کتاب                                                                                           پالیسۍ او مقررات
برخه                                                                                            100 - د ښوونځي بورډ اداره داری او چاری
عنوان                                                                                         پالیسی - د اتباعو یا ښاریانو ګډون
کوډ                                                                                             134
حالت                                                                                          فعال
تصویب شوۍ/خپل شوئ                                                  23 سپټمبر, 1998
په وروستی ځل د بیاځلی کتلو وروستی نیټه                سه شنبه، 5 دسمبر 2023
د بیاځلی کتلو پخوانی نیټی                                                12 دسمبر, 2018; 27 جنوری, 2021; 15سپټمبر, 2021; 19 اکتوبر, 2022


د ښوونځي بورډ اداره داری او چاری

پالیسی 134

د اتباعو یا ښاریانو ګډون

د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځيو بورډ د عامه اندیښنی د اوسني ستونزو په تړاو د پرنس ویلیم کاونټي ټولنې لخوا د اړیکو او ارتباطاتو هرکلی کوي کوم چې په مستقیم ډول د ښوونځي ډیویژن (PWCS) د چارو یا پالیسیو پوری تړاو لري. د ښوونځي بورډ د پرنس ویلیم کاونټي اوسیدونکی هڅوي چې اړیکی ساتلو لپاره د ښوونځي بورډ غړو ته لیکلي، ثبت شوي ویډیوي پیغامونه او / یا بریښنایی لیکونه واستوي، د ښوونځي بورډ د ویب پاڼې له لارې خپل نظرونه وسپاري ، د ښوونځي بورډ غونډو ، د تالار غونډو او اوریدونو کې ګډون وکړي یا د تلویزون له لاري عامه غونډي وګوری، او د عامو ښوونځي بورډ غونډو، د تالار غونډو او عامه اوریدونو پر مهال د اتباعو د نظر ورکولو په بهیر کې ګډون وکړۍ.

  1. د ښوونځي بورډ سره د اتباعو د اړیکو نیولو کړنلاره

    د پرنس ویلیم کاونټي اوسیدونکي، د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) کارکوونکی، والدین/سرپرستان، زده کوونکي، او د سوداګرۍ یا نورو سازمانونو مالکان یا کارکوونکي چې د پوست یا میل پته یی په پرنس ویلیم کاونټي کی وي، کولی شي چی د ښوونځي بورډ غړو ته د لیکلي، ثبت شوي ویډیوی پیغام یا بریښنایی لاری نظر سپارلو سره یا د ښوونځي بورډ په عامو غونډو کې یا د عامه اوریدنې یا تالار غونډو په جریان کې د اتباعو نظرونو لپاره د مشخص شوي وخت پر مهال بورډ ته په وینا کولو سره د عامه اندیښنو په تړاو د ستونزو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړي کوم چی په مستقیم ډول د PWCS چارو یا پالیسیو پوری تړاو لري. د ټولنې نظرونو څرګندولو لپاره دا فرصتونه د بورډ غړي یا د څانګې سوپرانټینډنټ (سوپرانټینډنټ)دی ته نه اړ کوي چې د وینا کوونکي نظرونو په اړه بحث وکړي یا ورته ځواب ووایی او نه هم په غوښتنې یا وړاندیز یی عمل وکړي.
  2. د ښوونځي بورډ سره د لیک، ثبت شوي ویډیوی پیغام، یا بریښنایی لارو چارو اړیکی نیول

    د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي بورډ د عمومي ارزښت لرونکو ستونزو په تړاو ښوونځي ډیویژن چارواکو سره د پرنس ویلیم کاونټي اتباعو لخوا اړیکو ساتلو ته هرکلی کوي او هڅوي یی. د ښوونځي بورډ دفتر ته د دا ډول موادو په لیږدولو سره لیکل شوي نظرونه هر وخت بورډ ته د میل له لاری وړاندې کیدی شي. Box 389, Manassas, Virginia 20108, یا Edward L. Kelly رهبری مرکز 14715 Bristow Road, Manassas, Virginia 20112 ته لیږدول کیدئ شي.

    د PWCSclerk@pwcs.edu بریښنالیک له لاری ټول بورډ ته معلومات استولئ شئ، یا د ښوونځی بورډ په ویب پاڼه https://www.pwcs.edu کی د ورکړل شوي بریښنالیک له لاری د ښوونځي بورډ انفرادي غړو سره اړیکه ټینګلوۍ شئ. اتباع هم په کلکه هڅول کیږي چې د ښوونځي بورډ په ویب پاڼه https://www.pwcs.edu کې موجود د اتباعو د نظرونو ورکولو فورمی له لاری د ښوونځي څانګې اړوند ستونزو په تړاو خپل نظرونه د ښوونځي بورډ ته وړاندې کړي. برسېره پردې، د ثبت شوي ویډیوی اړیکو هرکلۍ کیږي او کولی شی چی د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي بورډ ته یی د ښوونځي بورډ کلرک (میرزا) دفتر لخوا رامنځ ته شوي او د ښوونځي بورډ ویب پاڼه کې خپاره شوي کړنلارو له لاري وسپاریٔ.
  3. د اتباعو د نظر ورکولو په بهیر کی، عامه اوریدنی، د تالار غونډو یا د نورو فورمونو پر مهال د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي بورډ ته د وینا کولو لپاره طرزالعملونه

    د ښوونځي بورډ د ټولو منظمو غونډو یوه برخه د اتباعو د نظر ورکولو بهیر تر لاندې ځانګړې شوې ده ترڅو د هغه ستونزو په اړه د پرنس ویلیم کاونټي اوسیدونکو، او د PWCS کارکوونکو، والدینو/سرپرستانو، زده کوونکو، او څیښتنو یا د سوداګرۍ یا نورو سازمانونو کارکوونکو چی د پوست/میل پته یی په پرنس ویلیم کاونټي کی وي، څخه نظرونه تر لاسه کړي چی په مستقیم ډول د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو پورې تړاو ولري، په ځانګړي توګه د ورته غونډو د اجنډا د توکو، ترڅو د دې ډول توکو په اړه د رایې ورکولو پرمهال د باخبره پریکړو په کولو کې بورډ سره مرسته وکړي. د عامه اوریدنی او د تالار غونډی د ځانګړي موخی لپاره ترسره کیږي ترڅو د ورته اوریدنو یا تالار غونډو موضوع په اړه عامه نظر ترلاسه شي. د اتباعو د نظر ورکولو لپاره وخت د ښوونځي بورډ د ځانګړو غونډو یا کاري غونډو لپاره نه رامنځ ته کیږي، او نه هم د نورو دولتي ادارو سره ګډې ناستې لپاره، پرته له دې که چیرته د ښوونځي بورډ د اکثریت رایو پر اساس له مخکې څخه موافقه شوې وي.
    1. د ښوونځي بورډ غونډې، اوریدنې، او د تالار غونډی

      د ښوونځي بورډ د غونډو موخه دا ده چې ښوونځي بورډ ته موقع په لاس ورکړي چې عامه چاری په منظم او د ګډوډی پرته ترسره کړي. د باخبره پریکړو تر سره کولو لپاره د خلکو نظرونه اړین دي. د ځینو عامه اوریدنو په استثنا، د ښوونځي بورډ د قانون له مخې نه دی اړ چې د خپلو غونډو په جریان کې د عامه نظرونو لپاره فرصت رامنځ ته کړي مګر دا کار ځکه کوي تر څو باخبره پریکړی تر سره کړي. د ښوونځي بورډ په عامه نظرونو باندي د مناسب وخت، ځای، او تګلاری محدودیتونه تعقیبوي ترڅو خپلی چاری په وخت او منظم ډول ترسره کړي. د ښوونځي بورډ په دې هم پوهیږي چې ځینې موضوعات ممکن اضافی عامه نظرونه رامینځته کړي یا ورته اړتیا ولري او اتباع هڅوي چې د اړیکي ټینګولو لپاره د بدیلی لارو چارو خپل نظرونه وړاندې کړي کوم چی د دی پالیسی په لومړي برخه کی په ډاګه شوي دي. د اکثریت رایو پر اساس، د ښوونځي بورډ ممکن، وخت نا وخته، د تالار غونډو ترسره کولو سره هم موافقه وکړي یا د ښوونځي بورډ د منظم غونډو پرته نور فورمونه برابر کړي ترڅو د ورته موضوعاتو په اړه عامه نظرونه ترلاسه کړي. لاندې مقررات د مؤثره حکومت داري کولو، د مؤثره ښوونځي بورډ غونډو ته وده ورکولو، مدني خبرو اترو ته وده ورکولو، د ښوونځي بورډ پر وړاندي د عملیاتی توکو په اړه د خلکو نظریات او هغه موضوعات چی په مستقیم ډول د ښوونځي څانګې عمومي چارو یا پالیسیو پوری تړاو لري، او د ښوونځي چارو په منظم، مدني او سمدستي توګه تر سره کولو سره د خلکو نظرونو راټولولو لپاره د ښوونځی بورډ د پرتله کولو اړتیا ډاډ رامنځ ته کولو لپاره دي.
    2. د ښوونځي بورډ د منظم یا عادی غونډو لپاره د نوم لیکنی کولو تګلاره
      1. د اجنډا توکی یا نور موضوعات چې د PWCS چارو او پالیسیو پوری تړاو لري، په اړه یی نظر ورکولو لپاره د ښوونځي بورډ منظم غونډو لپاره د اتباعو د نظر ورکولو بهیر یو ساعت پورې محدود شوۍ دۍ. وینا کوونکو د خبری کولو لپاره یوازی درې دقیقو پوری محدود شوي دي. که چیرته په غونډه کې د وینا کولو لپاره له 20 څخه زیات اتباع یا ښاریان وړاندیز وکړي، د هر یو کس لپاره د وینا کولو ټاکل شوی وخت به دوه دقیقو ته برابر کړل شي. که چیرته 20 یا کم اتباع یا ښاریان د وینا کولو غوښتنه وکړي، هر وینا کوونکی لپاره ټاکل شوی وخت به دریو دقیقو پوری پاتې شي. په ټوله کی د عمومی رییس په اختیار سره، هغه وینا کوونکو ته ممکن اضافي وخت ورکړل شي چی د ژباړنی مرستی ته اړتیا لري. هغه وینا کوونکی چې د ژباړونکي خدماتو ته اړتیا لري باید د غونډې څخه لږ تر لږه 24 ساعته وړاندي خپل نوم او د اړیکی ټینګولو معلومات ورکولو سره کلرک (میرزا) خبر کړي.
      2. د پرنس ویلیم کاونټي اتباع، او د PWCS کارکوونکي، والدین/سرپرستان، زده کوونکي، او د سوداګرۍ یا نورو سازمانونو مالکان یا کارکوونکي چې د پوست/میل پته یی په پرنس ویلیم کاونټي کې وي، څوک چې غواړي د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي بورډ ته نظر وړاندي کړي، کولی شي چی د اتباعو نظر ورکولو بهیر لپاره د وینا کوونکو په لسټ کی د نوم شاملولو لپاره وړانديز وکړي. دا کار د اتباعو د نظر ورکولو بهیر وړاندیز فورمه بشپړولو سره کوم چی د ښوونځي بورډ په ویب پاڼه https://www.pwcs.edu کې موجود ده، یا د ښوونځي بورډ کلرک (میرزا) سره د تلیفون له لاری په اړیکه نیولو سره تر سره کولی شۍ کوم چی د شنبې په ورځ د سهار په 8:00 بجو سمدستي د ښوونځي بورډ غونډې څخه مخکې چې اوسیدونکي غواړي پکی وینا وکړي، پيل کیږي. هغه غوښتنې چې د شنبې په ورځ د سهار له 8:00 بجو څخه وړاندي د ښوونځي بورډ غونډې څخه وړاندي ترلاسه شوي وي، ورته به ارزښت ور نکړل شي. د وینا کوونکو نوم لیکنه به د "لومړي راشئ ، لومړي خدمات تر لاسه کړۍ" پر اساس تر سره کیږي کوم چی به د غونډی د ورځی په غرمه 12:00 پائ ته رسیږي. د نوم لیکنې لیست به هغه وخت وتړل شي کله چې د ټولو وینا کوونکو شمیر چې نوم لیکنه یی تر سره کړي وي، دیرشو ته ورسیږي او له هغی وروسته به هیڅ نوم لیکنه نه تر سره کیږي، په غونډه کی هم نه.
      3. هغه وینا کوونکي چې د ښوونځي بورډ په مهالویش شوي غونډه کې یی د وینا کولو لپاره پخلی شوي وي، د ښوونځي بورډ په راتلونکې مهالویش شوي غونډه کې د وینا کولو لپاره به وړ نه وي.
      4. هغه وینا کوونکی چې د ښوونځي بورډ په مهالویش شوي غونډه کې د وینا کولو لپاره یی پخلی شوي وي مګر په هغه غونډه کې خبرې کولو کې پاتې راشي د کوم لپاره چی یی پخلی شوي وي، وبه نشی کولئ شي چې د ښوونځي بورډ په راتلونکې مهالویش شوي عادي غونډه کې د وینا کولو لپاره نوم لیکنه تر سره کړي، پرته له دې چې هغوي د غونډې د نیټې تر غرمی پورې د ښوونځی بورډ کلرک یا میرزا ته دا خبر ورکړي چې هغوي نشي کولی په غونډه کی ګډون وکړي.
      5. په هغه حالت کې چې د هرې غونډې لپاره د ټولو وړ وینا کوونکو له ټاکل کیدو وروسته د وینا کولو لپاره تش ځایونه پاتې شي، دا ډول ځایونه به د هغه طرزالعملونو په کارولو سره چی په III.B.2 برخه کی په ډاګه شوي دي، د نه وړوالی لرونکی وینا کوونکو لخوا د لومړئ نوم لیکنی کولو په اساس ډک شي.
      6. هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې په لیست کې د کوم بل کس نوم لاسلیک یا راجسټر کړي او نه د بل کس په استازیتوب وینا وکړي چا چې د وینا کوونکو په لیست کې ځان ثبت کړی یا یی نوم لیکنه تر سر کړي وي. هر هغه کس چی د وینا کولو لپاره یی نوم لیکنه تر سره کړۍ اوسی، نشي کولی چی خپل وخت بل وینا کوونکی ته ورکړي.
      7. په پرنس ویلیم کاونټی کی د استوګنې د ځایونو د تصیدیق کولو په موخه ټول وینا کوونکي باید خپلی پتی، د سوداګرۍ یا سازمان د پوست لیږدولو پتی، او د تلیفون شمیری یا د بریښنالیک پتی ورکړۍ او کلرک (میرزا) ته اجازه ورکړی چی د اړتیا په وخت کی د اوسیدونکو سره اړیکه ونیسي. د کاونټی اوسیدونکي څوک چې هیڅ ثابت ادرس نلري، هم کولی شي چی خپل نومونه د وینا کوونکو په لیست کې شامل کړي او کلرک ته د دوی سره د اړیکی ټینګولو لپاره لاری چاری په ګوته کړي. پرته له دې که اتباعو د وینا کولو لپاره د نوم لیکنی کولو پرمهال د شخصی اړیکی نیولو معلومات خپریدل تصویب کړی وي، معلوماتو ته د لاسرسی قانون (FOIA) تر لاندي رسنیو یا خلکو ته چی د شخصی اړیکی نیولو معلوماتو غوښتنه کوي، دغه معلومات نه دي موجود کوم چی کلرک ته ورکړل شوي دي. (د بریښنالیکونو او د ثبت شوي ویډیوی نظر څرګندولو توکی عامه ریکارډونه ګڼل کیږي چې د FOIA قانون تر لاندي د افشا کیدو وړ دي.) وینا کوونکي هم باید د اجنډا توکي یا د عامه اندیښنې وړ ستونزی وپیژنی چې دوی به یې په اړه وینا کوي.
      8. هغه وینا کوونکی چې د ژباړونکي خدماتو ته اړتیا لري باید د غونډې څخه لږ تر لږه 24 ساعته وړاندي د تلیفون یا د بریښنالیک له لاری د هغوی نوم او د اړیکو ټینګولو معلومات ورکولو سره کلرک (میرزا) خبر کړي.
    3. د عامه اوریدنې پرمهال د اتباعو نظر څرګندول

      د عامه اوریدنې پرمهال د اتباعو د نظر څرګندول باید د اوریدنې موضوع پورې محدود وي. د وینا کوونکو شمیر او وینا کوونکو ته د اسانتیاوو برابرولو ظرفیت ته په کتو سره په ټوله کی لوي رییس باید د وینا کوونکو لپاره د وخت محدودیت مشخص کړي. په عامه اوریدنه کې د وینا کولو لپاره به د نوم لیکنی، وخت، او ځای طرزالعمل د PWCS په ویب پاڼه کې د اوریدنې بهیر تر وړاندي اعلان شي. اتباع هڅول کیږي چې د اوریدنې موضوع په اړه د ښوونځي بورډ ته خپل نظرونه د دې پالیسۍ په لومړۍ برخه کې په ډاګه شوي د مخابراتو د بیلابیلو وسیلو له لاری او د ادارې لخوا رامنځ ته شوي د عامه سروې په ګډون د عامه نظرونو لپاره د کومې بلې لارې وړاندې کړي. پرته له دی که بل ډول په ډاګه شوي وي، د عامه اوریدنې پر مهال د اتباعو د نظر څرګندول باید هم هغه مقررات تعقیب کړي کوم چې د اتباعو عامو نظر څرګندولو بهیر باندی د پلی کیدو وړ دی څرنګ چی په دی پالیسی کی بیان شوي دی.
    4. د تالار غونډو یا نورو غونډو یا ځایونو پر مهال د اتباعو د نظر څرګندول

