کتاب: پالیسۍ او مقررات
برخه: 700 - زده کوونکي
عنوان: پالیسی - د ښوونکي لخوا د ټولګي څخه د زده کوونکو لیرۍ کول/ویستل
کوډ: 702
حالت: فعال
تصویب شویٔ: 25 مارچ, کال 1998
په وروستی ځل د کتلو نیټه: 7 اکتوبر, کال 2020
د کتلو پخوانی نیټی: 18 سپټمبر, کال 2019

 

زده کوونکي

پالیسی نمبر 702

د ښوونکي لخوا د ټولګي څخه د زده کوونکی لیرۍ کول/ایستل

د ویرجینیا کوډ یا قانون، 276.2-22.1 برخه ښوونکي ته په بنسټیزه توګه دا واک ورکوي چی یو زده کوونکی د ګډوډی رامنځ ته کوونکي چلند لپاره له ټولګي څخه بهر وباسی. سربیره پر دې، د ویرجینیا کوډ 276.01-22.1 § د ګډوډی رامنځ ته کوونکی چلند د "زده کوونکو چلند اداره کولو لپاره د ښوونځي بورډ د مقرراتو څخه د سرغړونی په معنی تعریف کوي کوم چې د زده کړې چاپیریال ګډوډوي یا د خنډ سره مخ کوي."

د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي بورډ د ښوونکي لخوا له ټولګي څخه د زده کوونکي ویستل د زده کوونکي چلند ته مناسب ځواب ګڼي که چیرته په لاندې ذکر شوي معیارونو برابر وي:

  • د زده کوونکي چلند د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي بورډ د مقرراتو څخه سرغړونه کوي کوم چې د زده کوونکي چلند یا "د چلند قانون" اداره کوي.
  • لیرې کول یا ایستل اړین دي ترڅو د مداخلو یا خنډونو څخه پاک د زده کړې چاپیریال بیرته خوندي شي کوم چی د زده کوونکي د چلند له امله رامینځته  شوي وي؛ او
  • دا ډول عمل یوازې وروسته له هغی رامنځ ته کیږي کله چې د ښوونکي او/یا د اداري مداخلې د زده کوونکي د ګډوډتیا چلند پای ته رسولو کې پاتې راشي.

 

د معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره د دې ډول معیارونو پلي کول باید د آیالت او فدرالي قانون او مقرراتو پر اساس وي.

 

په هر ښوونځي کې اداری کارکوونکي باید په ګډه سره د ډسپلین پلان رامینځ ته کړي چې په دې کې شامل دي: (1) د زده کوونکي لپاره باید دا ډول شرایط شتون ولري چې له ټولګي څخه وو ویستل شي. (2) د ګډوډی رامنځ ته کولو چلند پیښی په اړه د راپور ورکولو شرایط او د ویستلو څخه د ملاتړ په موخه اسناد؛ (3) د راجع کولو فورمی د موادو په شمول د زده کوونکي د والدینو/سرپرستانو ته د لیکل شوي خبرتیا لپاره کړنلاری ، او د زده کوونکي د چلند او ممکنه پایلو په اړه خبرې اترو په موخه د ښوونکي او د ښوونځي مدیرانو سره د ملاقات کولو لپاره د موقع ورکولو وړاندیز که چیرته دا ډول چلند ته د پای ټکی کیښودل شي؛ (4) د دې ډول زده کوونکو بدیلی ګمارنې او لارښوونې او د دا ډول لیرې کولو مودې لپاره تګلاری؛ (5) ټولګي ته د زده کوونکو د راستنیدو، د مدیر لخوا په هره پریکړه کې د ښوونکي د ګډون لپاره چې ټولګي ته د زده کوونکي بیرته راستنیدل له کوم ځای څخه ویستل شوي وي، او د مدیر او ښوونکي ترمنځ د دی اړوند هر ډول اختلاف د حل لپاره کړنلاري.

مدیر باید دا ډاډ ترلاسه کړي چې دا ډول زده کوونکي باید دواړه اکاډمیکی لارښوونی او د چلند په اړه د خبری اتری کولو لپاره لارښوونه تر لاسه کولو ته دوام ورکړي.

هر هغه ښوونکی چې د زده کوونکو د چلند مدیریت په برخه کې یی په ارزونه کی نیمګړتیاوې په ګوته شي، ممکن د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي بورډ لخوا اړ شي چې د ټولګي مدیریت او انضباطي مهارتونو ښه کولو په موخه په جوړ شوي مسلکي وده موندلو فعالیتونو کې ګډون وکړي.

دا پالیسي باید د تعلیق او اخراج اړوند د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي بورډ نوری پالیسیو او مقرراتو محدودولو یا بندیزولو لپاره په نظر کی ونه نیول شي.

د ځانګړي تعلیم او زده کوونکو خدماتو لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا پالیسی او اړوند مقررات باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا پر اساس پکی بدلون رامنځ ته شي.


قانوني حوالی