Online Registration For New Families - Pashto

آنلاین نوم لیکنه - د PWCS نوي کورنیو لپاره

د راتلوونکی ښوونځي کال لپاره به په آنلاین ډول د نوم لیکنی پروسه د مارچ میاشتی په دریمه دوشنبه پرانیستل کیږي او په تعقیب سره به یی د نوم لیکنی کولو لپاره په فیزکی ډول د ملاقات کولو پروسه پیل کیږي. هغه زده کوونکي چې اوس مهال د PWCS له لارې د پری سکول خدمتونه ترلاسه کوي، په آنلاین ډول د نوم لیکنی پروسه نه کاروي؛ او باید له هغه ښوونځي سره اړیکه ونیسي په کوم کی به چی زده کوونکي په وړکتون کې ګډون کوي ترڅو د نوم لیکنې شرایط پوره کړي.

په راتلوونکي ښوونیز کال کی د زده کوونکي راجستر کولو لپاره، په لاندې شکل سره مخی ته لاړ شئ:

1 مرحله: د والدینو (پیرنټ) آنلاین حساب (اکاونټ) جوړ کړئ

  1. د آنلاین نوم لیکنی حساب (اکاونټ) او ریکارډ لاسرسی سکرین ته لاړ شئ.
  2. د نور غوره توبونو یعنی More Options تڼی کیکاږۍ، او بیا د نوئ حساب جوړولو یعنی Create a New Account تڼی کیکاږئ.

    د آنلاین نوم لیکنی حساب او ریکارډ لاسرسی پاڼی د سکرین انځور

  3. د والدینو د حساب فعالولو یعنی Parent Account Activation پوښتنو ته ځواب ورکړئ او د دوام یا Continue تڼی کیکاږئ.
    • که تاسو چیرته د پوښتنو څخه کومی پوښتنی ته په هو سره ځواب ورکړئ، تاسو له وړاندی څخه د ParentVUE حساب لرئ او باید د خپل زده کوونکئ نوم لیکنه بشپړولو لپاره خپل د ParentVUE موجوده یوزر (کارونکی) نوم او پاسورډ وکاروئ.
    • ټولو پوښتنو ته که ستاسو ځواب نه وي، 4 مرحلی ته دوام ومومئ.
  4. د ParentVUE/StudentVUE کارونکی یا د یوزر هوکړه لیک ولولئ او د دوام لپاره د زه قبلوم یاI Accept تڼی کیکاږئ.
  5. د لاندي ځایونو په بشپړولو سره خپل اکاونټ یا حساب جوړ کړئ او 3 مرحلی ته دوام ومومئ.
    • قانونی لومړنی او کورنی نوم – مهرباني وکړئ ډاډ ترلاسه کړئ چې خپل نوم هم هغه ډول ولیکئ لکه څرنګ چې د حکومت لخوا په درکړل شوي پیژند پاڼه کې معلومیږي. ستاسو نوم چې څرنګ دلته لیکل شوئ اوسی، ستاسو د بریښنایی لاسلیک لپاره به کارول کیږي.
    • بریښنالیک پته - د فعالولو لینک به ستاسو د بریښنالیک پتی ته ولیږدول شي. مهرباني وکړئ د یو باوري بریښنالیک پتی لیکلو ډاډ تر لاسه کړئ.
    • امنیتی کوډ - د سکرین په لاندی برخه کی ورکړل شوئ دۍ.
  6. یو تایٔیدی پیغام به څرګند شي. تاسو به په خپل بریښنالیک پته کی یو لینک تر ترلاسه کړئ چې تاسو ته به اجازه در کړي چی د خپل حساب جوړول بشپړ کړئ او د نوم لیکنې پروسه پیل کړئ.
  7. په بریښنالیک پته کې تر لاسه شوئ لینک کلیک کړئ. د حساب جوړولو او بشپړولو یعنی Complete Account Creation سکرین به پرانیستل شي..
  8. د حساب جوړولو او بشپړولو لپاره لاندینی خانی بشپړ کړئ، بیا د خوندی کولو او دوام ورکولو یا Save او Continue تڼی کیکاږئ.
    • کارونکی یا یوزر آیی ډی - په آتومات ډول ستاسو د بریښنالیک پته لیست شوی وي مګر که وغواړي بدلیدلی هم شي.
    • پاسورډ

