د PWCS زده کوونکي د اړتیاو ارزونه
زده کړې او ښکیلتیا ته د ممکنه خنډونو د ارزولو لپاره د زده کوونکي د احساساتي اړتیاو ارزونه د ښوونځي کال په پیل کې تر سره کیږي.
د اړتیاوو د ارزولو په دی سروې کې شاملې پوښتنې د زده کوونکي د احساساتي هوساینی او د هغه اندازی په اړه خبری کوي چې زده کوونکي ورته د اکاډمیک بریالیتوب ترلاسه کولو لپاره لا زیاتی مرستې ته اړتیا لري. پوښتنې په پرمختیایي توګه د هغه ټولګیو لپاره مناسبې دي په کوم کی چې د سروئ ارزونه تطبیق کیږي.
دغه سروې د ښوونځي اداره کوونکو/پازوالانو، ښوونکو، او د ښوونځي سلاکارانو سره د هغه زده کوونکو په نښه کولو کی مرسته کوي څوک چې ممکن د زده کړې پر وړاندې د احساساتي او ټولنیز خنډونو د لیرې کولو لپاره لا زیات ملاتړ ته اړتیا ولري. دغه معلومات د والدینو او سرپرستانو سره د اړیکو ټینګولو لپاره کارول کیږي ترڅو زمونږ د ښوونځيو د هر اړخیز مشورتي پروګرامونو په ځینو برخو کې د ګډون کولو لپاره د هغوي رضایت تر شي، لکه څرنګ چی د PWCS مقرری 1-651, د وړکتون څخه تر ډولسم ټولګی پوری د ښوونځی مشورتی خدمتونو کی په ډاګه شوي دي.
یوازې د ښوونځي مدیران او د ښوونځي د رواني روغتیا متخصصین د زده کوونکو ځوابونو ته لاسرسی لري. دغه سروئ د کوډ شوي بریښنایی ارزونی وسیلې په کارولو سره تطبیق کیږي کوم چې د د محرم معلوماتونو ساتلو لپاره د لوړ معیارونو شرط پوره کوي. د زده کوونکو د هوساینې په اړه د دې سروې د موندنو لنډیز به د ډیویژن په کچه په راپورونو کې په ډاګه کیږي. د زده کوونکو انفرادي ځوابونه به د خلکو سره نه شریک کیږي.
ښوونځي به د ښوونیز کال له پیل کیدو څخه سمدستي وروسته د ارزونو تطبیقول پیل کوي. که تاسو نه غواړئ چی ستاسو زده کوونکی په دغه سروئ کی ګډون وکړي، مهربانی وکړئ د ښوونځی د لومړئ ورځی پیل کیدو څخه وړاندي د احساساتي اړتیاو د ارزونې څخه د وتلو فورم وسپارئ.
2024-25 ښوونځی کال لپاره د زده کوونکو د اړتیاو ازونی مخ لید
د ټولګی کچی تڼی/ټیب انتخاب کړئ