په پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځيو کی د نوم لیکنی پروسه
1 قدم کي: خپل ځایي ښوونځی ومومۍ
والدین باید پرنس ویلیم کاونټي ته د کډه کیدو سره سم خپل ماشومان په ښوونځی کې شامل کړی. د خپل ښوونځی ومومئ / Find Your School وسیله وکاروئ.
- هغه والدین چی زده کوونکي یی اوس مهال د پرنس ویلیم کاونټی ښوونځی په پری سکول پروګرام (پری سکول یا ځانګړي زده کړو ) پروګرام کې شامل دي، اړتیا نلري چی د وړکتون لپاره په آنلاین ډول د نوم لیکنی پروسه بشپړه کړي. پر ځای یې، هغوي دی مهربانی وکړئ د هر هغه ښوونځي راجسټرار سره اړیکه ټینګه کړي چیرته چې به د هغوي زده کوونکي په راتلونکي ښوونځي کال کی په وړکتون کې ګډون کوي.
- که تاسو د ښوونځی د نوم لیکنې په اړه اضافی پوښتنې لرئ، تاسو کولی شئ د خپل زون ښوونځی سره اړیکه ټینګه کړئ. د ښوونځی د ډول له مخې، د PWCS ښوونځي دلته وګورئ
2 قدم کی: د خپل زده کوونکی راجسټر کولو لپاره اړین اسناد راغونډ کړئ
لاندی ذکر شویو ته اړتیا لرې:
- ستاسو د زده کوونکی د پیدایښت اصلی سند یا تصدیق شوی کاپی.
- د ماشوم د پیدایښت د سند غیر تصدیق شوی کاپي دا شرط نه پوره کوي.
- د رسمي چارو پر مخ وړولو لپاره، تاسو کولی شئ چې د عامې روغتيا څانګې يا د اړین ریکارډ ساتلو دفتر څخه چېرته چې زده کوونکي زیږیدلی وو، د پیدایښتتصدیق شوي سند ترلاسه کړئ. دا ډیره وخت د "رسمی" کاپیپه توګه هم پیژندل کیږي. که تاسو د خپل زده کوونکی لپاره د ویرجینیا د زیږیدنی سند تصدیق شوی کاپی نلرئ، نو مهربانی وکړئ د مرستې لپاره د ویرجینیا د روغتیا وزارت د اړین ریکارډ ویب پاڼه وګورئ.
- د کور د ملکیت لرلو یا د کرایی اسناد چی په پرنس ویلیم کاونټي کی وی.
- په پرنس ویلیم کاونټی کې د خپل استوګنځی مستندولو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره مهربانی وکړئ 3-711 مقرره ولولئ.
- ستاسو د استوګنځی په ثبوت رسولو لپاره دوه نور اضافی سندونه چی د لاندې لیسټ څخه ترتیب شوی وي:
- د اوسنی اوسیدو پتی سره د ویرجینیا د موټر چلولو د اعتبار وړ جواز
- د موټر د ثبتولو اسناد / راجسټریشن
- ټوټیلټی بیل لکه د ګیس، بریښنا بیل یا د ګیس/بریښنا فعالولو اسناد
- د شخصي ملکیت د مالیې بیل
- د بانکی حساب سند
- د معاش سند یا پی سټب
- د رای ورکوونکی د راجسټریشن/نوم لیکنی سند
- د موټر یا کور د بیمې پالیسي اسناد یا کارت
- د سند په شکل کی نور داسی شواهد چی ستاسو استوګنځی ثابت کړي
- د هغو زده کوونکو لپاره د نري رنځ (توبر کلوز) معایناتو منفي پایلې چې د راجسټریشن نیټې څخه دمخه یی په تیرو پنځو کلونو کې د متحده ایالاتو یا متحده ایالاتو له سیمو څخه بهر د دریو یا ډیرو پرله پسې میاشتو لپاره وخت تیر کړی اوسی. د نری رنځ د معاینې په اړه لا زیات معلومات دلته ترلاسه کړئ.
