هغې مور او پلار په Arizona کې د لویدیز تیم پارک سټیجکوچ پاس چلولو دنده په غاړه اخلی ، Aven د هغوي سره د هیواد بل سر ته د اوسیدو لپاره ځی، په دی حقیقت پوهیدلو سره چې هغه به په مکرر ډول پوښتنې ځواب ووایی.
|
Lee, Stacey | The Downstairs Girl | 2019 |
Jo Kuan په اوولس کلنۍ کې د 1890s Atlanta د ټولنې سره سمون نه خوري. هغه د چینایي کیدو له امله د درې اړخیزو ستونزو سره مخ ده ، نه پوهیږي چې والدین یې څوک دي ، او د خپل زوړ "پلار"، Gin په اړه اندیښنه لري. د هغې د چینایي ترکی له امله، Jo د ملینر (د ښځینو خولی خرڅوونکی) معاون په توګه خپله دنده له لاسه ورکوي. دا پیښه، چې په پیل کې ناورین ښکاري، Jo د زړوری پریکړې کولو په طرف بیایی چی له امله یی د هغې ژوند له تقاعد او سیوری څخه آزاد او له خوښۍ ډک طرف ته بیایی. (د موادو په اړه خبرداری: د جنسی تیری هڅه، د پیښو وروسته تاوتریخوالی، قوي یا بده ژبه، کنځل او د قوم پرستی اړوند ژبه، د بالغو کسانو شراب څښل په کی شامل دي.) https://www.commonsensemedia.org/book-reviews/the-downstairs-girl
|
Liggett, Kim | The Grace Year | 2020 |
شپاړس کلن Tierney James د هغه کال د زغملو سره مبارزه کوي په کوم کال کی چی هغه او نورې ځوانې میرمنې تر پاکیدو پورې له سخت ژوند سره مخامخ کیږي. ژغورل شوي ښځی اجازه لري چې کور ته ستانه شي او واده وکړي. (TD)
|
Noah, Trevor | Born a Crime: Stories from a South African Childhood | 2019 |
د سویلي افریقا کامیډین Noah د ډیلي شو (The Daily Show) پروګرام لپاره د کوربه رول ته یو تازه او ژوندی بڼه ورکوي، د قوم پرستی تر ظلم لاندې د ګډ نسل ماشوم په توګه د ژوند په اړه په مکرر ډول ټوکې کوي. هغه اوس د وهشت او شیطاني بې حیايي بشپړ برخلیک څرګندوي کوم چې هغه د حیرانونکي شخصي مقالو په دې کافي ټولګه کې زغملی وو چې د وخت او دقیق والی لپاره د هغه د څرګنده ډالیو لخوا په ځیرکتیا سره شکل شوی دي. په زړه پورې، د خندا ډک او روښانه، دا ریښتینې کیسې د هغه د زړورې، سرکشې او مذهبي مور په انځور کې ځای پرځای شوي، چې د ځان لپاره د زده کړې او مسلک د خوندي کولو لپاره یې د نژادي محدودو قوانینو څخه سرغړونه وکړه - او د سپن پوسته سویس - المانی سره ګډ ماشوم ولري، که څه هم د سپین پوستو او تور پوستو ترمنځ فیزکی اړیکی درلودل غیر قانوني وو. هیڅ مور او پلار نشو کولی چی په عامه محضر کی د خپل زوی سره یو ځاي ولیدل شي. د شرارتي پولیګلوټ Noah لپاره ژوند دومره خطرناک وو چې هغه خپل ډیر وخت په کور کې دننه یوازې تیر کړ او وروسته یې لوږه، بې کور کیده، زندان او تاوتریخوالی وزغمه. مګر د هغه مرحله وار او دلچسپی بښوونکی یاداښت د جنګی بوله ځوانو عجیبه کیسې په زړه پورې کیسې سره روښانه