د واکسینو شرایٔط - Pashto

د نوي ښوونځی کال پیل کولو لپاره، د زده کوونکو واکسینونه باید د 2025 کال د اګسټ میاشتی 15 نیټی پوری بشپړ شي.

یادونه - د واکسینو شرط پوره کولو انځور

د راتلونکې تعلیمی کال لپاره د واکسین د شرایٔطو پوره کولو وروستۍ نیټه د 2025 کال د اګسټ میاشتی 15 ده. که چیرته د اړتیا وړ واکسینو د تر سره کیدو ثبوت تر وروستی نیټی پورې وړاندې نه شی، زده کوونکی ته به اجازه نه ورکول کیږي چې د دوشنبی په ورځ، د 2025 کال د اګسټ میاشتی په 18 نیټه ښوونځی پیل کړی. تر هغه پوری چی د واکسینونو تر سره کولو اسناد وړاندی نه کړي. والدین/ سرپرستان کولی شی چی په ParentVUE کی د زده کوونکو د واکسینو سره د مطابقت لرو د څرنګوالی په اړه معلومات وګوري. د واکسین سره د نه مطابقت لرلو اړوند د ځانګړو پوښتنو یا د ParentVUE حساب جوړولو کی د مرستې لپاره، خپل ښوونځي سره اړیکه ټینګه کړئ. د واکسین تر سره کولو شرایٔطو لست لاندې ځائ کی موندل کیدئ شي.

کله چی واکسین بشپړ شي، د خپل ماشوم ښوونځي ته یی اسناد په لاس ورکړی چې دا په ډاګه کړی چې ستاسو ماشوم واکسین تر سره کړي دي. په ټولو اسنادو کې باید د زده کوونکی بشپړ نوم او آیی ډی نمبر شامل وی. د واکسین د بشپړیدو معلومات باید په فیزکی ډول د ښوونځی دفتر ته وی وړل شی.

که چیرته ستاسو زده کوونکی د کومی ستونزی له امله واکسین نشی تر سره کولی، نو روغتیایی ډاکټر باید تاسو ته د طبی معافیت تصدیق درکړی ترڅو یی تاسو د خپل زده کوونکی ښوونځی ته ویسئ.

د ښوونځي واکسینو شرایٔط/اړتیاوی

نرسه ماشومی ته واکسین تطبقوي

د ویرجینیا قانون دا اړین ګڼړي چې د ښوونځي له پیل کیدو څخه وړاندی په 12 میاشتو کې دننه دی د ماشومانو هراړخیز فزیکي معاینات (§ 22.1-270) تر سره شي او عامه وړکتون یا ابتدایه ښوونځي ته د ننوتلو څخه وړاندی دی کافي اندازه واکسین (§ 22.1-271.2) تر لاسه کړي. هیڅ زده کوونکی ته باید د ښوونځی لخوا په ښوونځی کی د ګډون کولو اجازه ورنکړل شي پرته له دی که زده کوونکی یا د هغه/هغی والدین د ویرجنیا دولت مشترکه ښوونځي ته د داخلېدو روغتیا په فورم کی د ښوونځی داخلوونکی افسر ته د واکسینو مستند ثبوت وسپاری یا پرته له دی که زده کوونکی د طبی یا مذهبی لاملونو له امله د واکسینو څخه معاف وي، زده کوونکی بې کوره ماشوم یا تنکی ځوان وي یا زده کوونکی په فوسټر کیٔر کی ژوند کوي. د اضافی معلوماتو لپاره مقرره 6-723 - “د واکسینو شرایٔط/اړتیاوی" وګورئ.

