زده کوونکي
پالیسی نمبر 733
د زده کوونکو تنګول او ځورونه
دا د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي بورډ پالیسي ده چې هیڅ یو زده کوونکی باید تنګ یا ونه ځورول شي. د ښوونځي بورډ دا موخه ده چې یو داسی تعلیمي چاپیریال ټینګ وساتي چې د هر ډول تنګولو او ځورونې څخه پاک وي. په ځورونکی چلند کې هغه کړنی یا اقدامات شامل دي چې په فزیکي، لفظي، یا احساساتي ډول د نورو د ځورولو لامل کیږي او منع شوي دي. د 738 پالیسۍ، "غیر تبعیض او د زده کوونکو ځورول" او 3-738 مقرری، "د زده کوونکو ځورول" تر لاندي نه غوښتونکی جنسی وړاندی والی ، د ناوړه جنسی ګټی لپاره وړاندیزونه، او د جنسي ځورونې نور لفظي یا فزیکي بڼی چې جنسي ځورونې زیاتوی يا په ډاګه کوي، منع دي.
د زده کوونکو یا کارکوونکو ځورونه یا تنګول چی د نورو زده کوونکو لخوا تر سره کیږي، د شړلو یا اخراجولو په شمول به د انضباطي اقدام پایلی ولري یا تابع وي.
زده کوونکي باید د تورن کس لخوا د غچ اخیستنې ویرې پرته په آزاد ډول د تنګونی او ځورونې په اړه راپور ورکړي. د غچ اخیستنې هر ډول هڅه باید د مناسب اصلاحي اقدام له لاری حل شي پشمول د هغه زده کوونکو د شړلو څوک چی په غچ اخیستوونکی عمل کی ښکیل کیږي.
د ځانګړي تعلیم او زده کوونکو خدماتو لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.
دا پالیسی او اړوند مقررات باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا پر اساس دی پکی بدلون رامنځ ته شي.