کړکیچن او بیړني حالت ته چمتووالی
کاونټی او ښوونځي دواړه په ګډه سره کار کوي
د پرنس ویلیم کاونټي لپاره په بیړنی حالاتو کی بنسټیزه عملیاتی پلان د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځي (PWCS)، د پرنس ویلیم کاونټي د ټولنیزو خدماتو څانګی سره د ملاتړي رول په توګه یو ځای کوي. د کاونټي د بیړنی حالاتو پر مهال د کاونټی د بیړنی عملیاتی پلان څخه د PWCS په مسؤلیتونو کی لاندی ذکر شوي شامل دي:
- بیړني سرپناه او د اوسیدولو لپاره لنډ مهاله اسانتیاوي چمتو کول. د ښوونځيو ټولی وداني د بیړني سرپناه ځاۍ په توګه د کارولو وړ دي.
- بیړني او لنډ مهاله خوراکي مرستی وړاندي کول.
- د بې ځایه شویو خلکو لپاره د ترانسپورټ اسانتیاوي برابرول.
د تیارسیٔ حالت پر اساس، د PWCS د ملاتړي خدماتو سره سره به د محافظت، خواړو خدمات، خفط او مراکبت، او امنیتی خدمات هم وړاندي کیږي، او د خبرتیا تر لاسه کولو په وخت کې به د سرپناه رامنځ کولو عملیاتو کی د مرستی کولو لپاره چمتو وي.
ځای پر ځای شوي امنیتی اقدامات/تدابیر
د PWCS او ودانیو دننه امنیتي تدابیر په ملي کچه پیژندل شوي غوره تګلارو سره مطابقت لري او دا ډاډ ترلاسه کوي چې د ښوونځي څانګه بیلابیلو کړکیچونو او بیړنیو حالتونو ته غبرګون ښودونکي ده. په دی اقداماتو/تدابیرو کی شامل دي:
- د سیمه ییزه، ملي او نړیوال ستونزو یا مسایلو بیاځلی کتنه چې د ښوونځیو امنیت او د ښوونځیو د سپرانټینډنټ، کابینې، او د خطر مدیریت او امنیتی چارواکو لخوا رامنځ ته شوۍ امنیت اغیزمن کوي.
- د ښوونځي امنیتي افسران (SSOs) د هر عالي، منځني او ابتدايي ښوونځي لپاره تمویل شوي.
- ټولو منځنی او عالي ښوونځیو لپاره د ښوونځی سرچینی افسران (SROs) ګمارل شوي دي.
- د ابتدايه ښوونځیو ګزمې او ملاتړ لپاره د ټولنې د خوندي ساتلو افسران (CSOs) (په سلا سمبال) ګمارل شوي.
- د امنیتي ګزمې څانګه چې هر وخت ټولو ښوونځيو لپاره موجود دي او ورڅخه ملاتړ کوي.
- SSOs په ټولو ښوونځیو کې معیاري/رسمی یونیفورم اغوندي.
- د ښوونځی کارکوونکی د خوندیتوب په موخه اوچت معلومداره واسکټونه اغوندي ترڅو د ښوونځي کارکوونکی په اسانۍ سره وپیژندل شي کله چې بهر وي.
- په ډیری ودانیو کې د ښوونځيو د امنیت ساتوونکو ژوند کول.
- په ټولو ښوونځیو کې د ګواښ ارزونې ډلی.
- د لومړنی غبرګون ښودونکو سره د کړکیچن حالت پلان شریکول.
- څه وویاست د معلومات ورکولو نامعلوم لاین 9669-572-844-1، یو څه وویاست اپلیکیشن موبایل کی ډاونلوډ کړۍ، یا د Say Something ویپ پاڼی ته لاړ شۍ.
- د بحران پیښو ټیمونه به د کړکیچن حالت څخه وړاندي او کړکیچن حالت څخه وروسته د زده کوونکو او کارکوونکو د رواني/ذهنی روغتیا څخه ملاتړ کوي.