د وړکتون څخه تر 12 پوری ټولګی پوری زده کوونکو لپاره اړین واکسینونه
په PWCS کی د شاملیدو وړاندی
واکسین لږ تر لږه شرطٔ/اړتیا
ډیفتریا / Diphtheria، تیتانوس / Tetanus، او پرتوسس / Pertussis (DTaP, DTP, یا Tdap)
مناسب ډول مهالویش سره لږترلږه څلور ډوزونه. یو ماشوم باید د پیداښت په څلورمه کلیزه یا تر هغی وروسته د DTaP یا DTP واکسین لږترلږه یو ډوز واخلی. د DT (ډیفتریا، تیتانوس) واکسین د هغو ماشومانو لپاره اخیستل اړین دی چې له طبي لحاظه د پرټوسیس لرونکي واکسین (DTaP یا DTP) څخه معاف دي. اوه کلن یا تر هغی زیات عمر لرونکی ماشومان چې د تیتانوس او ډیفیتیریا واکسین لپاره ټر ټولو لږ شرط نه پوره کوي، هغوي لپاره د بالغو Td واکسین اړین دۍ. هغه ټول ماشومان چی 7 ټولګي ته داخلیږي، هغوي لپاره تقویه کوونکی/موثره کوونکی د Tdap واکسین تر سره کول اړین دي.
د هیموفیلس انفلوینزا / Haemophilus Influenzae ډول بی (Hib) واکسین
دا واکسین یوازې د 60 میاشتو پورې عمر لرونکی ماشومانو لپاره اړین دی. بنسټیزه لړۍ دوه یا درې ډوزه لري (تولید کوونکی پورې اړه لري). په هرصورت، د ماشوم اوسنی عمر د اړتیا وړ ډوزونو شمیر اداره کوي، نه د ډوزونو پخوانی شمیر. د 15 او 60 میاشتو تر منځ غیر واکسین شوي ماشومان یوازې د واکسین یو ډوز/خوراک ته اړتیا لري.
د هیپاټایټس A یا زیړ ژیړۍ واکسین
د هیپاټایټس A واکسین لږترلږه دوه ډوزونه/خوراکه. لومړی ډوز باید په 12 میاشتنی یا تر هغی ډیر عمر کې تطبیق شي.
هیپاټایټس B یا تور ژیړۍ واکسین
د مناسب ډول مهالویش سره، د ټولو ماشومانو لپاره د هیپاټایټس B یا تور ژیړۍ واکسین دری ډوزه/خوراکه تر سره کول اړین دي. په هرصورت، FDA د 11 څخه تر 15 کلنی پوری تنکی ځوانانو لپاره یوازی د دوه ډوزونو مهالویش تصویب کړی او یوازې هغه وخت کله چې د بالغ کسانو لپاره جوړ شوئ د Merck برانډ (RECOMBIVAX HB) هیپاټایټس بی واکسین وکارول شي. که چیرته د دوه ډوزه مهالویش واکسین د 11 څخه تر 15 کلنی پوری تنکی ځوانانو لپاره وکارول شي، دا باید په واضح ډول د ښوونځي په فورم کې مستند یا ولیکل شي.
د شری (Measles)، ممپس یا ټنډ غومبوری مرض (Mumps) او روبیلا (MMR) (Rubella) واکسین
لږترلږه دوه د شری، دوه د ممپس، او یو د روبیلا واکسین (ډیری ماشومان د هر یو واکسین څخه دوه ډوزه/خوراکه ترلاسه کوي ځکه چې واکسین معمولا یو له بله سره یو ځائ کیږي چی MMR ورته ویل کیږي). لومړی ډوز باید په 12 میاشتنی کی یا له هغی زیات عمر کی تطبیق شي. د واکسین دوهم ډوز باید وړکتون ته د ننوتلو څخه وړاندی تطبیق شي مګر د لومړی او دویم ډوز تر مینځ لږترلږه وقفی وروسته هر وخت تطبیق کیدی شي.
د Pneumococcal / نیوموکوکل (PCV) واکسین
دا واکسین یوازې د 60 میاشتو څخه کم عمر لرونکی ماشومانو لپاره اړین دی. د نیوموکوکل کډ واکسین یو څخه تر څلورو ډوزونو پوری کول اړین دي مګر د لومړي ډوز په وخت کې د عمر پورې اړه لري.
د روټا ویروس / Rotavirus واکسین
دا واکسین یوازې د اتو میاشتو څخه کم عمر لرونکی ماشومانو لپاره اړین دی. د روټا ویروس واکسین دوه یا درې ډوزه/خوراکه اخیستل اړین دي (په تولیدونکي پورې اړه لري).
د پولیو یا ګوزڼ (IPV) واکسین
د پولیو یا ګوزڼ واکسین لږ تر لږه څلور ډوزه. یو ډوز یا خوراک باید د زیږیدنی په څلورمه کلیزه یا تر هغی وروسته تطبیق شي. د اضافي معلوماتو لپاره ضمیمه شوئ د لارښونی سند وګورئ.
د ویروسیلا یا چیچک / Varicella واکسین
ټول هغه ماشومان چې د کال 1997 د جنورۍ په 1 نیټه او له هغی وروسته زیږیدلي دي، هغوي به اړ وي چی په 12 میاشتنی کی یا له هغی وروسته د چیچک یا چکن پاکس واکسین یو ډوز واخلی یا تر سره کړي. د واکسین دوهم ډوز باید وړکتون ته د ننوتلو څخه وړاندی تطبیق شي مګر د لومړی او دویم ډوز تر مینځ د لږترلږه وقفی وروسته هر وخت تطبیق کیدی شي.
7 ټولګی ته د ننوتلو څخه وړاندی
ډیفتریا / Diphtheria، تیتانوس / Tetanus، او پرتوسس / Pertussis (DTaP, DTP, یا Tdap)
هغه ټول ماشومان چی 7 ټولګي ته داخلیږي، هغوي لپاره تقویه کوونکی/موثره کوونکی د Tdap واکسین تر سره کول اړین دي. (د دې واکسین په اړه اضافي معلومات د دې چارټ په سر کې موندل کیدی شي.)
د ایج پی وي / (HPV) ویروس واکسین
هغه زده کوونکی چې 7 ټولګي ته داخلیږي، هغوي لپاره د ایچ پی وي / HPV واکسین د دوه ډوزونو لړئ بشپړول اړین دي. مخکی له دی چی ماشوم 7 ټولګي ته داخل شي، لومړئ ډوز ورته باید تطبیق شي. د روغتیا بورډ لخوا د تصویب شوي تعلیمي موادو بیاکتنې وروسته، د والدینو یا سرپرست په اختیار سره، والدین یا سرپرست کولئ شي د ماشوم لپاره د HPV واکسین نه ترلاسه کول غوره کړي.
د Meningococcal (MenACWY) مکس یا ګډ واکسین
د MenACWYA واکسین لږترلږه دوه ډوزه/خوراکه. لومړی ډوز باید 7 ټولګي ته د ننوتلو څخه وړاندی تطبیق یا تر سره شي. وروستی ډوز باید 12 ټولګي ته د ننوتلو څخه وړاندی تطبیق شي.
دولسم ټولګی ته د ننوتلو څخهوړاندی
د Meningococcal (MenACWY) مکس یا ګډ واکسین
لومړنی ډوز باید 7 ټولګي ته د ننوتلو څخه وړاندی تطبیق شي. وروستی ډوز باید 12 ټولګي ته د ننوتلو څخه وړاندی تطبیق شي.
زما ماشوم چیرته واکسین ترلاسه کولی شي؟