2 مرحله: په آنلاین ډول د نوم لیکنی غوښتنلیک بشپړ کړئ

  1. په آنلاین ډول د نوم لیکنی سیسټم کارولو لپاره، والدین به د خپل نوي جوړ شوي PWCS ParentVUE حساب له لارې سیسټم ته لاسرسی ومومي. د آنلاین نوم لیکنی حساب او رکارډ ته د لاسرسی په سکرین یا پاڼه کی, خپل د ParentVUE یوزر (کارونکی) نوم او پاسورډ , داخل کړئ او د ننوتلو یا Login تڼی کیکاږئ.
  2. په راتلونکي ښوونیز کال کی د نوم لیکنی کولو لپاره، د انتخابولو لیست وګورئ او د ټاکل شوي ښوونځي کال لپاره آنلاین نوم لیکنه (نوي زده کوونکي) یعنی Online Registration (New Students)* غوره کړئ.
  3. د پیژندنې سکرین به د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو د نوم لیکنې سرچینو او مقرراتو ته د ګټور لینکونو په شمول ستاسو د زده کوونکي لپاره د آنلاین نوم لیکنی اړوند اړین معلومات څرګند کړې. خپل غوښتنلیک ته د دوام ورکولو څخه وړاندي په دې پاڼه کې ټول معلومات بیاځلی وګورئ، بیا د دوام یعنی Continue تڼی کیکاږئ.
  4. لارښوونی تعقیب کړئ او مخ پر وړاندی تګ لپاره د هر سکرین یا پاڼی په ښکته برخه کې د خوندي کولو او دوام ورکول یعنی Save او Continue تڼی کیکاږئ. کله چې هر یوه برخه بشپړ شي، د هغی برخې نوم سره به نږدې یو شین چیک باکس څرګند شي.

3 مرحله: ستاسو خپله نوم لیکنه یا شاملیدل سر ته رسول

  1. هغه والدین چې د آنلاین نوم لیکنی پروسه یې بشپړه کړې اوسی، کولئ شي چی د خپل ماشوم ځایی ښوونځي سره اړیکه ټینګه کړي ترڅو په تعقیب سره په فیزکی یا شخصی ډول ملاقات تنظیم کړي. په فیزکی یا شخصی توګه ملاقات به ستاسو د ماشوم نوم لیکنه نهایی کړي.
  2. خپل د عکس پیژند پاڼه (د امنیتي موخو لپاره / ودانۍ ته د ننوتلو لپاره)، د زده کوونکي د اصلي زیږون سند فزیکي کاپي، او نور اړین اسناد چې ستاسو آنلاین غوښتنلیک ته نه دي اپلوډ شوي یا پورته شوي (د بیلګې په توګه، د استوګنی ثبوت، د پیژندنی ثبوت، واکسینونو، روغتیا/طبي فورمونه، او داسې نور) له ځانه سره راوړئ.

د غوښتنلیک د کتلو څرنګوالی او تصویب پروسې په اړه که تاسو کومه پوښتنه لرئ، مهرباني وکړئ د خپل زده کوونکي ښوونځي سره اړیکه ونیسئ.

د آنلاین نوم لیکنی لپاره د مراجع کولو معلوماتونه

یوځل چې یوه برخه بشپړه شي ، تاسو کولئ شئ چی د سکرین په چپ اړخ کې د نیویګیشن لسټ څخه د ټب یا تڼی په غوره کولو سره هغی برخی ته وګرځی.