- د ټولو ښکیلو اړخونو سره د پام وړ امنیتي پیښو د څرنګوالی په اړه خبری اتری تر سره کیږي.
- کړکیچن حالت ته د غبرګون ښودلو لپاره به په ملي کچه پیژندل شوي د ښوونځي امنیت غوره تدابیر ځای پر ځای شوي دي.
- په ټولو ښوونځیو او د ښوونځيو په بسونو کې امنیتي کیمرې لګول.
- د ملاقات کوونکو د پیژندنې سیسټم کوم چې راجسټر شوي جنسي سرغړونکي په ډاګه کوي.
- د والدینو سره د خبرو اترو کولو لپاره د بیړني پیغام رسولو سیسټمونه.
کړکیچن حالت ته غبرګون ښودل، د ښوونځیو چمتوالی
د ښوونځي بورډ پالیسانی او د ښوونځیو ډیویژن د "کړکیچن حالت مدیریتی پلان" ځای پر ځای شوي دي تر څو د ښوونځیو د کړکیچن حالتونو پیژندلو، اداره کولو او حل کولو لپاره په ملي کچه د پیژندل شوي غوره تدابیرو له لارې د کارکوونکو او زده کوونکو خوندیتوب ډاډمن کړي. د "کړکیچن حالت مدیریتی پلان" کارکوونکو او زده کوونکو لپاره لارښوونې په ډاګه کوي چې څنګه کولۍ شي د کړکیچ ځواب ټیم په ګمارلو او د لومړي غبرګون ښودونکو په ملاتړ سره د ښوونځي کړکیچونو ته غبرګون وښایی.
هر ښوونځی بیړني حالت ته غبرګون ښودلو لپاره پلانونه لري چې په هر اوړي کې د PWCS د خطر مدیریت او امنیتي چارو څانګې لخوا بیاځلی کتل کیږي. ښوونځي د ودانیو د بندولو، ودانۍ خوندي کولو، ځای پر ځاي سرپناه موندلو، تخلیه کولو او د زده کوونکو او کارکوونکو د شمیرلو لپاره د بحرانی حالت مشخص پلانونه لري. د روزنېز ویډیو په شمول چې ټول کارکوونکی او زده کوونکي یی د بحران ترمینالوژی او غبرګون ښودلو لپاره ګوري، دلته د بحران حالت ته د غبرګون ښودلو لپاره 15 تمرینونه شتون لري چې ښوونځي یی هر کال بشپړوي.
د ترانسپورت ریاست د ماشومانو په خوندي ډول بیرته کورنو ته د ستنیدو په موخه د همغږۍ یا د کورنیو سره د بیا یوځای کیدو په موخه دی د سرپناه ځایونه تبدیلولو مسؤلیت په غاړه لري که چیرته ناورین / بیړني حالت د زده کوونکو ښوونځي ته د وړلو یا ښوونځي څخه د لیږدولو په وخت کی رامینځته شي، د ښوونځي بس چلوونکۍ به د لارښوونی تر لاسه کولو په موخه د ترانسپورت مدیریت سره اړیکه ټینګوي. که اړین وي، والدین/سرپرست به د ښوونځي د څانګې بحرانی/پیغام رسولو سیسټم له لارې د خپلو ماشومانو د اخیستلو یا وړلو لپاره د بدیل ځای په اړه معلومات تر لاسه کړۍ.
بیړني حالاتو کی اړتیاوې د کړکیچن حالت د غبرګون ټیم په مرسته پوره کیږي چې د هر ښوونځي "د کړکیچن حالت مدیریتی پلان" یوه لازمه برخه ده. د کړکیچن حالت د غبرګون ټیم د ښوونځي د مدیر لخوا ټاګل کیږي او په هغی کی د ښوونځي اداره کوونکي، امنیتی چارواکی، او نور ټاکل شوي کارکوونکی شامل دي.