- د وړکتون څخه تر پنځم ټولګي پورې د زده کوونکو لپاره بشپړ فزیکي معاینات چې د زده کوونکي په لومړي ځل عامه ښوونځي ته د ننوتو څخه دمخی په تیرو 12 میاشتو کې تر سره شوي اوسی. په ښوونځی کی د شاملیدو وړاندی، د ورجینیا د ښوونی او روزنی او د ورجینیا د روغتیا څانګه اړینه ګڼړي چی د زده کوونکی د روغتیا معلومات دي د ورجینیا دولت مشترکه د ښوونځي د داخلیدو روغتیا فورمه (PDF) کی مستند شي.
- د ویرجینیا دولت مشترکه د ښوونځی ته د داخلیدو د ډکولو وړ آنلاین روغتیا فورم (PDF)
- د ویرجینیا دولت مشترکه د ښوونځی ته د داخلیدو روغتیا فورم - هسپانوي (PDF)
- اضافی معلومات د ویرجینیا عامه ښوونځیو د VDOE نوم لیکنې په ویب پاڼه کې موندلی کیدی شئ.
- د اړین واکسینو ثبوت
- د هغو زده کوونکو لپاره د اوسني انفرادي زده کړې (IEP) پروګرام یوه کاپي چې د ځانګړي زده کړې خدمتونه ترلاسه کوي.
- د توقیف اسناد، که د تطبیق وړ وي.
3 قدم کی: انلاین نوم لیکنه تر سره کړئ
والدین باید د موجوده کورنیو لپاره لارښوونې انتخاب کړي که د لاندينیو څخه کوم یو یی ریښتیا وي:
- والدین یو داسی زده کوونکی لري چې اوس مهال په PWCS ښوونځي یا پروګرام کې شامل دی.
- والدین یو داسی زده کوونکی لري چې پخوا د PWCS په ښوونځي کې شامل وو یا پخوا په مرکزي دفتر کې ارزول شوی وو.
- والدینو په یو وخت کې په PWCS کې د والدینو حساب درلود.
مهرباني وکړئ په لاندې ځای کی هغه تڼۍ غوره کړئ چې ستاسو په کورنۍ باندې د پلی کیدو وړ وي.
4 قدم کی: د نوم لیکنې لپاره له ښوونځی سره اړیکه ټینګه کړئ
د آنلاین نوم لیکنې پروسی بشپړولو وروسته، د خپل زده کوونکي زون شوي ښوونځي کې د رجسټرار سره اړیکه ټینګه کړئ. د خپل زده کوونکی د ښوونځی بریښنالیک پته موندلو لپاره لاندې لینکونه وکاروئ.
نړیوال ښه راغلاست مرکز - د ژبي ارزونه او د بهرنی اطلانامی یا ټرانسکرپټ ارزیابی
نړیوال ښه راغلاست مرکز د هغو کورنیو اړتیاوې پوره کوي څوک چې پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو کی نوي شاملیږي او د انګلیسي ژبی پرته په بله ژبه باندي خبری کوي او/یا پری پوهیږي. نړیوال ښه راغلاست مرکز د نوي زده کوونکي په نوم لیکنه، د انګلیسي ژبې مهارت په ارزونه، په ټولګی کی ځای پرځای کولو کی، او د بهرني ټرانسکرپټ یا نمرو په ارزیابی کولو کی مرسته کوي. د لا زیاتو پوښتنو لپاره، زمونږ د نړیوال ښه راغلاست مرکزونو، ماناساس څانګی سره په 3800-402-571 شمیره، او ووډبریج څانګی سره په 6813-374-571 شمیره یا د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ. د اداری کارکوونکو څخه یو تن به له تاسو سره د مرستې کولو په موخه په دوه کاري ورځو کې دننه اړیکه ټینګه کړي.