د پیژندنی تڼی/ ټیب

  • د زده کوونکی د معلوماتو لنډیز - (د زده کوونکو د نوم لیکنې حالت په پام کی نیولو پرته) ستاسو د والدینو د ریکارډ سره تړلي ټول زده کوونکی په ډاګه کوي. که چیرته کوم معلومات غلط وي، مهرباني وکړئ د دوام ورکولو څخه وړاندي د خپل زده کوونکي ښوونځي سره اړیکه ټینګه کړئ.
  • لاسلیک - دلته ستاسو بریښنایی لاسلیک اخیستل کیږي. ستاسو نوم باید کټ مټ هم په هغه شکل داخل کړل شي، په کوم شکل چې د پاڼی په پورته ښی اړخ کونج کی معلومیږی. دی ځاي کی خپل بریښنایی لاسلیک په داخلولو سره، تاسو دا تصدیق کوئ چې دا حساب یا اکاونټ ستاسو دئ، د نوم لیکنی لپاره په دې غوښتنلیک کی د معلوماتو ورکولو واک لرئ او موافق یاست چې ستاسو د غوره پوهې سره سم دا معلومات سم دي.

د کورنیو د معلوماتو تڼی/ ټیب

  • د زده کوونکی د معلوماتو لنډیز - (د زده کوونکو د نوم لیکنې حالت په پام کی نیولو پرته) ستاسو د والدینو د ریکارډ سره تړلي ټول زده کوونکی په ډاګه کوي. که چیرته کوم معلومات غلط وي، مهرباني وکړئ د دوام ورکولو څخه وړاندي د خپل زده کوونکي ښوونځي سره اړیکه ټینګه کړئ.
  • لاسلیک - دلته ستاسو بریښنایی لاسلیک اخیستل کیږي. ستاسو نوم باید کټ مټ هم په هغه شکل داخل کړل شي، په کوم شکل چې د پاڼی په پورته ښی اړخ کونج کی معلومیږی. دی ځاي کی خپل بریښنایی لاسلیک په داخلولو سره، تاسو دا تصدیق کوئ چې دا حساب یا اکاونټ ستاسو دئ، د نوم لیکنی لپاره په دې غوښتنلیک کی د معلوماتو ورکولو واک لرئ او موافق یاست چې ستاسو د غوره پوهې سره سم دا معلومات سم دي.

د والدینو او سرپرستانو تڼی/ ټیب

دا تڼی یا ټیب د هغه ټولو والدینو او سرپرستانو لپاره دی چې د یو یا ډیرو زده کوونکو سره تړلی دي. د هر یو زده کوونکی سره اړیکی په پروسه کی وروسته د زده کوونکی په تڼی یا ټب کی تشریح شوي دي. په دی ټیب یا تڼی کی باید یوازی هغه والدین او سرپرستان اضافه شي چی د زده کوونکو بریښنایی ریکارډ ته د لاسرسی قانونی حقونه لري. میرني والدین باید په دی ټیب یا تڼی کی ونه لیکل شي؛ پر ځاي یی هغوي باید په بیړنی حالت د اړیکی نیولو په ټیب کی ولیکل شي. که چیرته میرني والدین د زده کوونکی د ساتلو قانونی حق تر لاسه کړی، هغوی قانونی سرپرستان ګڼړل کیږی او د قانونی سند پر اساس اجازه لري. که څه هم نوم لیکنه کوونکی والدین یعنی (تاسو) ممکن د ټولو والدینو/سرپرستانو ریکارډ اضافه کړي، کله چی زده کوونکی شامل شي، تاسو یوازی د هغه والدینو/سرپرستانو لپاره معلومات تازه کولۍ شۍ چې د زده کوونکی سره په یوه کور پته کی اوسیږي. د لا زیاتو معلوماتونو لپاره مهربانی وکړۍ د PWCS مقرری نمبر 1-794 او د  PWCS مقرری نمبر 5-794 ته مراجع وکړۍ.