د ښوونځي سلارکارنو، د ښوونځي ټولنیز کارکوونکو، نرسانو، او ارواپوهانو په شمول د جدی پیښو ټیمونه د تیارسۍ حالت کی چمتو دی تر څو د بیړنی حالتونو پر مهال او ور څخه وروسته د ښوونځیو سره د هغوي د زده کوونکو او کارکوونکو په ټولنیز / احساساتي اړتیاو کی مرسته وکړي.
ملي تروریزم مشورتي سیسټم خبرداری
د تروریزم پر زد ملي مشورتي سیسټم (NTAS) له دی لپاره جوړ شوۍ دی تر څو د امریکا اولس ته په وخت سره او په بشپړه توګه د ترهګریز ګواښونو په اړه معلوماتونه ورکړۍ. ټول امریکایان د هیواد د امنیت ساتلو مسٔولیت په غاړه لري او باید تل په متحده ایالاتو کې د تروریستي بریدونو د لوړ خطر څخه خبر وي او له دی هم خبر وی چی څه باید وکړي. د NTAS خبرتیا لاس ته کولو لپاره ګډون وکړئ.
" SAY SOMETHING یا څه وویاست" نامعلوم راپور ورکولو سیسټم
د نشه یی توکو، وسلو یا نور عوامل چی ممکن د ښوونځي چاپیریال لپاره زیانمن وي، باید په اړه یی معلومات د "څه وویاست/Say Somthing" نامعلوم راپور ورکولو سیسټم له لاری ورکړل شي. د "څه وویاست/Say Somthing" سیسټم په ځانګری ډول د شپږم څخه تر دولسم ټولګیو پوری زده کوونکو او د ښوونځی کارکوونکو لپاره جوړ شوۍ دی تر څو د غیر خوندي چلند یا ځان یا نورو ته د زیان رسولو ګواښونو جدي یا احتمالي تاوتریخوالي اندیښنو په اړه راپور ورکړۍ. "څه ووایاست" د ملي غیر انتفاعي تنظیم Sandy Hook Promise لخوا د ځوانانو د تاوتریخوالي مخنیوي پروګرام دۍ او PWCS لپاره پرته له کوم لګښت وړاندی کیږی.
““خبر ورکوونکی" کولی شي چی د جنسي ځورونې ، ځان ته زیان رسولو ، او خپګان په شمول د ښوونځي له ګواښونو څخه د هر هغه څه په اړه راپورونه واستوي چې دوی لیدلی دی یا د یو شخص ستونزو په اړه یی اوریدلي وي. دغه سیسټم د ښوونځي مدیرانو او د قانون پلي کوونکو چارواکو ته وړتیا ورکوي چې اغیزمنه مداخلې رامینځته کړي او په دا ډول حالاتو کی د خطر سره مخ اشخاصو لپاره مداخله وکړي ترڅو د تاوتریخوالی، ځان وژنې، ځورونې، ځان ته زیان رسولو او د ګواښوونکي چلند نورو ډولونو څخه مخنیوي کولو کې مرسته وکړي. ټول سپارل شوي معلوماتونو ته بیرته په Sandy Hook Promise ملی بحران مرکز کې د یو خورا سترماهر بحران مشاور لخوا چټک ځواب ورکول کیږی، دغه کس وروسته د ملاتړ په موخه د اړین ګامونو پورته کولو په اړه پریکړه کوي. کله چې د باور وړ معلوماتونه ترلاسه شي کوم چې د ژوند لپاره ګواښوونکي وي او/یا یو نژدی ګواښ پکې شامل وي، د ګډوډۍ کنټرولو مرکز به رر تر زره د سیمی911 چټک غبرګون شمیری سره اړیکه ټینګه کړی او قانون پلي کوونکي چارواکی به پکې ښکیل کړی، او بیا به د مرکزي دفتر کارکوونکو او د ښوونځي اړوند استازو ته خبر ورکړي، حتی څو ساعته وروسته. د دغه سیسټم څخه ګټه پورته کوونکی کولی شي چی د I -844-5-SAYNOW شمیری ته په زنګ وخلو سره یا د Say Something ویب پاڼی له لاری معلومات ورکړۍ. وړیا اپلیکیشن د App Store او Google Play Store څخه د تر لاسه کولو لپاره موجود دۍ، کوم ځای کی چې زده کوونکي کولی شي چټګ معلومات وسپاری. کله چی ډاونلوډ شي ، دا به د څلور عدد کوډ داخلولو لپاره غوښتنه وکړي چې تاسو یې غوره کوئ او باید په یاد یی ولرئ.