کوي ، د میوزیک بوټلیګر او DJ په توګه د هغه د عصبي سوداګرۍ بریا حیرانونکي حسابونه ، او په Johannesburg او Soweto کې د ورځني ژوند متحرک او بصیرت لرونکي توضیحات. د Noah د عمر راتګ د سویلي افریقا له نژادي تبعیض سره موازي دی، او د هغه صادقانه او مهربانه مقالې د نسل، جنسیت او ټولګي پیچلتیاو په اړه زمونږ درک لا زیاتوي. په دی هیله چی Noah به د هغه د زړورتیا او بیا تعریف کولو کیسې ته دوام ورکړي. - د کتاب له لیست څخه
|
Sepetys, Ruta | The Fountains of Silence | 2019 |
د Sepetys زړه راښکونکي او مثالي تاریخي افسانه د هغه څلورو تنکی ځوانانو له نظره د هسپانوي کورنۍ جګړې دوامداره اغیزه څاري څوک چې د Franco فاشیست دیکتاتورۍ تر سیوري لاندې په 1957 کې په Madrid کی ژوند کوي. د ژوندی کرکټرونو او لنډو، ګړندیو فصلونو له لارې ، Sepetys په بشپړ او حساس ډول هغه ټولنیز ، اقتصادي او سیاسي ستونزی پلټی کوم چې د غلا شوي ماشومانو د پلورلو په شمول له جګړې وروسته هسپانیه له ستونزو سره مخ کوي. - د Horn کتاب لارښود
|
Soontornvat, Christina | All Thirteen: The Incredible | 2020 |
د 2018 کال د جون په 23، د Wild Boars فوټبال ټیم دولس ځوان لوبغاړي او د هغوي روزونکی د ماسپښین د سفر په لټه کې د شمالي Thailand یو غار ته ننوتل. مګر کله چې هغوي وتلو ته مخه کوي، د سیلاب اوبه د دوی لاره بندوي. دا د هغوي د ژوندي پاتې کیدو او د ژغورنې عملیاتو کیسه ده. (غیر افسانوي)
|
Stone, Nic | Jackpot | 2020 |
له Rico سره ووینئ: د عالي ښوونځی د وروستی کال زده کوونکی او په Gas 'n' Go کی د غرمی لخوا خزانه دار (کیشیر) دی، څوک چې له ښوونځي او د ندی وروسته کور ته ځي ترڅو د خپل کوچني ورور څخه ساتنه وکړي. هره . ورځ. کله چې Rico د جیک پاټ د ګټونکي لاټري یا پجی اچونی ټکټ پلوري، هغه فکر کوي چې بالاخره د هغې قسمت ممکن بدل شي، مګر یوازې په هغه حالت کی - چی د خپل مشهور او ډیر سرمایه دار ټولګیوال Zan په مرسته - وکولی شي هغه ټکټ لرونکی پیدا کړي چې تر اوسه یې د جایزې تر لاسه کولو ادعا نه ده کړې. مګر څه پیښیږي کله چې درلودل او نه درلودل سره ټکر کوي؟ آیا دا تحقیقاتي جوړه به یوځائ شي ... یا جلا شي؟
|
Tolkien, J. R. R. | The Hobbit | 1937 |
Bilbo Baggins یو هوبیټ (یو ډول حیوان) دی چې د یو آرامه، بې موخی ژوند کولو څخه خوند اخلي ، ډیر کم په خپله ودانی کی د خپل د هوبیټ سوري د خواړو ځائ څخه لیری سفر کوي. مګر د هغه خوشحالی هغه وخت ګډوډه شوه کله چې یو جادوګر، Gandalf، او د 13 بوډاګانو یوه ډله یوه ورځ د هغه دروازې ته راځي ترڅو هغه په ناڅاپي سفر "هلته ولیږي او بیا بیرته" راولي. هغوي د ستر سمګ (یو ډول لوي او خطرناکه بلا ده) په خزانې باندی د برید کولو پلان لري.
|