Video Script in Pashto

- [کارمین] اسلام و علیکم زه کارمین یم او زه په پرنس ویلیم کاونټی پبلک ښوونځی کی زده کوونکی یم.

په تیرو ۱۰۰ کلونو کی د تعلیم په برخه کی ډیر بدلونونه رامنځ ته شوی دی.

یوه برخه چی تر اوسه په کی ډیر بدلونونه نه دی رامنځ ته شوی هغه د دودیزه یا پخوانی نمری ورکولو تګ لاره ده.

ستونزه دا ده چی دا سیسټم یا نظام ما ته یا د والدینو په صفت تاسو ته دا نه په ډاګه کوی چی کومه برخه کی زه مهارت لرم، کومه برخه کی ځلانده یم او یا په کومه برخه کی ضعیف یم.

فکر وکړی چی زه د جیومیټری مضمون مثلاثاتو برخه کی آزموینه لرم. په آزموینه کی دری ډول پوښتنی شاملی دی چی د زده کړی معیارونو دری جلا جلا موخی ارزوی. د نمری ورکولو په پخوانی تګ لاره کی ماته په آزموینه کی یواځی د هغه پوښتنو نمری راکول کیږی چی ما سم ځواب کړی وی.

فکر وکړی چی ما ۷۹٪ سلنه یا +C نمری تر لاسه کړی، نو دغه نمری د نمرو کتاب کی هم دغه ډول رسیږی. د زده کوونکی په توګه، امکان دی ولری دغه آزموینه زه بیرته تر لاسه کړم او وګورم چی څه تیرونه می تر سره کړی خو دا ماته هیڅ ډول نه په ډاګه کوی چی کومو درسونو کی ما وړتیا ښودلی او کومو درسونو کی زه ستونزه لرم. زما والدینو ته له دی پرته چی ما په مثلثاتو مضمون کی +C نمری تر لاسه کړی، نور هیڅ ډول معلومات نه کیږی.

اوس په پرنس ویلیم کاونټی ښوونځیو کی زما په څیر زده کوونکی د کورنی دندی، آزموینو او پروژو له لاری نمری تر لاسه کوی چی په ښکاره ډول د معیارونو او فعالیتونو پوره کولو کی زمونږ پرمختګ منعکس کوی.

دا د نمری ورکولو یوه تګ لاره ده چی زمونږ پرمختګ اندازه کوی.

موخه یی دا ده چی د یو حرف یا نمری پر ځای په درجه بندی تمرکز وشی چی ځینی اړینی پوښتنی ځوابوی.

یو زده کوونکی د دولتی معیارونو پوری تړلی د ځانګری زده کړی موخو په اړه څه پوهیږی؟

هغوی په هغه موخو کی مهارت تر لاسه کولو لپاره باید څه ډول کار تر سره کړی؟

آیا زده کوونکی هغه پوهه کارولی یا پلی کولی شی؟

دا ټول ښوونکو پوری اړه لری چی هغوی څه ډول کولی شی زده کوونکو ته د زده کړی د موخو په اړه یا چی د زده کوونکو فعالیت به څه ډول ووارزول شی، د پوهیدو وړ وضاحت ورکړی. په دی اړه هیڅ ډول رازونو پټ نه ساتل کیږی چی څه ډول آزمویینه تر سره کیږی یا چی زده کړی به څه ډول تر سره کیږی.

راځی چی بیرته زما د جیومټری آزموینی ته وګرځو. د دی وړاندی چی زما آزموینه تر سره شی، زما ښوونکی دا ډاډ رامنځ ته کوی چی ماته د آزموینی چمتو والی لپاره د تمرین مواقع راکړل شوی دی او په کومو برخو کی می چی تیروتنه کړی وی او یا رانه پاتی شوی وی، ماته خپل نظر راکوی.

وروستو له آزموینی،که له ما څخه کومه پوښتنه بی ځوابه پاتی شوی وی، نو ماته لا زیات معلومات یا نظرونه راکوی. په ځینو مواردو کی، امکان دی ولری چی ماته د زده کړی لپاره لا زیات وخت او ملاتړ راکړی او امکان دی ولری چی په ستونزمنه برخه کی راته د مهارت تر لاسه کولو لپاره بله موقع هم راکړی.

څیړنی په ډاګه کوی چی په خاص ډول درسونو کی زده کوونکو ته د زده کړو د لا زیات مهارت تر لاسه کولو لپاره، د هغوی پرمختګ څارل او هغوی ته ځانګړی نظرونه ورکول تر ټولو اغیزمنه تګ لاره ده.

اوس د پرینس ویلیم ښوونځیو زده کوونکی او د هغوی والدین کولی شی چی په ښه توګه د موخو تر لاسه کولو په اړه معلومات ولری، او د زده کوونکو د فعالیت په اړه لا زیات تفصیلی نظرونه ترلاسه کړی او زده کوونکو ته دا مواقع په لاس ورکړی چی لا زیات بریالیتوبونه تر لاسه کړی.