د تل په څیر، مهرباني وکړئ په بیړني حالت کې 911 ته زنګ ووهئ.
د کړکیچ / بیړني حالت پیغامونو له لارې خبر ساتل
PWCS بیړني معلومات د لاندې ذکر شوي یو یا ډیرو میتودونو له لارې لیږدوي:
- د ښوونځي لخوا والدینو ته پیغامونه (د بریښنالیک، متن، او تلیفون له لاری)؛
- خبرتیاوې د www.pwcs.edu په ویب پاڼه کی او د ښوونځيو ویب پاڼو کی خپریږي؛
- په فیسبوک او ټویټر کې د PWCS د پوسټونو له لاری;
- رسمي معلومات محلي راډیو، تلویزیون، او خبري رسنیو ته ورکول کیږي؛
- PWCS-TV (Comcast Cable Ch. 18, Verizon Cable Ch. 36);
- د PWCS بريښنایی خبرونو کی د ګډون خدمات؛ او
- د PWCS معلوماتی کرښه/لاین: 703-791-2776 (کله چې لارښوونه وشي).
په یاد ولرئ چې غیر رسمي معلومات کوم چی د تلیفون زنګونو یا د ټولنیزو رسنیو له لارې ترلاسه کیږي ممکن افواه خپروي یا دقیق او تازه معلومات نلري، حتی که لیږدونکي "د پیښی په ځای کی موجود" هم وي. څومره زر چی امکان ولري، PWCS به رسمي، دقیق او پر وخت تازه معلومات رامنځ ته کړۍ. د تلیفون لاینونه مو د لاسرسي وړ یا فعاله وساتئ. مهرباني وکړئ په بیړني حالت کې ښوونځيو سره اړیکه مه ټینګوۍ ترڅو تلیفون لاینونه د حالاتو د اداره کولو لپاره وکارول شي.
د ماشومانو خوندي ساتل
زمونږ لومړیتوب د ماشومانو خوندي ساتل دي. په ډیری حالتونو کې ښوونځي د ماشومانو لپاره ترټولو خوندي ځای دۍ. په هرصورت، بهرنی فعالیتونه، سپورتی غونډی یا پروګرامونه، او سیمه ییزه سفرونه ممکن زده کوونکو ته د احتمالي خطر د کمولو لپاره لغوه شي.
ودانۍ خوندي کړئ
کله چې د ښوونځي په حدودو کې احتمالي ګواښ وي، کارکوونکي به ودانۍ خوندي کوي. دا اقدام عموما په سیمه کې د پولیسو د دندي له امله تر سره کیږي. د زده کوونکو د خوندیتوب ډاډ رامنځ ته کولو په موخه، ښوونځی د بهر راتګ څخه خوندي کیږي او ملاقات کوونکي له نږدې څخه څارل کیږي؛ د غونډی او د عامه خوندیتوب چارواکو یا د خطر مدیریت او امنیتی خدماتو څانګې د لارښوونې پر اساس ځینی کسان ممکن داخل ته د راتګ څخه منع شي. "ودانی خوندي کړۍ" لوحی به عمومی دروازې کی ځړول کیږي او د زده کړې بهیر به دوام مومي. ښوونځی به په دې حالت کې تر هغه وخت پاتې شي تر څو چې د عامه خوندیتوب چارواکو لخوا روښانه نه شي.
