Kindergarten Registration - Pashto

Kindergarten student at desk

وړکتون لپاره نوم لیکنه

د شاملیدو عمر

هغه زده کوونکي چې د سپتمبر تر 30 نیټی پورې یی عمر پنځه کاله یا ډیر دی، په وړکتون کې د شاملیدو لپاره وړ دي

په وړکتون کی د نوم لیکنی کولو لپاره معلومات

په آنلاین ډول د نوم لیکنی کولو پروسی څخه وروسته په تعقیب سره په شخصي یا فیزکی ډول د نوم لیکنی ملاقات تر سره کیږي. هغه والدین چې په آنلاین ډول د نوم لیکنی پروسه یې بشپړه کړې اوسی، کولئ شي چی د خپل ماشوم ځایی ښوونځي سره اړیکه ټینګه کړي ترڅو په تعقیب سره په فیزکی یا شخصی ډول لیدنی لپاره ملاقات مهالویش کړي. د ورکتون ښوونځی اړوند معلوماتونو لپاره مهربانی وکړئ د خپل ماشوم د ځایی ښوونځی ویب پاڼی ته لاړ شئ.

په فیزکی یا شخصی توګه د تعقیبی ملاقات لپاره، مهربانی وکړئ لاندی ذکر شوي له ځانه سره راوړئ.

  • د ماشوم د زیږیدنی د سند تصدیق شوی کاپي (حتی که تاسو دغه سند اپلوډ کړی هم اوسی).
  • د مور/پلار یا قانوني سرپرست عکس لرونکی پیژند پاڼه یا ID څوک چې د زده کوونکي نوم لیکنه تر سره کوي.

دغه لاندی راتلونکی ذکر شوي اسناد یوازې په هغه حالت کی له ځانه سره راوړئ که چیرته د آنلاین نوم لیکنی پروسې پر مهال نه وي پورته شوي یا اپلوډ شوي. ټول اصلي اسناد به بیرته مور/پلار ته سپارل کیږي.

  • د موجوده توقیف یا سرپرستی محکمی حکم یا د خپلوانو لخوا د پاملرنې کولو اسناد، چې اوس مهال پلی کیږي او که سم یا مناسب وي.
  • جامع فزیکي معاینات چی په عامه ښوونځي سیسټم کی د ماشوم د شاملیدو نیټی څخه وړاندی په دولسو میاشتو کې دننه ترسره شوي اوسی.
  • د واکسینو معتبر ریکارډ چی د روغتیا څانګی مسلکي کس لخوا لاسلیک شوی اوسی.
  • د استوګنځای ثبوت.

هغه والدین چې د آنلاین نوم لیکنی پروسی په بشپړولو کی مرستی ته اړتیا لري، کولئ شي چی د خپل ماشوم ځایی ښوونځي سره اړیکه ټینګه کړي او یوازی د وخت مهالویش کولو له لاری په فیزکی یا شخصی ډول ملاقات وکړي.

والدین باید د "موجوده کورنیو لپاره لارښوونې" وټاکي یا انتخاب کړي که د لاندينیو څخه هر کوم یو یی ریښتیا وي:

  • والدین یو زده کوونکی لري چې اوس مهال په PWC ښوونځي یا پروګرام کې شامل دی.
  • مور/ پلار یو زده کوونکی لري چې پخوا د PWC په ښوونځي کې شامل وو یا پخوا په مرکزي دفتر موقعیت کې ارزول شوی وو.
  • مور/پلار په کوم وخت کې په PWCS کې د والدینو یا Parent حساب درلود.

مهرباني وکړئ په لاندې ځای کی هغه تڼۍ غوره کړئ چې ستاسو په کورنۍ باندې د پلی کیدو وړ وي.

