Rhithm App for Classroom Well-Being - Pashto

د ویب پاڼې بینر/انځور یو تنکی نارینه ځوان زده کوونکي ننداره کوي چې په لاس کې نیول شوي وسیله د متن سره ګوري - Rhithm - ټولګي کی ښه والی رامنځ ته کوي

Rhithm لوګو

ژباړه به ژر راشی

Español  |  Tiếng Việt  |  فارسی  |  한국어  |  العربية  |  اُردو  |  中文  |  پښتو

Rhithm پروګرام یا اپلیکیشن سره د زده کوونکو او کورنیو پیژندنه

زمونږ ولسوالي خوشحاله ده چې زمونږ د ژمنې د یوې برخې په توګه د ماشوم د بشپړ ودی څخه د ملاتړ په موخه د Rhithm اپلیکیشن کارول اعلان کړي. Rhithm به مونږ سره د هر زده کوونکي د زده کړې چمتووالي په اړه په ښه توګه پوهیدو کې او ټولنیز او احساساتي اړتیاو ته ځواب ویلو کی مرسته وکړي

د Rhithm اپلیکیشن یا پروکرام څه شی دی؟

د Rhithm اپلیکیشن په ورځني توګه د داخلیدو وسیله ده چې یوازې په 3 یا 5 دقیقو کې د زده کوونکو ته په ځواب ویلو کی مرسته کوي. زده کوونکي د ذهني، انرژي، احساساتي، فزیکي، او ټولنیز هوساینې په اړه پنځو پوښتنو ته ځواب ورکوي، بیا د هوساینې اړوند لنډ فعالیتونو کې ښکیل کیږي کوم چې د زده کوونکو د اړتیاو سره سمون خوري، ټولنیز - احساساتي مهارتونه رامینځته کوي، او زده کوونکو سره د زده کړي لپاره په چمتوالی کی مرسته کوي.

زه څنګه کولی شم د Rhithm اپلیکیشن ته لاسرسی ومومم؟

Rhithm د زده کوونکو د اسانه لاسرسي لپاره Clever پروګرام کاروي هغه که په ښوونځي کې وي یا په کور کې. په ټولګي کی د کارولو سربیره، زده کوونکي کولی شي د ماښام لخوا او د اونۍ پای په جریان کې د Rhithm فعالیتونو ته لاسرسی ومومي.

1 ګام: Clever پروګرام یا اپلیکیشن خلاص کړئ

2 ګام: د زده کوونکي معلوماتو یا کارت سره داخل شۍ

3 ګام: کله چی داخل شوۍ، د Rhithm تڼی کیکاږۍ.

Rhithm  تڼی یا انځور

د Rhithm د محرمیت پالیسي څه ډول ده؟

Rhithm د زده کوونکو معلومات له هیچا سره نه شریکوي ، پشمول د بازار موندونکو. Rhithm د داخلي معلوماتو د اداره کولو کلکی پالیسۍ لري او د 1996 قانون، د روغتیا بیمې لیږدولو او حساب کولو قانون (HIPAA) سره په مطابقت معلومات په شخصی او په باوری پالنګرونو یا سرورونو د لوړې امنیتي تدابیرو سره ساتی. دغه اپلیکیشن، د Rhithm د ټولو سوداګریزو پالیسیو سره، د کورنۍ تعلیمي حقونو او محرمیت قانون (FERPA) تر لاندي په مطابقت سره جوړی شوي دي. د محرمیت پالیسي وګورئ.

زه د Rhithm په اړه لا زیات معلومات څرنګ تر لاسه کولی شم؟

برخه اخیستونکي ښوونځي

د هغه زده کوونکو والدین/سرپرستان چې د Rhithm pilot ښوونځيو څخه په یو کی ګډون کوي، د ښوونځي د مدیر لخوا یی د پیژندنې لیک ترلاسه کړ. pilot پرګرام ټاکل شوې چې په 9 جنوري 2023 کې پیل شي. که تاسو لا زیاتو معلوماتو ته اړتیا لرئ مهرباني وکړئ په مستقیم ډول د خپل زده کوونکي د ښوونځي سره په اړیکه کی شئ.

په راتلونکو میاشتو کې به له والدینو/سرپرستانو څخه وغوښتل شي چې د Rhithm په کارولو سره د خپلو تجربو او د خپلو زده کوونکو د تجربو په اړه په یوه لنډه سروې کې ګډون وکړي. مونږ د خپلو والدینو / سرپرستانو سره ملګرتیا ته دوام ورکولو ته سترګې په لار یو.


یوازی په هغه صورت کی د وتلو یا نه ګډون کولو فورمه بشپړ کړی که چیرته والدین/سرپرستان نه غواړي چې زده کوونکی یی د Rhithm پروګرام وسیله کې ګډون وکړي کوم چې د زده کوونکو په ښوونځي کې کارول کیږي یو ځل چی د نه ګډون کولو فورمه بشپړ کړۍ، د خپل زده کوونکی د ښوونځی سلاکار یا ښوونکی ته یی مهربانی وکړۍ د بریښنالیک له لاری یا چاپ کړی او واستوي.

Español  |  Tiếng Việt  |  فارسی  |  한국어  |  العربية  |  اُردو  |  中文  |  پښتو