ځای پر ځاۍ پناه اخیستل
ځای پر ځای پناه اخیستل هغه وخت رامینځته کیږي کله چې زیانمن بهرني شرایط شتون ولري. دا احتمالي شرایط یا بریدونه کیدای شي بیولوژیکي، کیمیاوي، اټومي، طبیعي رامنځ ته شوي وي، یا رادیولوژیکي بڼه ولري. تر ټولو خوندي چاپیریال ډاډ رامنځ ته کولو لپاره، ټول زده کوونکي او کارکوونکي به د ښوونځي مرکزی ودانی ته راوړل شي او ودانی به د داخلیدو په ځایونو کی خوندي شي. د ځای پر ځای کیدو لوحی یا نښې نښانې به داخلي دروازو کی ځړول کیږي او د زده کړې بهیر پاي ته رسیږي. په ښوونځي / تاسیساتو کې د ټولو کړکیو او دروازو په تړلو او د HVAC سیسټم بندولو سره بې طرفه یا یو برابر فشار رامینځته کیږي ترڅو ککړه هوا دننه را نشي. د ښوونځي چارواکي به هغه زده کوونکی یا کاركوونكي وڅاری څوک چی ممکن علایم ښکاره کړۍ او د اړتیا په صورت کې به 911 سره اړیکه ټینګه کړۍ. پیښې لکه بیولوژیکي ګواښ ممکن زده کوونکي اړ کړۍ چې د اوږدې مودې لپاره په ښوونځي کې پاتې شي. د ډیویژن یا ښوونځیو څانګی موخه دا ده چې څومره زر امکان ولرۍ، زده کوونکي خپلو والدینو/سرپرستانو ته وسپاري کله چې دا کار د تر سره کولو لپاره خوندي وي. د ښوونځيو څانګه به د عامه خوندیتوب او روغتیا چارواکو سره له نږدې څخه په اړیکه کی وي او ورڅخه به لارښوونې تر لاسه کوي. تازه معلومات به د ښوونځي د ارتباطي سیسټیمونو له لارې ورکول کیږي.
د "دفاع کولو اختیارونو" سره دروازی تړل/بندول
د ښوونځی ودانی هغه وخت په بشپړ ډول تړل کیږي چی د ښوونځی کارکوونکو او زده کوونکو ته چټک تهدیدي ګواښ وي. ګواښ کیدای شي د ښوونځي دننه وي یا د ښوونځي په ملکیت کې. د زده کړې بهیر ودریږي، د ښوونځي ټول فعالیتونه بندیږي، او 911 ته خبر ورکول کیږي. د بندیز اعلان تر سره کیږي، او ټول کارکوونکو او زده کوونکي د پولیسو تر را رسیدو پورې د پوښښ او پټیدو ځاي پیدا کوي. د بندیز پرمهال، داسی نورې لارې چاری هم شتون لري چې کولی شي تاسو وژغوري. که ستاسو په ښوونځي کی یا د بندیز خونه کې د سمدستي ګواښ سره مخ شي، تاسو ممکن د دفاع اختیارونه په پام کی ونیسۍ چی په هغی ممکن د نږدې وتلو لار څخه په ګټه اخیستو سره بهر ته وتل هم شامل دي. ټول کارکوونکی او زده کوونکي په بندیز کې پاتې کیږي تر هغه چې د پولیسو یا ښوونځي ادارې لخوا خوشې نه شي.
سیمه ییزه سفرونه
سیمه ییزه سفرونه به د کړکیچن یا اضطراري حالت په وخت کی د ښوونځیو څانګی یا ډیویژن په کچه لغوه کیږي. د لغوه کیدلو معلومات به د ښوونځي څانګې د پیغام رسولو سیسټم له لارې اعلان شي.