د راتلوونکی ښوونځي کال لپاره، په آنلاین ډول د وړکتون نوم لیکنه به د مارچ میاشتی په دریمه دوشنبه پرانیستل کیږي او په تعقیب سره به یی د نوم لیکنی کولو لپاره په فیزکی یا شخصی ډول ملاقات کول تر سره کیږي.

هغه والدین د چا چی زده کوونکي اوس مهال د PWCS په پری سکول پروګرام (پری سکول یا ځانګړي زده کړې) کې شامل دي، اړتیا نلري چی د وړکتون لپاره په آنلاین ډول د نوم لیکنی پروسه بشپړه کړي. پر ځای یې هغوي باید د هغه ښوونځي راجستر کوونکي سره اړیکه ټینګه کړي چیرته به چې د هغوي زده کوونکي په راتلونکي ښوونځي کال کی په وړکتون کې ګډون کوي.

د ابتدایهٔ ښوونځيو د راجستر کوونکو لیست

د اړین واکسینو شرایط

د ښوونځی عمر ماشوم پاملرنی معلومات

آیا ستاسو ماشوم له ښوونځی وړاندی او وروسته پاملرنی ته اړتیا لري؟

د Featherstone ،Loch Lomond، او West Gate ښوونځیو پرته، په نورو ټولو ابتدایهٔ ښوونځیو کی د ښوونځي څخه وړاندي او وروسته د پاملرنې خوندي، د لوړ کیفیت، او ارزانه پروګرامونه شتون لري. د پروګرام وړاندي کوونکی AlphaBEST تعلیمی پروګرام، د آشنا طریقی سره د پرنس ویلیم کاونټی 3600 زده کوونکو ته د هغوي د ورځی په پیل کولو او/یا پای ته رسولو کی خدمتونه وړاندي کوي. د ښوونځي څخه تر وړاندی پروګرام د دوشنبی څخه تر جمعی ورځ، د سهار له 6 بجو څخه د ښوونځي خلاصیدو تر ټاکل شوي وخت پورې دوام مومي. د ښوونځي څخه وروسته پروګرام د دوشنبی څخه تر جمعی ورځ، د ښوونځي رخصتۍ ټاکل شوي وخت څخه د ماښام تر 6:30 بجو پورې دوام کوي. والدین دا اختیار لري چې د ښوونځي څخه مخکې پروګرام، د ښوونځي وروسته پروګرام، یا دواړه غوره کړي. په دغه پروګرام کی د زده کوونکو د زده کړو پراخولو او لا ښه کولو لپاره تخلیقي او نوښتي تدریسي میتودونه شامل دي. د AlphaBEST - SACC ابتدایهٔ ښوونځی پروګرام یا د Next Generation منځنی ښوونځی پروګرام په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د ښوونځی عمر لرونکی ماشومانو د پاملرنی پروګرام (SACC) وګورئ.

د خپل ماشوم لپاره د نوم لیکنی پروسه پیل کړئ

ترانسپورټ او له ښوونځی څخه پورته کول

د ترانسپورت او د ښوونځي څخه د پورته کولو په اړه اړین معلومات

  • د وړکتون زده کوونکو سره باید یو مسٔول کس یا کسان د بس تمځایونو پوری او ور څخه بیرته د تګ په وخت کی ملګرتیا وکړي.
  • ستاسو ماشوم به هیڅ کوم مسٔول کس یا کسانو ته هم نه سپارل کیږي تر هغه چې هره ورځ بس چلوونکي ته د اعتبار وړ دولتي/آیالت لخوا ورکړل شوي پیژند پانه ښکاره نه کړي.
  • ستاسو ماشوم به بیرته ښوونځي ته وړل کیږي که چیرته د بس په تمځای کې کوم مسٔول کس شتون ونلري یا که د اعتبار وړ دولتي/آیالت لخوا ورکړل شوي پیژند پاڼه یا ID ونلري.
  • هغه زده کوونکي چې بیرته ښوونځي وړل کیږي، باید په یو (1) ساعت کې دننه له ښوونخی کی وی وړل شي کنه د کاونټی نورو ادارو او چارواکو ته به خبر ورکړل شي.

