Attendance Family Resources - Pashto

ښوونځي ته حاضریدل ارزښت لري!

هغه ماشومان چې ښوونځي ته په منظم ډول نه حاضریږي، د لوست او د ریاضیاتو بنسټیزه مهارتونه او د حاضری د ښه عادتونو رامنځ ته کولو فرصت له لاسه ورکوي کوم چې هغوي سره کالج ته تللو کی او مسلک جوړولو کی مرسته کوي. څیړنو په ډاګه کړۍ ده چې هغه مزمنه غیر حاضری کومه چی په وړکتون کې او د وړکتون څځه وړاندي ټولګي کی پیل کیږي، د دي خبری احتمال ډیر کم وي چی د دریم ټولګي په پای کې په مسلکي ډول یا په مهارت سره لوست وکړای شي. کله چې د مزمنی غیر حاضري دغه ستونزه د یو کال څخه زیات دوام ومومي، دا کار کولی شي چی د ټیټو نمرو، د ضعیفی حاضري او په وروستیو ټولګیو کې د پاتی راتللو اټکل زیات کړي. AttendanceWorks

د مزمنی غیر حاضرۍ په اړه خبری کول

د د ویرجینیا د پوهنې څانګی د وینا پر اساس، په ښوونځیو کې د مزمنی غیر حاضری کمولو په موخه پنځه بنسټیزه ستراتیژۍ شتون لري:

  1. د زده کوونکو او والدینو سره اړیکی جوړول
  2. ښه او اصلاح شوي حاضري پیژندل
  3. د حاضرۍ ډاټا او کړنی څارل
  4. په شخصي ډول په وخت سره لاسرسی موندل
  5. خنډونو ته د یو منظم پروګرام له مخی ځواب ويل

د ښوونځي حاضری په اړه 10 حقایق

  1. د ښوونځي په لومړۍ میاشت کې غیر حاضري کولی شي د ښوونځي کال په اوږدو کې د کمزوری حاضري پیښګویی وکړي یا لامل وګرڅی. نیمایي زده کوونکي چې په سپتمبر کې د 2 ورځو څخه تر 4 ورځو پوری غیر حاضری کوي، په مجموعی ډول نږدې یوه میاشت د ښوونځي درسونه له لاسه ورکوي.
  2. د متحده آیالاتو په ښوونځیو کی د 8 میلونه څخه زیات زده کوونکی هر کال نږدي یوه میاشت د ښوونځی درسونه لا لاسه ورکوي.
  3. غیر حاضری او د هغي اغیزی وخت له سره پیل کیږي – په 10 زده کوونکو کی 1 د وړکتون او لومړي ټولګي زده کوونکی دوام داره مزمنه غیر حاضری تر سره کوي.
  4. کمزوری حاضري کولی شي دا اغیزه ولري چې آیا ماشومان د دریم ټولګي تر پایه په مهارت سره لوستلی شي یا شاته پاتی شوي دي.
  5. تر شپږم ټولګي پورې، د یو زده کوونکي د ښوونځی څخه د وتلو لپاره مزمنه غیرحاضري تر ټولو غټ لامل ګڼړل کیږي.
  6. څیړنی دا په ډاګه کوي چی %10 سلنه غیر حاضری یا په ډیری ښوونځیو کی 18 ورځی غیر حاضري، د زده کوونکی په اکاډمیکی فعالیتونو باندی په منفی ډول اغیزه کوي. دا په میاشت کې یوازې 2 ورځې کیږي او دا د مزمنی غیرحاضری په توګه یادیږي.
  7. هغه زده کوونکي چې په هغو ټولنو کې ژوند کوي چې د بې وزلۍ لوړه کچه لري، د نورو زده کوونکو په پرتله د مزمنی غیر حاضري احتمال یی څلور چنده زیات وي چې ډیری وختونه د دوی د کنټرول څخه بهر لاملونو لپاره وي، لکه بې ثباته استوګنه، غیر باوري ټرانسپورټ، او روغتیایی خدماتو ته نه لاسرسي.
  8. کله چې زده کوونکي د خپلو حاضریو کچه لوړه وي، هغوي په خپلو اکاډمیکی امکاناتو او د فراغت امکاناتو کی ښه پرمختګ رامنځ ته کوي.
  9. د حاضري کچه هغه وخت ښه کیږي کله چې ښوونځي د زده کوونکو او والدینو سره په مثبت ډول اړیکی جوړوي او کله چې ښوونځي د مزمنی غیر حاضری زده کوونکو لپاره سلاکاران وړاندي کوي.
  10. د ښوونځي ډیری څانګی او آیالاتونه د ښوونځي حاضري ښه کولو لپاره ټولو سم معلوماتو ته پام نه کوي. هغوي یوازی دا تعقیبوي چې هره ورځ څومره زده کوونکي ښوونځیو ته حاضریږی او څومره نور یې له عذر پرته ښوونځي څخه غیرخاضریږي، مګر دا نه ګوری چې څومره یې په عذر شوي او غیر عذر شوي شکل د ډیرو ورځو لپاره غیر حاضر دي چې دوی په اکاډمیکی ډول له موخو تر لاسه کولو پاتی کیږی.