هغه زده کوونکي چې درملو ته اړتیا لري
هغه زده کوونکی چی درملو ته اړتیا لري، د والدینو/سرپرستاتو څخه یی غوښتل کیږي چی دا ډاډ ترلاسه کړي چې ښوونځي یی مناسب اندازه درمل په لاس لري. مناسبه اندازه درمل باید د زده کوونکي د ډاکټر د مشورې پراساس وي.
د NTAS خبرتیا تر لاندې د بس ترانسپورت
که چیرته یو ناورین / بیړني حالت پداسې حال کې رامینځته شي چې زده کوونکي ښوونځي ته د وړلو یا ورڅخه د لیږدولو په حال کې وي، د ښوونځي بس چلوونکي به د لارښوونی موندلو لپاره د ترانسپورت مدیریت سره په اړیکه کی کیږي. که اړتیا ورته وي، والدین/سرپرستانو ته به د ښوونځي د پیغام رسولو سیسټم له لارې د والدینو/سرپرست - زده کوونکو د بدیل پناه ځای په اړه خبر ورکول کیږي. د زده کوونکو او والدینو د بیا یوځای کیدلو چاری به په بدیل سرپناه کې تر سره کیږي. والدین/سرپرست به اړ وي چې د خپلو ماشومانو د اخیستلو لپاره د اعتبار وړ پیژند پاڼه ښکاره کړي.
د طوفان خبردارۍ
کله چی د طوفان څارلو یا په اړه یی خبرداری ورکړل شي، د ښوونځي څانګې د "کړکیچن حالت مدیریتی پلان" ښوونځیو ته تفصيلي لارښوونه کوي چی باید کوم ډول اقدامات ترسره کړي. ټول ښوونځي او اداري دفترونه د هوا حالت معلومولو لپاره راډیوی سیسټم لري ترڅو سمدلاسه خبرتیا ترلاسه کړي کله چې دا خبرتیاوې خپریږي. کله چې د طوفان خبرداری خپور شي، ټول زده کوونکي او کارکوونکي به د ښوونځي ټاکل شوي "خوندي ساحو" ته ځی، باید د "غورځولو او ټیټیدو" قوماندې ورکولو لپاره چمتو وي او په باید په خوندي ساحو کې پاتې شي تر هغه چې د طوفان خبرداری لارښوونه نه وي لیرۍ شوې. هرڅوک چې د ښوونځي ملکیت په بسونو کې موقعیت ولري، د ودانۍ داخل ته به ځی. هغه بسونه چې په نږدې سړکونو سفر کوي د ترانسپورت لیږونکي سره په همغږۍ د سرپناه اخیستلو لپاره به نږدې ښوونځيو ته ځي.
د زلزلې په غبرګون کی اقدامات
د ډویژن "د کړکیچن حالت مدیریتی پلان" ښوونځیو ته تفصيلي لارښوونې وړاندې کوي چې د زلزلې په صورت کې څه اقدامات تر سره کړۍ. د ودانی داخل کی کارکوونکي او زده کوونکي به ځمکې ته ځان غورځوي، پوښښ به اخلي، او تر هغه پورې به ځای پر ځای وي تر څو چې ټکان نه وي ودریدلۍ. یو ځل چې ټکان ودریږي ، ټاکل شوي ساحې ته لاړشئ. له ودانیو بهر کارکوونکي او زده کوونکي به د ودانیو، د سړک د څراغونو، او د برق له تارونو څخه لیرې کیږي تر څو چې ټکان نه وي ودریدلۍ.
د والدینو/سرپرستانو او زده کوونکو د بیا یوځای کیدو بهیر
د ښوونځیو تخلیه
- د دې لپاره چې زمونږ د زده کوونکو او کارکوونکو خوندیتوب نور هم ډاډمن شي، مهرباني وکړئ ښوونځي ته د خپل ماشوم د اخیستلو لپاره بیړه مه کوئ. دا به یوازې اضافي ترافیک رامینځته کړي چې ممکن د اړتیا وړ بیړني حالت موټرو مخه ونیسي او د پیښی ځای کې ستاسو شتون ممکن د تخلیی پروسه وځنډوي. ماشومان او والدین/سرپرست به په خوندي او منظم او په خپل وخت سره یوځای کړل شي.