  • ډیموګرافیک - د زده کوونکي سره تړلي ټول والدین/سرپرستان تصدیق کړئ او ور سره سره هغه والدین چی د پوځ سره وصل حالت لري، که چیرته د پلی کیدو وړ وي. د موجوده والدینو لپاره، په آنلاین ډول د نوم لیکنی له لارې په دغه نومونو کی بدلون نشي رامنځ ته کیدئ ځکه چې دا معلومات دمخه د PWC ښوونځي کې تایید شوي دي. مهرباني وکړئ د نوم بدلولو لپاره په مستقیم ډول ښوونځي سره اړیکه ونیسئ.
  • د اړیکی نیولو معلوماتونه - د والدینو/سرپرستانو د اړیکو ټینګولو شمیری او د بریښنالیک پتی ولیکئ. د ټولو والدینو/سرپرستانو لپاره باید لږ تر لږه یو د تلیفون شمیره لیست شوي اوسی. د نوم لیکنه کوونکی والدینو د بریښنالیک پته لیکل به اړین وي.

په بیړنی حالت کی د اړیکه ټینګولو تڼی/ ټیب

مهرباني وکړئ په بیړنی حالت کی د اړیکه ټینګولو موجوده معلومات بیاځلی وګورئ او که کومی شمیری اضافه کولو ته اړتیا لیدل کیږې، وی لیکئ. د مور او پلار/سرپرست د اړیکی شمیری پرته لږ تر لږه د دوه نورو بیړنی اړیکی لیکلو سپارښتنه کیږي (د بیلګې په توګه د ګاونډی، د ماشوم پاملرونکی، د میرنی والدینو، د خپلوان، نور وغیره). د لا زیاتو معلوماتونو لپاره، مهربانی وکړۍ د PWCS مقرری نمبر 5-794 ته مراجع وکړۍ.

  • ډیموګرافیک - د چا سره چی اړیکه نیول کیږي، لږترلږه د هغه/هغي لومړی او کورنی نوم باید ولیکئ. په اختیاري شکل، تاسو کولی شئ چی په بیړنی حالت کی د اړیکه ټینګولو کس پته او د خوښی ژبه ولیکئ.
  • د اړیکی ټینګولو معلومات - په بیړنی حالت کی د اړیکه ټینګولو لپاره لږترلږه یو د اړیکه ټینکولو شمیره دننه ولیکئ.

د زده کوونکی د معلوماتو تڼی/ ټیب

دا سکرین/پاڼه د هغه ټولو زده کوونکو لیست په ډاګه کوي چې په اولسوالی کی اوس مهال شامل دي یا پخوا شامل وو. د زده کوونکو دا معلومات یوازې د لوستلو وړ دي او د نوم لیکنې له پروسې څخه ایستل شوي دي.

د نوي زده کوونکي د اضافه کولو لپاره د Add new Student یعنی زده کوونکی اضافه کړئ تڼۍ کلیک یا کیکاږي ترڅو راجستر شي.

