Grading - Pashto

په PWCSکې نمرې

د اکاډمیک پرمختګ په اړه غږیدل او ارتباط د زده کړې یوه مهمه برخه ده. هره ربع کې ښوونکي د زده کونکي د پرمختګ په اړه د نمرو راپور کارت په بڼه یو رسمي راپور خپروي. مګر زده کونکي او د هغوی کورنۍ اړ ندي چې پدې پوهیدو لپاره څو اونۍ انتظار وباسي چې یو زده کونکی څه شي په اړه زده کړه کوي او پرمختګ او فعالیت یې څنګه روان دی. د راپور کارتونو بیلګه وګورئ.

هره ورځ، ښوونکي د خپلو زده کونکو سره د زده کړې اهداف یا موخې د هغوی د درسونو لپاره شریکوي. د زده کړې دې موخو کې دا شرح هم شامل ده چې څنګه به یو ښوونکی وپوهیږي چې زده کونکي په هغه څه کې مهارت ښودلی یا پیدا کړی د کوم څه د زده کړې چې ورته ویل شوي دي او د درس یا درسونو د لړۍ په پایله کې یې وړتیا ولري. دې ته ډیری وختونه د "معیارونو پربنسټ زده کړه" ویل کیږي.

هغه دندې او کارونه چې زده کونکي پکې د خپلې زده کړې ښودلو لپاره بوختیږي د تمرین لپاره ترسره کیدی شي (روزونکې ارزونه) یا د زده کونکي د زده کړې لاډیر رسمي او نهایی شواهد وړاندې کوي (ټولیزه ارزونه). زده کونکي او د هغوی کورنۍ کولی شي د هر ښوونکي لخوا وړاندې شوي آنلاین دا معلومات د نمرو آنلاین کتاب کې وګوري.

دندې به د یوه عنوان په کارولو سره شرح کیږي چې د هغه څه د وضاحت وړاندې کولو هڅه کوي کوم څه چې زده کونکي زده کول. د مثال په توګه، د دندې نوم تشریحي کیدی شي لکه: د امریکا د انقلاب لاملونو ازموینه. ډیری وختونه د زده کړې ځانګړي معیار ښودلو لپاره د عنوان لاندې عددونه او توري هم وي.

د ایالت معیارونو څخه اخیستل شوي د زده کړې واضح ښودل شوي اهدافو سره د نمرې لرونکي دندو او کارونو پدې ډول تنظیم کولو عمل ډیری وختونه د "معیارونو پربنسټ نمرې" په نوم یادیږي. پدې اړه د واضح خبرو سره چې د زده کونکو نه په څه شي د پوهیدو او د څه کولو تمه کیږي، او د نمرو آنلاین راپورونو کې لیبل شوي د واضح شرح شوي دندو سره، موږ ټول کولی شو د زده کونکو د زده کړې یا د هر زده کونکي د دوامداره ودې لپاره یوځای کار وکړو.

د راپور کارتونو بیلګه

(PDF)وړکتون

(PDF)لومړی ټولګی

(PDF) دوهم تولګی

(PDF) دریم ټولګی

(PDF) څلورم ټولګی

(PDF) پنځم ټولګی

(PDF) ثانوي

که غواړی د ویډو متن په پښتو ژبه کی ولولی، دلته کلک وکی