کتاب: پالیسۍ او مقررات
برخه: 700 - زده کوونکي
عنوان: پالیسی - پلټل او ضبطول
کوډ: 737
حالت: فعال
تصویب شوۍ: 4 سپتمبر، کال 2002
په وروستی ځل د کتلو نیټه: 4 اکتوبر، کال 2017


زده کوونکي

پالیسی نمبر737

پلټل او ضبطول

د ښوونځي بورډ موخه دا ده چې د ښوونځیو د خوندي ساتلو لپاره ټول مناسب وړ اقدامات تر سره کړي؛ کوم چی یو خوندی چاپیریال رامنځ ته کولو ته دوام ورکول دي - یو داسې ځای چیرته چی د خنډ پرته ښوونکي لارښوونه وکولۍ شي او زده کوونکي زده کړی تر سره کړاي شي. 
 
د ښوونځيو د خوندیتوب ډاډ رامنځ ته کولو په موخه، محکمو د انفرادي زده کوونکو د اساسي حقونو تر مینځ د توازن رامنځ ته کولو او د خوندیتوب د اړتیا او د ښوونځي د تاوتریخوالی څخه او د نورو زده کوونکو او کارکوونکو په حقونو باندي د تیری کولو څخه د آزادي غوښتنه کړې ده.  
 
د ښوونځي بورډ د ښوونځیو سپرانټینډنټ ته واک ورکړی چې د آیالت او فډرال اړوند قوانینو او اساسي قانون سره په مطابقت داسې مقررات رامینځته کړي او عملی کړي کوم چې د لاکر (د توکو سمبالو ځای) په نا څرګنده یا په نا ټاکلی وخت کی د پلټلو په شمول د زده کوونکو پلټنی ترسره کولو لپاره تګلاری رامنځ ته کړي. زده کوونکي او د هغوی لاکری (د توکو سنمبالولو ځایونه)، شخصي ملکیتونه، ګرځنده تلیفونونه، بریښنایی وسایل، یا د ښوونځي په ملکیت کې یا د ښوونځي لخوا تمویل شوي فعالیعتونو کی موټری په مناسب ډول د پلټلو تابع دي لکه څرنګ چې په 1-737 مقرری، "پلټل او ضبطول" کې ذکر شوي دي. 
 
د مالیي او ملاتړی خدماتو لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري. 
 
د مالیي او ملاتړی خدماتو لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) په 2020 کال کی د دې پالیسۍ د بیاځلی کتلو مسؤلیت په غاړه لري. 

 


قانوني حوالی