  • ډیموګرافیکی معلومات - د نوي زده کوونکو معلومات کټ مټ هم هغه شکل کی ولیکئ لکه څرنګ چی د هغوي د قانونی زیږیدنی په سند کی معلومیږي. تاسو به هغه مور/ پلار هم انتخاب کړئ چې زده کوونکی ورسره په بنسټیزه توګه ژوند کوي. د زده کوونکي د ښوونځي انتخاب (د بیلګې په توګه، د زون ښوونځي) به د دې پتې پر بنسټ مشخص کیږي. برسیره پر دې، تاسو باید د کور ډول هم په ډاګه کړئ کوم کی چې زده کوونکي ژوند کوي (د بیلګې په توګه یوازی د یوي کورنی کور، ټاون هاوس، اپارتمان، او نور وغیره). د وړکتون د ښوونځی نوم لیکنې لپاره، زده کوونکی باید د هغه کال د سپتمبر میاشت تر 30 نیټی پورې 5 کلن وي د کوم کال لپاره چې مور/ پلار غواړي زده کوونکي شامل کړي. هغه نظامي یا پوځی کورنۍ چې غواړي هغه زده کوونکي شامل کړي چې د وړکتون د نوم لیکنې لپاره د عمر شرایط نه پوره کوي، مګر د نظامي تړون قانون له مخې وړ دي، باید د نوم لیکنې بشپړولو لپاره د خپلو ښوونځيو سره اړیکه ټینګه کړي.
  • اضافی معلومات - د زده کوونکو پاتې معلومات د هغوي د قانوني زیږون سند سره په مطابقت دننه کړئ. په اختیاري ډول، که چیرته د توقیف کوم اسناد شتون ولري تاسو کولئ شئ چی هغه په ډاګه کړئ کوم چې باید ستاسو د زده کوونکي لپاره په یاداښت کی ونیول شي.
  • متحده ایالاتو ته د داخلیدو سوالنامه - دا سکرین/پاڼه به یوازې په هغه وخت څرګند کیږي که چیرته زده کوونکی د متحده ایالاتو څخه بهر یا په پورټو ریکو (Puerto Rico) کی زیږیدلی وي. دا چې دغه پوښتنی د زده کوونکي متحده ایالاتو ته د داخلیدو، متحده ایالاتو ته په وروستي ځل د داخلیدو، او په متحده ایالاتو کی د ښوونځي تاریخچی پورې اړه لري، هغه پوښتنی ځواب کړئ کوم چی د پلی کیدو وړ وي.
  • ډیموګرافیکی معلومات - مهرباني وکړئ د زده کوونکو د کور او / یا د شخصي ګرځنده تلیفون شمیره ولیکئ (یوازی د هغه زده کوونکو لپاره چی عمر یی 13 کاله یا زیات وي) ، او همدارنګه د خوښی نوم او/یا شخصي بریښنالیک، که اړتیا ورته لیدل کیږي. د اړیکی ټینګولو دا معلومات باید د زده کوونکي ځانګړي معلومات وي. د والدینو/ سرپرست د تلیفون شمیرې باید دلته ونه لیکل شي، او باید د والدینو په تڼی/ټیب کی معلومات تازه ولیکل شي. که چیرته زده کوونکی د تلیفون شمیره ونه لري، د تلیفون نه لري خانه په نښه کړئ.
  • McKinney-Vento / مک کینی-وینټو سروئ - د دې سروئ موخه دا ده چی د بې کوره کسانو تعلیم کی د مرستې کولو او وده ورکولو د 2001 د مک کینی-وینټو قانون تر لاندي د احتمالي خدماتو لپاره وړوالی مشخص شي. د بې کوری د تعریف او شته خدماتو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د زده کوونکو د خدماتو ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ. په اختیاري ډول، والدین کولئ شي چی د سکرین په پائ کې ورکړل شوي لینک کیکاږلو سره د مک کیني-وینټو خدماتو لپاره غوښتنلیک بشپړ کړي.