د وړکتون د مسٔولیت فورم لپاره د ترانسبورت د خدمتونو فورمی او د سرچینو ویب پاڼه وګورئ.

نړیوال ښه راغلاست مرکز - د ژبي ارزونه او د بهرنی ټرانسکرپت (نمرو) ارزیابی

د نړیوال ښه راغلاست مرکز د هغو کورنیو اړتیاوې پوره کوي څوک چې پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو کی نوي شاملیږي او د انګلیسي ژبی پرته په بله ژبه باندي خبرې کولی شي او/یا پری پوهیږي. نړیوال ښه راغلاست مرکز د نوي زده کوونکي په نوم لیکنه، د انګلیسي ژبې مهارت په ارزونه، په ټولګی کی ځای پرځای کولو کی، او د بهرني ټرانسکرپټ یا نمرو په ارزیابی کولو کی مرسته کوي. د لا زیاتو پوښتنو لپاره، زمونږ د نړیوال ښه راغلاست مرکزونو څخه په ماناساس کی په 3800-402-571 شمیری، ووډبریج کی په 6813-374-571 شمیری یا په [email protected] بریښنالیک اړیکه ټینګه کړئ. د اداری څخه یو تن کارکوونکی به له تاسو سره د مرستې کولو په موخه په دوه کاري ورځو کې اړیکه ټینګه کړي.

د COVID-19 احتیاطی تدابیرو له امله، د نوي کورنیو لپاره ټولی نوي نوم لیکنی په موقتي ډول د نوي کورنیو لپاره په آنلاین ډول نوم لیکنه ویب پاڼی له لاری بشپړ کیږی. د خپل زده کوونکي د ښوونځی زون معلومولو لپاره د PWCS خپل ښوونځی ومومۍ وسیله وکاروئ. د آنلاین نوم لیکنی بشپړولو څخه وروسته، د خپل ښوونځي راجستر کوونکي سره د لاندې لینکونو څخه په یو سره اړیکه ونیسئ:

شخصي وړکتون

آیا ستاسو ماشوم د وړکتون د اعتبار وړ خصوصي پروګرام کې ګډون کړی وو؟

که چیرته ستاسو ماشوم د خصوصي زده کړو لپاره د ویرجینیا شورا (VCPE)، د تنکی ځوانانو د زده کړې ملي اتحادیه (NAEYC) یا د دی ورته مساوي کوم بل پروګرام کی د اعتبار ورکولو پروګرام کې ګډون کولو سره د وړکتون یو منل شوی پروګرام بشپړ کړی اوسی، ستاسو ماشوم ممکن په لومړي ټولګي کې د شاملیدو لپاره وړ وي، که څه هم د عمر شرط نه دی پوره شوې. والدین باید داسې شواهد وړاندې کړي لکه (اطلانامه یا ترانسکرپټ/نمری) کوم چې دا په ډاګه کړي چې ماشوم په بریالیتوب سره په یو معتبر غیر عامه ښوونځي کې د وړکتون پروګرام بشپړ کړی دی. مهرباني وکړئ د دې استثنا په اړه د تفصیلاتو لپاره زمونږ ویب پاڼه وګورئ.

آیا ډاډه نه یاست چې ستاسو د ماشوم د وړکتون خصوصي پروګرام د اعتبار وړ دی او که څرنګ؟ دلته یې وپلټئ:

د نوم لیکنې د شرایطو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندی سره اړیکه ټینګه کړئ:
Anne Henry، ابتدایهٔ ښوونځیو سلا مشورو پروګرام څارونکئ
7265-791-703

د واکسینو او فزیکي معایناتو شرایطو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندی سره اړیکه ټینګه کړئ:
Teresa Polk, د ښوونځي د روغتیایی خدماتو څارونکی
7266-791-703