ټولی نوي نوم لیکنی د Online Registration for New Families / نوي کورنیو لپاره په آنلاین ډول نوم لیکنه ویب پاڼی له لاری بشپړ کیږی. د خپل زده کوونکي د ښوونځی زون معلومولو لپاره د PWCS خپل ښوونځی ومومۍ وسیله وکاروئ. د آنلاین نوم لیکنی بشپړولو څخه وروسته، د خپل ښوونځي راجستر کوونکي سره د لاندې لینکونو څخه په یو سره اړیکه ونیسئ:
غیر والدین او غیر ځایي اوسیدونکی چی زده کوونکی شاملوی
که تاسو غیر والدین یا غیر ځايي اوسیدونکی یاست او په پرنس ویلیم کاونټی عامه ښوونځی کې زده کوونکی شاملوئ، نو مهربانی وکړئ د ګټورو معلوماتو لپاره لاندې لینکونو باندی کلیک وکړئ.
- د استوګنی 3-711 مقرره وګورۍ
- د کورس ویلو یا زده کړي فیس لپاره 1-346 مقرره وګورئ
- په پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو کې د والدینو حقوق او د شخړو حل (PDF)
د 25-2024 ښوونځي کال لپاره د زده کړو نرخ/فیس
- د آیالت دننه: په کال کی 9,462$
- د آیالت څخه بهر: په کال کی 18,159$
بې کوره توب
د بې کوره توب په تعریف کی هغه ماشومان او ځوانان شامل دی چې د شپې لخوا ثابت، منظم، او د اوسیدو لپاره د ډاډ وړ ځای نلري، لکه څرنګ چې د مک کینی وینټو (McKinney-Vento) د بې کوره کسانو د مرستې قانون لخوا تعریف شوئ. هغه ماشومان او تنکی ځوانان چې د لاندې ذکر شویو حالاتونو څخه چی هر یو یی تجربه کوی، هغوي بې کوره ګڼل کیدي شی:
- د کور د لاسه ورکولو، اقتصادی ستونزو یا دغو ته د ورته لاملونو له امله چی د نورو کسانو سره استوګنځی شریکوي؛
- د بیړنی حالت یا د لیږد وړ سرپناه کې ژوند کوي.
- د ډاډ وړ بدیلو اسانتیاوو د نشتوالي له امله په موټلونو، هوټلونو، د لیږد وړ کورونو (ټریلرونه)، يا د خیمی وهلو د چکر ځایونو کې اوسېږي؛
- په موټرو، پارکونو، عامه ځایونو، د بس یا اورګاډي په تمځایونو، یا په پرېښودل شوو ودانیو کې اوسېږي؛
- د شپې لخوا د استوګنی لپاره داسی یو ځاي لري چې عامه یا شخصي ځای وي او په بنسټیزه توګه د خوب لپاره د عادی استوګنځي په توګه نه وی جوړ شوئ یا نه کارول کیږي؛ یا
- هغه کډوال ماشومان یا تنکی ځوانان چې په پورته ذکر شویو حالاتو کې ژوند کوي؛
که کومی پوښتنی لرئ، مهربانی وکړئ د مک کینی وینټو پروګرام د بې کوری رابط افسر، ټامی ایپولیټ (Tami Eppolite) سره د [email protected] بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ.
د تصدیق شوي ښوونکی انتخاب
یو ښوونکي تصویب کیږی که چیرته هغوی د ښوونې لپاره د اعتبار وړ جواز ولري. د اکاډمیکی پرمختګ ثبوت وړاندی کولو ته اړتیا نشته.
په PWCS کې، “په کور دننه د لارښوونی” دفتر د تصدیق شوي ښوونکی لخوا د تعلیمي انتخاب د تصدیق کولو پروسې څخه نظارت کوي. هغه والدین چې دا انتخاب غوره کوي، باید په کور دننه د لارښوونې دفتر ته د میل لیږدولو له لارې خبر ورکړي: د PWCS د زده کوونکو د خدمتونو څانګه، په کور دننه لارښوونه، P.O. Box 389, Manassas, VA 20108, یا بریښنالیک: [email protected].
مهربانی وکړئ په خپل لیک لیکنه کې لاندې ذکر شوي اضافه کړئ:
- د زده کوونکي نوم
- د ښوونکی د ویرجینیا د ښوونې د اعتبار وړ (اوسنی) جواز کاپی