  • ځانګړي خدمتونه - دا په ډاګه کوي چی که چیرته زده کوونکي د ګفټډ او با استعداد خدماتو ، وینا، 504، او یا د ځانګړي زده کړو خدماتو په شمول د کوم ځانګړي خدمتونو یا پروګرامونو لپاره آزمویل شوي وي، یا یې پکی ګډون کړئ اوسی.
  • د ښوونځي انتخاب - د زده کوونکي لپاره د انتخاب شوي اصلی کور پتی پر اساس، دا سکرین/پاڼه به د زده کوونکي د اوسیدو ځاي مربوط ښوونځی (د بیلګې په توګه زون شوی ښوونځی) په ډاګه کوي چیرته چې به د راجسټریشن یا نوم لیکنی غوښتنلیک لیږل کیږي. که تاسو د ښوونځي د حدودو څخه بهر که د ښوونځي په حدودو کې دننه اوسیږئ، مګر مونږ نه شو توانیدلی چی د ودانی پته تایید کړو(د بیلګې په توګه نوی تعمیر، د 911 لخوا د پتی نوئ لیست، نور وغیره)، نو زون شوی ښوونځی به نه څرګند کیږي. په دې صورتونو کې، تاسو کولئ شئ خپل د نوم لیکنې غوښتنلیک بشپړولو ته دوام ورکړئ او باید د شاملیدو پروسې بشپړولو لپاره خپل ښوونځي سره اړیکه ټینګه کړئ.
  • قومیت او نژاد - د زده کوونکي قومیت او د پلی کیدو وړ ټول نسلونه یا نژادونه غوره کړئ.
  • روغتیایی بیمه - د نري رنځ یا توبرکلوز معلوماتی پوښتنی بشپړ کړئ. که چیرته ستاسو زده کوونکی په تیرو پنځو کلونو کې په کوم بهرني هیواد کې د پنځو پرله پسې میاشتو لپاره ژوند کړئ اوسی، تاسو باید د نري رنځ یا توبرکلوز د سکرینینګ یا معایناتو شواهد وړاندې کړئ لکه څرنګ چې د PWCS مقرره نمبر 4-723، د توبرکلوز یا نری رنځ د معایناتو شرایط کې تشریح شوي دي. د غوښتنې سره سم په لیکل شوي بڼه د اسنادو پرته زده کوونکو ته به ښوونځي ته د داخلیدو اجازه ورنکړل شي. مهرباني وکړئ د زده کوونکي د ډاکټر، غاښونو ډاکټر، او د روغتیایی بیمې په اړه هم معلومات دننه کړئ.
  • روغتیایی ستونزی - که چیرته زده کوونکی کومی روغتیایی ستونزی لري، په ډاګه یی کړئ. که چیرته دغه مشخصه ستونزه/حالت لاندې ځاي کی لیست شوي نه اوسی، د "نوری ستونزی/حالت" انتخاب غوره کړئ، او د نظر ورکولو په ځای کی دغه روغتیایی ستونزه یا حالت مشخص کړئ. مهرباني وکړئ د ښوونځي سره معلومات وکړئ چې آیا د زده کوونکي روغتیایی حالت روغتیایی درملنې ته اړتیا لري او که څرنګ. د PWCS د پلی کیدو وړ روغتیایی فورمونو او د مقرراتو کتلو یا چاپ کولو لپاره، مهرباني وکړئ د زده کوونکو د خدمتونو ویب پاڼه وګورئ.
  • دارو درمل - دا په ډاګه کوي چی که کوم زده کوونکی کوم درمل کاروي. لاندې لست شوي درمل به په زده کوونکي باندي نه تطبیق کیږي تر څو چې په اړه یی مناسب اسناد وړاندي شوي نه وي او ستاسو د ښوونځي روغتیایی کارکوونکو لخوا تایید شوي نه وي. د PWCS د پلی کیدو وړ روغتیایی فورمونو او د مقرراتو کتلو یا چاپ کولو لپاره، مهرباني وکړئ د زده کوونکو د خدمتونو ویب پاڼه وګورئ.
