کتاب: پالیسۍ او مقررات
برخه: 700 - زده کوونکي
عنوان: پالیسی - وسلی او نور منع شوي توکي
کوډ: 775
حالت: فعال
تصویب شوۍ: 20 سپټمبر، کال 1976
په وروستی ځل د کتلو نیټه: 12 جون، کال 2019


زده کوونکي

پالیسی نمبر 775

وسلې او نور منع شوي توکی 

د پرنس ویلیم کاونټي عامه ښوونځیو په ملکیت کې، د ښوونځي په فعالیتونو کې یا ښوونځي ته د تګ راتګ په وخت کی د ګولی ویشتونکي وسلو یا د کوم بل ډول وسلو درلودل که هغه اصلي وی یا ورسره ورته والی لري، منع دي او هر کس چی پکی ښکیل وي، د اخراج په شمول به د انضباطي اقدام سره مخ کیږي. هغه زده کوونکي چې د دې پالیسۍ څخه سرغړونه کوي ممکن د نورو قانوني او انضباطي عمل سره مخ شي لکه څنګه چې د ویرجینیا کوډ لخوا مشخص شوي دي. 
 
د ځانګړي تعلیم او زده کوونکو خدماتو لپاره ایسوسی ایټ سپرانټنډنټ (یا استازی) د دې پالیسۍ پلي کولو او ورڅخه د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري. 
 
دا پالیسی او هر یو اړوند مقررات باید لږ تر لږه په هرو پنځو کلونو کې بیاځلی وکتل شي او د اړتیا پر اساس دی پکی بدلون رامنځ ته شي.

 


قانوني حوالی