کتاب: پالیسۍ او مقررات
برخه: 700 - زده کوونکي
عنوان: پالیسی- د زده کوونکو د مدیریت او بدیلو پروګرامونو څانګه
کوډ: 747
حالت: فعال
تصویب شوۍ: 23 جون، کال 2004
په وروستی ځل د کتلو نیټه: 3 نومبر، کال 2023
د کتلو پخوانی نیټی: 27 اپریل، 2017؛ 4 مارچ، 2020

زده کوونکي

پالیسی نمبر 747

د زده کوونکو د مدیریت او بدیلو پروګرامونو څانګه

د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځيو بورډ د زده کوونکو د مدیریت او بدیلو پروګرامونه څانګی (SMAPD) ته دا واک ورکوي چی د خوندي ښوونځي چاپیریال رامنځ ته کولو په موخه د ښوونځي څانګې هڅې پلي او همغږي کړی کوم چې د ښوونی او زده کړې لپاره مناسب وي. د SMAPD موخې په لاندې ډول دي:

  1. د زده کوونکو جدي انضباطی سرغړونی حل کول؛
  2. د زده کړو بیلابیل فرصتونه وړاندي کول چې د وړکتون څخه تر دولسم ټولګیو او د زیات عمر لرونکي زده کوونکو بیلا بیلی اړتیاوې پوره کړي؛
  3. د تعلیم لپاره خوندي چاپیریال ته وده ورکول چې د ښوونی او زده کړې لپاره مناسب وي او له تاوتریخوالي، شخړو، او غیر ضروري خنډونو څخه پاک وي؛
  4. د یوې داسی پروسې له لارې د اوږد مهاله ځنډولو او اخراجولو کچه یا شمیر کمول کوم چی لا زیات غیر دودیز او د بدیلو زده کړو فرصتونه رامنځ ته کوي؛
  5. د زده کوونکو د اوږدې مودې ځنډونې، اخراج، جلاوالی، او بیا شاملیدو لپاره د پلي کیدو وړ پروسې نظارت تر سره کول او د ښوونځي بورډ سره د هر ډول اپیل (ایستناف) همغږي تر سره کول؛ او
  6. د عمومي یا عام تعلیم تر لاسه کوونکو زده کوونکو لپاره مناسب تعلیمي خدمات، پروګرامونه او ځای پرځای کونه مشخص کول څوک چې د SMAPD د ډسپلین پروسې تابع دي.

د ځانګړي تعلیم او د زده کوونکو د خدماتو لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري.

دا پالیسی او اړوند مقررات باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا پر اساس دی پکی بدلون رامنځ ته شي.


قانوني حوالی