Attendance Works® logo

کورنۍ څنګه کولی شي چی د ماشومانو سره د ښه حاضری عادتونو جوړولو کې مرسته وکړي

د ښوونځي د حاضری او د تعلیم د ارزښت په اړه ستاسو چلند او فکر ستاسو د ماشوم د چلند لپاره نقش و قدم ټاکي. خپل ماشوم ته وویاست چې تاسو تعلیم ته ارزښت ورکوئ.

زده کوونکی ناست دی او په یوه چوکاټ باندې نقاشي کوي

  • د خپل ماشوم لپاره د ویده کیدو منظم وخت تنظیم کړئ او له خپل ماشوم سره د راتلونکي ښوونځي ورځې لپاره په چمتوالی نیولو کی مرسته وکړئ.
  • له خپل ماشوم سره د ښه عادتونو په جوړولو کې او د تقسیم اوقات د ارزښت په اړه په پوهیدو کی مرسته وکړۍ.
  • په خپل وخت سره ښوونځي او ټولګي ته د رسیدو په اهمیت ټینګار وکړئ او د خپل ماشوم سره د وخت د مدیریت کولو ښه مهارتونو رامنځ ته کولو کې مرسته وکړئ.
  • هڅه وکړئ چې د ډاکټر، غاښونو ډاکټر، او نور ملاقاتونه د ښوونځي څخه مخکې او وروسته مهالویش کړئ.
  • خپل ماشوم ته دا ډول ور زده کړي چې ښوونځي ته نه حاضریدل د زغملو وړ نه دي مګر یوازی هغه وخت که هغوي واقیعا ناروغه وي.
  • د مور او پلار لخوا لاسلیک شوی نوټ کوم چې د غیر حاضرۍ لامل په ګوته کوي، د تایید غوره بڼه ده او والدین باید دا ډاډ رامنځ ته کړي چې د زده کوونکی ښوونځي ته د بیرته ستنیدو وروسته په دویمه ورځ ښوونځی دا خبرتیا تر لاسه کړي. د زده کوونکی د ښوونځي د کړنلارو پراساس د خبرتیا ورکولو لپاره بدیلی لاری منل کیږي.
  • د نه منلو کړنو کی مه ښکیل کیږي لکه د هغه غیر حاضرۍ یا ناوخته تګ لپاره نوټونه استول چی مشروع یا د منلو وړ نه دي.
  • د والدینو پورټل کی د نوم لیکنې کولو او لاسرسي موندلو له لارې د خپل ماشوم په اکاډمیکی سفر کی ځان ښکیل کړئ. د نورو معلوماتو لپاره خپل ښوونځي سره اړیکه ټینګه کړۍ.
  • د ښوونځي سره په ملګرتیا کار وکړئ، کنفرانسونو کې او د ښوونځي په پروګرامونو کی ګډون وکړئ،.
  • خپل ماشوم وهڅوئ چې په سپورتونو، کلپونو کې برخه واخلي، او غیر اکاډمیکی فعالیتونه (ډرامه، هنر، موسیقي، او نور) وپیژني کوم چې کولی شي ستاسو د ښوونځی او زده کړي سره ستاسو د ماشوم لیوالتیا زیاته کړي.
  • د نورو کورنیو سره اړیکې جوړې کړئ او په دې اړه بحث وکړئ چې تاسو څنګه کولی شئ یو له بله سره مرسته وکړئ (د بیلګې په توګه، د اړتیا یا بیړنیو حالاتو کی د ماشومانو ښوونځی ته وړل یا بیرته راوړل، د ماشوم پالنه، د ژباړې مرسته).