  • د حفاظتی واکسینو ریکارډ - مهرباني وکړئ د خپل زده کوونکي د واکسینونو نیټی ولیکئ لکه څرنګ چې د هغوي د واکسینونو په ریکارډ کې رسول شوي دي. د واکسین تر سره کولو نیټې باید ترتیب وار شکل سره وي د زده کوونکي د واکسینونو د ریکارډ یوه کاپي ته به لا هم د تاییدولو لپاره اړتیا وي او کولئ شئ چی د دې غوښتنلیک په پای کې یی اپلوډ کړئ.
  • د معلوماتو خپرول/ورکول - د ویرجینیا د نوي قانون تر لاندي، ښوونځي کولی شي چی د والدینو په اجازه یوازې د زده کوونکو پتې، د تلیفون شمیرې، او د بریښنالیک پتې بهرنی ډلو ته لکه PTAs، منتخب شوي چارواکو، او د فراغت توکو پلورونکو ته ورکړي. د دې معلوماتو خپرولو ته اجازه ورکولو لپاره مهرباني وکړئ لاندې ځای کی خانه یا بکس په نښه کړئ کوم چې د زده کوونکي د غوره ګټو په موخه د مدیر (یا استازی ) په رضایت سره د توکو لیږدولو کی اسانتیاوی رامنځ ته کوي. ستاسو د اجازی پرته، زده کوونکی ممکن د اړینو فرصتونو یا معلوماتونو تر لاسه کولو څخه بی برخی پاتی شی ( د چلند قانون FERPA خبرتیا او مقرره نمبر 3-790) وګوری.
  • د کور د ژبې سروې - دا چې دغه پوښتنی د زده کوونکو په لومړی ځل زده کړل شوي ژبی، په کور کی د ویلو ژبی، او لیک / لوست ژبو سره تړاو لري، نو مهربانی وکړئ ټولو پوښتنو ته ځواب وویاست. د ورکړل شویو ځوابونو پر اساس، زده کوونکی کیدای شي د انګلیسي زده کړي اضافی ارزونی په موخه د ځای پرځای کولو یا خدماتو لپاره د PWCS ښه راغلاست مرکز ته راجع شي.
  • اړیکی/تعلقات - دا سکرین/پاڼه د هغه ټولو والدینو/سرپرستانو نومونه لیست کوي چې د والدینو / سرپرست په ټیب/تڼی کې لیکل شوي وو. مهرباني وکړئ هغه اړیکه/تعلق په ګوته کړئ چې هر مور یا پلار/سرپرست یی له زده کوونکو سره لري لکه څرنګ چې ورته پورته اشاره شوئ ده. که چیرته والدین/ سرپرست د زده کوونکي سره خپلولی نلري، د "هیڅ اړیکه یا خپلولی نه لري" چیک باکس یا خانه په نښه کړئ.
  • په بیړنی حالت کی د اړیکی ټینګولو کسانو سره تعلق - په بیړنی حالت کی د اړیکی ټینګولو هر یو کس سره د زده کوونکی تعلق په ډاګه کړئ. وروسته، له ستاسو څخه به وغوښتل شي چې په بیړنی حالت کی د اړیکی ټینګولو کسانو سره د اړیکی نیولو ترتیب غوره کړئ.
  • په بیړنی حالت کی د اړیکی ټینګولو کسانو ترتیب - د کسانو نمونه هم په هغه ترتیب کې ښکته او پورته کش کړئ په کوم ترتیب کی چې ورسره باید په بیړني حالت کی اړیکه ونیول شي.
  • د پری سکول خدمتونو سروئ - هغه انتخابونه غوره کړئ چې د پری سکول خدمتونه او په اونۍ کې د درسی ساعتونو شمیر په ښه توګه تشریح کوي په کوم کی چې زده کوونکي د وړکتون ښوونځی څخه وړاندي کال کی د پری سکول پر مهال ګډون کړئ وو.
  • د نظم و ضبط یا چلند پخوانی معلومات - مهرباني وکړئ د زده کوونکي د ډسپلین یا نظم و ضبط پخوانی معلومات ولیکئ. که تاسو د پوښتنو څخه کومی پوښتنې ته په "هو" ځواب ورکړئ، له ستاسو څخه به د پلی کیدو وړ معلوماتو ورکولو لپاره غوښتنه وشي.

