د ویپنګ (نشه یی توکو) د مخنیوی آزمایښتی پروګرام
PWCS د ښوونځیو په تشنابونو کې د ویپنګ نشه یی توکو مخه نیولو په موخه یو ازمایښتی پروګرام پیل کوي. دا نوښت یا اقدام زمونږ د ستراتیژیکی پلان یوه کلیدی برخه ده ترڅو دا ډاډ رامینځته شي چې هر یو زده کوونکی د تشنابونو په شمول زمونږ د ښوونځی ودانیو په ټولو برخو کې د خوندیتوب او ملاتړ احساس کوي.
د 2025 میلادي کال د جنوري په میاشت کی د پیل کیدو سره، دا آزمایښتی پروګرام به په مشخصو تشنابونو کی دویپنګ (نشه یی توکو) د کشف آلو په نصبولو او فعاله کولو سره په اوو ښوونځيو کې پلی کیږي. دا سیسټمونه د ویپنګ نشه یی توکو د پیښو معلومولو او د ښوونځی چارواکو د خبرولو لپاره ډیزاین شوي دي، تر څو پر وخت سره مداخلی او ملاتړ ته اجازه ورکوی.
هغه ښوونځی چې د دغی ازمایښتی پروګرام برخه دي
عالي ښوونځي
- Independence غیر دودیز ښوونځئ
- Patriot عالي ښوونځئ
- Potomac عالي ښوونځئ
- Unity Reed عالي ښوونځئ
منځني ښوونځي
- Gainesville منځنی ښوونځئ
- Lake Ridge منځنی ښوونځئ
- Parkside منځنی ښوونځئ
په مکرر ډول پوښتل شوي بوښتنی
- د دغی ازمایښتی پروګرام موخی څه دی؟
-
- په وخت سره مداخله کول: زر تر زره د ویپنګ نشه یی توکو پیښی معلومول او په اړه یی اقدام تر سره کول ترڅو د زیاتیدو مخه یی ونیول شی.
- د زده کړې خوندی چاپیریال رامینځته کول: د ویپینګ او اړونده ګډوډیو یا حلل رامینځته کولو پیښی کمول ترڅو متمرکزه او خوندی فضا قایم وساتل شي.
- په ښوونځیو کې د خوندیتوب احساس زیاتول: د زده کوونکو باور په دی خبره زیاتول چې د هغوي ښوونځی یو خوندی ځای دئ.
- د ښوونځی په تشنابونو کې د آرمتیا احساس رامینځته کول: دا ډاډ رامینځته کول چې زده کوونکی د ښوونځی د اسانتیاوو په کارولو سره د امنیت او آرامتیا احساس کوي.
- د ویپ نشه یی توکو د کشف آلي په کوم شکل فعالیت تر سره کوي؟
-
د ویپ نشه یی توکو د کشف سیسټمونه د اوریدو وړ ټلی سره د ویپینګ پېښو په اړه سمدستي خبرتیا ورکوي، او د پېښی په وخت کی لیکلی پیغامونه او بریښنالیکونه استوي. د کشف دا آلي د موجوده امنیتي تدابیرو سره په ګډه کار کوي او د جګړی ډوله شور یا عال مغال په اړه خبرداری ورکولي شي.
- د ویپ نشه یی توکو د کشف په آلو سنمبال تشنابونه به څرنګ څارل کیږی؟
-
د ویپ نشه یی توکو د کشف په آلو سنمبال تشنابونه به ښکاره یا معلومی نښي نښانی ولري. د ښوونځی ورځې په اوږدو کې به په امنیتی چارو کی اضافی پلټنی یا څار اضافه کیږي، د کارونی لپاره به ځانګړی تشنابونه مشخص کیږی، او کارکوونکی به دغو تشنابو سره نږدې ځایونو کی ګمارل کیږي.
