په امنیتی سکرینینګ ټیکنالوژۍ کې اوسني پرمختګونه د وسلو کشف کولو ته زمینه برابروي او ګڼ شمیر خلک په آسانی سره سمبالولۍ شي.
®Evolv Express
®Evolv Express د خلکو د ګڼې ګوڼې د سکرینینګ یا څارلو سیسټم دی چې په باوری ډول د وسلو او فلزي چاودیدونکو توکو په کشفولو سره د ګڼ شمیر خلکو داخلیدو ته اجازه ورکوي کله چې ملاقات کوونکي ورڅخه په عادی ډول تیریږي. دا د غلا مخنیوي په موخه د بریښنایی وسیلو په څیر د فریکونسۍ ورته واټن کاروي چې په پراخه کچه په زرګونو پلورنځیو کې ځای په ځای شوي دي او هره ورځ لسګونه زره خلک ورڅځه تیریږي.
®Evolv Express د فلز کشف کوونکی نه دی. Evolv Express د وسلو د کشف یا موندلو یو پرمختللی سیسټم دی. Evolv Express مصنوعي هوښیارتیا او د حس لرونکی ټیکنالوژي کاروي ترڅو په چټکی سره د تلیفون یا د شخصي توکي او د احتمالي وسلې یا د وسلې د برخی ترمنځ توپیر وکړي. د فلزی توکو کشف کوونکي آلی سره په توپیر، Evolv Express د فلز په لټه کې نه وي، بلکه یوازې د وسلو او د وسلو د حصو یا برخو په لټه کی وي.
د Evolv Express ټیکنالوژۍ په اړه لا زیات معلومات ترلاسه کړئ
په مکرر ډول پوښتل شوي پوښتنې
- دا سیسټم کټ مټ، څنګه کار کوي؟
-
Evolv Express مصنوعي هوښیارتیا او حسونه کاروي ترڅو په چټکی سره د وسلو او ورځني توکو ترمینځ توپیر وکړي، او زده کوونکو ، ښوونکو او کارکوونکو ته اجازه ورکوي چې د ژوند د عادی ډول سرعت سره د امنیتی تدابیرو څخه تیر شي پرته له دې چې هر ځل ودریږي او تلاشي شي.
دغه سیسټم دوه ټاورونه لري چې زده کوونکي او کارکوونکي ورڅخه ښوونځي ته د داخلیدو په وخت کې تیریږي. که چیرته ټاورونه شنه شي، نو دا په دی معنی ده چی هیڅ ډول ګواښ نه دۍ موندل شوۍ او کس ورڅخه پرته له ودرولو تیریږي. یو اختصاص شوي کارکوونکی سره به په لاس کی د Evolv ګرځنده ټابلیټ موجود وي کوم چې دغه څارنه یا سکرینینګ پروسس کوي ترڅو په چټکی سره پوه چی که چیرته کوم اختمالی خطر کشف شي.
که چیرته سیسټم یو احتمالي ګواښ وو وینی، ټاور به د سور څراغ او غږ سره خبرتیا ورکړي، او یو سور بکس به په ټابلیټ کې څرګند شي چې دقیقا دا په ګوته کوي چې احتمالي ګواښ د کس په کوم ځاي کی دی. هغه کس به وروسته له هغي دویم ځلی له سکرینینګ څخه تیریږي او د اړتیا په صورت کې اضافي مرسته غوښتل کیدی شي.
- څه پیښیږي که چیرته د سیسټم د خطر زنګ (آلارم) غږ پورته کړي؟
- د سیسټمونو د اداره کولو لپاره چی کوم مسلکی کسان ستاسو ښوونځی غوره کړي دي، هغوي به د Evolv او نورو امنیتي ملګرو سره په ګډه د سیسټم کارولو د څرنګوالي په اړه روزنه تر لاسه کړي. هغوي به ځای پر ځاي شوي پروتوکولونه ولري، چی هغوي یی تعقیبوي کوم چې د هر موقیعت لپاره ځانګړتیا لري. په ډیری حالاتو کې، هغه کس چې له امله یی د خطر زنګ (الارم) فعاله کیږي، هغه به د امنیتی تدابیرو دویم موقیعت ته ځی چیرته چی به امنیتی ټیم هغه ځاي ګوری چی په سکرین بانندی ښکاره شوي وي - د بیلګی په توګه، د کتابونو کڅوړه. په پورتنۍ ښیې کونج کې ټابلیټونه د "مرستې" تڼۍ لري چې د احتمالي پیښې یا ستونزی په وخت کې د مرستی غوښتلو لپاره نورو ته سمدستي خبرداری ورکولو لپاره کارول کیدی شي.
- آیا د Evolv Express سیسټم خوندي دی؟
-
Evolv زمونږ د محصولاتو خوندیتوب، کیفیت او دوام لپاره وقف شوی دی. د Evolv Express سیسټم په حفاظت سره آزمول شوی او په لاندی ذکر شوي تصدیق نامو برابر دۍ:
- د FCC CFR برخه 15، CE Mark (CE لارښودونی او معیارونه) د CBTL خوندیتوب معیارونو پر اساس، نړیوال CB سکیم
- UL 61010, EN61010, IEC 61010 او CAN/CSA 61010-1
- US Americas with Disabilities Act Compliance Compliant Access
- په بریښنایی / بریښنایی توکو کې د RoHS - (ځینې خطرناکو موادو (د بیلګې په توګه لیډ) د کارولو محدودیت.)