د اسنادو تڼی/ ټیب

مهرباني وکړئ د راجسټریشن یا نوم لیکنی سپارلو دمخی د شاملیدو لپاره ټول اړین اسناد دلته اپلوډ کړئ. د زده کوونکي د زیږیدنی د اصلی تصدیق شوی سند کاپي او هر ډول نور اړین اسناد چې اپلوډ شوي نه وي (یا د هغه اسنادو کاپي چې په ښکاره توګه نه اپلوډ کیږي)، باید ښوونځي ته په لاس ورکړل شي کله چې تاسو د زده کوونکي نوم لیکنه بشپړولو لپاره ښوونځی ته لاړ شئ.

  • د ویب اپلیکیشن یا پروګرام له لاری د اسنادو د آپلوډ کولو لپاره: د اپلوډ تڼی کیکاږئ یا ښوونځی ته د اسنادو د فیزکی کاپی وړاندی کولو خانه په نښه کړئ.
  • د ParentVUE ګرځنده یا موبایل اپلیکیشن له لاری د اسنادو د اپلوډ کولو لپاره: د موبایل کیمری یا د فولډر څخه د دوسیو په کارولو سره د اسنادو د اپلوډ کولو لپاره په ParentVUE کی د OLR اسنادو اکن یا انځور کیکاږئ.

د بیاځلی کتلو/سپارلو تڼی/ ټیب

د خپلی نوم لیکنی سپارلو څخه وړاندي، تاسو باید د بیاځلی کتلو/Review تڼۍ په کیکاږلو سره غوښتنلیک بیاځلی وګورئ. په اپلیکیشن کې د هر ډول ترمیم یا بدلون رامنځ ته کولو لپاره، د هرې برخې سرلیک کیڼ اړخ ته د ترمیم / Edit تڼۍ کیکاږئ. کله چی بدلون رامنځ ته شي، د ثبت او دوام / Save & Continue تڼی کیکاږیٔ ترڅو بیرته د بیاځلی کتلو/سپارولو یعنی Review/Submit پاڼی/سکرین ته وګرځی. کله چې تاسو غوښتنلیک بیاځلی له وکته، د ما د نوم لیکنی ټوله ډاټا کتلی ده او دا تصدیق کوم چی معلومات سم دي خانه په نښه کړئ او بیا د سپارلو/ Submit تڼی کیکاږئ.

  • کله چې غوښتنلیک وسپارل شي، یو تایید بکس به را څرګند شي. د راجسټریشن معلوماتو سپارلو لپاره د OK تڼی ته فشار ورکړئ. له دې ځای وروسته تاسو به ونه شئ کولی چی په دې پورټل کې د راجسټریشن معلوماتو کې نور بدلونونه رامینځته کړئ؛ په هرصورت، تاسو کولی شئ چی د خپل غوښتنلیک برخه لیک کتلو لپاره آنلاین نوم لیکنې ته بیرته ستانه شئ.
  • د خپل غوښتنلیک برخه لیک کتلو لپاره، د حالت/ Status تڼۍ کیکاږئ.

نړیوال ښه راغلاست مرکز - د ژبي ارزونه او د بهرنی ټرانسکرپت (نمرو) ارزیابی تڼی/ ټیب

د نړیوال ښه راغلاست مرکز د هغو کورنیو اړتیاوې پوره کوي څوک چې پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو کی نوي شاملیږي او د انګلیسي ژبی پرته په بله ژبه باندي خبرې کولی شي او/یا پری پوهیږي. نړیوال ښه راغلاست مرکز د نوي زده کوونکي په نوم لیکنه، د انګلیسي ژبې مهارت په ارزونه، په ټولګی کی ځای پرځای کولو کی، او د بهرني ټرانسکرپټ یا نمرو په ارزیابی کولو کی مرسته کوي. د لا زیاتو پوښتنو لپاره، زمونږ د نړیوال ښه راغلاست مرکزونو څخه په ماناساس کی په 3800-402-571 شمیری، ووډبریج کی په 6813-374-571 شمیری یا د GWCRegistration@pwcs.edu بریښنالیک له لاری اړیکه ټینګه کړئ. د دفتر څخه یو تن کارکوونکی به له تاسو سره د مرستې کولو په موخه په دوه کاري ورځو کې اړیکه ټینګه کړي.

ټولی نوي نوم لیکنی د نوي کورنیو لپاره په آنلاین ډول نوم لیکنه ویب پاڼی له لاری بشپړ کیږی. د خپل زده کوونکي د ښوونځی زون معلومولو لپاره د PWCS خپل ښوونځی ومومۍ وسیله وکاروئ. د آنلاین نوم لیکنی بشپړولو څخه وروسته، د خپل ښوونځي راجستر کوونکي سره د لاندې لینکونو څخه په یو سره اړیکه ونیسئ: