کتاب:                                                                    پالیسۍ او مقررات
برخه:                                                                    700 - زده کوونکي
عنوان:                                                                 پالیسی- "د چلند کوډ یا قانون"
کوډ:                                                                       701
حالت:                                                                   فعال
تصویب شوۍ:                                                6 جون، کال 1984
په وروستی ځل د بیاځلی کتلو نیټه:         18 جولای, 2023
د بیاځلی کتلو پخوانی نیټی:                       10 اپریل، 2019; 14 اکتوبر، 2020

زده کوونکي

پالیسی نمبر 701

"د چلند کوډ یا قانون"

د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي بورډ په دی لټه کی دی چی د وړتیاو، ګټو، ارزښتونو او موخو سره سم د معیاری زده کړو په موخه د ټولو زده کوونکو حقونه خوندي کړي. د ښوونځی بورډ باید د نسل، رنګ، مذهب، ملي اصل، جنس، جنډر هویت، جنسي تمایل، حمل، ماشوم زیږون، یا اړونده طبي شرایطو په شمول د شیدی (طی) ورکولو حالت، عمر، مدنی حالت، عسکری خدمت، معلولیت، جنیټکی معلوماتونو یا د کوم بل څیز پر اساس د تبعیض کولو پرته کوم چې د قانون لخوا منع شوی دي، د هر زده کوونکی روغتیا، خوندیتوب او حقوقو لپاره خوندیتوب رامنځ ته کړي.

د ښوونځي بورډ د ډیویژن (څانګې) سوپرانټینډنټ (سوپرانټنډنټ) ته واک ورکړی چې د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو (PWCS) "چلند قانون" جوړ او پلي کړي چې د ویرجینیا د کیفیت له معیارونو سره مطابقت ولري کوم چې "د زده کوونکو د ښه چلند او حاضري معیارونو او د تطبیق کولو طرزالعملونو غوښتنه کوي او کوم چی د دې لپاره جوړ شوي دی چې عامه زده کړې په یو داسې فضا کې ترسره شي چې افرادو یا ملکیتونو ته له ګډوډۍ او ګواښ څخه پاک وي او د انفرادي حقونو ملاتړي وي. کله چې زده کوونکي په قانوني ډول د ښوونځیو تر نظارت لاندې وي، د ښوونځيو بورډ، د ښونځیو د سوپرانټنډنټ له لاری چاری پر مخ بیایی، او د زده کوونکو د چلند څخه د نظارت کولو په موخه د ښوونځی ټول کارکوونکی مسٔول ګڼي. د ښوونځي بورډ ټول زده کوونکي د مناسب چلند لپاره مسؤل ګڼي لکه څرنګ چې د ښوونځي بورډ په پالیسیو او مقرراتو، د PWCS د "چلند قانون"، او د هغې په کلنۍ ضمیمو کی تعریف شوي دي.

د زده کوونکو د خدماتو او د ثانوي زده کړو وروسته بریالیتوب لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا پالیسی او هر یو اړوند مقررات باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا پر اساس دی پکی بدلون رامنځ ته شي.