- کوم څه کولی شی چی د ویپ نشه یی توکو د کشف آله چالانه یا فعاله کړي؟
-
د ویپ نشه یی توکو د کشف آله د هغو موادو لخوا چالانه یا فعاله کیدی شي چې په الکترونیکی سګریټو کې موندل کیږی، لکه نیکوتین (nicotine) یا پروپیلین ګلایکول (propylene glycol). سربیره پر دی، د هوايي ذراتو لوړه کچه، لکه د ویښتانو سپری او يا هم زیات ګرد او خاوري کولي شي د کشف آلی فعاله کیدو ته لار هواره کړي. حتی د عطرو یا نورو خوشبو لرونکو محصولاتو قوی خوشبو یا بوي هم کولی شی د ویپ نشه یی توکو د کشف آله فعاله کړي که چیرته دغه خوشبو داسی کیمیاوی مرکبات ولری چې د ویپ په لوګی کې موندل کیږی.
- څه کیږي کله چې د ویپ د کشف آله خبرداری خپور کړي؟
-
کله چې د ویپ نشه یی توکو د کشف آله خبرداري خپور کړي، چارواکي، امنیتي څانګه، یا ښوونکي سمدستی کیمرې ګوري یا په فیزکی ډول تګ سره ورته عکس العمل ښکاره کوي، (کیمرې د تشنابو څخه بهر په دروازو کی نصب شوي دي – په تشنابونو کی دننه هیچ ډول کیمری شتون نلري). خبرتیا یا خبرداری د پلټنې تر سره کولو لپاره معقول شک پیدا کوی. ټولې پېښې مستند کیږي، او د هر زده کوونکی راجع کیدنه د زده کوونکی په معلوماتی سیسټم کې ثبت کیږي. هر ډول منع شوی توکی چې وموندل شي، د ښوونځي سرچینې افسر (SRO) ته سپارل کیږي. په لومړي ځل تیروتنه تر سره کوونکو ته د زده کوونکو د روغتیا او هوساینی څانګی له لاری په اختیاري پروګرام "ودریږي او فکر وګړئ" کی د ګډون کولو وړاندیز کیږي.
- هغه زده کوونکی چی د ویپنګ نشه توکو څخه ګټه پورته کوي، د مخنیوی یا سلا مشورو لپاره ورته کوم ډول خدمتونه وړاندی کیږي؟
-
زده کوونکی کولی شی په پټه د معلومات ورکولو سیسټم "یو څه وویاست" وکاروی ترڅو د خپلو ملګرو یا همزولو د روغتیایی اندیښنو په اړه راپور ورکړی. په عالي ښوونځیو کې خوندي کلبونه (SAVE clubs) هم د ویپنګ د خطرونو په اړه د همزولو تر مینځ خبرو اترو ته اسانتیاوې برابروی. د New Horizons درملنه کوونکی په عالي ښوونځیو کې شتون لري ترڅو د نشه یی توکو د کارونی په ستونزو کې مرسته وکړی. همدارنګه، زده کوونکی د روږدیتوب اندیښنو اړوند د سلا مشورو خدمتونو په شمول ټولنیزه سرچینو ته هم راجع کیدی شی.
- PWCS به څرنګ دا معلوموي چې آیا د ویپ نشه یی توکو د کشف آلی اغیزمنی دی او که څرنګ؟
-
د ویپنګ نشه یی توکو د کشف آلو اغیزمنتوب به د ګڼ شمیر عواملو له مخې مشخص شي: لکه په یو موقعیت یا ښوونځي کی د بريښنایی سیګریټو په انضباطي سرغړونو کی کموالی، په یو موقعیت یا ښوونځي کې د پیښی په اړه د خبرداری ورکولو په کشف کی کموالی، او په ښوونځي کې د خوندیتوب په عمومي احساس کی زیاتوالی، څه وخت یی چې په اړه د زدهکوونکو لپاره د ښوونځی ماحول او چاپیریال په کلنی سروې کې راپور ورکول کیږي.