ستاسو ماشوم کولی شي چی د خپل روغتیایی ډاکټر، د بیړني پاملرنې مرکز، سیمه ایز درملتون، یا په لاندې ذکر شویو روغتیایی کلینیکونو کی د وخت په نیولو سره نا بشپړ شوي واکسینونه تر لاسه کړي.
وروسته له هغه چې یو هلک واکسین ترلاسه کړ، نرس ورسره پنجه کوي.
د پرنس ویلیم روغتیایی مرکز

Manassas کلینیک
 9301Lee Avenue
Manassas, VA 20110
703-792-6300

Woodbridge کلینیک
 4001Prince William Parkway, Suite 101
Woodbridge, VA 22192
703-792-7300
Mason and Partners (MAP)

Manassas Park MAP کلینیک
 9Tremont St
Manassas Park, VA, 20111
 703-993-5880
✻  لیدو لپاره وخت نیول اړین دي؛ پرته د وخت نیولو د کتنی فرصتونه محدود دي
✻  میډیکیډ او (یوازی د 19 کاله څخه کم عمر لرونکی غیر بیمه شوي ماشومان) منل کیږي

Greater Prince William روغتیایی مرکز

GPW روغتیایی مرکز
Dumfries, Manassas, او Woodbridge:  703-680-7950
✻  بیمه شوي او غیر بیمه شوي میډیکیډ منل کیږي
ډاکټر سره د ملاقات لپاره وخت ونیسئ