      کله چې د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو د چارو په اړه د پام وړ عامه اندیښنې موضوع راپور ته شي، اداره یا د ښوونځي بورډ، د رایو په اکثریت سره، کولی شي د تالار غونډه وځنډوي یا د اندیښی وړ مشخصی موضوع په اړه د لا زیات عامه نظرونو تر لاسه کولو لپاره بل عامه غونډه/فورم رامنځ ته کړي. د تالار غونډی یا نوری غونډی باید د اجنډا پلان کولو پروسې له لارې مهالویش شي کوم چې د ښوونځي بورډ منظم غونډو کې د پلي کیدو وړ دي، لکه څنګه چې په 132 پالیسۍ، "منظم/عادي، ځانګړې او د دروازی تر شا غونډی" کې په ډاګه شوي دي. پرته له دی که بل ډول په ډاګه شوي وي، د تالار غونډو یا نورو فورمونو کې د اتباعو د نظر څرګندونی باید د غونډې موضوع پورې محدود وي او هم هغه مقررات تعقیب کړي چې د اتباعو د نظر څرګندولو په بهیر پوری اړه ولري لکه څرنګ چې په دې پالیسۍ کې تشریح شوي دي.
  4. د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځيو بورډ ته وینا کول
    1. په یو وخت کی یو وینا کوونکی یا یو ګډ ګروپ باید په ټوله کی د رییس لخوا وپیژندل شي. هغه کسان چې ښوونځي بورډ ته په ډله ییز شکل وینا وکړي، نه شي کولی چی د بورډ په هم دغه غونډه کی په جلا ډول یا د کومی بلی ډلې د برخې په توګه په عامه اوریدنې یا تالار غونډه کې د اتباعو د نظر ورکولو بهیر پر مهال بورډ ته وینا وکړي. یوازې هغه اتباع چې د وینا کولو لپاره یی نوم لیکنه تر سره کړی وي، کولی شي بورډ ته وینا وکړي، نور اشخاص نشي کولی چی د هغو کسانو په استازیتوب خبرې وکړي چې نوم لیکنه یی کړی وي مګر په غونډه کې حاضر نه وي یا ګډون کولو لپاره نه یی توانیدلي. هغه کسان چی د وینا کولو لپاره یی نوم لیکنه تر سره کړۍ اوسی، نشي کولی چی خپل وخت نورو ته ورکړي.
    2. وینا کوونکي باید په منځنی نقطه کې د موقعیت لرونکي مایکروفون له لاری بورډ ته وینا وکړي او ودریږي او د خپل نوم ، پتی او هغه موضوع چې دوی یې په اړه خبری کول غواړي په ګوته کولو سره خپلو څرګندونو ته دوام ورکړي. هغه وينا کوونکي چې نه غواړي خپل پته په عام مجلس کی خلکو ته په ډاګه کړي، کولی شی يوازې د خپل نوم په ذکر کولو سره ځان ور وپېژني او دا ډول ووايي چې د دوی پته په دوسيه کې موجود ده که دوی چیرته له مخکی څخه خپله پته کلرک ته ورکړې اوسی. د نظر څرګندولو وینا باید د ښوونځي ټول بورډ ته وشي نه یوازی د بورډ انفرادي غړو، سوپرانټینډنټ، کارکوونکو یا د نندارچیانو نورو غړو ته. دا چې په مجموعي ډول د نظرونو څرګندونی د نورو موضوعاتو په وخت سره د اوریدلو مخه نیسي، پرله پسې وینا کوونکي هڅول کیږي چې د مخکنې وینا کوونکی سره د ملاتړ یا مخالفت څرګندولو لپاره د خپل نظرونو څرګندول محدود کړي.
    3. وینا کوونکو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د خبری کولو په وخت کې آډیوی یا ویډیوی ریکارډونه نشر کړي.  هر وینا کوونکی چې غواړي د ښوونځي بورډ سره آډیوی یا ویډیوی ریکارډونه شریک کړي، کولئ شي چی دا کار د دې پالیسۍ په دوهمه برخه کې د بیان شوي طرزالعملونو په کارولو سره تر سره کړي.
    4. دا چی د اتباعو د نظر څرګندولو بهیر، عامه اوریدنه او د تالار غونډی د ښوونځي بورډ لپاره فرصتونه دي چې د پرنس ویلیم کاونټي اتباعو نظرونه ترلاسه کړي او د بحث لپاره نه دي، نه سوپرانټینډنټ او نه د بورډ غړي به د وینا کوونکي سره په بحث کولو کې ښکیل کیږي. که چیرته د وینا کوونکي د څرګندونو په پایله کې د ښوونځي بورډ کوم غړی لا زیات معلومات تر لاسه کول وغواړي، غړی کولی شي یوازې د لوی رییس په اجازه وینا کوونکی سره خبری کولی شي.
    5. د وخت محدودیتونه