- آیا د Evolv Express سیسټم د هغو خلکو لپاره خوندي دی چې په بدن کی لګول شوي یا د اغوستلو وړ طبي آلات لري؟
- د EAS او د تیریدو فلزي کشف کوونکو آلو په اړه د FDA لارښود سره سم، هغه ملافات کوونکي او د سیسټم اداره کوونکی چې په بدن کی لګول شوي آلی یا د اغوستلو وړ طبی آلی لري، دا سپارښتنه کیږي چې هغوي دی د خپلو ځانګړي وسیلو یا آلو اړوند معلوماتو لپاره د خپل آلی جوړونکي یا ډاکټر سره سلا مشوری وکړي. هر هغه څوک چې د خوندیتوب اندیښنه لري، د هغوي د سکرینینګ یا تلاشی کیدو لپاره د بدیلو لارو چارو سپارښتنه کیږي.
- آیا د دی سیسټمونه سره د اوږدې مودې لپاره مخامخ کیدل یا څرګندتیا خوندي ده؟ (د بیلګی په توګه، د هغو ماشومانو لپاره چې هره ورځ له دی څخه تیریږي یا هغه پرسونل چې دا سیسټم اداره کوي؟
-
د عامه سره په خوندي ډول د معاملاتو کولو لپاره د 2019 کال د IEEE لارښوونی سره سم، Evolv Express د فریکونسۍ خورا ټیټ راډیوي موجونه (ELF) کاروي - چی د غیر ایونی حس کولو طریقه کار دۍ کوم چې د منظم / حرفوي سره سره په کم څرګنتیا باندې پلي کیږي. د لا زیات روغتیایی او خوندیتوب معلوماتو لپاره، د Evolv د روغتیا او خوندیتوب معلومات ولولئ.
- دا ټیکنالوژي په نورو کومو ځایونو کې کارول کیږي؟
-
Evolv Express د عامه غونډو، ښوونځیو، روغتونونو، میلو پارکونو، لوبغالو، د هنرونو د نندارې مرکزونو، کیسینو، د عبادت ځایونو، او د کار ځایونو پشمول د ټول هیواد په بیلابیلو میدانونو کې کارول کیږي. Six Flags, Lincoln Center, Georgia Aquarium, او Gillette Stadium ځینی د پام وړ سازمانونه دي چې د Evolv سره شراکت کوي ترڅو د وسلو څخه پاک چاپیریال رامینځته کړي. هغه امنیتي متخصصین څوک چی د دی ځایونو مسٔولیت په غاړه لري، ټیکنالوژیی، پروتوکولونه او خلک ټیسټ کوي، د ملګرو او اوږد مهاله آزموینې ادارو سره مشوري کوي، او د قانون پلي کوونکو سره ملګرتیا کوي تر څو د خلکو د خوندي ساتلو لپاره د امکان تر حده خطر کم کړي او مونږ ویاړو چې د وسلو سکرینینګ کوونکو په توګه د هغوي سره ملګری یو.
- آیا Evolv د څیری پیژندنو ټیکنالوژی کاروي؟
-
نه. زمونږ ټیکنالوژي د څیری پیژندنه نه کاروي. د سینسرونو او مصنوعي هوښیارتیا ترکیب، د خلکو د شخصي توکو او د وسلو ترمنځ په توپیر باندې تمرکز کوي. که چیرته سیسټم یو احتمالي ګواښ کشف کړي، د خطر زنګ فعاله کیږي، او هغه ګواښ کتل کیږي. که چیرته سیسټم کوم احتمالي ګواښ ونه مومي، نو د خطر زنګ نه فعاله کیږي او کس ورڅخه تیریږي. سیسټم یوازی توکي ارزوي چې له لارې یی تیریږي، نه خلک، ترڅو معلومه کړي چې آیا کوم ګواښ شتون لري او که څرنګ.
- Evolv کوم ډول معلومات راټولوي او دا معلومات څرنګ کاروي؟
- هغه ډاټا چې زمونږ سیسټم یی رامینځته کوي، هغه احصایوي معلومات دي، لکه د هغه خلکو شمیر چې ورڅخه تیریږي. مونږ د پیژندنی شخصي معلومات نه راټولوو. زمونږ ډیری پیرودونکي دغه ډاټا د داخل شوي زده کوونکو د شمیر په اړه په ښه توګه د پوهیدو لپاره کاروي. د بیلګی په توګه، که هغوي وګوري چې د ورځې په یو مشخص وخت کې په یوه دروازه کی هله ګوله زیاته ده، هغوي ممکن د هلی ګولی د ښه کولو په موخه د تګ راتګ یا ټرافیک او سرچینې بلی دروازی په لور وګرځوي.