- ښوونځی به په کړکیچن/بیړني حالت کې په اتومات ډول نه لغوه کیږي. ښوونځی ممکن د زده کوونکو او کارکوونکو لپاره ترټولو خوندي ځای وي. د ښوونځي څانګه به دا ډاډ رامنځ ته کړي چې زده کوونکي په خپلو ښوونځیو کې تر هغه وخته پورې خوندي وساتل شي تر څو چې ګواښ کم شوی یا له منځه نه وي تللی.
- حتی که زده کوونکي تاسو سره په مستقیم ډول د دوی د ګرځنده تلیفون څخه د دوی د وړلو لپاره اړیکه هم ټینګه کړۍ، مهرباني وکړئ ښوونځي ته د راتللو څخه مخکی د ښوونځي یا د ښوونځي څانګې لخوا رسمي خبر ته انتظار وباسۍ دا ځکه چې د بیړني حالت پر مهال اکثرا غلط معلومات خپریږي.
- که چیرته حالت دا ډول وي چی د زده کوونکو لیږدولو ته اړتیا وي، والدینو/سرپرست ته به د ښوونځي څانګې د پیغام رسولو سیسټم له لارې د بدیل سرپناه ځای په اړه خبر ورکړل شي.
- د ښوونځي څانګې ویب پاڼه (www.pwcs.edu) کی په دوام داره توګه تازه معلومات ورکول کیږي او د دقیقو او تازه معلوماتو تر لاسه کولو لپاره تل یو ښه ځای دی.
- که چیرته د عامه خوندی ساتلو چارواکي د ښوونځي د تخلیه کولو پریکړه وکړۍ، زده کوونکي او کارکوونکي ممکن د بسونو له لارې په خوندي ډول د والدینو/سرپرست - زده کوونکي لپاره ټاکل شوي بدیل سرپناه ځای ته ولیږدول شي. د پیښی شرایطو ته په کتو سره، زده کوونکي ممکن د بدیل سرپناه په ځای کې د ډیری لاملونو پر اساس تر هغه وخت وساتل شي تر کوم وخت یی چی د عامه خوندی ساتلو یا روغتیا چارواکی د خوشی کولو هوکړه وکړي.
- والدینو/سرپرستانو ته به اجازه ورکړل شي چې خپل ماشومان ویسی پرته له دې که د عامه خوندي ساتلو یا د ښوونځي چارواکو ښوونځي ته لاسرسی محدود کړي وي. دا کیدای شي د ځای پر ځای پناه اخیستلو یا وداني خوندي کولو په وخت کی واقع شي یا په کومه بله پیښه کی.
د زده کوونکو والدینو/سرپرستانو ته سپارل یا حواله کول
- والدینو/سرپرستانو ته به اجازه ورکړل شي چې خپل ماشومان ویسی پرته له دې که د عامه خوندي ساتلو یا د ښوونځي چارواکو ښوونځي ته لاسرسی محدود کړي وي. دا کیدای شي د ځای پر ځای پناه اخیستلو یا وداني خوندي کولو په وخت کی واقع شي یا په کومه بله پیښه کی.
- زده کوونکي به یوازې هغه اشخاصو ته حواله کیږي چې په ParentVUE پروګرام کې واک لري یا که د والدینو یا سرپرست لخوا لیکل شوي اجازه ولري.
- د زده کوونکو د بدیل سرپناه ځای څخه حواله کولو لپاره به والدین/سرپرست اړ وي چې د زده کوونکو وړلو لپاره مناسب پیژند پاڼه وړاندې کړي.
