معلومات تازه شوي: 31 اګست، کال 20 22
د 23-2022 ښوونیز کال پیل لپاره د زده کوونکو او کارکوونکو د کوډ 19 پروتوکولونه/کړنلاري تعدیل شوي دي. د سیمه ییزه، آیالات او مرکزی حکومت د تدریجی لارښوونو سره سم، PWCS ښوونځي به بیرته د نړوالی وبا څخه وړاندی حالتونو ته نږدیی کیدو لپاره ګام پورته کوي.
PWCS به هیڅ ډول د اړیکی څارنه یا د قضیې تحقیق نه ترسره کوي، او کوم ټولنیز واټن ساتلو ته به اړتیاوې موجود نه وي. د ښوونځي څخه وروسته فعالیتونو باندي ، یا په ټولګیو یا د غرمې خونې کې په ملاقات کوونکو باندې هم کوم بندیز نشته.
- د کوډ 19 د آزموینی یا د روغتیایی ډاکټر د تشخیص پر اساس که د زده کوونکو او کارکوونکو د کوډ 19 پایله مثبت وي، نو باید څومره وخت لپاره د نورو څخه ځانونه جلا کړی؟
-
د کوډ 19 جلاوالی لارښووني
موده جلاوالی
زده کوونکي5
ورځيپه شپږمه ورځ بیرته ښوونځی ته راستانه شی - خو د شپږمی ورځی څخه تر لسمی ورځی(10-6) پوری به ماسکٔ کارول اړین وي.
زده کوونکي کولۍ شي چی په شپږمی ورځی یا ور څخه وروسته د کرونا آزموینه تر سره کړی. که چیرته آزموینه منفی وي نو اړتیا نشته چی هغوي ماسکٔ واغوندي. ښوونځي به د آزموینی د پایلی ثبوت ته اړتیا ونه لري.یا
په یولسمه ورځ بیرته ښوونځی ته راستانه شیٔ - که چیرته زده کوونکی د شپږمی ورځی څخه تر لسمی ورځی(10-6) پوری ماسکٔ نه آغوندي او نه په شپږمه ورځ او نه د هغی وروسته د کرونا آزموینه تر سره کوي.
جلاوالی
کارکوونکي5
ورځيپه شپږمه ورځ بیرته دندي ته راستانه شیٔ - خو د شپږمی ورځی څخه تر لسمی ورځی(10-6) پوری به ماسکٔ اغوستل اړین وي.
کارکوونکي کولای شي چی په شپږمه ورځ یا د هغی وروسته د کرونا آزموینه تر سره کړي. که چیرته آزموینه منفی وي نو اړتیا نشته چی هغوي ماسکٔ واغوندي. - آیا په PWCS کی د وړکتون وړاندی ټولګیو لپاره ماسکٔ کارول اړین دي؟
- د مرکزی حکومت مقرراتو سره په مطابقت، د وړکتون وړاندي په ټولګیو کی به د PWCS زده کوونکي وهڅول شي چې ماسک واغوندي. د وړکتون کارکوونکی به ماسک اغوندي.
- آیا زده کوونکي به د اوبو فوارو ته لاس رسی ولري؟
- هو.
- د کرونا مرض په اړه به د 23-2022 ښوونیز کال په بهیر کې د خبرتیا ورکولو کوم ډول تګلاري شتون ولري؟
- د COVID-19 مثبت کارکوونکو او زده کوونکو لپاره به د ارزونی یا څارنې فورمې ډکول اړینی وي. PWCS به هیڅ ډول د اړیکی څارنه یا د قضیې تحقیق نه ترسره کوي. PWCS به په هغه ودانیو کې د ناروغۍ څارنې ته دوام ورکړي چې ممکن ورته د پرنسل ویلیم کاونټی روغتیایی څانګی لخوا مداخلې ته اړتیا پیدا شی. په دې مداخله کې کیدای شي د اغیزه شوۍ ښوونځي ټولنې سره په پراخه کچه اړیکی شاملی وي که چیرته یی په اړه د روغتیایی څانګی لخوا لارښوونه شوۍ وي.۔
- PWCS منکی پاکس ویروس ته څه ډول ځواب وایی؟
- د ویرجینیا د روغتیایی څانګې (VDH) برخې په توګه، د پرنس ویلیم روغتیایی مرکز (PWHD)، د نورو سیمه ایزو عامې روغتیا ادارو سره په ګډه کار کوي ترڅو زمونږ په ټولنه، شمالي ویرجینیا، ډی سی، او مریلینډ کې د منکی پاکس ویروس اوسنیو قضیو ته غبرګون ښکاره کړۍ. PWCS د PWHD لارښوونی تعقیبوي او د اړتیا پر اساس ورسره مرسته کوي.
- د منکی پاکس په اړه زه چیرته لا زیاته زده کړه تر لاسه کولۍ شم؟
- د لا زیاتو معلوماتونو لپاره د د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکزونو ويب پاڼی ته لاړ شۍ.