      لکه څنګه چې د دې پالیسۍ په دویمه برخه کې په ډاګه شوي دي، هر وینا کوونکی یا ګډې ډلې ته ټاکل شوی وخت به یوازی درې دقیقې وي. هغه وینا کوونکي یا ګډه ډله چې مکمل درې دقیقو ته اړتیا نلري، نه شي کولی چی خپل پاتی وخت بل ته ورکړۍ. وینا کوونکي به هم په هغه ترتیب سره اوریدل کیږي په کوم ترتیب سره چی د دوی نومونه کلرک ته سپارل شوي وو. هغه وینا کوونکي چې ژباړونکي ته اړتیا لري ممکن د اړتیا په صورت کې له ټاکل شوي درې دقیقو څخه وروسته د لوی رییس په اختیار سره اضافي وخت ورکړل شي.
    6. نامناسب موضوعات او مدني ډیکورم

      د اتباعو د نظر څرګندولو وخت، عامه اوریدنو، او د تالار غونډو موخه دا ده چې د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي ټولنې ته اجازه ورکړي چې د ښوونځي بورډ ته د هغو موضوعاتو یا خبرو په اړه چې په مستقیم ډول د ښوونځي څانګې عمومي چارو او پالیسیو پوری اړه لري او د ښوونځي ټولنی ته د عامه اندیښنې وړ دي، وینا وکړي. د عدالت، درناوي، مدنيت او د ډیکورم عام منل شوي قواعدو په کارولو سره وینا کوونکي باید د هغه امتیاز درناوی وکړي چې د ښوونځي بورډ لخوا وړاندي کیږي. ګنده او د بدنامی یا تهمت ټکو کارول په کلکه منع دي او د نظم څخه به لیرې کیږي. په ټوله کی د لوی رییس لخوا یا د PWCS د خطر مدیریت او امنیتی خدمات وړاندی کولو څانګې لخوا به د هغه ګروپونه یا اشخاصو څخه د غونډی څخه د وتلو لپاره غوښتنه کیږي چی د غونډې په منظمه توګه په ترسره کیدو کې مداخله کوي یا ګډوډي رامینځته کوي، همدا ډول د هغه ډلو یا اشخاصو څخه به هم د وتلو غوښتنه کیږي چې چلند یا بیانونه یی په غونډه کی موجود د کوم کس خوندیتوب ګواښی. په ټوله کی عمومی ریٔیس کولی شي د غونډې په بهیر کې هر وخت د تفریح یا توقف پریکړه وکړي کله چې افراد یا ډلې د دې مقرراتو سره سم عمل کولو کې پاتې راشي، او د ښوونځي بورډ کولی شي د رایو په اکثریت سره موافقه وکړي چې دا پالیسي او د اتباعو د نظر ورکولو بهیر، عامه اوریدنه یا د تالار هر یوه غونډه د ورته لاملونو لپاره وځنډوي.
  5. په نښی نښانو بندیز

    د ښوونځي بورډ د هر ډول غونډي، اوریدنې، یا د تالار غونډی پر مهال، د ښوونځی بورډ د غونډی په کوټه کې هیڅ ډول نښې نښانو، پوسټرونو، پلې کارډونو، بینرونو، یا ورته توکو ته اجازه نه ورکول کیږي، پرته له دې که چیرته د PWCS لخوا د تصویب شوي زده کوونکي د پریزنټیشن برخه وي، او یوازې په هغه حالت کی اجازه لري چی دا ډول نښې نښانی، پوسټرونه، پلی کارډونه، بینرونه یا ورته توکی د نورو خلکو د دید مخه ونه نیسي یا د غونډې منظم چلند او د نورو خوندیتوب ته ګواښ ونه کړي..

د ښوونځي بورډ او د ښوونځي بورډ کلرک (میرزا) د دې پالیسۍ د پلي کولو او څارنې مسٔولیت په غاړه لري. دا پالیسی باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا په صورت کې بدله شي.


نوری حوالی