په کړکیچن حالت کی مقابله کول، چک لست
کله چې کړکیچن حالت رامنځته شي: والدینو/سرپرستانو لپاره چټکه مرجع/لارښوونه
زمونږ په ټولنه یا په ګاونډیو ټولنو کې هر وخت امکان لري چی یو کړکیچن حالت یا د خوندیتوب اندیښنه رامنځ ته شی. ماشومان ممکن د هغه معلوماتو له امله وارخطا او/یا ډاریدلی وي چې دوی یې د خبرو اترو له لاری او د خبرونو په راپور کې اوري او دوی د مشرانو څخه لارښوونه تر لاسه کولو ته په تمه وي چې څه ډول عکس العمل باید څرګند کړي. لاندې ذکر شوۍ چټکی لارښوونی والدینو/سرپرست ته د امنیت او خوندیتوب احساس رامنځ ته کولو لپاره سلا مشوری ورکوي ترڅو د دوی ماشومانو سره د کړکیچن حالت سره په مقابله کولو کې مرسته وکړي. برسېره پردې، د کړکیچن حالت وروسته، د ښوونځي ارواپوه، د ښوونځي ټولنیز کارکونکي، د ښوونځي سلاکاران، او د ښوونځي څانګې د جدي پیښو ټیم غړي د زده کوونکو سره د مرستې کولو لپاره موجود دي.
احساساتي ملاتړ
- ورځپاڼو او تلویزیوني خبرونو او راپورونو ته د خپل ماشوم د لاسرسی کچه محدود کړئ. د کړکیچن حالت په اړه بیا بیا خبرې کول ممکن ماشوم بیاځلی وځوروي.
- خپلو ماشومانو سره د هغه څه په اړه چی رامنځ ته شوي، صادق اوسئ او هر څه چی رامنځ ته شوي، په اړه یی ورته حقایق وړاندی کړۍ. په ښه توګه پوهیدو لپاره د خپل ماشوم د عمر په حساب سره اصتلاګانی وکاروئ.
- خپل ماشوم وهڅوئ چې له تاسو سره د خپل احساساتو او اندیښنو په اړه خبرې اتری وکړي. خپل احساسات د خپل ماشوم سره شریک کړئ.
- د خپل ماشوم سره زیات وخت تېر کړئ، په ځانګړې توګه داسی یو کار وکړۍ چی ستاسو دواړو لپاره یو څه تفریحی یا آرام ډوله وي.
- د لمس کولو اهمیت په یاد ولرئ. غیږه کی نیول ستاسو ماشوم ته ډاډ ورکړي چې تاسو د هغه/هغی سره مینه لرۍ.
- د روانو ستونزو نښو نښانو په لټه کی اوسی، کوم چې ښایي په ډاګه کړۍ چی ستاسو ماشوم اضافي مرستې ته اړتیا لري. ځینې ګواښوونکی نښې نښانې دا دي، له ټولنیزه اړیکو څخه ډډه کول، د خواړو یا خوب په عادتونو کې بدلون، بد خوبونه کتل، او غیرعادی غیږ کی نیول دي.
د خوندیتوب ملاتړ
- د خوندیتوب بنسټیزه احتیاطونه بیاځلی وګورۍ.
- د کورنۍ د خوندیتوب طرزالعملونه بیاځلی وګورۍ ترڅو ستاسو ماشومان د بیړني حالت په صورت کې د چمتووالي احساس وکړي.
- د خپل ماشوم بهرنی (لوبې) فعالیتونه وڅاری او څارنه یی تر سره کړئ.
- تل باید په دی پوه اوسی چې ستاسو ماشوم له چا سره او چیرته دۍ.
- په هغه حالت کې چې تاسو ځنډ وکړۍ او د ښوونځي د ورځې په پای کې کور کی نه یاست، له مخکی څخه داسې یو ځای په ډاګه کړۍ چیرته چې ستاسو ماشومان باید لاړ شي.
- خپل ماشوم ته یادونه وکړئ چې تل د هر ډول شکمنو کسانو یا فعالیت په اړه یو باوري بالغ ته راپور ورکړئ.